ساينوباکتريا (د باکتريا يو ډول دی چې شين اسماني رنګ لري)

ساينوباکتريا چې د « Cyanophyta» په نوم هم پېژندل کېږي، منفي-ګرام باکتريا يوه ټولګه ده چې د فوټوسينتيسيز له لارې انرژي تر لاسه کوي. د ساينوباکتريا نوم د دې رنګ ته اشاره کوي (چې له لرغوني يوناني ژبې څخه اخستل شوی او د اسماني رنګ په معنا دی)، دې ته  د «اسماني رنګه-شنه اوبړۍ» نوم ورکوي، خو اوسني بوټې پېژندونکي د اوبړۍ نوم تر «ايوکرايټونو» پورې محدودوي او په ساينوباکتريا يې نه عملي کوي، ځکه چې ساينو باکتریا «ايوکرايټونو» نه، «پروکرايټونه» دي. داسې بريښي چې دوی په تازه اوبو او ځمکني چاپېريال کې پیدا کېږي. «پيرافيليټيکي» او تر ټولو زيات بنسټيزې ډلې وړانديز شوی نوم «Sericytochromatia» دی چې د دواړو هم غېر فوټوسينتيکي ډلې ميلين باکتريا او فوټوسينتيک ساينوباکتريا د دواړو اصل دی، کوم ته چې د «اکسيفوټوباکتريا» هم ويل کېږي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

ساينوباکتریا فوټوسنتتيک رنګ کاروي، لکه د «کيروټينايډز، فايکوبيلينز او کلوروفيل» بېلا بېلې بڼې، کومې چې له رڼا څخه انرژي جذبوي. د «هيټروټروفيکي» پروکاريوټونو په خلاف، ساينوباکتريا داخلي پردې لري. دا نښتې کڅوړې دي، کومو ته چې «تهايلاکايډز» ويل کېږي، چېرې چې د فوټوسينتيسز عمل تر سره کېږي. «فوټوټروفيکي» يوکرايټونه، لکه: شنه بوټي په «پلاسټيډز» کې فوټوسينتيس تر سره کوي، د کوم په اړه چې فکر کېږي چې اصل يې په ساينوباکتریا کې دی، کوم چې د «اينډوسيم» بايوسس په نوم پروسې پر مټ ډېر پخوا تر لاسه شوی و. په ايوکرايټونو کې دا «اينډوسايمبوټيکي» ساينوباکتريا جوړ شول او په ځانګړو عضويو کې يې توپير وشو، لکه «کلوروپاسټ، کروموپلاسټ، ايټيوپلاسټ او ليوکوپلاسټ» چې دا ټول په مجموعي ډول د «پلاسټډز» په نوم پېژندل کېږي.[۹][۱۰]

ساينوباکتریا هغه لومړي موجودات دي چې د اکسيجن پیدا کوونکو په توګه پېژندل شوي دي. د فوټوسينتيسيز د ضمني توليد په توګه د اکسيجن د تولیدولو او خوشې کولو له امله، ګومان کېږي چې ساينوباکتريا لومړي کمزوری-اکسيجن ته بدلون ورکړی، اتموسفير يې  يو اکسيدایز کوونکي ته راښکته کړ (اکسيډايز کول دا معنا چې له اکسيجن سره په کيمياوي پروسه کې يو ځای کېدل)، چې همدا د سترې اکساډايزيشن د پېښې او د «ځمکې د زنګ وهلو» لامل وګرځېد، کوم چې په هيښوونکي ډول د ځمکې د ژوند د بڼې مرکبات بدل کړل او په پايله کې د غېر هوايي ژونديو موجوداتو نږدې د له منځه تللو لامل وګرځېد.[۱۱][۱۲]

«Synechocystis» ساينوباکترياوې او «Cyanothece» د مهمو نمونو لرونکي ژوندي موجودات دي چې په بايوټیکنالوژي کې د بايوايتانول د محصول، د خوراکونو د رنګونو، انسان او ژويو د خوراکونو د سرچينې،  غذايي برابرونکو او خامو موادو په مټ بالقوه تطبيقات لري. ساينوباکتریا يو لړ زهرجن مواد توليدوي، کوم ته چې «ساينوټوکسين» وايي چې دا بيا کولای شي، انسانانو او ژويو ته ګواښ پېښ کړي.[۱۳]

