فلسطین

فلسطین (په عربي ژبه کې: فلسطين، په یوناني ژبه کې: Παλαιστίνη, Palaistinē، په لاتین ژبه کې: Palaestinaو په عبراني ژبه کې: פלשתינהPalestina ) په لوېديځه اسيا کې یوه جغرافيايي سيمه ده چې اسرائيلو لوېديځه غاړه، د غزې تنګی په ځینو تعریفو نو کې د اردن لوېدیځه سیمې تر پوښښ لاندې راولي.  

  د سوريه فلسطين قلمرو   د لومړنی فلسطين قلمرو (وروسته فلسطين جند) او دوهم فلسطين (وروسته له اردن جند)   د بریتانیا تر چارسمبالښت لاندې فلسطین قلمرو د ۱۹۲۰ او ۱۹۴۸ کلونو ترمنځ   د اسراييلو او فلسطين ترمنځ سرحد (i.e. لوېديځه تړانګه او غزې تړانګه)
  د سوريه فلسطين قلمرو
  د لومړنی فلسطين قلمرو (وروسته فلسطين جند) او دوهم فلسطين (وروسته له اردن جند)
کلونو ترمنځ
  د اسراييلو او فلسطين ترمنځ سرحد (i.e. لوېديځه تړانګه او غزې تړانګه)
نخشه
موقعيت
  د سوريه فلسطين قلمرو
  د لومړنی فلسطين قلمرو (وروسته فلسطين جند) او دوهم فلسطين (وروسته له اردن جند)
کلونو ترمنځ
  د اسراييلو او فلسطين ترمنځ سرحد (i.e. لوېديځه تړانګه او غزې تړانګه)
غړيتوب اسرائيل اسرائيل
کينډۍ:بېرغ نښه فلسطين
کينډۍ:بېرغ نښهاردن (تاريخي)

دا نوم د لرغونو یوناني لیکوالانو له لوري کارول کېده او ورپسې د روم یهودیه ولایت ته چې د سوریې فلسطین نوم ته واړول شوو وکارل شو. د بیزانس په دوره کې، دا نوم د لومړي فلسطین او دویم فلسطین د ولایتونو لپاره کارول کېده او د مسلمانانو په لاس د شام له فتحې وروسته، د جند فلسطین پوځي ولسوالي تاسیس شوه. د دې سیمې پولو د تاریخ په اوږدو کې بدلون موندلی. له سیاسي اړخه په دې تعریف شوې سیمه کې زیاتره انجیلي ادعا شوې برخې ګډون لري چې د اسرائیلو د خاورې (په عبرانی ژبه کې: ארץ־ישראלو رومي بڼه یې: Eretz-Yisra'el)، مقدسه ځمکې یا ژمنه شوې ځمکې په نوم یادېږي او د پراخې سویلي سیمې برخې چې په کې کنعان، سوریه، الشام ښار، او سویلي شام ښار ګډون لري، استازیتوب کوي.   [۱]

فلسطین چې د یهودیت او عیسویت د زېږون ځای دی، د دین، دود، سوداګرۍ او سیاست د څلورلارې په توګه ګډوډ تاریخ لري. په دې سیمه کې د برونزو په زمانه کې کنعانیان استوګن شول او د اوسپنې په زمانه کې، د اسرائیلو او یهودا تر نومونو لاندې دوې اسرائیلي اړونده پاچاهیو ظهور وکړ. نوموړې سیمه وروسته د بېلا بېلو سترواکیوو لکه نیو-آشورو نیو بابل او د فارس هخامنشي تر واک لاندې راغله. د هلېنستي واکمنۍ په وړاندې پاڅونونو دا سیمه د یهودي هشموني کورنۍ تر سلطنت لاندې د لنډې مودې لپاره د خپلواکې سیمې په توګه راوسته، خو په تدریجي توګه د روم د سترواکۍ برخه شوه. دا سیمه په اوومه پېړۍ کې د راشدینو خلفاوو په لاس فتحه شوه او په سیمه کې یې د بیزانس واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود چې وروسته اموي، عباسي او فاطمي خلافتونه د هغې ځایناستې شول. فلسطین د صلیبی جګړو له دورې وروسته، چې په دې موده کې د عیسویت او اسلام ترمنځ د شخړې مرکز وو، په پراخه کچه مسلمان شو. په ۱۳ پېړۍ کې د مملوک د سلطنت د سوریې ولایت برخه او له ۱۵۱۶ ز کال وروسته، د عثماني سترواکۍ برخه شو. د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې انګلستان له عثمانیانو څخه ونیو او تر ۱۹۴۸ ز کال پورې یې د ملتونو د ټولنې تر ملاتړ لاندې تر واک لاندې ونیو.  

