د ورېښمو لار

د ورېښمو لار د سوداګریزو لارو یوه شبکه وه او ده، چې ختیځ او لویدیځ یې له ۲ مخکې له میلاده پیړۍ تر ۱۸ وروسته له میلاده پیړۍ پورې سره نښلولي دي. دا د دغو سیمو ترمنځ د اقتصادي، کلتوري، سیاسي او مذهبي معاملاتو مرکزي برخه وه. «د ورېښمو لار» معمولا ځینو ځمکنیو لارو ته اشاره کوي، خو کېدای شي سمندري لارو ته هم اشاره وکړي چې ختیځه آسیا او سویل ختیځه آسیا له سویلي آسیا، فارس، عربي ټاپووزمې، نږدې ختیځ، ختیځې افریقا او سویلي اروپا سره نښلوي.[۱][۲][۳][۴][۵]

د ورېښمو لاره په لمړۍ زېږديزه پېړۍ کې چې دغه لاره په پورتنی کيله کې په وچې کې په سره رنگ او په اوبو کې په اوبيز زنگ باندې ښودل شوې.

د ورېښمو لارې نوم د ورېښمو له ګټور تجارت نه اخیستل شوی چې په چین کې د هان کورنۍ په وخت  کې (۲۰۷ له میلاد مخکې تر ۲۲۰ له میلاد وروسته) پیل شوی و. په ۱۱۴ له میلاد مخکې شاوخوا، د هان کورنۍ د منځنۍ آسیا ځینې برخې د ورېښمو تر سوداګریزو لارو پورې وغځولې.[۶][۷]

مخکېنی

مرکزي یوریشیا له پخوا نه د آسونو د سوارۍ او د آسونو د پالنې لپاره پیژندل شوې وه، د ځمکې پرمخ سټیپ د مرکزي یوریشیا د شمالي څنډو په اوږدو کې د ورېښمو له لارې نه مخکې کارول کېده.  په لرغون پېژندنې پورې اړوند ځایونه، لکه: د قزاقستان د بیریل د ښخولو ځای دا تاییدوي چې اریماسپین کوچیانو نه یوازې د سوداګرۍ لپاره آسونه پالل، ان تر دې چې لوی لوی کسبګر یې روزل، چې کولای یې شوای، د ورېښمو د لارو په اوږدو کې عالي هنري آثار خپاره کړي.[۸][۹][۱۰]

د فارس شاهي واټ (۵۰۰-۳۳۰ له میلاده مخکې)

د هیروډوټس (شاوخوا ۴۷۵ له میلاده مخکې) په وخت کې، د پارس د سترواکۍ شاهي واټ شاوخوا ۲۸۷۵ کیلومتره (۱۷۷۵ مایله) د سوسا له ښار نه د کارون (۲۵۰ کیلومتره (۱۵۵ مایله) د دجلې ختیځ) له بندره تر د سمیرنا (په ترکیه کې عصري ازمیر) د ایجین بحیرې پورې رسېده. دا د هخامنشیانو د سترواکۍ (له ۵۰۰ نه تر ۳۳۰ مخکې له میلاده) له خوا ساتل کېده او په منظمه توګه یې د پوسټ سټیشنونه او ریلونه درلودل.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د یوناني سترواکۍ پراختیا

د ورېښمو لارې د پرمختګ پر لور بل لوی ګام په منځنۍ اسیا کې د لوی سکندر مقدوني د سترواکۍ پراختیا وه. د ۳۲۹ز کال په اګست کې، د فرغانه درې په خوا کې، هغه د الکساندریا ایسچیټ ښار یا «الکسانډریا ترټولو لرې» ښار تاسیس کړ.[۱۶]

یونانیان د راتلونکو درېو پېړیو لپاره په منځنۍ آسیا کې پاتې شول، لومړی د سلیوسیډ سترواکۍ له لارې، او بیا په باختر (عصري افغانستان، تاجکستان او پاکستان) کې د یوناني - باختري سلطنت (۲۵۰-۱۲۵ له میلاده مخکې) په تاسیس سره او وروسته د هندو-یونان سلطنت (۱۸۰ له میلاده مخکې- ۱۰ له میلاده وروسته) په عصري شمالي پاکستان او افغانستان کې پاتې شول.[۱۷][۱۸]

تدریجي وده

د روم سترواکي (۳۰ مخکې له میلاده – درېمه پېړۍ وروسته له میلاده)

د رومیانو په لاس د مصر له فتحې وروسته په ۳۰ وروسته له میلاده کال کې د چین ، سویل ختیځ آسیا ، هند ، منځني ختیځ ، افریقا او اروپا ترمنځ په منظم او بې ساري کچه اړیکو او سوداګرۍ وده وکړه. د روم سترواکي د ختیځې سوداګرۍ لارې چې د ورېښمو د لارې یوه برخه وه، د پخوانیو هیلیستیکي ځواکونو او عربو نه په میراث وړې دي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د بیزانس سترواکي (۶-۱۴ پېړۍ)

