د مونیخ عامه وژنه

د مونیخ عامه وژنه هغه برید وو چې په لوېدیځ آلمان، مونیخ کې د ۱۹۷۲م کال اوړي المپیک سیالیو په لړ کې د تور سپټمبر فلسطیني ترهګرې ډلې اتو غړو لخوا ترسره شو چې په هغه کې یې د اسرائیل المپیک ټیم اته غړي د دوه غړو له وژلو وروسته یرغمل ونیول. تور سپټمبر ډلې دا عملیات د «اقریت او بیرام» په نوم نومولي دي، پس له هغه چې دا دوه فلسطیني مسیحي کلي چې وګړي یې د اسرائیل دفاعي ځواکونو له لوري په ۱۹۴۸م کال کې د عربانو او اسرائیل ترمنځ جګړې په اوږدو کې وویستل شول. د تور سپټمبر قومندان لوتیف عفیف وو څوک چې یو مذاکره کوونکی هم وو. د لوېدیځ آلمان نوي نازیانو له دې ډلې سره لوجسټیکي مرسته وکړه.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

له یرغمل نیولو لږ ځنډ وروسته، عفیف د اسرائیل په زندانونو کې د ۲۳۴ فلسطیني زندانیانو او د لوېدیځ آلمان د سره پوځ بنسټ ایښودونکو، آنډریاس باډر او اولریکه ماینهوف د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. د یرغملو خوشې کېدو په ناکامه هڅه کې د تور سپټمبر له اتو غړو څخه پنځه یې ووژل شول، چې ټول یرغمل بیا ووژل شول. د لوېدیځ آلمان یو پولیس هم په دې ډزو کې ووژل شو. د لوېدیځ آلمان دولت د ژغورنې لپاره د ضعیفې هڅې او د دې پېښې نا سم مدیریت له امله تر نیوکې لاندې راغی. درې پاتې ترهګر عدنان القاشي، جمال القاشي او محمد صفدي وو چې ونیول شول. په هرحال، بله میاشت، د لوفت هانزا ۶۱۵ پرواز غلا کېدو وروسته، د لوېدیځ آلمان دولت هغوی د یرغملو په بدل کې آزاد کړل. د اسرائیل دولت د خدای غضب عملیات پیل کړل چې موساد ته یې اجازه ورکړه ترڅو د مونیخ عامه وژنې کې ښکېل کسان تعقیب او ووژني.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د ۲۰۱۶م کال اوړي المپیکي لوبو څخه دوه ورځې مخکې، د المپیک نړیوالې کمیټې د برازیلي او اسرائیلي چارواکو په مشرۍ مراسمو کې د یوولسو اسرائیلي او یوه آلماني څخه چې په مونیخ کې ووژل شول، تقدیر وکړ. د ۲۰۲۰م کال اوړي المپیکي لوبو کې، په پرانېست غونډه کې یوه دقیقه چوپتیا ونیول شوه.[۱۴][۱۵]

پیشنهاد

د ۱۹۷۲م کال اوړي المپیکي لوبو په دوهمه اونۍ کې هغوی یرغمل ونیول شول. د لوېدیځ آلمان د المپیک تنظیموونکې کمیټه هیله‌منده وه چې د آلمان نظامي انځور لرې کړي. دا کمیټه د هغه انځور په نسبت چې د ۱۹۳۶م کال اوړي المپیکي لوبو کې څرګند شوی وو، چې آډولف هټلر، نازي ډیکټاټور د خپلو تبلیغاتو لپاره له هغه څخه کار واخیسته، محتاط وو. د Olys په نوم امنیتي پرسونل ناڅرګند وو، خو ډېری د ټکټونو درغلۍ او شرابيانو سره مقابلې لپاره چمتو وو. په سپټمبر کې یوه ورځ مستند فلم ادعا کوي چې د لوبغاړو په کلي کې امنیت د لوبو لپاره د ډاډ وړ نه وو او لوبغاړي هرډول چې وغواړي دلته تګ راتګ کولی شي. لوبغاړو کولی شول په اسانۍ سره د امنیتي پوسټو څخه تېر شي او د لوبغاړو کلي کې نیول شویو کټارو څخه په تېرېدلو سره یې کولی شول چې د نورو هېوادونو کوټو ته هم لاړ شي.[۱۶]

مونیخ ته د هغه د ټیم له د ننه کېدو مخکې د وسله‌وال پرسونل ناڅرګند توب، د اسرائیلي هیات مشر، شموئل لالکین اندیښمن کړی وو. لالکین له خبریالانو سرژ ګروسارډ او آرون جي کلاین سره په وروستیو مرکو کې وویل چې له اړونده چارواکو سره یې د خپل ټیم د مېشت ځای په هکله اندېښنه ښکاره کړې ده. دا ټیم د المپیک کلي په نسبتاً جلا شوې برخه کې، د یوې ودانۍ په لومړي پوړ کې دروازې ته نږدې مېشت شوی وو، چې لالکین احساس کاوه چې دا ځای د هغه ټیم په ځانګړې توګه د بهرني برید په وړاندې زیان منونکی کوي. د لوېدیځ آلمان چارواکو په ظاهري بڼه لالکین ته ډاډ ورکړ چې د اسرائیلي ټیم خوندیتوب لپاره به لا ډېر امنیت ونیول شي، خو لالکین شک لري چې کوم اضافي ګام به اخیستل شوي وي.[۱۶]

