سواسټیکا

سواسټیکا (卐 یا 卍) یو لرغونی مذهبي او کلتوري سمبول دی چې تر ډېره د اوراسیا او همدارنګه د افریقا او امریکا په یو شمېر کلتورونو کې شتون لري. په لویدیځ کې په پراخه کچه د نازي ګوند او نیونازیانو له خوا د هغو د کارونې له امله پېژندل کېږي. دغه نښان د هندوئېزم، بودېزم او جینېزم په ګډون په یو شمېر هندي ادیانو کې د الوهیت او معنویت د نښې په توګه کارول کېږي. دا په ټولیزه توګه د یو صلیب په ډول دی چې بازوګان یې مساوی اوږدوالی لري او په عمودي ډول په خپل نږدو بازوګانو تاو کېږي. هر یو له بازوګانو څخه یې په نیمايي کې د قایمې زاویې په لرلو سره تاو شوي دي. [۱][۲][۳][۴][۵]

خپله د سواسټیکا کلمه په سانسکرېټ ژبه کې ریښه لري چې له سانسکرېټ «स्वस्तिक» (لاتیني ډول یې: svastika) څخه اخیستل شوی او معنی یې له «هوساینې یا هوسا ژوند» سره مترادفه ده. په هندوئېزم کې د هغو ښي اړخ لرونکی ډول (د ساعت د عقربې پر جهت؛ 卐) سواسټیکا نومېږي چې د سوریا (لمر)، هوساینې او ښه چانس لرلو سمبول دی، په داسې حال کې چې د چپ اړخ لرونکی (卍) یې بیا ساواسټیکا بلل کېږي چې د تیارې او د مرګ د ملکې، کالي دې تانتریک ځانګړنې سمبول دی. په جېن سمبولېزم کې بیا د سوپارشواناتا – د ۲۴ تیرتانکاراګانو (معنوي لارښوونکو او ژغورنکو) څخه د اووم تیراتانکارا سمبول دی او په بودایي سمبولېزم کې بیا د بودا د لارښودو قدمونو څرګندويي کوي. په یو شمېر هندي – اروپايي مذهبونو کې بیا سواسټیکا د تندر سمبول دی چې په ودایي هندوئېزم کې د ایندرا، په لرغوني یوناني آئین کې د زئوس، په لرغوني رومي ائین کې د جوپیټر او په لرغوني جرمني آئین کې د ثور په څېر د تالندې او برېښنا د خدای څرګندويي کوي. دغه سمبول د سند درې او سامرا د لرغونو تمدنونو په پاتې شونو او همدارنګه د بیزانسانو او عیسویانو په لومړیو هنري اثارو کې موندل کېږي. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

په داسې حال کې چې دغه سمبول د لومړي ځل لپاره له لومړۍ نړیوالې جګړې وړاندې د ښي اړخي سخت دریځي رومانیايي سیاستوال الکساندر یوحنا کوزا له خوا د یهودیت ضد نړیوال سمبول په توګه وکارول شو، خو لا هم تر ۱۹۳۰مې لسیزې پورې د لویدیځې نړۍ د ډېری هېوادونو لپاره د هوساینې او ښه چانس سمبول و؛ هغه مهال چې د جرمني نازي ګوند سواسټیکا د اریايي نژاد سمبول وباله. د دویمې نړیوالې جګړې او هلوکاسټ په پایله کې دغه نښان په کلکه سره له نازېسم، یهودیت ترهې، د سپین پوستو له برترۍ او یا هم په ساده ډول له بد توب سره اړوند بلل کېده. له همدې امله د جرمني په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د قانون له مخې د دغه نښان کارول منع دي. له دې سره هم ساوسټیکا په هندو، بودایي او جیني مذهب لرونکو هېوادونو لکه نیپال، هند، تایلنډ، منګولیا، سیرلانکا، چین، جاپان او همدارنګه د سویل لویدیځې امریکا د ناواهو وګړو ترمنځ د ښه چانس او بریا نښه ده. ورته مهال هندوان په معمول ډول د خپلو ودونو په مراسمو او د دیوالي په جشن کې له هغو ګټنه کوي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

نازېسم ته یې اړوندتیا

په نازېسم کې ترې ګټنه (۱۹۲۰ – ۱۹۴۵ زکال)

په اروپا کې له سواسټیکا څخه ګټنې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې پراختیا ومونده. دغه نښان د اروپایانو لپاره زیاتې معناوې لرلې چې تر ټولو معمول یې ښه بخت او هوساینه وه. له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته جرمني کې له پراخې وګړیزې ګټنې وروسته نوي تاسیس شوي نازي ګوند په ۱۹۲۰ زکال کې په رسمي ډول دغه سمبول خپل نښان وټاکه. د نازي ګوند نښان یو تور سواسټیکا و چې په یوه سپینه دایره کې د ۴۵ درجې څرخ په لرلو په سور رنګي بګرونډ کې انځور شوی و. له دغه سمبول څخه د نازي ګوند په بیرغ، نښان او مټ بند (بازو بند) کې ګټنه کېدله. هېټلر بیا د خپلې شخصي ګټنې لپاره له څرخ لرلو تور سواسټیکا په داسې بڼه طراحي کړی و چې په سمه توګه د هغه پر مټ برابر راتله. [۲۱][۲۲][۲۳]

له نازیانو څخه وړاندې سواسټیکا د جرمني د ملت پالونکي خوځښت (Völkische Bewegung) له خوا د خپل نښان په توګه کارول کېده.

هېټلر په ۱۹۲۵ زکال کې په خپل لیکلي اثر، زما جګړه کې څرګنده کړې: «ورته مهال، ما خپله له ګڼ شمېر هڅو وروسته د هغو وروستی شکل جوړ کړ؛ سور بګرونډ لرونکی بیرغ چې سپینه دایره یې په منځ کې ده او په منځ کې یې تور چنګ لرونکی صلیب شتون لري. له ډېرو نورو هڅو وروسته ما د بیرغ، د هغو د سپینې دایرې او همدارنګه د چنګ لرونکي صلیب د ډول او پریړوالي لپاره مناسبه اندازه ومونده». [۲۴][۲۵]

هغه مهال چې هېټلر د نازي ګوند لپاره بیرغ جوړ کړ، د دې په لټه کې و چې په هغو کې هم سواسټیکا او همدارنګه د هغه په خپله خبره «هغه درناوي وړ رنګونه چې پخوانۍ دبدبې ته زموږ د درناوي څرګندوی دي او یو مهال یې د جرمني وګړو لپاره پریمانه ویاړونه رامنځته کړي و» وکاروي؛ (سور، سپین او تور؛ دا د جرمني د پخوانۍ سترواکۍ د بیرغ رنګونه وو). هغه همدارنګه څرګنده کړې: «د یو ملت پاله سوسیالېست په توګه موږ خپله طرحه په خپل بیرغ کې وینو؛ په سپین رنګ کې مو ملت پالونکې ایډیا، په چنګ لرونکي صلیب کې مو د آریايي انسان د بریا لپاره مبارزه او په همدې ترتیب سره د خلاقانه کار د ایډیا بریا نغښتې ده». [۲۶]

The swastika was also understood as "the symbol of the creating, effecting life" (das Symbol des schaffenden, wirkenden Lebens) and as "race emblem of Germanism" (Rasseabzeichen des Germanentums).

سواسټیکا همدارنګه «په ژوندانه باندې د اغېز لرونکي او جوړونکي» (das Symbol des schaffenden, wirkenden Lebens) او همدارنګه د «جرمنېزم نژادي نښان» (Rasseabzeichen des Germanentums) بلل کېږي. [۲۷]

د نژادي روغتیا مفهوم د نازېسم مرکزي ایډیالوژي وه، په داسې حال کې چې علمي بڼه یې نژاد پالنه ده. د نازیانو مخکښ تیوري جوړونکي الفرډ روزنبرګ څرګنده کړې وه چې هندو- آریايي وګړي تقلید وړ وګړي دي او همدارنګه د معنوي او نژادي «ګډوډیو» د ګواښونو اړوند یو خبرداری دی چې د هغه پر باور دغه ګډوډۍ د نژادونو له نږدې توب رامنځته کېږي. نازیانو هم له همدې امله سواسټیکا د مخکښ اریايي نژاد د سمبول په توګه وټاکه. [۲۸][۲۹]

د ۱۹۳۳ زکال د مارچ په ۱۴ مه وروسته له هغه چې هېټلر د جرمني لومړی وزیر وټاکل شو، د نازي ګوند بیرغ د جرمني د ملي بیرغ په خوا کې پورته کړای شو. د نورنبرګ د قوانینو د برخې په توګه د دغه ګوند بیرغ – سواسټیکا په کې له مرکز څخه لږ لاندې موقعیت درلود – د ۱۹۳۵ زکال د سپټمبر له ۱۵ نېټې وروسته د جرمني د ملي بیرغ په توګه ومنل شو. [۳۰]

د متفقینو له خوا ګټنه

د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د متفقینو له خوا سواسټیکا نښان له هوا څخه هوا ته په بریاوو کې کارول کېده، له دغو څخه لږ تر لږه یوه بریتانوي جنګي پیلوټ د خپل یاددښت په کتابچه کې د هرې راغورځولې جرمنۍ الوتکې لپاره له یوه سواسټیکا نښان څخه ګټنه کړې ده. [۳۱]

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته بدنامي

له ۱۹۳۰مې لسیزې وروسته سواسټیکا له دې امله چې نازي جرمني ترې ګټنه کوله تر ډېره نازېسم ته اړوند بلل کېږي. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته دغه نښان په ډېری لویدیځو هېوادونو کې د کرکې او د سپین پوستو د برترۍ د څرګندونکي په توګه په پام کې نیول کېده. [۳۲][۳۳]

له همدې امله د دغه نښان هر ډول کارونه او همدارنګه د نازیانو یا هم د کرکې د سمبول په توګه د هغو څخه ګټنه د جرمني په ګډون په ډېری هېوادونو کې منع ده. په یو شمېر هېوادونو لکه په متحده ایالاتو کې (په ۲۰۰۳ زکال کې د ویرجینیا په وړاندې د بلک په قضیه کې) سترې محکمې پرېکړه کړې چې سیمه ئیز حکومتونه کولای شي له سواسټیکا او همدارنګه د سوزېدونکي صلیب په توګه نورو نښانونو څخه ګټنه په هغه حالت کې منع کړي چې موخه یې د نورو ویرول وي.

سرچينې