د فلپين ولسمشر

د فلپين ولسمشر د فلپين د حکومت او دولت مشر دی. ولسمشر د فلپين د حکومت د اجرائيه څانګې مشري کوي او د فلپين د وسله وال ځواک اعلی سر قوماندان دی. ولسمشر نېغ په نېغه د خلکو له خوا ټاکل کېږي او د دوو ملي اجرائيوي چارواکو له جملې يو دی، دويم يې د فلپين مرستيال ولسمشر دی، خو څلورو مرستيالو ولسمشرانو د مودې له پوره کولو مخکې مړينې يا استعفا له امله د ولسمشرۍ چوکۍ بې له دې چې وټاکل شيو دا چوکۍ اشغال کړې ده.

فلپينيان عموماً خپل ولسمشر ته په خپله سيمه ييزه ژبه کې « pangulo or presidente» نوم اخلي. ولسمشر يواځې يو ځل د شپږ کلونو لپاره ولسمشري کولای شي. هر چا چې له څلورو کلونو څخه زيات وخت د ولسمشر په توګه کار کړی وي، د دويم ځل لپاره بيا نه شي ټاکل کېدای. د ۲۰۱۶ز کال د جون په ۳۰مه نېټه، «روډريګو ډوټريټي» د فلپين د اوسني او شپاړسم ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

سيمه ييزه نوم اېښودنه

په فيلپينو ژبه (فلپيني ژبه) کې چې د فلپين له دوو رسمي ژبو يوه ده، ولسمشر ته د « pangulo» نوم اخلي. د «بيسايان» په څېر د فلپين په نورو ژبو کې د ولسمشر لپاره د « presidente» نوم عام دی، په داسې حال کې چې فيلپينيان، له انګليسي ژبې سره د ويو کوډ ته بدلون نه ورکوي.

تاریخچه

لومړي جمهوريتونه

د بونيفيشيو ټاګالوګ جمهوريت

شونې ده چې ځينې نور خلک د بديل په توګه د دې دفتر د پيلوونکو په توګه وبلل شي، خو د دې اصلاحاتو لپاره د ټاکل شويو تعريفونو پورې اړه لري. انډريس بونيفاسيو د متحد فلپين د لومړي ولسمشر په توګه بلل کېدای، ځکه  چې هغه «کاټي پونن» درېيم پياوړی ولسمشر و (په اسپانوي کې: Presidente Supremo; Filipino: Kataas-taasang Pangulo)، کاټي پونن يوه پټه انقلابي ټولنه وه، کومې چې د ۱۸۹۶ز کال د اګست په مياشت کې په څرګند ډو لد اسپانوي نېوکګر حکومت پر ضد بغاوت پيل وکړ، هغه دا ټولنه په انقلابي حکومت بدله کړه، په داسې حال کې چې خپله «د خپلواک ملت/خلکو ولسمشر و» (په فلپيني ژبه کې: Pangulo ng Haring Bayan). په داسې حال کې چې د «کاټي پونن» اصطلاح (او «پياوړی ولسمشر» لقب) په خپل ځای پاتې شول، د بونيفاسو حکومت، همدا راز د «ټاګالوګ» جمهويت په نوم هم پېژندل کېږي (په هسپانوي کې: República Tagala; Filipino: Republika ng Katagalugan)، او د «هارينګ بيان» يا «هارينګبيان» د «جمهوريت» د بديل په توګه غوره شو چې د لاتيني ژبې له « res publica» رېښو څخه اخستل شوی دی. په داسې حال کې چې د « Supremo» ټکی د نورو خلکو په اوسنيو معاصرو تاريخونو کې لنډ کړای شو، د فلپين په دوديز تاریخ کې نوموړی په همدې بنسټ يواځې په همدي لقب وپېژندل شو چې دا ټکی خپله هم د وروسته «ولسمشر» د ټکي په خلاف د «پياوړي مشر» د معنا په توګه وپېژندل شو، خو لکه څنګه چې فلپيني تاریخ پوه «ژوا چوا» يادونه کړې ده، بونيفاسيو ځان ته د « Suprem» لقب نه اخيست، بلکې ځان يې د « Kataas-taasang Pangulo» (چې معنا يې ده اعلی ولسمشر)، « Pangulo ng Kataas-taasang Kapulungan » (د اعلی مجلس مشر) يا « Pangulo ng Haring Bayan» (د خپلواک ملت/خلکو ولسمشر) په نوم یاداوه، لکه چې د هغه په خپلو لیکنو کې هم د دې شواهد شته.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

