د شین کوریزو ګازونو خپرېدنه

د بشري فعالیتونو له امله د شین کوریزو ګازونو خپرېدنه شین کوریزې اغېزې لا ډېرې پیاوړې کوي، چې د اقلیم د بدلون سبب کېږي. د نوموړو ګازونو ډېره برخه د فوسیلي سوَن توکو لکه: د ډبرو سکرو، نفتو او طبیعي ګازو د سوځېدو له امله تولید شوی کاربن ډای اکساید جوړوي. په چین کې د ډبرو سکاره او د ګاز او تېلو لویې کمپنۍ، د OPEC او روسیې د پترولیمو کمپنۍ د شین کوریزو ګازونو ستر خپروونکي دي. له صنعتي انقلاب  راهیسې له انسانانو نه منشا اخیستونکي خپراوي د اتموسفیري کاربن ډای اکساید کچه شاوخوا ۵۰٪ لوړه کړې ده. د خپراوي د ډېرېدو په کچو کې توپېر راغلی دی، اما دا خپراوی د ټولو ګازونو ترمنځ ثابت و. په ۲۰۱۰ز لسیزه کې د خپراوي کچه په منځنۍ توګه په هر کال کې ۵۶ میلیارده ټنه وه، چې تر یاد کال پورې، په تاریخ کې د خپراوي ترټولو لوړه کچه وه.[۱]

د برښنا تولید او ترانسپورت لوی خپرونکي دي، چې د سون د توکو په توګه د ډبرو سکارو کاروونکې د برښنا د تولید فابریکې د خپراوي تر ټولو لویې سرچینې دي، دا فابریکې په یوازې ځان د ټولو شین کوریزو ګازونو (GHG) ۲۰٪ جوړوي. د ځنګلونو وهل (له منځه وړل) او د ځمکې د کارونې له امله په کې نور رامنځته شوي بدلونونه هم د کاربن ډای اکساید او میتان ګاز د خپراوي سبب کېږي. د میتان د خپراوي تر ټولو لویه بشري (anthropogenic) سرچینه کرنه ده او ورپسې نږدې هغه یې د ګاز خوشې کول (اتموسفیر ته د الکان هایدروکاربنونو – چې ډېر یې میتان وي، اختیاري او قصدي تخلیه کول.) او د فوسیلي-سون توکو له فابریکو څخه ناغوښتی خپراوی، جوړوي. د کورني ژوو یا اهلي حیواناتو روزنه د میتان تر ټولو ستره کرنیزه یا حیواني سرچینه ده. کرنیزه خاوره د کیمیاوي کوډ له امله یوه اندازه نایترس اکساید خپروي. په ورته ډول، د سړوونکو مادو فلورین لرونکي ګازونه د ټول بشري خپراوي یوه لویه برخه جوړوي.      

د خپرېدنې په اوسني میزان سره چې، منځنۍ کچه یې په کال کې د یو کس په سر ۶.۵ ټنه ده، د صنعتي انقلاب له پیل څخه تر ۲۰۳۰ز کال پورې به تودوخه د  °C۱.۵ (°F ۲.۷) په اندازه زیاته شي، کوم چې د G7 هېوادونو لپاره وروستی حد او د پاریس تړون د تقاضا حد دی.[۲]

اندازه کول او محاسبه یې

د شین کوریز ګاز د خپرېدنې نړیواله کچه په کال کې شاوخوا ۵۰ ګیګا ټنه (د هر وګړي پر سر ۶.۶ ټنه) ده او د ۲۰۱۹ز کال لپاره، د ځمکې د کارونې له کبله د رامنځته شویو بدلونونو په ګډون، د ۵۷ ګیکا ټنه کاربن ډای اکساید معادل اټکل شوې وه. په ۲۰۱۹ز کال کې، د بشر په واسطه د خپاره شوي  شین کوریز ګاز د مجموعې نږدې ٪۳۴ (د ۲۰ ګیګا ټنه کاربن ډای اکساید معادل) د انرژۍ د سرچینو سکتور، ٪۲۴ (د ۱۴ ګیګا ټنه کاربن ډای اکساید معادل) تولیدي فابریکو، ٪۲۲ (د ۱۴ ګیګا ټنه کاربن ډای اکساید معادل) کرنې، د ځنګلونو چارو او د ځمکې نورې کارونې (AFOLU)، ۱۵٪ (د ۸.۷ ګیګا ټنه کاربن ډای اکساید معادل) ترانسپورت او ٪۶ (د ۳.۳ ګیګا ټنو معادل) ودانیو، جوړاوه.[۳][۴][۵][۶]

