نفتي ککړتیا

نفتي ککړتیا د انسان د فعالیت په پایله کې چاپېریال په ځانګړي ډول سمندري ایکوسیستم ته د یوه مایع نفتي هایدرو کاربن خپرېدو ته ویل کېږي چې دا د ککړتیا یو ډول دی. دا اصطلاح معمولاً د تېلو سمندري ککړتیا ته ویل کېږي او دا هغه ځای دی چې تېل په سمندر یا ساحلي اوبو کې خوشي کېږي، خو ښايي د تېلو دغه ډول خوشي کېدنه په ځمکه کې هم رامنځته شي. د نفتو یا تېلو د ککړتیا لامل ښايي له ټانکرونو، په ساحل کې له پېټرول موندونکو ماشینونو، د برمه کولو له تجهیزاتو او د تېلو له څاګانو څخه د تېلو خوشي کېدل وي؛ همداراز د تېلو په تصفیه ځایونو کې د خامو تېلو (پېټرولو او ډيزلو) تولیدات او دغه راز د هغو جانبي تولیدات، هغه ټینګ تېل چې سترې بېړۍ يې کاروي او یا هم د نورو تېلو ضایعات یې هم لاملونه کېدای شي.

نفتي ککړتیا د مرغانو د بڼکو جوړښت او د تي لرونکو حیواناتو څرمنو ته نفوذ کوي او د عایق‌والي وړتیا یې را ټيټوي، د تودوخې د نوساناتو په مقابل کې یې کمزوري کوي او په اوبو کې لږه لامبو وهلی شي. د نفتي ککړتیا پاکول ستونزمن دي او په ډېرو عواملو پورې اړه لري چې د تویې شوو تېلو ډول، د اوبو د تودوخې درجه (چې پر بړاس او د ژوندیو موجوداتو پر تخریب اغېز کوي) او د ساحلي څنډو ډولونه او سواحل په کې شامل دي. د نفتي ککړتیاوو پاکول ښايي اونۍ، میاشتې او ان کلونه وخت ونیسي.[۱][۲]

نفتي ککړتیا ټولنې ته له اقتصادي، چاپېریالي او ټولنیز پلوه ناوړه پایلې لرلای شي. د نفتي ککړتیا پېښې د رسنیو د ډېر پام او سیاسي غوغا لامل شوې دي او له همدې امله ډېر خلک نفتي ککړتیا ته د حکومت د غبرګون او د دغې ککړتیا د مخنیوي لپاره د اقداماتو په اړه په یوه سیاسي مبارزه کې سره راټول شوي دي.[۳]

لویې نفتي ککړتیاوې

د خامو نفتو او تصفیه شویو سون‌توکو د وړونکو بېړیو د پېښو یا ټکرونو له امله په الاسکا، مکسیکو خلیج، ګالاپاګوس ټاپوګانو، فرانسه، سونډاربانس، اوګونیلنډ او ډېرو نورو ځایونو کې زیانمنېدونکو یا نازکو ایکوسیستمونو ته زیانونه اړولي دي. د ټکرونو یا پېښو پر مهال تویې شوي تېل له څو سوو ټنو نیولې ان تر څو لکه ټنو پورې بېلابېل دي. کوچنیو نفتي ککړتیاوو مخکې له مخکې ثابته کړې ده چې پر ایکوسیسمتونو زیات اغېز لري، د بېلګې په توګه د اېکسون والډېز (Exxon Valdez) نفتي ککړتیا چې لامل یې هم د ساحې لرې‌والی یا هم د چاپېریال ساتنې د بېړني غبرګون ستونزې وې.[۴][۵]

له ۲۰۰۴ کال راهیسې د لویزیانا له ساحل ۱۲ مایله لرې د تېلو د تولید له ځایه هره ورځ له ۳۰۰ تر ۷۰۰ بېرله تېل لیک کېږي یا تویېږي. د تېلو ککړتیا چې د یوویشتمې پېړۍ په اوږدو کې یې د دوام وړاندوېینه کېږي، بالاخره به د «بي پي ډيپ‌واټر هاریزن» هغه غمیزه شاته پرېږدي چې په ۲۰۱۰ کال کې پېښه شوې وه، خو لا هم د ډېرو هغو څاه‌ګانو د کنترول لپاره هېڅ هڅې نشته چې لیکۍ لري.[۶]