ټولکتنه

ساينوباکتريا د فوټواټوټروفيک پروکرايټونو يوه پراخه او متنوعه ډله ده. د هغې تعريف د هغې د رنګونو د بې ساري ګډون او د اکسيجني فوټوسينتيسيز د تر سره کولو په برخه کې د هغې د وړتيا له لارې کېږي. دوی عموماً په يو ځای کې راټولېدونکو مجموعو کې ژوند کوي، کوم چې کولای شي ګڼې بڼې خپلې کړي. خطي انواع يې له ځانګړي اهميت څخه برخمن دي، کوم چې د ميکروبي تختو په لوړو پوړونو مسلط وي چې په سختو چاپيريالونو کې موندل کېږي، لکه: تودې چينې، تروشې اوبه، سحراګانې او قطبي سيمې، خو په ډېرو عادي چاپېريالونو کې هم په پراخه کچه خپاره شوي دي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

ساينوباکتریا د فوټوسينتيک باکتریا يوه ټولګه ده، کومه چې په تکاملي ډول د کم اکسيجن چاپېرياليزو حالاتو لپاره ښه ده. ځينې انواع د نايتروجين جوړونکې وي چې په نمجنو ځمکو او د اوبو په پراخه ډولونو کې ژوند کوي، یا خو په خپلواک ډول يا له بوټو يا ګلسنګ جوړونکو فونګي (لکه په ګلسنګ جينونو Peltigera کې) سره د يو ځای ژوند کولو د اړيکې په جوړولو سره. په هغوی کې له يو حجروي څخه نيولې تر ډنډر لرونکو (ډنډر يا رېښکۍ لرونکي) پورې شته او په هغې کې نوې سره يو ځای کېدونکې انواع شامل دي. شونې ده چې دا يو ځای ژوند کوونکي ډنډر/رېښکۍ، پوړونه او ان خالي کڅوړې جوړې کړي.[۱۸][۱۹]

په نړيواله کچه ساينوباکتريا په پراخه پیمانه فوټوسينتيک پروکرايوټونه دي، او په نړيوالو بايوکيمياوي جرياناتو کې مهمه ونډه لري. دوی يواځیني اکسيجني فوټوسينتيک پروکرايوټس دي او په ډول ډول او سختو ځايونو کې وده کوي. هغه په ځمکه د لرغونو ژونديو موجوداتو څخه دي، د کوم د پاتې شونو تاریخ چې ۳.۵ مليارده کلونو پخوا ته رسېږي. له هغه وخته، ساينوباکتريا د ځمکې په چاپيرياليز نظام کې يو مهم لوبغاړی دی. پلانکتونکيکي ساينوباکتريا د سمندري خوراک د جالونو يوه بنسټيزه برخه ده او د نړيوال کاربن او نايټروجين په بهنګ کې مهمه ونډه لري. ځينې ساينوباکتريا اوبړۍ ته ورته زيان رسونکې غوټۍ جوړوي (غوټۍ يا خپرېدل) چې د اوبو د چاپېرياليز نظام په خدماتو کې ستونزې پېښوي او د پياوړو زهرجنو موادو (ساينوټوکسين) لکه «مايکروسسټين، سيکسيټوکسن او سلنډرو اسپرموپسن» په پیدا کولو سره د ځنګلي ژوند او انسانانو د نشه کېدو لامل ګرځي. نن سبا، د ساينوباکتریا غوټۍ د اوبو چاپېريال او عامې روغتيا لپاره يو ستر ګواښ دی او په نړيواله کچه يې تکرار او سختوالي کې زياتوالی راځي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

ساينوباکتريا د سمندري چاپېريال په هر ځای کې موندل کېږي او د لومړي توليدونکو په توګه مهمه دنده تر سره کوي. سمندري «فايټوپلانکټن» نن سبا د ځمکې د ټول بنسټيز توليد نږدې نيمه برخه جوړوي. د ساينوباکتريا په داخل کې، يواځې یو څو کورنیو پرانيستی سمندر د ځای پر ځای کېدو په توګه نيولی دی (يعنې کروکوسفيرا او اړوندان يې، ساينوباکرټريم UCYN-A, Trichodesmium، تر څنګ يې Prochlorococcus او Synechococcus). له دې کورنيو (نسلونو) څخه، د نايتروجين جوړونکي ساينوباکتريا په ځانګړي ډول له اهمیت څخه برخمن دي، ځکه چې هغه په بنسټيزې توليدي وړتيا او په ژور سمندر کې د عضوي کاربن په صادرولو واک لري، په امونيم د نايټروجين ګاز په بدلولو سره، کوم چې وروسته د «امينو اسيد» او پروټين د جوړولو لپاره کارول کېږي. سمندري picocyanobacteria (يعنې Prochlorococcus او Synechococcus) د شمېرو تر مخې په نويو سمندرونو کې تر ټولو زیاتو «فايټوپلانکټن» ټولګو باندې تسلط لري، کوم چې په بنسټيزه توليدي وړتيا کې مهمه ونډه لري. له دې امله چې ځینې «پلانکټونيکي» ساينوباکتریا يو حجروي او په خپلواک ډول ژوندۍ حجرې دي (د بېلګې په ډول Crocosphaera, Prochlorococcus, Synechococcus)، نورو له «هاپټوفيټي» اوبړيو سره لکه «کوکوليتوفورنه»، د يو ځای ژوند کولو اړيکې پیدا کړي دي. د ډنډر لرونکو بڼو په منځ کې، «ټرايکوډيسيوم» په خپلواک ډول ژوند کوي او سره راټولېږي. په هر حال، ډنډر لرونکې هايټروسيست-جوړونکې ساينوباکتريا ( لکه ريشليا، کالوتريکس) له هيمياولس، ريزوسولنيا او چايتوسروس ډايټومونو سره موندل کېږي.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

