فريدريک هايک

فريدريک اوګست وان هايک (۱۸۹۹- مۍ ۸ – ۱۹۹۲ مارچ ۲۳) ډېر ځله يې يادونه يوازې د نوم په لومړيو ويو يعنې (F.A. Hayek) کيږي، هغه يو اتريشي الاصله بریټانوی اقتصاد پوه او فيلسوف و چې له کلاسيکې  اقتصادي آزادۍ نه د دفاع له امله، شهرت لري. هايک په ۱۹۷۴ز کال کې له «ګونار ميرډال» سره يو ځای د اقتصادي علومو د نوبل يادګاري جايزه تر لاسه کړه، دوی دواړو ته دغه جايزه د پيسو او اقتصادي بې ثباتۍ او د اقتصادي، ټولنيزو او اداري ښکارندو پر يو بل د متکي کېدو په اړوند د دوی د کار ستاينې له امله ورکړل شوې وه. د معلوماتي ارزښتونو د بدلون د څرنګوالي په اړه د هغه کار کوم چې له خلکو سره مرسته کوي  څو خپلې طرحې همغږې کړي او کوم چې د اقتصاد په برخه کې په پراخه کچه يوه مهمه لاسته راوړنه بلل کيږي، د هغه لپاره د نوبل جايزې د تر لاسه کولو لامل وګرځېد.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

فريدريک هايک
فريدريک هايک
فريدريک هايک

د شخص معلومات
پيدايښت۸ مې ۱۸۹۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
وين [۱۵][۱۶]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه23 مارچ 1992 (93 کاله)[۱][۲][۳][۵][۱۷][۶][۷][۹][۱۰][۱۲][۱۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره
استوګنځای
تابعیت اتريش [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

برېتانيا (۱۹۳۸–)[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

رکن
ښځه
اولاد
پلار
عملي ژوند
تعلیم
تعلیمی اسناد
ڈاکٹری مشیر
ڈاکٹری شاگرد
نامتو زده کونکي
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)انگليسي [۳۲][۳۳][۳۴]،  وآلماني ژبه [۳۳][۳۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه
کار ورکوونکی
ځانګړي کړنې
پوځي خدمت
جګړه/جګړېلومړنۍ نړېواله جګړه ،  ودويمه نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
فريدريک هايک
فريدريک هايک

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هایک هغه مهال چې عمر يې له شلو کلونو کم و په لومړۍ نړيواله جګړه کې خدمت وکړ او ويل کيږي چې په دې جګړه کې د هغه تجربې او د هغه دغه هيله څو د هغو تېروتنو مخه ونيسي چې له جګړې پاتې دي، له هغه يو اقتصاد پوه جوړ کړ. د ويانا په پوهنتون کې يې اقتصاد ولوست، په ۱۹۲۱ز کال کې يې په قانون کې  او په ۱۹۲۳ز کال کې يې په سياسي علومو کې د دوکتورا سند واخیست. نوموړي د لويې بریټانیې، اتريش، متحده ايالاتو او المان کې ژوند او کار وکړ او په ۱۹۳۸ز کال کې بريټانوی تبعه شو. د هايک اکاډميک «علمي» ژوند تر ډېره بريده د لندن په اقتصادي ښوونځي کې تېر شو، وروسته یې د شيکاګو او فرايبرګ په پوهنتونونو کې هم وخت تېر کړ. که څه هم تر ډېره بريد هغه د اتريش د اقتصاد مکتب مشر بلل کيږي، هغه د شيکاګو له اقتصادي مکتب سره هم نږدې اړيکې درلودې. هايک همدا راز د شلمې پېړۍ يو بنسټيز ټولنيز مفکر او سياسي فيلسوف و او له جګړې وروسته  د «مونټ پيليرين» د ټولنې د جوړونکو له جملې يو و، هغه له جګړې وروسته د کلاسيک ليبراليزم په را ژوندي کولو کې برخه اخیستې ده. د هغه مهم کتاب «د مريتوب پر لور سړک» تر ۲۰۲۰ز کال پورې له ۲.۲۵ ميليون نه زياتې نسخې پلورل شوې دي.[۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

هايک په ۱۹۸۴ز کال کې په اقتصاد کې د هغه د علمي مرستو له امله افتخاري ملګری وټاکل شو. هغه لومړی کس دی چې په ۱۹۸۴ز کال کې يې د «هانس مارټين شلاير» جايزه تر لاسه کړه. هغه همدا راز له ولسمشر ايچ ډبليو بوش نه په ۱۹۹۱ز کال کې د خپلواکۍ ولسمشريز نښان هم تر لاسه کړ. په ۲۰۱۱ز کال کې د هغه ليکنه «په ټولنه کې د علم کارول» په هغو شلو غوره مقالو کې راغله چې په «امريکن ايکنامک ريويو» کې په تېرو سلو کلونو کې خپرې شوې دي. [۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

ژوند

د ژوند لومړي کلونه

فريډريک اوګوست وين هايک په «ويانا» کې زېږېدلی و، د پلار نوم يې اوګوست وين هايک او د مور نوم يې فليسيتاس هايک و. پلار يې هم په ۱۸۷۱ز کال کې په «ويانا» کې زېږېدلی و، څوک چې د طب ډاکټر و او د ښاري روغتيا وزارت له خوا په دنده ګومارل شوی و. اګوست د «ويانا» په پوهنتون کې د نيمه وخت د کرنې ښوونکی و. فريډريک په درې وروڼو کې مشرؤ، د هغه د وروڼو نومونه دا دي: هاينريک (۱۹۰۰-۱۹۶۹) او ايريک (۱۹۰۴-۱۹۸۶) چې له هغه نه يو نيم کال او پینځه کاله کشران وو. [۵۱][۵۲]

د پوهنتون د استاد په توګه د هغه د پلار دندې په ژوند کې د هايک پر موخو اغېز وکړ. هغه خپل دواړه نيکونه ليدلي و او دواړه عالمان وو. فرانتس فون ژوراشک په اتريش او هنګري کې يو مخکښ اقتصاد پوه او د «يوګن فون بوم باورک» نژدې ملګری و، بوم باورک د اتريش د اقتصادياتو ښوونځي يو له بنسټګرو نه و. د هايک پلرنی نېکه ګوستاو اډلر فون هايک د ويانا په «Imperial Realobergymnasium» (متوسطه ښوونځي) کې د طبيعي علومو درس ورکولو. هغه د ژوند د سيستماتيکس په اړه اثار وليکل چې ځينې يې په پرتليز ډول ښه مشهور او پېژندل شوي.[۵۳][۵۴][۵۵][۵۶]

د مور له اړخه هايک د فيلسوف «ويتګنشتاين» د ماما له زامنو نه و. د هغه مور به د ويټګنشتاين له خوېندو سره لوبې کولې او هغه يې ښه پېژندلو. د دوی د کورنۍ اړيکې له امله کله چې د «Tractatus Logico-Philosophicus» په نوم د ويټګنشتاين کتاب په ۱۹۲۱ز کال کې په الماني ژبه خپور شو، هايک لومړی هغه څوک وو چې دغه کتاب يې ولوست. که څه هم هغه ويټګنشتاين يوازې څو ځلې ليدلی و، هايک ويلي چې د ويټګنشتاين فلسفې او د څېړنې طريقې د هغه پر ژوند او افکارو ژور اغېز درلود. د ژوند په وروستيو کې به هايک د ويټګنشتاين د فلسفې يادونه کوله، د هغه وخت کله چې دوی دواړه د لومړۍ نړيوالې جګړې په اوږدو کې افسران وو. د ويټګنشتاين له مړينې وروسته، هايک نيت درلود چې د هغه ژوند ليک وليکي، په دې اړوند يې له کورنۍ نه د موادو په راټولولو کار هم کړی و او وروسته يې د ويټګنشتاين د ژوند ليکوونکو سره مرسته وکړه. هغه د ويټګينشټاين له کورنۍ سره د غېر يهودي اړخ له لارې اړيکې درلودې. له ځوانۍ نه هايک له يهودي پوهانو سره کېناستلو او ويل به یې چې ډېر ځله به خلکو اټکل کاوه چې زه هم له يهودي نسل نه يم. له دې امله هغه متجسس شو او د خپلو نيکونو په اړه يې پلټنه پيل کړه، په پايله کې هغه وموندله چې تر پینځو نسلونو پورې د هغه په نيکونو کې يهوديان نه شته. هايک لقب چې له اره چکي ژبه ده په الماني کې دا «Hájek» ډول ليکل کيږي.   [۵۷][۵۰][۵۸]

هايک له ډېر کم عمر نه فکري او علمي لور ته لېوالتیا لرله او ښوونځي ته له تلو مخکې يې په اسانۍ سره ډېر لوستل کول. که څه هم د لېوالتيا د کمښت او له ښوونکو سره د ستونزو له امله د ښوونځي په زده کړو کې کمزوری و خو په خپل ښوونځي کې په ډېرو مضمونو کې له ټولګيوالو شاته و او يو ځل په لاتيني، يوناني او رياضياتو کې درې ځلې ناکام هم شو. هغه له تمثیل سره ډېره لېوالتیا لرله او هڅه يې وکړه چې تراژیدي لېکنې وکړي، همدا راز په بيالوژۍ کې يې لېوالتيا لرله او په منظم ډول به يې له خپل پلار سره د هغه د کرنې په کارونو کې مرسته کوله. د خپل پلار په وړانديز سره کله چې هغه تنکی ځوان و د جينټک او تکامل په اړه يې د «هوګو دو ويريس» او «اوګوست وايزمن» اثار او د «لوډويګ فيورباخ» فلسفي آثار ولوستل.  په ښوونځي کې هايک د ارستو د اخلاقو په اړوند د يو ښوونکي ويناوو جلب کړی و. په خپل نه خپاره شوي ژوند ليک کې هايک له خپلو وروڼو سره د هغه د بېلتون يادونه کړې کوم چې له ده نه يوازې څو کاله کشران وو، خو هايک فکر کولو چې هغوی په يو ډول له بل نسل نه و. هغه له مشرانو سره ملګرتيا غوره ګڼله.[۵۹][۶۰][۶۱][۶۲][۶۳][۶۱]

په ۱۹۱۷ز کال کې هايک د اتريش-هنګري پوځ د يو کنډک له توپخانې سره يو ځای شو او په ايټالوي محاذ کې وجنګېد. د جګړې پر مهال يې په چپ غوږ کې د اورېدو ستونزه پيدا شوه او د زړورتيا نښان ورکړل شو. دغه مهال هايک په ۱۹۱۸ز کال کې د زکام له وبا ژوندی پاتې شو. [۶۴][۶۵]

وروسته هايک پرېکړه وکړه چې علمي دنده پر مخ يوسي او هوډ یې درلود چې د هغو تېروتنو مخه به نيسي چې د جګړې له امله رامنځ ته شوي وو. هايک د خپلې تجربې په اړه وايي: « په حقيقت کې ټاکوونکی اغېز لومړی نړيواله جګړه وه. دا چاره بايد ستاسې توجه د سياسي ګوندونو د ستونزو لور ته واړوي». هغه ژمن وو چې د ډېرې ښې نړۍ لپاره به کار وکړي.[۶۶]

سرچینې