قوبلای خان
قوبلاي خان (په مغولي: Хубилай) د مغولو د خانانو څخه یو مشهور سالار، حکمران، د تولي خان زوي ، چنگېز خان لمسی او د يوآن کورنی بنسټ ایښودونکی وو چې د ۱۲۶۰ کال څخه تر ۱۲۹۴ کال پورې یی حکومت کاوه.قوبلاي خان په ۱۲۱۵ کال کی زيږيدلی وو. پلار یی تولای خان وو. په ۱۲۵۱ کال کی قوبلاي خان د شمالي چين والي او پوځي قوماندان شو. په ۱۲۶۰ کال کې د مونکو خان تر مرينې وروسته قوبلاي خان د مغولوعالي واکمن شو. په ۱۲۶۰ کال کی قوبلاي خان پر سونگ امپراطوري بريد وکړ او په ۱۲۷۹ کال کې سونگ امپراطوري ماته وخوړله. کله چې چين د مغولو په لاس کې وو نو قوبلای خان د چینايي واکمنانو په خطوط د يوآن امپراطوري کورنی جوړ کړ. په ۱۲۶۹ کال کی د قوبلاي خان په هدایت نوي رسمي ليک پهاگ پا جوړ شو او بوديزم د رسمي دین په توگه وټاکل شو. خو قوبلاي خان د عيسويت څخه هم ملاتړ کاوه. د قوبلاي خان تر مړینې وروسته د مغولو امپراطوري زوال ته ورسېده.
قوبلاي خان | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۳ سپټمبر ۱۲۱۵ مغولستان |
مړینه | 18 فبروري 1294 (79 کاله)[۱][۲][۳] خان بالق |
هديره | |
تابعیت | يوان کورنۍ |
پلرنی ټاټوبی | |
ښځه | |
اولاد | |
پلار | |
مور | |
خور/ورور | |
کورنۍ | |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
پوځي خدمت | |
مقام | |
سمول |