نوموړې سیمه، له ۱۹۴۸ ز کال ورسته په اسرائیلو، لویدیځه غاړه او د غزې تنګي ووېشل شوه. دفلسطین دولت، چې په نیمه توګه د قانوني دولت په بڼه په رسمیت پېژندل شوی دی، له اسرائیلو سره د خپل حاکمیت پر سر په روانه شخړه کې ښکېل دی.[۲][۳][۴]

د نوم تاریخچه

عصري لرغونپوهنې د مصري او آشوري اسنادو څخه ۱۲ لرغونې لیکنې په ګوته کړي چې ښایي د عبراني پېلشیا له رېښو څخه ثبت شوې وي. د "پېلېشیا" اصطلاح ( چې د P-r-s-t د سمبولونو په بڼه توري په توري لیکل شوې ده)  په پنځو لیکنو کې موندل کېږي چې په ګاونډیو خلکو یا برخو چې له ۱۱۵۰ ز کال مخکې له میلاد د مصر د شلمې کورنۍ پرمهال پیل کېږي، دلالت کوي. لومړۍ پېژندل شوې یادونه د مدینه هابو په معبد کې ده چې د هغه خلکو تر منځ پېلېسېټ ته اشاره کوي چې د درېیم رامسس په واکمنۍ کې یې له مصر سره جګړه کړې وه او وروستۍ پېژندل شوی یادونه یې ۳۰۰ کاله وروسته د پادیسېټ په مجسمه باندې ده. اووه موندل شوې آشوري لیکنې د "پلاشتو" یا "پلېستیو" واکمنۍ ته اشاره کوي، چې  په ۸۰۰ کال مخکې له میلاد نه د نېمرود ښار په سلب کې د درېیم اداد نیراري په واک پیل کېږي چې یوه پېړۍ وروسته د ایساراحدون له لوري په یو تړون کې د پوهېدو وړ دي. نه مصري او نه هم آشوري سرچینو د اصطلاح لپاره روښانه سیمه ییزې پولې نه دي وړاندې کړې.  [۵][۶][۷]

د فلسطین د اصطلاح لومړۍ روښانه کارونه چې د فینقيې او مصر ترمنځ په ټوله سیمه دلالت کوي، په پنځمه پېړۍ کې هغه مهال په لرغوني یونان کې وه چې هیرودوت "د فلسطین په نوم (لرغونی یوناني ژبه کې: Συρίη ἡ Παλαιστίνη καλεομένη) د سوریې د یوې ولسوالۍ په اړه" په خپل تاریخ اثر کې لیکنه وکړه چې د یهودا غرونو او د اردن غوڅې درې په کې ګډون درلود. نږدې یوه پېړۍ وروسته ارستو هم د هوا پېژندنې په اثر کې ورته تعریف د دې سمي لپاره وکاراوه چې نوموړي په کې مړ سمندرګی هم ګډ کړی و. وروسته یوناني لیکوالانو، لکه: پولیمون او پاسانیاس هم دا اصطلاح ورته سیمې ته د اشارې لپاره وکاروله، چې ورپسې رومي لیکوالانو، لکه: اوېد، تیبولوس، پامپونیوس مېلا، مشر پلېني،دایو کرېسوستوم، ستاتیوس، پولتار، همدارنګه رومې-یهود لیکوالانو لکه د الکساندریا فیل، او جوزیفس همدې سیمې ته دا اصطلاح کارولې ده. په رسمي توګه یو ولایت ته د اشارې په توګه دا اصطلاح په لومړي ځل په  ۱۳۵ ز کال کې هغه وخت وکارول شوه چې رومي چارواکو، د بارکوخبا د پاڅون له ځپلو وروسته، د یهودا ولایت د جلیل او پارالیا سره یوځای کړ او "سوریه فلسطین یا Syria Palaestina" یې را منځته کړ. داسې نږدې شواهد شته چې هادریان دا نوم بدل کړی و، خو کره نېټه یې معلومه نه ده او د ځینو پوهانو ادعا چې د نوم د بدلون موخه "د یهودا سره د تړاو پرې کول وو،  تر لانجې لاندې ده. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