د تېلو سمندري ککړتیا د ځمکې په پرتله ډېره زیانمنوونکې ده، ځکه چې د تېلو په یوه نازکه ښویه سطحه کې سلګونه سمندري مایلونه خپرولی شي او له دې امله ښايي ساحلونه د تېلو په یوه نازک پوښ وپوښل شي. دغه چاره ښايي هغه سمندري الوتونکي، تي لرونکي حیوانات، کلک پوست لرونکي حیوانات او نور ژوندي موجودات ووژني چې  په دغه پوښ پوښل شوي وي. په ځمکه کې د تېلو ککړتیاوې په اسانۍ سره د کنترول وړ دي، خو په دې شرط چې د نفتي ککړتیا د ځای په شاوخوا کې د بولدوزر په مرسته د خاورو لنډمهالی بند جوړ شي او د وچې حیوانات په اسانۍ سره د تېلو له ککړتیا ځانونه وژغوري.

پر انسانانو اغېز

نفتي ککړتیا د اور لګېدنې خطر لري. د کویټ د تېلو اورلګېدنه د هوا د ککړتیا لامل شوه چې تنفسي ستونزې یې جوړې کړې. د مکسیکو په خلیج کې د تېلو په تولید ځای کې چادونې یوولس کاریګر ووژل. د لاک میګانټیک په رېل پټلۍ کې د اور لګېدنې له امله چې په پایله کې یې رېل له کرښې ووت، ۴۷ تنه ووژل او د ښار مرکز یې نیمايي ویجاړ کړ.[۷][۸]

د تېلو تويېدنه د څښاک د اوبو سرچینې هم ککړولی شي. د بېلګې په توګه په ۲۰۱۳ کال کې د تېلو دوو بېلابېلو تویېدنو د مالیزیا په میري ښار کې د ۳۰۰۰۰۰ کسانو لپاره او د اکواډور په کوکا ښار کې د ۸۰۰۰۰ کسانو لپاره د اوبو سرچینې ککړې کړې. په ۲۰۰۰ کال کې د کنټاکي په کلارک ایالت کې د تېلو د تویېدو له امله چینې ککړې شوې.[۹][۱۰][۱۱]

ککړتیا د سیاحت او سمندري سرچینو د استخراج پر صنعت اقتصادي اغېز کولی شي. د بېلګې په توګه د ډيپ‌واټر هاریزن د تېلو تویېدنې پر ساحلي سیاحت او هلته پر کب نیونه اغېز وکړ او مسؤل لوري اړ شول چې اقتصادي قربانیانو ته تاوان یا غرامت ورکړي.

چاپېریالي اغېزې

هغه ګواښ چې مرغانو، کبانو، د اوبو ژویو او سخت پوستانو ته د تېلو د خپرېدو له امله پېښېده، په ۱۹۲۰مه لسیزه کې په انګلستان کې د هغو څېړنو په پایله کې تشخیص شو چې په یارکشایر ایالت کې وشوې. دا موضوع په ۱۹۷۴ کال کې د متحدو ایالتونو د علومو اکاډمۍ له‌خوا په خپره شوې علمي مقاله کې هم وڅېړل شوه چې پر کبانو، سخت پوستانو او نرم پوستانو د دغې ککړتیا پر اغېزو يې تمرکز درلود. دا مقاله یوازې سل کاپۍ چاپ شوې وه او نابشپړه یا ډرفټ لیکنه بلل شوې وه چې د استناد وړ نه وه.[۱۲][۱۳]

په ټولیز ډول نفتي ککړتیا په دوو ډولونو پر حیواناتو او نباتاتو اغېز کوي: په مستقیم ډول له تېلو څخه او د نفتي ککړتیا ته د غبرګون یا هم د پاکولو د پروسې له لارې. په اوبلن چاپېریال کې د تېلو د اندازې او پر بېلابېلو ژوندیو موجوداتو یې د احتمالي اغېز تر منځ هېڅ روښانه اړیکه نشته. په نامناسب وخت یا نامناسب موسم او حساس چاپېریال کې کوچنۍ ککړتیا ښايي په هماغه یا بل چاپېریال کې د کال په یوه بل وخت کې تر لویې ککړتیا ډېره مضره وي. نفتي ککړتیا د الوتونکو مرغانو بڼکو او د تي لرونکو حیواناتو څرمنو ته نفوذ کوي او د عایق‌والي وړتیا یې را ټيټوي، د تودوخې د نوساناتو په مقابل کې یې کمزوري کوي او په اوبو کې یې د لامبو وهلو وړتیا کموي.[۱۴][۱۵][۱۶]