کاربن ډای اکساید (CO2)، نایتروس اکساید (N2O)، میتان، د فلوراید لرونکو ګازونو درې ګروپونه ]سلفر هګزا فلوراید (SF6)، هایدرو فلوروکاربنونه (HFCs) او پِرفلوروکاربنونه (PFCs)[ د بشر د فعالیتونو په پایله کې د شین کوریزو ګازونو مهم ډولونه دي او د پاریس تر تړون لاندې کنترول شوي دي.[۷][۸]

که څه هم کلوروفلوروکاربنونه (CFCs) شین کوریز ګازونه دي خو د مونټرییل تړون په واسطه کنترول شوي دي، چې موخه یې د اوزون په کمولو کې د کلوروفلوروکاربنونو مرسته وه، نه د نړیوالې تودوخې د راکمولو هغه. د یادونې وړ ده چې، د اوزون کمښت په شین کوریزې ګرمېدنې کې لږ ونډه لري، که څه هم چې په رسنیو کې کله کله دواړه بهیرونه یو له بل سره ګډوډېږي. په ۲۰۱۶ز کال کې، د ۱۷۰ څخه د ډېرو هېوادونو مرکچیان د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام په ناسته کې یو لازم الاجرا توافق ته سره ورسېدل، چې د مونټرییل په پورتوکول کې د کیګالي د تعدیل له لارې، د هایدروفلوروکاربنونو ((HFCs کاروَنه ورو ورو په څو پړاوونو کې ودروي.[۹][۱۰][۱۱]      

د شین کوریزو ګازونو د خپراوي د اندازه کولو لپاره ډېرې کړنلارې شته. ځینې ډېرې مشهورې هغه یې دا دي:[۱۲]

  • د اندازه ګیرۍ د محدودو ټاکل: خپراوي ته، په جغرافیه يي توګه هغه سیمې ته چې په کې رامنځته شوی وي (سیمه ییز قانون) یا د فعالیت قانون په بنسټ هغې سیمې ته چې خپراوی په کې منځته راغلی وي، نسبت ور کولای شو. د اندازه کولو په وخت کې د نوموړو دواړو کړنلارو پایلې سره توپیر لري، د مثال په توګه، له یو هېواد څخه بل هېواد ته د برښنا واردول یا په په یوه نړیوال هوایي ډګر کې خپراوی.
  • د بېلابېلو ګازونو د وخت افق: د شین کوریز ګاز یوه مشخصه اندازه د کاربن معادل بلل کېږي. په دې کړنلاره د خپراوي د کچې معلومول، په اتموسفیر کې د ګاز د پاتې کېدلو په مودې پورې اړه لري. نوموړې موده هر کله په دقیقه توګه معلومه نه وي[وضاحت ته اړتیا لري] او محاسبې باید په منظمه توګه اصلاح شي، تر څو نوي اطلاعات منعکس کړي.
  • پخپله د اندازه کولو د پروتوکول میتود: دا کړنلاره د مستقیمې اندازه ګیرۍ یا د وړادوینې له لاري ترسره کولای شو. څلور اصلي میتودونه دا دي: د خپراوي فکتور پر بنسټ ولاړ میتود، د کتلې د توازن میتود، د وړاندوینې وړ د خپراوي څارونکي سیستمونه او د خپراوي استمراري څارونکي سیستمونه. نوموړي میتودونه په دقت، قیمت او د کارونې وړتیا کې سره توپیر لري. تمه ده چې، د اقلیم څارونکی ګروپ به د کاربن ډای اکساید فضا-بنسټه اندازه ګیریو څخه د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱ز کال د اقلیمي بدلون کانفرانس څخه مخکې، د ځانګړو لویو نباتاتو په اړه عمومي معلوات وړاندې کړي.[۱۳]

نوموړې اندازه ګیرۍ کله کله د اقلیم د بدلون په اړه د هېوادونو له خوا د بېلابېلو سیاسي/ اخلاقي دریځونو د څرګندولو او اثبات لپاره کارول کېږي. د بېلابېلو اندازه ګيریو کارول د پرتله کولو په وړتیا کې نیمګړتیا د راتګ سبب کېږي، چې د موخو په لور د پرمختګ د څارلو په وخت کې ستونزې راولاړوي. د اندازه کولو لپاره د یوې عمومي (مشترکې) آلې په ټاکلو یا لږ تر لږه د بېلابېلو آلو تر منځ د اړیکې په رامنځته کولو کې لا هم اختلاف دی.[۱۴][۱۵]

خپراوی په اوږد مهاله توګه څارل کېدای شي، چې د تاریخي یا د ټولییز خپراوي کچونې په توګه مشهور دی. ټولییز خپراوی یو شمېر داسې تشخیصونکي تیاروي چې د شین کوریز ګاز د اتموسفیري غلظت زیاتېدنه معلوموي.[۱۶]

د خپراوي د ملي محاسباتو بېلانس (The national accounts balance) د یو هېواد د صادراتو او وارداتو تر منځ د توپیر په بنسټ څارل کېږي. د ډیرو بډایه هېوادونو لپاره نوموړی مساوات منفي دی ځکه چې د توکو له صادراتو څخه یې واردات زیات وي. دا پایله تر ډېره د دې حقیقت له امله ده چې، له پرمختللیو هېوادونو څخه د باندې د توکو تولید ارزان دی، چې د توکو پر ځای، په زیاتېدونکې توګه د خدماتو سره د پرمختللیو هېوادونه د تړاو سبب کېږي. د محاسباتو د مثبت بېلانس معنا دا ده چې، یو هېواد ډېر تولیدات لري، نو نوموړې ډېرې عملیاتي فابریکې د کاربن د خپراوي سطح لوړوي.[۱۷]

خپراوی د لنډې مودې لپاره هم اندازه کولای شو. په خپراوي کې بدلونونه کولی شو د بېلګې په توګه، د ۱۹۹۰ز بنسټیز کال پر وړاندې اندازه ګیري کړو. ۱۹۹۰ز کال د اقليمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د کاري چوکاټ توافق (UNFCCC) کې د خپراوي لپاره د بنسټیز کال په توګه کارول شوی و، او همداراز په کیوتو پروتوکول کې هم کارول شوی و (ځیني ګازونه له ۱۹۹۵ز کال را وروسته هم اندازه شوي دي). همدارنګه، د یو هېواد د خپراوی کچه د یو ځانګړي کال د نړیوال خپراوي د نسبت په توګه هم راپور کولای شو.[۱۸]

د اندازه کولو بل ډول د وکړ پر سر د خپراوی هغه دی. په دې کړنلاره کې د یو هېواد کلنی خپراوی، د هغه هېواد د اړوند کال د نیماي (د لومړیو شپږو میاشتو په پای کې ) د نفوس په شمېر تقسیمېږي. د وګړي پر سر د خپراوي اندازه ګیري، ښایي د تاریخ یا کلني خپراوي پر بنسټ ترسره شي.[۱۹][۲۰]

په داسې حال کې چې، ښارونه زیاتره وخت په خپراوي کې نامتناسب ونډه اخیستونکي بلل کېږي خو د وګړي پر سر د خپراوي کچه، په ښارونو کې نظر د هغه هیواد د خپراوي منځنۍ کچې ته، ټیټه اټکلېږي.[۲۱]

د خپراوي په اوسني میزان سره ښایې له ۲۰۳۰ز کال څخه وړاندې، د صنعتي انقلاب څخه له مخکې تودوخې درجې څخه د °C ۱.۵ ( °F ۲.۷) په اندازه لوړه شي، چې د تودوخې یاد زیاتوالی د G7 هېوادونو  لپاره وروستی حد او د پاریس د تړون د تقاضا حد دی.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

سرچينې