د ويتنام اقتصاد

د ويتنام اقتصاد د سوسيال پر محوريت يو مخلوط اقتصاد دی، کوم چې د اسمي ناخالص کورني توليد اندازې تر مخې په نړۍ کې اوه دېرشم ستر اقتصاد دی او په ۲۰۲۰ز کال کې د رانيولو ځواک (PPP) اندازې تر مخې په نړۍ کې درويشتم ستر اقتصاد دی. ويتنام د اسيا پيسيفيک اقتصادي همکارۍ، د سويل ختيځې اسيا هېوادونو د ټولنې او د نړيوال تجارت سازمان غړی دی.

د ۱۹۸۰ز لسیزې په منځ کې، د « Đổi Mới» د اصلاحاتو د پړاو له لارې، ويتنام د يو لوړ مرکزي مديريت اقتصاد څخه د مخلوط اقتصاد پر لور بدلون موندلی. دا اقتصاد د پرانيستي بازار پر بنسټ اقتصادي همکارۍ له لارې،  د پنځه کلنو طرحو په مټ د لارښوونکي او شاخصي طرحو څخه کار اخلي. په دې موده کې، اقتصاد د چټکې ودې له تجربې تېر شو. په یو ويشتمه پېړۍ کې، ويتنام په نړيوال اقتصاد کې د داخلېدو په پړاو کې دی. نږدې ټولې ويتنامۍ سوداګرۍ کوچنۍ او منځنۍ سوداګرۍ (SMEs) دي. ويتنام په يو مخکښ کرنيز صادرونکی بدل شوی او په سويل ختيځه اسيا کې د بهرنيو پانګوالو لپاره يو له جذابو سيمو څخه ګرځېدلی دی. په اوسني پړاو کې، د ویتنام اقتصاد تر ډېره بريده په نېغ په نېغه بهرنۍ پانګونه متکی دی، څو له بهر څخه پانګه راجلب کړي او وکولای شي خپلې پرله پسې اقتصادي سختيو ته ملاتړ پيدا کړي. د هوسا هوټلونو په برخه او تفريح ځايونو کې بهرنۍ پانګونې څخه د لوړې کچې سياحتي صنعت لپاره ملاتړ موندل کېدای شي.[۱][۲]

د ۲۰۱۷ز کال د فبرورۍ په مياشت کې د « PricewaterhouseCoopers» د وړاندوينې تر مخې، شونې ده چې په کلني ډول د ۵.۱٪ کورني ناخالص عايد وړتيا په لرلو سره، ويتنام د نړۍ يو له چټکو وده کوونکو اقتصادونو څخه وګرځي، کوم به چې تر ۲۰۵۰ز کال پورې دا هېواد د نړۍ لسم ستر اقتصاد کړي. ويتنام همدا راز په راتلونکو يوولسو (د يوولوس اقتصادي هېوادونو ډله) او « CIVETS» هېوادونو کې هم شامل شوی دی. له « Doi Moi» وروسته د اقتصادي برياليتوبونو سره سره، داسې موضوعات شته، د کومو له امله چې محللين او څېړونکي په دې هېواد کې د اوسني اقتصادي سستوالي له امله اندېښمن دي.[۳][۴][۵]