هغه حیوانات چې خپل بچیان یا میندې د بوی په مرسته پیدا کوي، هغوی د تېلو د ډېر بوی له امله دا کار نه شي کولی. دا ستونزه د دې لامل کېږي چې بچیان یې ورک شي او د لوږې له امله مړه شي. تېل ښايي د مرغانو پر الوتنو اغېز وکړي او د خوړو له موندلو او یا له ښکاریانو څخه د تښتېدو مخنیوی یې وکړي. الوتونکي ښايي د خپل ځان د پاکولو پر مهال هغه تېل وخوري چې د دوی په بڼکو کې دي، د هاضمې جریان خرابوي، د ځیګر فعالیت بدلوي او پښتورګو ته زیان رسوي. کله چې د خوړو د پلټلو لپاره د دوی ظرفیت کم شي، دغه چاره یې په وجود کې د اوبو د کموالي او میتابولیک توازن د نشتون لامل کېږي. هغه الوتونکي چې د تېلو له ککړتیا سره مخ کېږي، په هورمونونو کې یې بدلونونه پېښېږي، مثلاً په لوتینایزنګ پروتین کې یې بدلونونه راځي. ډېری هغه الوتونکي چې نفتي ککړتیا یې اغېزمنوي، د انسانانو له مداخلې پرته د تېلو د جانبي عوارضو له امله مړه کېږي. کوم الوتونکي چې په تېلو لړلي وي، څېړنو ښودلې چې حتا تر پاکولو وروسته هم څه کم یو سلنه ایله ژوندي پاتې کېږي، که څه هم د ژوندي پاتې کېدو کچه له نوي سلنې هم لوړېدای شي. د نفتي ککړتیا پېښو لږ تر لږه له ۱۹۲۰مې لسیزې راهیسې پر سمندري الوتونکو اغېز کړی او په ۱۹۳۰مه لسیزه کې د یوې نړیوالې ستونزې په توګه پېژندل شوې ده.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

هغه سمندري تي لرونکي حیوانات چې کلکې څرمنې لري او د تېلو له ککړتیا سره مخ دي، هم په ورته ډولونو اغېزمنېږي. تېل د سمندري سګ لاووګانو یا سمندري پيشوګانو او سمندري سپیو پوست پوښي او عایق‌والی یې کموي چې په پایله کې یې د بدن په تودوخه کې بدلونونه راځي او د هایپوترمیا یا یخ وهلو لامل کېږي. تېل حیوانات ړندولی شي او د خپل ځان له دفاع څخه یې بې برخې کوي. د تېلو خوړل په بدن کې د اوبو د کمښت او د هاضمې سیستم د ګډوډۍ لامل کېږي. حیوانات ښايي مسموم شي او ځيګر او پښتورګو ته د تېلو ننوتل یې د مړینې لامل کېږي.

له دې سره سره، د تېلو ککړتیا ښايي د هوا کیفیت ته زیان ورسوي. په خامو تېلو کې موجود کیمیاوي مواد تر ډېره هایدرو کاربنونه دي چې د بینزین، تولیون، پولي-اروماتیک هایدروکاربن او اکسیجن شويو پولي سایکلیک اروماتیک هایدروکاربونونو په څېر زهرجن کیمیاوي توکي لري. دا کیمیاوي توکي انسانانو ته د تنفس پر مهال ناوړه روغتیایي اغېزې لرلی شي. پر دې سربېره، دا کیمیاوي توکي په اتوموسفیر کې د اکسیډانټ په مرسته اکسیډایز کېدای شي تر څو په اتوموسفیر کې تر بړاس کولو وروسته کوچني ذرات جوړ کړي. دا ذرات سږو ته ننوتلی شي او زهرجن کیمیاوي توکي د انسان بدن ته رسوي. د سطحي تېلو سوځول هم د دود د ذراتو په څېر ککړتیا رامنځته کولی شي.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې