لوډیګ وون مېزس

لوډېک هېنرېک اېډلر وون مېزس (په جرمني ژبه: [ˈluːtvɪç fɔn ˈmiːzəs]؛ زېږېدنه د ۱۸۸۱ کال د سپټمبر په ۲۱مه مړینه د ۱۹۷۳ کال د اکتوبر ۱۰مه) د اتریشي ښوونځي (په  اقتصادي تفکر کې یو هېتروډوکس ښوونځی، ژباړن) اقتصاد پوه، تاریخ پوه، منطق پوه او ټولن‌پوه و. مېزس د کلاسیک لېبرالیزم د ټولنیزو مشارکتونو په اړه پراخې لیکنې او ویناوې وکړې. هغه تر ډېره له کمونیزم او کپیتالیزم سره د پراګزیولوژۍ (د انسان د چلند مطالعه، ژباړن.) د پرتله ییزې څېړنې له امله پېژندل شوی. هغه د شلمې پېړۍ تر ټولو  اغېزناکه اقتصادي څېره او سیاسي متفکر بلل کېږي.[۱۵][۱۶]

لوډیګ وون مېزس
لوډیګ وون مېزس
لوډیګ وون مېزس

د شخص معلومات
پيدايښت۲۹ سپټمبر ۱۸۸۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مړینه10 اکتوبر 1973 (92 کاله)[۱][۲][۵][۶][۷][۸][۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نيويارک [۱۲][۱۳]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره
تابعیت د امریکا متحده ایالات

اتريش   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

رکن
ښځه
پلار
مور
خور/ورور
عملي ژوند
تعلیم
تعلیمی اسناد
ڈاکٹری مشیر
ڈاکٹری شاگرد
نامتو زده کونکي
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګهوټپوهنه ،  وفلسفه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی
ځانګړي کړنې
لاسليک
لوډیګ وون مېزس
لوډیګ وون مېزس

مېزس په ۱۹۴۰ کال کې له اتریش څخه متحده ایالاتو ته کډه شو. د شلمې پېړۍ له منځنۍ برخې څخه ازادي غوښتونکي غورځنګونه په شدید ډول د مېزس له لیکنو څخه اغېزمن شوي. د مېزس زده کوونکی فرېدرېک هایک مېزس تر جګړې وروسته دوره کې د کلاسیک لېبرالیزم د رغونې له اصلي څېرو څخه یادوي هایک د "ازادۍ د اېډيالو هيلو لېږد" په نوم اثر کې چې په ۱۹۵۱ کال کې خپور شوی د شلمې پېړۍ د ازادۍ غوښتونکو پرغورځنګ د مېزس اغېزه په ډېر درناوي ستایي.[۱۷][۱۸]

د مېزس خصوصي سمینار د یوې ډلې  اقتصاد پوهانو  مشري کوله. د فرېد رېک هایک او اوسکار مونګېنسټړن په ګډون يې ډېری علمي غړو له اتریش څخه متحده ایالاتو او بریتانیا ته سفر وکړ. مېزس په اتریش کې شاوخوا ۷۰ نږدې زده کوونکي لرل.[۱۹][۲۰]

ژوندلیک

د ژوند لومړي کلونه

لوډيک وون مېزس د اتریش-هنګري (اوس مهال لیوېو او اوکراین) د ګالیسیا په لېمبورګ ښار کې نړۍ ته راغی. د هغه د پلار ارتور اېډلر وون مېزس عیسوي کورنۍ په ۱۹مه پېړۍ کې اتریشي اشرافي کورنۍ ته ارتقاع وکړه (اېډلر د یو بې ځمکې اشرافي کورنۍ ښودونه کوله) او هغوی د رېل پټلۍ په جوړونه او مالي تامین کې برخه لرله. د هغه یهودۍ مور عادل (کورنی نوم یې لانډو) د اتریش په پارلمان کې د لېبرال ګوند د استازي ډاکتر یواکیم لانډو خور وه. ارتور وون مېزس په لېمبورګ کې د چېرنوېټ د رېل جوړونې له  شرکت سره د ساختماني انجنیر په توګه مېشت و.[۲۱]

مېزس په ۱۲ کلنی کې په جرمني، روسي، پولنډي او فرانسوي ژبو راونې خبرې کولې لاتیني ژبه یې لوستلی شوی او په اوکرایني ژبه پوهېده. مېزس د ریچارډ وون مېزس په نوم یو کشری ورور درلود چې یو ریاضي پوه، د وېن کړۍ غړی او د احتمالاتو نظریه ورکوونکی شو. هغه مهال چې لوډيګ او ریچارد لا ماشومان وو کورنۍ يې بېرته ویانا ته کډه شوه.[۲۲][۲۳]

مېزس په ۱۹۰۰ کال کې ویانا پوهنتون ته شامل شو، د کارل مېنګر د اثارو تر اغېز لاندې راغی. د مېزس پلار په ۱۹۰۳ کال کې ومړ. درې کاله وروسته په ۱۹۰۶ کال کې مېزس خپله دوکتورا درجه د حقوقو له پوهنځي څخه ترلاسه کړه.[۲۴][۲۵]

په اروپا کې ژوند

له ۱۹۰۴ تر ۱۹۱۴ کال پورې مېزس د اتریشي اقتصاد پوه ایوګېن وون بوم - باروک له خوا په وړاندې کېدونکو ویناوالیو کې ګډون وکړ. هغه د ۱۹۰۶ کال په فېبرورۍ کې (د حقوقو د څانګې ډاکتر) فارغ شو او د اتریش په مالي اداره کې يې د ملکي کارمند په توګه دنده پیل کړه.[۲۶]

څو میاشتې وروسته یې پرېښوده تر څو د وین په حقوقي مرکز کې د کار زده کوونکي په توګه کار وکړي. مېزس هغه مهال د اقتصاد په اړه ویناوالي پیل کړه او د ۱۹۰۹ کال په لومړیو کې د ویانا د سوداګرۍ او صنعت له خونې سره یوځای شو. مېزس د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې د جګړې څانګې د اقتصادي مشاور او د لومړۍ کرښې د پوځي افسر په توګه د اتریش هنګري په توپخونه کې خدمت وکړ.[۲۷]

مېزس د اتریش د سوداګرۍ خونې تجربه کار اقتصاد پوه و د فاشیست اتریش د رییس انګلبرټ ډولفوس اقتصادي سلاکار و. مېزس وروسته د عیسوي دیموکرات سیاستوال او د اتریش د تاج تخت مدعي  (چې په قانوني توګه په ۱۹۱۸ کال کې تر لویې جګړې وروسته له منځته تللی و) اوټو وون هابسبورګ اقتصادي سلاکار و. مېزس په ۱۹۳۴ کال کې سویزرلنډ د جینوا په موخه پرېښود، هلته هغه تر ۱۹۴۰ کال پورې د نړیوالو څېړونو د بشپړونکو زده کړو په مؤسسه کې استاد و.[۲۸]

کله چې مېزس په سویس کې و د پخوانۍ اداکارې او د فېردیناند سېرني له کونډې مارګاریت هېرزفېلډ سره یې واده وکړ. هغه د ګېتا سېرني (تاریخ‌پوهه، څېړونکې ژورنالیسته، ژباړن) مور وه.