تاریخ

د ويتنام تمدن په کرنه ولاړ و. مطلق العنانو واکمنيو د تل لپاره کرنه د مرکزي اقتصادي بنسټ په توګه بللې ده او د هغوی د اقتصادي اندونو وړاندوينه د طبيعي سرچينو پر بنسټ شوې ده. د ځمکې ملکيت منظم کړای شوی و او د لمدو وريژو په کرنه کې د اسانتيا لپاره د «سور سمندر ډيلټا» کې د ديوالونو په څېر په پراخه کچه کارونه شوي وو. په سوله ييزو وختونو کې، سرتيري کورنو ته په دې موخه استول کېدل چې د بزګرۍ کارونه وکړي. سربېره پر دې محکمو د اوبو د مېښو او غواګانو ذبح کول منع کړل او د کرنې اړوند ګڼ مراسم يې تر سره کړل. لاسي صنايعو او هنرونو ته د ارزښت په سترګه کتل کېدل؛ خو سوداګري بده ګڼل کېده او سوداګرو ته د سپکاوي نوم « con buôn» اخستل کېدو. تهانګ لانګ (هانويي) د هېواد د لاسي سنايعو ستر مرکز و. چينايانو وليدل چې ويتناميانو هغه شان سوداګري کوله، څه ډول چې د چين د «سونګ» واکمنې کورنۍ پر مهال کېده. له نهمې څخه تر ديارلسمې پېړۍ پورې، ويتناميانو د چين، چمپا، لوېدیځ زيا، جاوا په څېر سيمه ييزو ځواکونو سره د کلالۍ د صنعت او وريښمو سوداګري کوله، ...سربېره پر دې، د لرغونو اثارو له شواهدو څخه معلومېږي چې مسلمان سوداګر د نهمې څخه تر لسمې پېړۍ پورې په «هنويی» کې اوسېدلي دي، بنسټ يې د ۹۰۰ لسيزې د تاریخ اسلامي کلالۍ صنعت دی، چې په لرغوني سيمه «هنويي» کې موندل شوي دي.[۶][۷][۸]

په هر حال، له شپاړسمې پېړۍ راهيسې، «کنفوسيوس» (يو دوديز فلسفي قانون او مذهب دی چې د يو انسان په وړاندې د بل انسان پر مسئوليت ټینګار کوي) په ويتنامي ټولنه خپل اغېز له لاسه ورکاوه او له پانګوال نظام مخکې مالي اقتصاد په جوړېدو پيل وکړ. د « Lê–Mạc» د پړاو په اوږدو کې، دولت نيمه صنعتي سوداګرۍ او سمندري سوداګر وهڅول، دا ځکه چې ويتنامي اقتصاد په بنسټيز ډول د راتلونکو ۲۵۰ کلونو لپاره په همدې سوداګرۍ منحصر و. د « Dong Kinh, Hội An»  په څېر ښارونه په تېزۍ سره د ښاري کېدو پر لور ولاړل او د بنديزونو ښکار وګرځېدل او نورو هېوادونو ته د خپلو مختلفو کلتورونو او د هغوی د بريدونو د نيت له امله وروسته د ګواښ په نظر کتل کېدل. د اولسمې پېړۍ په اوږدو کې، د ويتنام اقتصاد خپل اوج ته ورسېد، په داسې حال کې چې ويتنام په ختيځه او سويل ختيځه اسيا کې درېيم ستر اقتصادي قوت و. د اتلسمې پېړۍ په وروستيو کې، اقتصاد د زيان ښکار شو، لامل يې د ناوريني ناروغيو يوه لړۍ وه او وروسته د « Tay Son» کروندګرو بغاوت هېواد لا پسې ويجاړ کړ. په ۱۸۰۶ز کال کې، د نوې « Nguyễn» واکمنۍ سترواک « Gia Long» د سمندر د بنديزونو تګلاره عملي کړه، ټول ويتناميان يې له هېواده بهر سوداګريو او لوېديځ سوداګر يې ويتنام ته له داخلېدو منع کړل. دا بنديزونه د نولسمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې د ويتنام په اقتصاد کې د زوال او جمود لامل وګرځېدل او د فرانسې په مستعمره د ويتنام په بدلېدو کې يې مرسته وکړه.[۹]