د المپیک تنظیم کوونکو د لوېدیځ آلمان له عدلي ارواپوه، ګئورګ سایبر، څخه وغوښتل ترڅو د امنیتي برنامې جوړولو لپاره تنظیم کوونکو ته ۲۶ ترهګریزې سناریوګانې وړاندې کړي. د هغه «۲۱ وضعیت» په دقیق ډول وړاندوینه وکړه چې وسله‌وال فلسطینیان به د اسرائیلي ټیم په سیمو برید وکړي، خلک به ووژني او یرغمل به ونیسي او د اسیرانو د آزادېدو او د لوېدیځ آلمان څخه وتلو لپاره به د چورلکې غوښتنه وکړي. تنظیم کوونکو د ۲۱م وضعیت او نورو سناریوګانو لپاره له چمتووالي څخه ډډه وکړه، ځکه د هغوی په وړاندې د لوبو کلک امنیت نیول به نورو لوبو ته د «بې پروا لوبې» موقف ورکړي چې دوی دا نغوښتل.[۱۶]

په آلمان باندې له وړاندې د برید په هکله د پوهېدو تور

په ۲۰۱۲م کال کې آلمانۍ اشپیګل مجلې ولیکل چې د لوېدیځ آلمان چارواکو له عامه وژنې څخه درې اونۍ مخکې په بیروت کې له یوه فلسطیني خبرورکوونکي څخه دا معلومات په لاس کې لرل. دې خبرورکوونکي لوېدیځ آلمان ته وویل چې فلسطینیان د المپیک په لوبو کې د یوې «پېښې» د پلان کولو په حال کې دي او د بن بهرنیو چارو وزارت دا خبر په کافي اندازه جدي ونیوه ترڅو هغه د مونیخ پټو خدمتونو ادارې ته ورسوي او له هغوی یې وغوښتل تر څو «ټول اړین امنیتي اقدامات» په پام کې ونیسي.

خو د اشپیګل په وینا، چارواکي بریالي نشول چې په دې ټکي عمل وکړي او تر ۴۰ کلونو یې هیڅکله هم دا خبره تصدیق کړې نه وه. دا مجله وایي دا د آلماني چارواکو ۴۰ کلونو پټ کارونو یوازې یوه برخه ده چې د عامې وژنې په ځواب کې د دې هېواد ناسم مدیریت ښکاروي.[۱۷][۱۸]

یرغمل – نیول

د سپټمبر ۴مه، د دوشنبې ورځې په ماښام، د المپیک کلي ته له راتګ څخه مخکې، اسرائیلي ورزشکارانو له یوې تفریحي شپې خوند واخیست، چې هلته یې د بام په سر فیډلر اجرا ولیدله او د هغې شپې د ستوري، اسرائیلي لوبغاړي (ممثل) شموئل روډنسکي، سره یې د شپې خواړه وخوړل. په ټیمي ملي بس کې د بېرته راتګ په سفر کې، لالکین خپل ۱۳ کلن زوی ته – چې له وزن پورته کوونکي یوسف رومانو او غېږنیوونکي الیزر هالفین سره ملګری شوی وو – اجازه ورنکړه چې په ۳۱مه Connollystraße کې د هغوی په اپارټمان کې ورسره شپه وکړي، کوم کار چې په لوړ ګومان به یې د هلک ژوند ژغورلی وو.[۱۹][۲۰]

په ځایي وخت د سپټمبر ۵مې سهار ۴:۳۰ بجې، کله چې ورزشکاران په خوب کې وو، د فلسطین آزادۍ سازمان د تور سپټمبر برخې ۸ غړي چې ورزشي جامې یې اغوستې وې، او ډفیل کڅوړې یې لېږدولې چې په کې AKM بریدګر ټوپک، توکارف تمانچې او لاسي بمونه وو، ۲-مټره (۶+۱/۲ (شپږ نیم) فوټه) زنځیري دیوال څخه د ناپوهه ورزشکارانو په مرسته واوښتل، چې هغوی هم غوښتل په پټه د المپیک کلي ته د ننه شي. په لومړیو کې دا ورزشکاران امریکایان مشخص شوي وو خو څو لسیزې وروسته ادعا وشوه چې کاناډایان وو.[۲۱]

کله چې د ننه شول، دې ډلې له غلا شویو کیلي ګانو څخه کار واخیست ترڅو په ۳۱مه Connollystraße کې هغو دوه اپارټمانو ته د ننه شي چې اسراییلي ټیم کارول. یوسف ګوټفرونډ، د غېږنیونې لوبڅار، ۱ اپارتمان په دروازه کې، چېرته چې اسرائیلي چارواکي او روزونکي اوسېدل، له ټیټ غږ سره راویښ شو. کله چې هغه څېړنه وکړه، وې لیدل چې دروازه خلاصه شوه او هاخوا وسله وال او مخ پټي کسان ولاړ دي. هغه له چغې سره د کوټې ملګرو ته چې په خوب کې وو خبر ورکړ، خپله ۱۳۵ کیلویي وزنه یې دروازې خوا ته وغورځوله، ترڅو د بریدګرو مخه ونیسي ترڅو د ننه رانشي. د ګوټفرونډ دې کارونو د هغه ملګري، توویا سوکولوفسکي ته، چې د وزن پورته کونې روزونکی وو، کافي فرصت ورکړ ترڅو یوه کړکۍ ماته کړي او له هغې لارې وتښتي. د غېږنیونې روزنکي، موشه وینبرګ له بریدګرو سره وجنګېد، بریدګرو هغه مخ ته په مرمۍ وواهه او وروسته یې هغه مجبور کړ له هغوی سره مرسته وکړي ترڅو لا ډېر یرغمل پیدا کړي.[۲۲][۲۳]

سرچينې