په سمندري ساينوباکتریاوو کې تر ټولو کوچني پېژندل شوي فوټوسينټيک ژوندي موجودات شامل دي. تر ټولو کوچنی يې Prochlorococcus دی چې يواځې ۰.۵ څخه نيولې تر ۰.۸ مايکروميټرو پوری عرض لري. د انفرادي شمېرو تر مخې، Prochlorococcus په ځمکه د امکان تر بريده تر ټولو زیاته موندل کېدونکې نوعه ده: د سمندر د سطحې اوبو په يو ملي ليتر کې ۱۰۰،۰۰۰ يا له دې څخه زياتې حجرې موجودې وي. د يو اټکل تر مخې په ټوله نړۍ کې ګڼ «اوکټيلي» (۱۰۲۷) افراد شته. پروکلوروکوس 40°N او 40°S تر منځ په هر ځای کې موجود دي او د سمندرونو اوليګوټروفک (له غذاييت څخه خالي) سيمو کې ډېر زیات وي. باکټريوم د ځمکې په اتموسفير کې د اکسيجن نږدې ۲۰٪ برخه جوړوي.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

موروفولوژي (د شيانو د جوړېدوڅېړنه)

د مورفولوژي له اړخه ساينوباکتريا د پام وړ بدلونونه وړاندې کوي: له يو حجروي او ځای نيولو څخه نيولې تر ډنډر لرونکو بڼو پورې. ډنډر لرونکې بڼې يې د فعالو حجرو توپير څرګندونه کوي، لکه هيټروسيسټس (نايټروجن د تثبيت لپاره)، اکينيټس (د ارام پړاو حجرې) او هارموګونيا (توليدي، خوځنده ډنډر).دا له دوی سره د شته بين الحجروي اړيکو تر څنګ د ګڼ حجروي والي لومړۍ نښې بلل کېږي.[۴۱][۴۲][۴۳]

ډېری ساينوباکتريا د حجرو خوځنده ډنډر جوړوي چې د «هورموګونيا» په نوم پېژندل کېږي، کوم چې له اصلي بايوماس څخه لرې کېږي، څو په غوټۍ بدله شي او په يو بل ځای کې د اوسېدو ځای جوړوي. د هارموګونيم حجرې ډېر ځله د بوټو د حالت په پرتله ډېر نري وي او د خوځنده لړۍ په دواړو سرونو کې شته حجرې شونې ده چې مخروطي (نرۍ کېدونکې/تېره سرې) واوسي. له اصلي استوګنځای څخه د جلا کېدو لپاره، هارموګونيم ډېر ځله په يو ډنډر کې يوه کمزورۍ حجړه وشکوي، کوم عمل ته چې نيکريډيم وايي.[۴۴]

ځينې ډنډر لرونکي انواع شونې ده چې په ګڼو جلا جلا حجرو او انواعو سره توپير کړای شي:

  • نباتاتي حجرې – عادي، فوټوسينتيک حجرې، کومې چې د ګټورې وده کوونکې حالاتو کې جوړېږي.
  • اکينيټونه – د اقليم په وړاندې مقابله کوونکې هګۍ، کومې چې د چاپېرياليزو شرايطو دسختېدو پر مهال جوړېږي.
  • د ډبلو دېوالونکو لرونکې هايټروسيسټونه – کوم چې د اکسيجن د حساسيت له امله په يو غېر هوايي چاپېريال کې د نايتروجين د جوړېدو لپاره د اړين اينزايم نايټروجينيز لرونکي وي.[۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

سرچينې