۱۸۵۸-۱۹۷۵

د نولسمې پېړۍ په نيمايي کې د فرانسې تر نيواک پورې د ويتنام اقتصاد تر ډېره بريده په کرنه ولاړ، د معيشت پر بنسټ او په کليو راڅرخېدو. په هر حال، فرانسوي نيواکګرو په څرګند ډول دې سیمو ته په جلا توګه وده ورکړه، ځکه چې فرانسويانو خامو موادو او د فرانسوي صنعتي توکو لپاره يو بازار ته اړتيا  درلوده، چا چې سويل د کرنيزو توليداتو لپاره وټاکه، ځکه چې دا سيمې د کرنې لپاره ښې وې او شمال يې توکو د جوړولو لپاره وټاکه، ځکه چې دا سيمې په طبيعي ډول په کاني سرچينو شتمنې وې. که څه هم دې طرحې سيمه ييز توپيرونه راپورته کړل، د صادراتو وده – له شمال څخه د ډبرو سکاره او له سويل څخه وريژې – او د فرانسوي جوړو شويو توکو وارداتو سوداګري په خوځښت راوسته.[۱۰]

دې وېش په سیمه ييزو اقتصادي اختلافاتو ټينګار کولو سره د ويتنامي اقتصاد بڼه بدله کړه. په سويل کې، په داسې حال کې چې ابي وريژې اساسي خوراکي فصل و، فرانسويانو چای، پمبه او تمباکو په څېر توليداتو تر څنګ، د ونو بوټو کرل متعارف کړل. نیواکګر حکومت د استخراج ځينې صنعتونه هم جوړ کړل، لکه د ډبرو سکرو، وسپنې او ناوسپنيزو فلزاتو کيندل. په «هنويي» کې د بېړۍ جوړولو صنعت پيل شو؛ د اورګاډي پټلۍ، سرکونه، د برېښنا مرکزونه او هايډروليک کارونه تر سره شول. په سويل کې کرنيزې ودې د وريژو په کرلو تمرکز درلود او په ملي کچه وريژې او ربړ د صادراتو لپاره بنسټيز توکي وو. د کورنۍ او بهرني سوداګرۍ مرکز د « Saigon-Cholon» سيمې په شا اوخوا کې و. په سويل کې صنعت تر ډېره بريده د خوراکونو د تصفيې له کارځايونو او کارخانو جوړ و چې د مصرفونکو لپاره يې توکي تولیدول.[۱۱]

کله چې په ۱۹۵۴ز کال کې شمال او سويل سره له سياسي اړخه ووېشل شول، دوی همدا راز جلا جلا اقتصادي ليدلوري غوره کړل: په شمال کې کمونيزم او په سويل کې پانګوال نظام. له ۱۹۵۴ څخه تر ۱۹۷۵ز کال پورې د هندوستان او چين د دويمې جګړې له امله شوې ويجاړۍ اقتصاد له سخت فشار سره مخ کړ. د هېواد د یو اعشاريه پنځه ميليونه پوځيانو او ملکيانو په مړينې او له هغې وروسته د يو مليون کډوالو له لېږد سره حالت نور هم خرابه شو، په داسې حال کې چې د جګړې په ميلیونونه کډوالو کې لسګونه زره مسلکيان، پوهان، تخنیکي پوهان او ماهر کارکوونکي هم شامل وو.[۱۲]

GDP per capita in Vietnam, 1956–1974 (in US$/year)
Year1956195819601962196419661968197019721974
Republic of Vietnam628810510011810085819065
Democratic Republic of Vietnam40505168596055606065


له ۱۹۷۵ز کال مخکې د شمالي ويتنام په پرتله د سويلي ويتنام د اقتصادي برياليتوب مطلب دا و چې له ويتنام څخه بهر مېشت ويتناميانو يا د سويلي سیمو اوسېدونکي ويتناميانو اوس هم له ۱۹۷۵ز کال د مخکې سويلي ويتنام په زړه پورې يادښتونه اوس هم درلودل. دا په نوي پړاو کې روښانه شوه، چېرته چې « Ho Chi Minh» ښار،کوم چې په سويلي ويتنام کې د « Saigon» په نوم پېژندل کېدو، اوس هم د ويتنام د اقتصادي مرکز په توګه بلل کېدو، دا ځکه چې د هېواد د بيا يو ځای کېدو سره سره، د هغې د پانګوال نظام نظرياتو د تاريخ له امله، سياسي ځواک د پخواني شمال پلازمینې «هنويي» ته ولېږدول شو.

سرچينې