په متحده ایالاتو کې کار

مېزس او د هغه مېرمن په ۱۹۴۰ کال کې په اروپا کې د جرمني له وړاندې تګ څخه وتښتېدل او د متحده ایالاتو نیویارک ښار ته کډوال شول، هغه د راکفېلر بنسټ په مالي مرسته متحده ایالاتو ته راغلی و. لکه د نورو کلاسیکو لېبرال پوهانو په څېر هغه هم متحده ایالاتو ته وتښتېد او د وېلیم وېلکر د بنسټ په ملاتړ یې په امریکایي پوهنتونو کې یو بست ترلاسه کړ. مېزس په نیویارک پوهنتون کې قراردادي استاد شو او له ۱۹۴۵ کال څخه یې په ۱۹۶۹ کال کې د خپل تقاعد تر مهال په دې بست کې کار وکړ، که څه هم له پوهنتون څخه يې کوم امتیاز نه ترلاسه کاوه.  د نیویارک پوهنتون د اداري پلاوي غړي سوداګر او د ازادۍ غوښتنې مبصرلارینس فرتیګ د مېزس او د هغه د کارونو مالي ملاتړ کاوه.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

مېزس د دې دورې په یوه برخه کې د اروپا د پان غورځنګ لپاره د ارزي موضوعاتو څېړنه وکړه چې مشري يې د اتریشي شړل شوي او د نیویارک پوهنتون د علمي پلاوي د یو غړي ریچارد کودنهو - کالرګي  پر غاړه وه. مېزس په ۱۹۴۷ کال کې د مونټ پلېرین ټولنې بنسټ اېښودونکی غړی و.[۳۴]

مېزس په ۱۹۶۲ کال کې په واشنګټن کې د اتریش په سفارت کې د اقتصاد لپاره د پوهې او هنر په برخه کې د اتریش نښان ترلاسه کړ.  [۳۵]

مېزس په ۸۷ کلنۍ کې له تدریس څخه تقاعد شو او په ۹۲ کلنۍ کې په نیویارک ومړ. هغه د نیویارک په هارټسډېل کې د فرنکلیف په هديره کې خاورو ته وسپارل شو. د ګرو سیټي کالج د مېزس د نه‌خپرو شویو ليکنو ۲۰۰۰۰ پانې ارشیف په‌خپل ځان کې ځای کړی. د مېزس کتابتون د مېزس له وصیت‌پاڼې سره سم د هېلزډېل کالج ته ورکړل شو. [۳۶][۳۷][۳۸]

مېزس یو وخت د ليکوال اني‌رانډ د اثارو ستاینه وکړه او عموماً يې د هغه کارونو ته د مينې په نظر کتل، خو د دوی اړيکه ناپایداره وه، د مثال په ډول د سرمایه‌دارۍ پر اخلاقي بنست د دواړو تر منځ شدید اختلاف شته و. [۳۹]

په اقتصاد کې يې ونډه او اغېزې

مېزس د کلاسیک لېبرالیزم په استازولۍ په پراخ ډول ليکنې او ويناوې وکړې. مېزس د انساني عمل په نوم په خپل لوی اثر کې د انسان‌ د چلند پوهنه د ټولنیزو علومو د ټولیز مفهوم په توګه ومنله او په اقتصاد کې يې خپله ميتودولوژيکي کړنلاړه رامنځته کړه. [۴۰]

مېزس په اقتصاد کې د نه‌لاس‌وهنې پلوی او د امپریالیست ضد و. هغه لویه جګړه د بشر په تاريخ کې د بدلون پېچومی وباله او ويې ليکل چې: «جګړه تر بل هر وخت لاډېره زیان‌رسوونکې او ګواښوونکې شوې ده، ځکه اوس له ټولو هغو پرمختللیو تخنیکونو سره ترسره کېږي چې ازاد اقتصاد رامنځته کړي. د بورژوا تمدن د شتمنۍ موندلو په موخه برېښناکوټونه او رېل پټلۍ جوړې کړې او چاودېدونکي توکي او الوتکې يې اختراع کړي دي. امپريالیزم د سولې وسايل د جګړې/ورانۍ په واک کې ورکړې. له مدرنو وسایلو سره کولی شو بشریت په اسانۍ له یوې ضربې سره محوه کړو.» [۴۱][۴۲][۴۳]

سرچينې