که څه هم د « Tagalog » په ټکي سره د «تګالوګ» خلکو ته اشاره کېږي، کومه چې  يوه ځانګړې قومي ژبنۍ ډله ده او تر ډېره بريده په سويلي «لوژون» کې ژوند کوي، بونيفاشيو د  « Tagalog» اصطلاح د «ټګلاوګ جمهوريت» کې وکاروله، تر څو له هسپانویانو پرته، چا چې نيواکګر اصلیت درلود، د فلپاين نور ټول خلک د فلپاين د اوسېدونکو په توګه وښيي، د فلپين د ملت او خلکو په اړوند خپل اند ته يې د «خپلواک ټاګالوګ ملت/خلک» يا په ډېر دقيق ډول «د ټاګالوګ خلکو خپلواک ملت» په توګه اشاره کوله (چې په فلپيني ژبه کې يې: Haring Bayang Katagalugan، باله)، په حقيقت کې دا ټکی د «ټاګالوګ جمهوریت» يا په ډېر دقيق ډول د «د ټاګالوګ ملت/خلکو جمهوريت» اصطلاحاتو سره مترادف دی.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د فلپيني تاريخ پوه «امبيت اکامپو» په باور: بونيفاسيو د تېرولسمشر په توګه د شمېرلو مطلب دا دی چې «ميکاریو ساکي» او «ميګويل مالوار» هم بايد ولسمشران وبلل شي، ځکه چې «ساکي» د بونيفاسيو د ملي ټاګالوګ جمهوريت تصور ته دوام ورکړ او «مالوار» د فلپين جمهوريت ته دوام ورکړ، کوم چې د «ايميليو اګوينالډو» په مشرۍ د ګڼو حکومتونو ختمېدل، چا چې د بونيفاسيو خای ونیو او له «اګوينالډو» له نیول کېدو وروسته «مالوار» واک په لاس کې واخيست. له دې سره سره، د بونيفاسيو د زوزات په ګډون، داسې غوښتنې کېږي چې اوسنی حکومت «بونيفاسيو» د لومړي فلپيني ولسمشر په توګه ومني. په ۱۹۹۳ز کال کې، تاريخ پوهانو هر یو « Milagros Guerrero»، « Emmanuel Encarnacion » او « Ramon Villegas» د ملي تاریخي انستيتيوت (اوس د فلپين ملي تاریخ کميسيون) څخه غوښتنه وکړه چې بونيفاسيو د لومړي فلپيني ولسمشر په توګه ومني، خو دې انستيتيوت دا غوښتنه رد کړه او دليل يې ورکړ چې بونيفاسیو ان د «کاټي پونان» لومړی مشر هم نه و، بلکې « Deodato Arellano» لومړی مشر و.[۱۴][۱۵]

په ۲۰۱۳ز کال کې، د مانيلا ښار شورا يو قرارداد تصويب کړ، ملي حکومت يې وهڅاوه چې بونيافسو د ټاګالوګ جمهوريت د لومړي ولسمشر په توګه اعلان کړي، څوک چې د فلپين د ټول مجمع الجزاير اصلي اوسېدونکو ته منسوب دی. په ۲۰۱۳ز کال کې یو بل جلا قرارداد د فلپين د تاریخي ټولنې له خوا لاسليک شوی و، په کوم کې چې د هغه وخت د فلپين له ولسمشر «درېیم بينيګنو اکوينو» څخه په ټينګار سره غوښتنه شوې وه چې بونيفاسيو د فلپين د لومړي ولسمشر په توګه وپېژني. په همدې کال کې، د فلپین د استازو د مجلس استازو، د مجلس يو قرارداد تصويب کړ چې هڅه يې کړې وه، بونيافسيو د لومړي ولسمشر په توګه وپېژندل شي. په ۲۰۱۶ز کال کې دې ته ورته يو بل قراردا هم ثبت شوی و.[۱۶][۱۷]

د  NHCP د «مارلون کاډيز» له مخې: دا اداره د رېښتينې او روښانه مطالعې انتظار باسي، په کومه کې د لومړي ولسمشر په توګه د بونيفاسيو د حيثيت په اړوند نوي شواهد او تر څنګ يې د پوهانو تشرېحات وي.[۱۸]

د اګويناډو حکومتونه او لومړی جمهوريت

د ۱۸۹۷ز کال د مارچ په مياشت کې، د هسپانيې په وړاندې د فلپين د لومړي اوښتون پر مهال، د «کاويټ» په «ټيرجيروز» کې د «تيرجيروز» په مجلس کې «اميلو اګوينالډو» د نوي انقلابي حکومت د مشر په توګه وټاکل شو. د نوي حکومت مطلب دا و چې د «کاټي پونن» ځای ونيسي. دې په څرګند ډول ته د «فلپین جمهوريت» (په هسپانوي کې: Republica Filipina) (د فلپین نجمهوريت) (هسپانوي: Republica de Filipinas) او «د ټولو ټاګالوګس حکومت» يا «د ټولو ټالګالوګ ملت/خلکو حکومت» (په فلپیني کې: Pamahalaan ng Sangkatagalugan).[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

څو مياشتې وروسته په نومبر کې اګوينالډو يو ځل بيا په «Biak-na-Bato, Bulacan» ولسمشر وټاکل شو چې د منظم «فلپين جمهوريت» (په هسپانوي کې: Republica de Filipinas) مشري يې کوله، چې اوس به عمومي توګه د «د بيک-نا-باټو جمهوريت» په توګه پېژندل کېږي. په همدې بنسټ اګوينالډو د «بيک-نا-باټو» تړون لاسليک کړ او د ۱۸۹۷ز کال په پای کې هانګ ته تبعيد کړای شو.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د ۱۸۹۸ز کال د اپريل په مياشت کې، د هسپانيې او امريکا جګړه پيل شوه او له دې وروسته د متحده ايالاتو سمندري جنګي بېړۍ «اسياټيک سکواډرون» د فلپين پر لور روانه شوه. د ۱۸۹۸ز کال د مۍ مياشتې په لومړۍ نېټه د مانيلا خليج په جګړه کې، امريکايي سمندري ځواک په پرېکنده ډول هسپانوي سمندري ځواک ته ماتې ورکړه. اګوينالډو د متحده ايالاتو په يوه سمندري بېړۍ کې فلپين ته ستون شو او انقلاب يې بیا راژوندی کړ. نوموړي د ۱۸۹۸ز کال د مۍ په ۲۴مه نېټه ديکتاتوري حکومت جوړ کړ او د ۱۸۹۸ز کال د جون په ۱۲مه نېټه يې د فلپين خپلواکي اعلان کړه. په دې لنډه موده کې هغه د «ديکتاتور» لقب خپل کړ او په دې ډول د خپلواکۍ  اعلان هغه ته منسوبيږي.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

سرچينې