لویدیځه نړۍ

لویدیځه نړۍ، چې د لویدیځ په نامه هم یادیږي هغو بېلابېلو سیمو، ملتونو او دولتونو ته اطلاق کېږي چې زیاتره یې په اروپا، شمالي امریکا او استرالیا براعظم کې پراته دي. لویدیځه نړۍ د اکسېډینټ Occident (چې په لاتین ژبه کې Occidens «لمرپرېواته، لویدیځ») معنی ورکوي هم راغلی دی، چې اورینټ Orient (چې په لاتین ژبه کې ورته oriens «لمرختل، ختیځ») وایې هغه بیا د ختیځې نړۍ لپاره کارول کېږي. یعنې د ځمکې د کرې نیمايي شمالي برخه هغه هېوادونه دي چې زیاتره یې پرمختللي دي. [۱][۲]

د ځمکې د لویدیځې برخې مفهوم د لویدیځ رومان کاتولیک او ختیځ ارتودوکس د کلیساګانو تر منځ د الهیاتو، کلامي وېش او مېتودپېژندنې په برخه کې رېښه لري. لویدیځ په اصل کې همغه لویدیځ مسیحیت دی، چې له کاتولیک او پروټیسټانټ اروپا او د ارتودوکس اروپا له کلتورونو او تمدنونو سره مخالف دی، چې منځنی ختیځ او د افریقا شمال، د افریقا نیمه صحرا، سویلي اسیا، سویل ختیځه اسیا او ختیځه اسیا او د منځنیو پېړیو پخوانۍ عصري لویدیځه اروپا ته هم د ختیځ په سترګه کتل کېږي.[۳]

د شلمې پېړۍ په نیمايي کې، لویدیځ کلتور ټولې نړۍ ته د فلم، راډیو، ټلویزیون او ثبت شوې موسیقي پر مټ ورسېد او د نړیوال ترانسپورت او مخابراتو (لکه ترانس اټلانټیک کیبل او راډیوتلیفون) په عصري نړیوالتوب کې پرېکنده رول ولوباوه.

په اوسني وخت کې کله نا کله لویدیځه نړۍ اروپا او هغو سیمو ته ویل کېږي چې له ۱۵مې پېړۍ راهیسې یې زیاتره وګړي اروپايي نژاد لري. په دې لړ کې کولای شو اسټرالیا او نوی زیلانډ هم د لویدیځې نړۍ په تعریفونو کې شامل کړو: که څه هم دا هېوادونه د ختیځې نیمه کرې اړوند دي، خو دا چې په دغو سیمو کې د برتانوي کشافانو د مستعمره کولو له مهال نه تر اوسه پورې برتانوی اغېز شتون لري او په تیره بیا په ۲۰مه پېړۍ کې په زیات شمېر سره اروپایان هلته کډوال شول، نو هغوی هم له سیاسي او کلتوري اړخه لویدیځ هېوادونه بلل کېږي. [۴][۵][۶][۷]

سریزه

لویدیځ کلتور د لرغوني منځني ختیځ د ډېرو پخوانیو تمدنونو په مټ اغېزمن شوی دی، لکه فلسطین، مینان سریت، سومر، بابل او همداشان لرغونی مصر. د دې ټولو سرچینه د مدیترانې حوزه او شاوخوا سیمې دي. لرغون یونان او لرغونی روم په معمول ډول د لویدیځ د تمدن زانګو بلل کېږي. یونان پر روم باندې خورا پراخ اغېز درلود. یونان زیاتره پر فلسفې، دیموکراسي، علم، ښایست پېژندنې او همداشان د خپلو طراحیو او ودانیو د معماریو له امله زیات اغېز پرېیښی او روم بیا پر هنر، قانون، جګړې، حکومتولي، جمهوریت غوښتنې، انجینري او مذهب باندې خورا پراخ اغېز درلودلی. لویدیځ تمدن همداشان له مسیحیت سره کلک تړلی بلل کېږي (او تر یوه بریده پورې له یهودیت سره)، چې دا هم په خپل وار سره د هلنیسټي فلسفې او رومي کلتور په مټ بڼه نیسي. په معاصره دوره کې، لویدیځ کلتور په کلکه سره د رنسانس، د کشف او روښانتیا او د صنعتي او علمي انقلابونو تر اغېز لاندې راغی. په ۱۵ او ۲۰ پېړیو کې د ځینو لویدیځو ځواکونو له خوا د پراخ امپریالیزم، استعمار او مسیحیت له لارې او بیا وروسته د پراخ کلتور په صادرولو سره،  د نړۍ زیاتره سیمې په پراخه کچه د لویدیځ تر کلتور لاندې راغلې، کوم چې دې پدیدې ته یې د لویدیځتوب (غربي سازي) کلیمه هم کاروله. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د وخت په تیریدو سره، د لویدیځ سترواکیو لومړی ختیځ او لویدیځ ته وغځیدې تر څو د مدیتراني او تورې بحیرې په څنډو کې پراته هېوادونو فتح او ځان ته را جذب کړي. وروسته، دوی د مدیتراني د سمندر شمال ته پسې پراخې شوې تر څو لویدیځ، مرکزي او سویل ختیځه اروپا هم تر واک لاندې ولري. د ایرلنډ مسیحي کول (۵مه پېړۍ)، د سکاندیناویا مسیحي کول (ډنمارک، ناروي او سویډن په ۱۲ مه پېړۍ کې) او د لیتوانیا په مسیحي کولو سره (په ۱۴مه پېړۍ کې) د نن ورځې د اروپايي قلمرو ټولې برخې په لویدیځ تمدن کې را شاملې شوي.

