يوان کورنۍ

د چین د منګول په مشرۍ امپراتوري کورنۍ (۱۲۷۱-۱۳۶۸)

يوان واکمنه کورنۍ، چې په رسمي ډول ستر يوان بلل کېږي، د مغولو په مشرۍ د چين يوه شاهي واکمنه کورنۍ، او له وېش وروسته د مغولو د سترواکۍ ځای نيونکی دولت و. قوبلای يې بنسټ ايښي و (سترواک شيزو يا سيټسن خان)، د بورجيګين قبيلې د مغولو د سترواکۍ پنځم خاقان سترواک، او د 1271 څخه تر 1368 پورې يې دوام وکړ. په چينايي تاریخ کې، يوان واکمنه کورنۍ له «سانګ» واکمنې کورنۍ څخه وروسته راغله، او له منګ واکمنې کورنۍ څخه مخکې وه.[۱]

لوی يوان
Great Yuan
大元
سلطنت

 

1271–1368
 

د يوان کورنۍ بيرغ

Location of يوان کورنۍ
Yuan dynasty
يوان کورنۍ 1294
پلازمېنهخان بالک (بېجينګ)
ژبېچينايي
مغولي
مذهببودیزم - چینايي اور تېبېتي
تاوميزم
کنفيوشيزم
چينايي ولسي مذهب
سماواتيت
مسيحيت
اسلام
حکومتپاچاهي
پاچا
 - 1260–1294قبلايي خان
 - 1333–1370 (جاري.)اوخاتو خان
تاريخي دورتر کلاسيکې دورې وروسته
 - د چنګيزخان مغولي سلطنت پيلپسرلی، 1206
 - د يوان کورنۍ رسمي اعلان18 ډېسمبرr 1271 1271
 - شيانګ يانګ جګړه1268-1273
 - د سوېلي سونګ بری4 فېبروری 1276
 - کېنګ يامين19 مارچ 1279
 - سقوط خان بالک14 سېپتمبر 1368
 - شمالي يوان کورنۍ بغاوت1368-1388
ځمکه
 - 1310۱۴٬۰۰۰٬۰۰۰ مربع کلوميټر (۵٬۴۰۵٬۴۳۰ مربع ميل)
آبادي
 - 1290 تخمينه۷۷٬۰۰۰٬۰۰۰ 
 - 1293 تخمينه۷۹٬۸۱۶٬۰۰۰ 
 - 1330 تخمينه۸۳٬۸۷۳٬۰۰۰ 
 - 1350 تخمينه۸۷٬۱۴۷٬۰۰۰ 
سکهپه ټوليزه ډول کاغذي کرنسي (چاو)
اوسني هېوادونهکينډۍ:Mongolia
 چين
 کينډۍ:Hong Kong
 کينډۍ:Macau
کينډۍ:India
کينډۍ:North Korea
کينډۍ:South Korea
کينډۍ:Laos
کينډۍ:Vietnam
کينډۍ:Myanmar
کينډۍ:Russia
Warning: Value specified for "continent" does not comply

که څه هم په 1206ز کال کې د خاقان په توګه د چنګيزخان پر تخت کېناستل، په چينايي کې د هان په سبک د سترواک د لقب اخيستلو په توګه تشریح شوي دي، او مغول سترواکۍ د اوسني چين د شمالي سيمو په ګډون په ډېرو سيمو د لسيزو لپاره واکمني وکړه، خو تر 1271 پورې قوبلای خان په رسمي ډول د دوديز هان په سبک د دې واکمنې کورنۍ ادعا وکړه، او فتوحات يې تر 1279ز کال پورې نه و بشپړ شوي، تر څو سويلي «سانګ» واکمنې کورنۍ ته د «يامين» په جګړه کې ماتې ورکړل شوه. په دې وخت کې د هغه قلمرو د مغولو په مشرۍ د نورو خاناتو څخه ګوښه او د اوسني وخت د چين ډېره برخه او د منګولیا په ګډون شا اوخوا سيمې يې په واک کې درلودې، دا لومړۍ واکمنه کورنۍ وه چې بنسټ يې يو داسې چا ايښودلی و چې توکميز هان نه و، او په ټول چين يې واکمني وکړه. په 1368ز کال کې، د «منګ» واکمنې کورنۍ له خوا د «يوان» ځواکونو ته له ماتې ورکولو وروسته، چنګيزي شويو واکمنو د منګولیا لوړو سيمو ته شاتګ وکړ، او تر 1635ز کال پورې يې تر هغه وخته واکمني وکړه، تر څو وروستۍ «جين» واکمنې کورنۍ (کومه چې وروسته په شينواکمنې کورنۍ بدله شوه) ته تسليم شول.  پاتې شونی دولت يې په تاريخ لیکنه کې د شمالي «يوان» واکمنې کورنۍ په نوم پېژندل کېږي.[۲][۳][۴]

د «يوان» ځينې سترواکانو په چینايي ژبه کې مهارت تر لاسه کړ، په داسې حال کې چې نورو يې يوازې مغولي ژبه او فاګس-پا رسم الخط استعمالول.

