د فنلند کورنۍ جګړه

د فنلند کورنۍ جګړه په ۱۹۱۸ ز کال کې فنلند کې هغه جګړه وه چې د هېواد د مشرۍ او کنترول لپاره د سپین فنلند او فنلندي سوسیالیست کارګر جمهوریت ( سره فنلند) تر منځ په هغه وخت کې پېښه شوه چې هېواد د روسیې د سترواکۍ پورې اړوند د ګرند دوچي grand duchy (د معاصر فنلندې دولت څخه مخکې دولت چې دروسي سترواکۍ لاندې  یومستقله برخه وه ) یوه خپلواک دولت ته دانتقال مهال و. دا جګړه د ملي سیاسي او اجتماعي ګډوډیو له امله چې لامل یې په اروپا کې ( په ختیځه جبهه کې) لومړۍ نړیواله جګړه وه را منځ ته شوه.  دا جګړه د " سرو فنلندیانو" چې رهبري یې د سوسیال دموکرات ګوند او"   سپینو فنلندیانو  " چې په سنا کې د محافظه کارانو او جرمني سترواکې پوځ له خوا رهبري کېدل تر منځ پېښه شوه. سره شبه نظامیان چې له صنعتي او کرهنیزو کارګرو جوړ و د سهیلي فنلند ښارونو او صنعتي مرکزونو کنترول لاس کې و. سپین شبه نظامیان چې د ځمکو له خاوندانو او منځنۍ او لوړې طبقې خلکو جوړ و مرکزې کلیوالې سیمو او شمالي فنلند کې ولکه درلوده چې مشري یې د جنرال C. G. E. Mannerheim په غاړه وه.

له جګړې دمخه، فنلند د وګړودشمېر چټکه وده، صنعتي کېدل، لومړۍ ښار مېشتېدنه او د کارګرانود جامع خوزښت راپورته کېدل تجربه کړي و. د هیواد سیاسي دولتي سیستمونه د دیموکرات کیدو او عصري کیدو په یوه نا ثباته پړاو کې و. اجتماعي اقتصادي او د وګړو تعلیم په تدریجي ډول ښه شوی و اوملي تفکر او کلتورې ژوند وده کړې وه. لومړۍ نړیواله جګړه د روسیې د سترواکۍ د پرځیدو لامل شو او په فنلند کې یې د قدرت خلا را منځ ته کړه او د واک د لاسته راوړلو لپاره جګړې نظامی کېدنه اود کيڼ اړخي کار ګرګوند خوزښت او محافظه کارانوترمنځ بحران لا پراخ کړ. “سرو فنلندیانو" د ۱۹۸۱ ز کال د فبرورۍ په میاشت کې یوعمومي خونا بریالی یرغل تر سره کړ چې وسلې ورته شوروي برابرې کړې وې. د مارچ په میاشت کې سپینو فنلندیانو  په متقابل یرغل لاس پورې کړ چې د اپرېل په میاشت کې د جرمني یوه نظامي غونډ تقویه کړ. پرېکنده ښکېلتیاوې د تیمپر Tampere او Vyborg ویبرګ جګړې وې چې سپین فلندیان پکې وړونکي وه او د هلسنکي Helsinki او لاهتی Lahti جګړې وې چې د جرمني ځواکونو له خوا یوړل شوې چې په ټوله کې یې د سپینو فنلندیانو اوجرمني پوځیانو له پاره بریا راوړه.  سیاسي سرغړونه د دې جګړې یوه برخه وګرځېدږ څه ناڅه ۱۲۵۰۰ سره فنلندیان د خوارځواکۍ او ناروغیو له امله په کمپونو کې مړه شول او ۳۹۰۰۰ تنه وګړي چې ۳۶۰۰۰ تنه یې فنلندیان و په جګړه کې مړه شول.  

فوري پایله داوه چې فنلندیان له روسي ادارې څخه د جرمنې تر اغیزې راغلل او پلان دا و چې د جرمني په مشرۍ یو فنلندې سلطنت را منځ ته شی. دا بهیرپه لومړۍ نړیواله جګړه کې د جرمني له ماتې سره سم پای ته ورسید او په بدل کې یې فنلند د یو خپلواک، دیموکراتیک جمهوریت په ظهور وکړ. کورنۍ جګړې دا هېواد په دوه ټوټو ووېشه. فنلندي ټولنه د اجتماعی جوړجاړي له امله چې په اوږدمهاله منځني سیاست او مذهب په کلتور او له جګړې وروسته اقتصادي بیرته رغېدنې باندې ولاړ و بیا ځلې متحد شوه. [۱][۲]

مخینه

نړیوال سیاست

په فنلند کې د کورنۍ جګړې تر شا پروت لامل هغه سیاسي بحران و چې له لومړۍ نړیوالې جګړې څخه راولاړ شوی و. د لومړۍ جګړې د فشارر دروسیې سترواکي ړنګه کړه او او په ۱۹۱۷ کې د فبروري او اکتوبر د انقلابونو لامل شو. دې ړنګوالي د قدرت خلا او په ختیځه اروپا کې د فدرت لپاره د جګړې لامل شو.  د فنلند د اوسنې پېر له دولت  ترمخه دولت (ګرند دوچي Grand Duchy) ( ۱۹۱۷ـ۱۸۰۹) په دې اړودوړکې فنلند راګیر پاتې شو. د جغرافیایي سیاسي اړخه، د وارسا او مسکودروازې ته لږ مهم، اود بالتیک د سمندر په واسطه د جلا کېدو له امله فنلند په نسبي توګه د ۱۹۱۸ ز کال تر لومړیو آرام پاتې شو. د جرمنۍ سترواکۍ او د روسانو ترمنځ جګړې په فنلندانو باندې غیر مستقیمه اغیزه وکړه. د ۱۹ پېړۍ له پای را دېخوا دفنلند ګرند دوچې Grand Duchy هیواد د روسېې د سترواکۍ د پرمخ تلونکې  پلازمېنې پیتروګرام اوسني سنټ پیترس برګ  لپاره د خامو موادو، صنعتي تولیداتو، خوراکي موادو اوکارګرانو سرچینه شوه چې د لومړۍ نړوالې جګړې دا رول نور هم ټینګ کړ. له ستراتیژک اړخه، فنلندي خاوره د ایستونیا او فنلند تر منځ د دروازې لږ مهمه شمالي برخه  او له پتروګراد او تر پتروګراد پورې د ناروا( په ایستونیا کې یو ښار)، د فندلند خلیج او کارا لین Karelian Isthmus تنګي  له لارې یوه حایله سیمه وه.    [۳]

جرمني سترواکۍ ختيځه اروپا- په پیل کې روسیه دلومړۍ نړیوالې جګړې په مهال او په راتلونکي کې د حیاتي تولیداتو او خامو موادو سرچينه وبلله. د دې سترواکۍ سرچينې د جګړې د دوو جبهوله لارې لاډېرې شوي اوهڅه یې وکړه چې روسیه انقلابي ډلو ته لکه بلشویکان، سوسیالیستي انقلابي ګوند، او رادیکالو جدایي غوښتونکو ډلو لکه د فنلند ملي فعال خوزښت چې په جرمني پالنه یې اتکاء درلوده د مالي ملاتړ د برابرولو له لارې روسیه سره ووېشي. له ۳۰ تر ۴۰ میلیونه مارکه د دې هڅي په ترڅ کې ولګول شول. د فنلندي ساحې کنترول جرمني سترواکۍ پوځ ته اجازه ورکوله چې پیتروګراد او د کولا شبه جزیرې ته لاره پیدا کړي دا داسې سیمه وه چې د کان کیندنې لپاره یې پرېمانه خام مواد درلودل. فنلند همدارنګه د ډبرو د کانونو پرېمانه ذخیرو او په پرمخ تللي بڼه د ځنګله ساتنې صنعت څښتن و.    [۴]

له ۱۸۰۹ تر ۱۸۹۸ ز کال پورې دوره چې د پاکس روسیکا Pax Russica په نامه یادیږي، د فنلندیانو مقدماتي واک په تدریجي ډول ډیر شواو د روسي ـ فنلندي اړیکې په استثنایي ډول د روسیې د سترواکې له نورو برخو سره په پرتله سوله ایزې وې. په ۱۸۵۰ لسیزو کې د کریمیا په جګړه کې د روسیې ماته د دې لامل شو چې د دې هېواد د عصري کېدو هڅې ګړندۍ شي. دا د دې لامل شو چې په فنلند کې ۵۰ کلن اقتصادي، صنعتي ، کلتوري او تعلیمی پرمختګ را منځ ته شی چې په دې کې د فنلندې ژبې ښه والی او سمون هم شامل و. دا ټوله چاره د فینومان د خوزښت ( داد فلند یو ملت پاله خوزښت و) د پیدا یښت له امله چې د فنلندي ملت پالنې او کلتوري یووالي یې هڅاوه تر شوه چې دې پیدایښت فنلندیان داخلي ادارې ته مقید کړل او داسې مفکوره یې را منځ ته کړه چې ګرند دوچي grand duchy (د معاصر فنلندې دولت څخه مخکې دولت چې دروسي سترواکۍ لاندې  یومستقله برخه وه ) په زیاتېدونکې ډول د روسیې د سترواکې یوخپلواک دولت دی. [۵]

په ۱۸۹۹ز کال کې روسي سترواکۍ د فنلند د روسي کولوله لارې د یو کولو یا انضمام پالیسي په لاره واچوله. دغښتلي پان سالویست pan-slavist( دا یو خوزښت وه چې د سل واکي خلکو لپاره یې یووالي او تمامیت غوښت)  مرکزي قدرت هڅه وکړه چې د روسیې څوملیتیزه سلسله اي اتحاد سره یو کړي ځکه د روسیې ستراتیژیک اونظامي وضعیت داداري جرمني او جاپان له پرمختګ سره نورهم خطر ناک شو. فنلندیانو لومړني نظامي اواداري کنترول ته " د ظلم لومړۍ دورې" نوم ورکړ او د لومړي ځل لپاره یې له روسیې سره د نه ښکیلتیا یا د فنلند لپاره د حاکمیت د حق پلانونه جوړ کړل. د انضمام په وړاندې  د کاري طبقي د برخو او سویدني ژبه ویونکو استخباراتو څخه راوتلو فعالانو تروریستی عملونه تر سره کړل. د لومړۍ نړیوالې جګړې په مهال او د جرمنیزم  د ودې په مهال، سویدن پلوه سویکومانو (Svecomans ) ( دا یو سویدن پلوه ملي خوزښت و) له جرمني سترواکۍ سره په پټه همکاري پیل کړه او له ۱۹۱۵ تر ۱۹۱۷ د فنلند او سویدن یوه لېوا چې ۱۹۰۰ داوطلب افراد پکې شامل و په جرمني کې تر روزني لاندې ونیوه. [۶]

سرچينې