تاریخ لیکونکي، لکه کارول کویګلي د «تمدنونو په تکامل» کې پر دې باور دی چې د لویدیځ تمدن له میلاد نه ۵۰۰ کاله وروسته یعنې د لویدیځ روم د سترواکۍ له بشپړ ماتې وروسته رامنځته شو او په دې سره یې د نویو ایډیاګانو د غوړیدو لپاره تشه رامنځته کړه، چې په کلاسیک ټولنو کې دا کار ناشونی و. په دواړو برخو کې، یعنې د لویدیځ روم د سترواکۍ په سقوط او رنسانس سره، لویدیځ (یا هغه سیمې چې وروسته د لویدیځ په کلتوري مرکز واوښتې) لومړی یې د پام وړ انحطاط دوره تجربه کړه او بیا وروسته یې مجدده سازګارتیا، مجدده جهت ګیري او د موادو، تکنالوژي او سیاست د پام وړ پرمختګ تر لاسه کړه. دغې ټولې زریزې ته د منځنیو پېړیو په سترګو کتل کېږي، چې لومړۍ برخې ته یې «توره پېړۍ» ویل کېږي، چې په دې دوره کې رنسانس رامنځته شو.  [۱۵][۱۶]

د لرغونې لویدیځې نړۍ پوهه په دغه دوره کې د ختیځ روم د سترواکۍ د پایښت او د کاتولیک کلیسا په معرفي کېدو سره وساتل شوه. همداشان د عربانو له خوا د لرغوني یونان-روم په وارداتو او د عربانو له لارې له هند او چین څخه اروپا ته د نوي تکنالوژۍ په راوړلو سره دا لا پراخ شو. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د رنسانس له وخت راهیسې، لویدیځ د لرغوني یونان او روم او اسلامي نړۍ نه هم د دویم کرهڼيز، سوداګریز، علمي او صنعتي انقلاب (د عصري بانکوالۍ) په مټ وکولای شول چې په دغو برخو کې پر مخ ولاړ شي. لویدیځ د ۱۸مې پېړۍ د روښانتیا په عصر سره لا وکولای شول چې پرمختګ وکړي او د اکتشاف په عصر کې یې د لویدیځې او مرکزي اروپا د سترواکیو په تېره بیا په ټوله نړۍ کې یې د اتلسمې او نوولسمې پېړۍ د استعماري سترواکیو په جوړولو سره لا پراختیا ومونده. دا پراختیا په بې شمېره توګه د کاتولیک مبلغانو سره مل وه، چا چې غوښتل د مسیحیت دین ته تبلیغ وکړي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

لویدیځ/اروپايي کلتور

د «لویدیځ کلتور» اصطلاح په پراخه توګه د ټولنیزو نورمونو میراث، اخلاقي ارزښتونو، دودیزو رواجونو، مذهبي عقایدو، سیاسي نظامونو او مشخص مصنوعاتو او تکنالوژیو ته د اشارې کولو لپاره کارول کېږي.

په ځانګړې توګه لویدیځ کلتور ښايي د دې متضمن وي چې: 

  • د انجیل د کتاب مسیحي کلتوري اغېز پر معنوی تفکر، دودونو، قوانینو، زده کړو، هنر، ادبیاتو او له کلاسیک عصر وروسته پر نژادي او اخلاقي دودونو باندې.[۲۶][۲۷][۲۸]
  • د اروپايي کلتور اغیزې پر هنري، موسیقايي، فولکلوري، اخلاقي او شفاهي دودونو، د کومو چې موضوعګانې د رومانتیسیزم په مټ لا پسې پراخې شوي دي.
  • د کلاسیک یونان-روم او رنسانس کلتوري اغېز پر هنري، فلسفي، ادبي او حقوقي موضوعګانو او دودونو باندې، د کډوالۍ د دورې کلتوري ټولنیزې اغېزې او د سلتیک، ژرمانیک، سلاویک او نورو قومي ډلو میراث او همداشان د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې د عقل پالنې دود چې د هلنیسټي فلسفې، سکولاسټيک پالنې، اومانیزم رنسانس، علمي انقلاب او روښانتیا له لارې یې پراختیا موندلې ده.

سرچینې