د مغولي سترواکۍ له وېش وروسته، د يوان واکمنه کورنۍ خانات و چې د «مونکو خان» د ځای ناستو له خوا ادره کېده. په رسمي چينايي تاریخونو کې، يوان واکمنې کورنۍ اسماني اختيار درلود. دا واکمنه کورنۍ د قوبلای خان له خوا جوړه شوې وه، خو بیا هم نوموړي په رسمي تاريخونو کې خپل نېکه جنګيز خان د دې واکمنې کورنۍ د رسمي بنسټګر په توګه ياد کړی دی، او د معبد نوم يې «تايزو» کېښود. په 1271ز کال کې صادر شوي کورني نوم د اعلان په عنوان کې، قوبلای خان د دې واکمنې کورنۍ نوم د لوی يوان په توګه اعلان کړ، او د درې خپلواکانو او پنځو سترواکانو څځه تر «ټانګ» واکمنې کورنۍ پورې، د پخوانيو چينايي واکمنو کورنيو د ځای ناستيتوب ادعا يې وکړه.[۵][۶]

د چين پر سترواک سربېره، قوبلای همدا راز د لوی خان د لقب ادعا هم وکړه، چې په نورو ځای ناستو خاناتو لوړ و: چې هغه چغتايي، زرينه قبيله، او الخانات وو. په دې ډول، يوان ته همدا راز کله کله د لوی خان د سترواک په توګه هم اشاره کېده. په هر حال، په داسې حال کې چې د يوان سترواکانو له خوا د لوړوالي ادعا هغه مهال د لوېديځو خانانو له خوا منل شوې وه، د دوی تابعداري يوازې تش په نوم وه، او هر يو يې خپل جلا پرمختګ ته دوام ورکړ.[۷][۸]

نومونه

په 1271ز کال کې، قوبلای د ستر يوان نوم تحميل کړ، او په دې ډول يې د يوان واکمنې کورنۍ بنسټ کېښود. د (大元) ټکی د "大哉乾元" له فقرې څخه اخيستل شوی دی، (چين ستر دی، پيلونکی) کومه چې د لومړي مسدس "کين" (乾) په اړه د «Classic of Changes» کتاب په اړوند تبصرو کې موجوده ده. په مغولي ژبه کې د دي مساوي ټکی « Dai Ön Ulus» و، چې د « Ikh Yuan Üls» یا « Yekhe Yuan Ulus» په توګه هم بلل کېږي. په مغولي ژبه کې، «Dai Ön» ټکی (چې د چينايي ژبې د Dà Yuán ټکي مغولي شوې بڼه ده) عموماً د "Yeke Mongghul Ulus" عبارت په تړاو کارېدو (چې تحت اللفظي معنا يې ده "ستر مغولي دولت")، کوم چې په مغولي ژبه کې د «  ᠳᠠᠢ ᠥᠨ ᠶᠡᠬᠡ ᠮᠣᠩᠭᠣᠯ ᠤᠯᠤᠰ» په بڼه منځ ته راغی (او په چينايي ژبه کې په大元也克蒙古兀魯思 بڼه ليکل کېږي) او معنا يې ده لوی يوان – لوی مغولي دولت (大元大蒙古國).[۹][۱۰]

د تاریخ ليکنې د معاصرو اصولو تر مخې، يوان واکمنه کورنۍ، عموماً هغې قلمرو ته اشاره کوي، چې مرکزي پلازمېنه يې «دادو» (اوسنی بجنګ) وه. په هر حال، د هان په سبک د واکمنې کورنۍ نوم "لوی يوان" او چينايي سياسي عقيدې ادعا څخه موخه ټوله مغولي سترواکي وه. دا استعمال، د غېر چینايي متنونو په ګډون، په لیکنو کې ليدل کېدای شي، کومې چې د يوان واکمنې کورنۍ پر مهال لېکل شوي دي. له دې سره سره، د مغولي سترواکۍ د خپرېدونکي طبيعيت له امله، نوي پوهان د تعريف په پراخه معنا کې د يوان واکمنه کورنۍ ډېره کمه کارول کېږي.[۱۱][۱۲][۱۳]