په عمومي توګه داسې اتفاق شته چې دا اصطلاح د انجیلي د نوم پېلېشیا رېښه لري (פלשת یا Pəlésheth، معمولاً د Philistia په توګه لیکل کېږي). اصطلاح او د هغې مشتقات د عبراني انجیل په ماسوریتي ټولګه کې له ۲۵۰ ځله څخه ډېر کارول شوي دي، چې ۱۰ ځله یې په تورات کې هم دي، خو د سیمې پولې په کې په ګوته شوې نه دي. نږدې ۲۰۰ پاتې ماءخذونه د قضاتو په کتاب (Book of Judges) او د سامویل په کتابونو کې راغلې دي. دا اصطلاح په اویاګوني (Septuagint) کې چې د فیلیستیم د ځمکې (Γῆ τῶν Φυλιστιείμ) تلفظي ژباړه ده، لږ کارول شوې چې د معاصر یوناني ځای له نوم Palaistínē (Παλαιστίνη) څخه توپیر لري.[۶][۱۷][۱۸][۱۹][۱۳]

اویاګوني د قضاتو په کتاب او د سمویل په کتابونو کې د دې پر ځای د " allophuloi " (άλλόφυλοι، چې "نور ملتونه" په معنا ده) اصطلاح کارولې، په داسې ډول چې کله چې د سامسونو ساول او ډېوېد په متنونو کې د "فلسطین" اصطلاح، د "وعده شوې ځمکې غیر اسرائیلیانو" په معنا تعبیر شوې او د یهودي زدکړو سرچینې تشرېح کوي چې، دې ملتونو د پیدایښت د سفر په کتاب کې له فلسطینانو څخه توپیر درلود. [۲۰][۲۱][۲۲]

د بیزانس په دوره کې، د سوریې فلسطین سیمه، په دوو برخو لومړي فلسطین او دویم فلسطین ووېشل شو او د نقب دښته او د سینا ټاپو د درېیم فلسطین برخه شوې. د مسلمانانو له فتحې وروسته، د هغو ځايونو نومونه چې د بیزانس د ادارې له خوا کارول کېدل، په عربي ژبه کې هم په معمول ډول وکارول شول. د "فلسطین" د نوم کارونه، په لومړۍ عصري انګلیسي کې عامه شوه او په انګلیسي او عربي ژبو کې د بیت المقدس د متصرفې په وخت کې کارول کېده او د بریتانیې تر ملاتړ لاندې د رسمي ځای نوم په توګه بېرته راپورته شو.  [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

کنعان ، د اسرائیلو خاوره، ژمنه شوې ځمکه، لویه سوریه، سپیڅلې ځمکه، یهودا ولایت، یهوداو کویل-سوریه (بېکا دره)، "اسرائیل هاشلمه"، د اسرائیلو سلطنت، د بیت المقدس سلطنت، صهیون، رتن، (لرغونی مصر)، سویلي سوریه، سویلي شام او سوریه فلسطین هغه ځینې نور اصطلاحات دي چې د دې خاروې ټولې یا یوې برخې ته اشاره کوي.   [۲۷]

تاریخ

کلتور

جغرافیه

کلتور

سرچینې