د بیزانس یوناني تاریخ لیکونکي پروکوپیوس ویلي دي چې: په پای کې دوه پوه سپین ږیري عیسوي راهبان په  دې وتوانېدل چې د ورېښمو د جوړولو لاره پیدا کړي. له دې څرګندونې وروسته، راهبانو د بیزانس د سترواک جسټینین (۵۲۷-۵۶۵ واکمني) له خوا له قسطنطنیه نه چین او بېرته د ورېښمو چینجي د هګیو د غلا کولو لپاره د ورېښمو لارې ته د جاسوسانو په توګه لېږل شوي وو، چې په پایله کې یې په مدیترانې کې د ورېښمو د تولید په ځانګړي توګه د شمالي یونان په تریس کې چارې پیل شوې او د بیزانس سترواکي ته یې په منځنۍ پیړۍ کې د ورېښمو تولید باندې انحصار ورکړ.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سغدیان – ترک قومونه (څلورمه – اتمه پېړۍ)

د ورېښمو لار د سیمو ترمنځ د سوداګرۍ له امله د سیاسي او کلتوري یووالي لومړۍ ښکارنده ده. د خپلې ودې په بهیر کې یې نړیوال کلتور وساته، چې د مګیارانو، ارمنیانو او چینایانو په څېر بېلابېل ګروپونه یې سره یوځای وساتل. د ورېښمو لار په لوېديځ کې د بیزانس سترواکي په وخت کې خپل اوج ته ورسېده. د نیل- اوکسس برخه کې، د ساساني سترواکۍ له پېر نه د ال خانات تر پېر پورې او په سینیټیک زون کې د درېو سلطنتونو پېر نه د یوان کورنۍ پېر پورې دوام وکړ.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

د مغول سترواکي (۱۳-۱۴ پېړۍ)

له ۱۲۰۷نه تر ۱۳۶۰ پورې په ټولې آسیا کې د مغولو ودې د سیاسي ثبات په راوستلو کې مرسته وکړه او د ورېښمو لاره یې (د قراقرم او خانبالق له لارې) بیا جوړه کړه. په نړيوال تجارت باندې د اسلامي خلافت واکمني هم پای ته ورسېده، ځکه چې مغول د سوداګرۍ لارې سمبالولو ته راغلل، تجارت په ټوله سیمه کې خپور شو، که څه هم دوی هیڅکله کوچیاني ژوند پرېنښود.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

د ورېښمو لار

په شلمه پیړۍ کې، د سویز کانال له لارې د ورېښمو لار او ځمکني ارتباطات د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته په مکرر ډول تړل شوي وو.  دا د سړې جګړې د پراخې سوداګرۍ خنډونو باندې هم پلي کېده. په ۱۹۹۰ لسیزې کې «زړې» سوداګریزې لارې بیا فعالې شوې. د چين د فعاليتونو او د افريقا د ادغام تر څنګ، دا د مديترانې د سيمې ارزښت او له مرکزي اروپا سره اړیکه، لکه: د تريست د سوداګرۍ د مرکز په تړاو هم تطبيقېږي.[۳۹][۴۰][۴۱]

د ورېښمو سمندري لار

د ورېښمو سمندري لاره، هغه پخوانۍ سوداګریزه لاره تعقیبوي چې د مینګ سترواکۍ په لومړیو کې د چینایي بحري قواوو قوماندان ژینګ هی له خوا پرانیستل شوې وه. په ځانګړې توګه، د سویز کانال بې بنده تاسیس په دې سیمه کې د آسیا او اروپا ترمنځ سمندري سوداګرۍ ته وده ورکړه. په داسې حال کې چې په شلمې پیړۍ کې د نړیوالو جګړو، سویز کړکېچ او سړې جګړې له امله د سوداګرۍ ډېریجریانونه غوڅ شول، د ۲۱ مې پیړۍ له پیل راهیسې ډېری هغه سوداګریز مرکزونه، چې پخوا یې په ۱۹ پیړۍ کې شتون درلود، بیا فعال شوو.[۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]

اور ګاډی (۱۹۹۰ز)

د یوریشیا ځمکنی پُل، د چین، قزاقستان، منګولیا او روسیې له لارې د اورګاډي پټلۍ، کله ناکله د «د ورېښمو نوې لار» پهنامه یادېږي. د دغو دوو اورګاډو د یوې لارې وروستۍ کړۍ، په ۱۹۹۰ ز کال کې بشپړه شوه، دا چارې هغه وخت بشپړې شوې، چې د چین او قزاقستان د اورګاډي سیسټمونه د الاتاو پاس (الشان کوو) سره وصل شول.[۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸]

په لومړۍ پیړۍ کې د ورېښمو لار

د ورېښمو شمالي لار

شمالي لار له چنګان (اوس د ژیان په نوم یادیږي) نه پیل شوې، د چین لرغونې پلازمېنه چې وروسته د هان په پېر کې ختیځ لور لوویانګ ته لېږول شوې. دا لاره د لومړۍ پیړۍ په شاوخوا کې تعریف شوې وه، کله چې هان وودي، د کوچیانو د قومونو ځورونې ته د پای ټکی کېښود.[۵۹]

جنوبي لاره                                                                     

جنوبي لار یا د قراقرم لاره په اصل کې له چین نه د قراقرم غرونو ته یوازینۍ لاره وه، چې په عصري وختونو کې یې د قراقرم لویې لارې په توګه دوام درلود، چې دا یوه سفالټ شوی لاره ده چې پاکستان او چین سره نښلوي او بیا د سویل پر لور حرکت کوي، ترڅو مسافران وکولای شي، له بېلابېلو ځایونو نه د سمندر له لارې سفر بشپړ کړي.[۶۰]

سرچینې