يوان واکمنه کورنۍ همدا راز د لوېديځوالو له خوا د مغول واکمنې کورنۍ يا د چين مغولې واکمنې کورنۍ په توګه هم پېژندل کېږي، چې د «مانچو» واکمنې کورنۍ يا د چين مانچو واکمنۍ کورنۍ له نوم سره ورته دی، کوم نومونه چې د لوېديځوالو له خوا د «شينګ» واکمنې کورنۍ لپاره کارېدل. سربېره پر دې، يوان کله کله د لوی خان د سترواکۍ يا د لوی خان خانات په نوم هم پېژندل کېږي، کوم چې په ځانګړي ډول د يوان په ځینو نقشو څرګند شوی دی، ځکه چې يوان سترواکانو تش په نوم د لوی خان لقب خپل کړی و. سره له دې، دواړه اصطلاحات په 1271ز کال کې د قوبلای خان له خوا د يوان واکمنې کورنۍ د واقعي بنسټ اېښودلو څخه مخکې د مغول سترواکۍ په داخل کې خاناتو ته هم اشاره کولای شي، په کومو چې نېغ په نېغه خانانو واکمني کوله. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

تاريخ

مخينه

چنګيز خان د اوارو سيمو مغول قبيلې سره متحدې او په 1206ز کال کې لوی خان شو. نوموړي او د هغه ځای ناستو په اسيا کې مغولي سترواکۍ پراخه کړه. د چنګيز د درېيم زوی اوګتای خان تر واکمنۍ لاندې، مغولو په 1234ز کال کې کمزورې شوې «جين» واکمنه کورنۍ له منځه یوړه، او د شمالي چین ډېره برخه يې ونيوله. اوګتای خان خپل وراره قوبلای خان ته په «شينګ چو»، «هيبي» کې د يوې دندې وړانديز وکړ. قوبلای چينايي ژبه نه شوه لوستلای، خو د ژوند له لومړيو کلونو راهيسې د خپلې مور «سرقويتي» په واسطه يې ګڼ هان ښوونکي درلودل چې له هغه سره ملګري وو. نوموړي د چينايي بودايانو او «کنفيشس» (لرغوني چينايي عقايد او د هغوی پيروان) سلاکارانو څخه مشوررې غوښتې. مونکو خان په 1251ز کال کې د اوګتای خان د زوی «ګيوک خان» پر ځای ستر خان شو. نوموړي خپل ورور قوبلای خان ته په چین کې د مغولو تر واک لاندې سيمو واک وسپاره. قوبلای د «کنفيشس» پوهانو لپاره ښوونځي جوړ کړل، کاغذي پيسې يې صادرې کړې، چينايي مذهبي رسومات يې راژوندي کړل، او هغه تګلارې يې تايید کړې چې کرنيزه او سوداګريزه وده يې په خوځښت راوستلای شوای. نوموړي د منګوليا په داخل کې «کاپنګ» د خپلې پلازمېنې په توګه غوره کړه، چې وروسته د «شينګډو» نوم ورکړل شو.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

ډيری هان چينايان او «کايتن» د «جن» پر ضد جنګېدو په موخه له مغولو سره يوځای شول. دوه هان چینايي رهبران هر يو «شي تياينزا»، «ليو هيما»، او «کايتن» «شاو ژوالا» جلا او د مغولو په پوځ کې يې د درې پوځي واحدونو (Tumen د لس زره سرتېرو واحد و) مشري وکړه. «ليو هيما» او «شي تياينزا» د اوګدای خان خدمت وکړ. ليو هيما او «شي تيان شيانګ» د لوېديځ «شا» پر ضد د مغولو په پلوۍ د پوځونو مشري وکړه. په دې ځای کې څلور هان پوځي واحدونه او درې کايتن پوځي واحدونه موجود وو، چې هر واحد يې له لس زره سرتېرو جوړ و. درې کايتن جنرالان هر يو «شيموبايډير»، «تبوير» او «چونګ شي»، د «شاوجا چي» زوی، د درې کايتن پوځي واحدونو مشري په غاړه درلوده، او څلورو هان جنرالانو هر يو «چانګ رو»، «يان شي»، «شي تيانزا» او «ليو هيما» د اوګدای خان تر قوماندې لاندې د څلورو هان پوځي واحدونو مشري وکړه.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې