د نازيزم په وړاندې د المان مقاومت

په المان کې د نازي حکومت مخالف ډيری افراد او ډلې په مقاومت کې ښکېلې وې، په دې کې د اډولف هټلر د وژلو هڅې يا د هغه د حکومت نسکورول شامل وو.[۱]

په ايټاليې، شوروي اتحاد، پولنډ، يونان، يوګوسلاويا، فرانسې، هالنډ، چيکوسلواکيا او ناروی کې د ډېرو منظمو هڅو په خلاف، د نازي المان د عروج پر مهال د المان مقاومت د متحد مقاومتي خوځښت په توګه نه و منل شوی. د المان مقاومت له کوچنيو، ګوښه ډلو څخه جوړ و، کومو چې نه شول کولای په زیاته کچه سياسي مخالت په خوځښت راولي. په نازي چارواکو انفرادي بريدونه، ګډوډول او متحدو ځواکونو ته د نازيانو د وسلو د کارخانو په اړوند د معلوماتو افشا کول، څه ډول چې د «هينرک ماير» په مشرۍ د اتريش مقاومتي ډلې کول، منځ ته راغلي وو. يوه تګلاره دا وه چې «وهرماچټ» (Wehrmacht د نازي المان منظم ځواک و) رهبران د حکومت پر ضد کودتا ته چمتو کړای شي؛ د 1944ز کال د جولای د مياشتې د شلمې نېټې د دسيسې موخه د هټلر پر ضد د همدا ډول يوې کودتا پيلول و.[۲][۳][۴]

د اټکل تر مخې د دويمې نړيوالې جګړې په اوږدو کې «ګيسټاپو» (Gestapo د نازي المان پټ پوليس يا استخبارات وو) د مقاومتي فعالیتونو له امله 800000 المانيان نيولي وو. دا اټکل هم شوی چې د 15000 او 77000 تر منځه المانیان نازيانو اعدام کړي وو. عموماً د مقاومت غړي محاکمه شوي وو، ډيری يې په نمايشي محکمو کې د Sondergerichte(ځانګړې محکمې)، پوځي محکمې، ولسي محکمو او ملکي قضايي نظام له خوا محاکمه شول. ډېرو المانيانو په حکومت کې په پوځي يا ملکي منصبونو دندې ترسره کړې وې، له دې امله دوی په بغاوت يا دسيسو کې ښکېل شول. کاناډايي تاریخ پوه «پيټر هوفمين» د نازيانو د بند په مرکزونو کې، د لسګونه زره غېر معلومو شمارنه کړې ده، په چا چې يا د مخالفت شک و او يا په مخالفت کې ښکيل وو. المانی تاريخ پوه «هانس مومسن» ليکلي چې په المان کې مقاومت له خلکو پرته مقاومت و، او د هغو المانيانو شمېر ډېر کم و چې د نازي حکومت پر ضد په مقاومت کې ښکېل وو. د پولنډي لږکيو غړي په المان کې په مقاومت کې ښکېل وو، چا چې د «اوليمپ» په څېر مقاومتي ډلې جوړې کړې.[۵][۶][۷][۸]

ټولکتنه

د Widerstand (مقاومت) په اړه تاريخي بحثونو کې ډېر ځله په «ترډ ريخ» (د نازي المان د حکومت رسمي نوم Third Reich و) کې د مقاومت د نوعيت، پراختيا او اغېز په اړه سخت دلايل وړاندې شوي دي. په دې بحثونه شوي چې کوم څه د Widerstand (مقاومت) په توګه تعريف کړای شي. د المان د مخالفت او مقاومت خوځښتونه د بېلا بېلو سياسي او نظرياتي کړيو څخه جوړ و، کومو چې د المان د ټولنې جلا جلا طبقو استازولي کوله، کومو چې ډېر کم په شريکه د کار کولو وړتيا درلوده – د دې مودې په ډېره برخه کې د مقاومت د جلا جلا کړيو تر منځ يا خو ډېرې کمې اړيکې وې او يا نه وي. يو څو ملکي مقاومتي ډلې جوړې شوې، خو پوځ د دې وړتيا درلودونکی يوازينی سازمان و چې حکومت چپه کړي؛ يو څو افسران پیدا شول؛ تر څو د نازي دولت په وړاندې سخت ګواښ پيدا کړي. د بهرنيو چارو وزارت او Abwehr (پوځي استخبارات) هم د دې خوځښت ملاتړ کاوه. په پوځ کې ډيری هغو چې وروسته يې د «اډولف هټلر» د نسکرولو هڅه غوره کړه، په ابتدايي ډول له دولت څخه ملاتړ وکړ، که څه هم د دولت د ټولو طريقو ملاتړي نه وو. په 1938ز کال کې د هټلر له خوا د پوځ تصفيه د المان په نازي کېدلو کې د تاوتريخوالي سره ملګرې وه، کومه چې د يهوديانو، همجنسپرستانو، د سوداګريزو اتحاديو د مشرانو په ځورولو کې جدي سختوالی او تيري کونکې بهرنۍ تګلاره وه، چې المان يې د جګړې څنډې ته راورساوه، دا هغه وخت و چې الماني مقاومت پکې سر راپورته کړ.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د نازي حکومت مخالفين له يهوديانو سره د ناوړه چلند، د کليساګانو سپکاوی او د «هملر» او «ګيسټاپو» د سختو اقداماتو په څېر لاملونو له کبله راپارېدلي وو. د المان د مقاومت په اړه په خپل تاريخ کې، «پيټر هوفمن» ليکلي دي چې "ملي سوسياليزم د نورو په څېر يوازې يو ساده ګوند نه؛ بلکې د جرم د منلو تر څګ دا د بدۍ يو تجسم و، له همدې امله ټول هغه خلک چې ذهن يې د ديموکراسۍ، مسيحيت، ازادۍ، بشريت، يا ان له زيات قانونيت سره همغږی و، خپل ځانونه يې اتحاد ته اړ وليدل...". ممنوعه، پټ سياسي ګوندونه د مخالفت يوه سرچينه وه. په دوی کې سوسيال ډيمکراتان (SPD)ـ چې دوی د «وسپنیز محاذ» په نوم، خپله نيمه پوځي ډله هم درلوده، او د «جوليان لبر» په څېر فعالان ـ کمونستان (KPD)، او ګډوډي خوښې ډله Freie Arbeiter Union (FAUD) شامل وو، کومو چې د نازيانو ضد تبليغات خپاره کړل، او له خلکو سره یې له هېواد څخه په تېښته کې مرسته وکړه. يوه بله ډله، د Red Orchestra (Rote Kapelle) په نوم وه، چې د فاشستانو ضد، کمونستانو او امريکايي ښځو څخه جوړه وه. د دې ډلې غړيو لا په 1933ز کال کې د خپلو يهودي ملګرو په مرسته پيل کړی و.[۱۵][۱۶][۱۷]

په داسې حال کې چې الماني مسيحي خوځښت د نازيانو د نظريې سره اړوند د يو نوي، مثبت مسيحيت جوړولو هڅه وکړه، يو شمېر مسيحي کليساګانو، کاتوليک او پروسټسټانت، د مخالفت لپاره يوه بله سرچينه درلوده. له نښه ييز اړخه د دوی دريځ مهم و. کليساګانو، د ادارو په توګه په پرانيستي ډول د نازي دولت د نسکورولو ملاتړ ونه کړ، خو دوی د ډېرو کمو الماني ادارو څخه د يوې ادارې په توګه پاتې شول، چې له دولت څخه يو څه خپلواکي وساتي او ويې کولای شول چې د دولت د تګلارو پر ضد تر يوې کچې مخالفت همغږي کولو ته دوام ورکړي. دوی د کليسا د خپلواکۍ پر وړاندې مداخلې برخه کې د حکومت د هڅو پر ضد مقاومت وکړ، خو له پيل راهيسې، د مذهبي مشرانو اقليت د نوي نظم په اړه د پراخه تردد څرګندونه وکړه او کرار کرار د هغوی نيوکو د ملي سوسياليزم د ډېرو لارښونو په اړوند د منظمې او تړلي نيوکې بڼه غوره کړه. يو شمېر مذهبي مشرانو – لکه «جيوسټس الفريډ ډيلپ» او «اګسټن روش» او «لوتري» مبلغ «ډايټرک بونهوفر» – د پټ الماني مقاومت په داخل کې فعال او اغېزناک خلک وو، په داسې حال کې چې د پروټسټانت پادري «مارټن نيمول» (چا چې د اعترافي کليسا بنسټ ايښي و)، او کاتوليک پادري «کليمينز اګست ګراف ون ګالين» (چا چې د نازيانو اتانازي او لاقانونيت وغندلو)، د ترډ ريخ د زياتې سختې ولسي نيوکې وړانديز وکړ – نه يوازې د کليسا په واکمنۍ کې د حکومت د مداخلې او پادريانو د نيولو او کليسا د ملکيتونو د مصادره کولو پر ضد، بلکې د بشري حقوقو د اصولو او د سياسی نظام د بنسټ په توګه د عدالت په برخه کې هم. د دوی بېلګې د يو شمېر څرګند مقاومت په کړنو اغېز درلود، لکه په «مونيخ» کې يې د «وايټ روز» محصلينو ډلې او په سياسي مقاومت کې د مختلفو مخکښو څېرو لپاره اخلاقي محرک او لارښونه چمتو کړه.[۱۸][۱۹][۲۰]

په اتريش کې د هيبسبرګ انګيزه لرونکې ډلې موجودې وې. دا د «ګسټاپو» د ځانګړې پاملرنې مرکز و، ځکه چې د دوی شریکه موخه – د نازي حکومت نسکورول او د «هيبسبرګ» تر مشرۍ لاندې د يو خپلواک اتريش بيا قايمول - د نازي د حکومت لپاره يوه ځانګړې پارونکې نقطه وه، او په ځانګړي ډول له دې امله چې هټلر د هيبسبرګ کورنۍ په وړاندې له کرکې څخه ډک و. هټلر د توکميزو ډلو، خلکو، لږکيو، مذهبونو، کلتورونو او ژبو په اړوند د کلونو پخوانۍ د هيبسبرګ "ژوند وکړئ او نور ژوند ته پرېږدئ" اصول له يوې مخې رد کړل.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې