نیکولاس سرکوزي

نیکولاس پاول ستیفېن سرکوزي دي ناجي بوسکا (چې د ۱۹۵۵ز کال د جنوري په ۲۸ زېږېدلی) یو فرانسوي سیاستوال دی، چې د ۲۰۰۷ ز کال د مې له ۱۶ نېټې نه د ۲۰۱۲ ز کال د مې تر ۱۵ نېټې پورې یې د فرانسې د ولسمشر په توګه خدمت کړی دی.

نیکولاس سرکوزي
نیکولاس سرکوزي
نیکولاس سرکوزي

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت۲۸ جنوري ۱۹۵۵[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
پاريس [۱۰]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت فرانسه   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهبعيسويت [۱۱]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند
ښځه
اولاد
پلار
مور
خور/ورور
واک
د فرانسې ولسمشر   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۱۶ مې ۲۰۰۷  – ۱۵ مې ۲۰۱۲ 
ٖژاک شیراک  
فرانسوا هولانډ  
عملي ژوند
تعلیم
کار/مسلک
مورنۍ ژبهفرانسوي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)فرانسوي [۱۶][۱۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګهسياست [۱۸]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
الزامات
لاسليک
نیکولاس سرکوزي
نیکولاس سرکوزي

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بلاگhttp://www.sarkozy.fr  د (P1581) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

نوموړي چې په پاریس کې نړۍ ته سترګې خلاصې کړې دي،  نیم نسب یې هنګري، یو پر څلورمه نسب یې یوناني یهود او پاتې یو پر څلورمه نسب یې له فرانسوي نژاد نه دی. هغه د ۱۹۸۳ ز کال نه تر ۲۰۰۲ ز کال پورې د نیویلی سور سین ښاروال او د فرانسوا میتراند د دویمې دورې د و لسمشرې په اوږدو کې د لومړي وزیر اېدوارډ بالادور (۱۹۹۳ – ۱۹۹۵ز) تر واک لاندې یې د بودیجې د وزیر په توګه دنده ترسره کړه. نوموړي د ژاک شیراک د دویمې ولسمشرۍ په دوره کې د کورنیو چارو وزیر او د مالیې وزیر په توګه دنده ترسره کړه او د ۲۰۰۴ ز کال نه تر ۲۰۰۷ ز کال پورې دولسي خوځښت لپاره د یووالي ګوند مشر و.  

سرکوزي د فرانسې د ۲۰۰۷ ز کال ولسمشریزې ټاکنې د ۴۶.۹٪ پر وړاندې د ۵۳.۱٪  په توپیر د سوسیالیست سیګولین رویال نه وګټلې.  هغه د ۲۰۰۷ز – ۲۰۰۸ز کلونوله مالي ناورین سره د خپلې دورې په اوږدو کې لاس او ګرېوان شو چې ( د رکود او د اروپا د زون د پور ناورین)، د روسیې - ګرجستان د جګړې (چې په هغه نوموړي د اوربند لپاره منځکړيتوب اکوه) او د عربو د پسرلي (په ځانګړې توګه په تونس، لیبیا، او سوریه) لامل شو.  هغه په ۲۰۰۷ ز کال کې د فرانسوي پوهنتونونو اصلاحات او په ۲۰۱۰ ز کال کې د  د تقاعد اصلاحات په لاره واچول. هغه په ۲۰۰۸ ز کال د ایټالیا - فرانسوي سندرغاړې او سندر لیکونکې کارلا بروني سره د پاریس په ایلیسی ماڼۍ کې واده وکړ.

د سوسیالست ګوند نوماند فرانسوا اولاند د ۲۰۱۲ ز کال په ټاکنو کې د ۳.۲ سلنه رایو په توپیر سرکوزي ته ماتې ورکړه. سرکوزي د ولسمشرۍ له دفتر نه له وتلو وروسته، ژمنه وکړه چې د سیاسي ژوند نه ګوښه کېږي، خو په ۲۰۱۴ ز کال کې بېرته راستون شو او  د ولسي خوځښت لپاره د یووالي ګوند د مشر په توګه وټاکل شو (چې په ۲۰۱۵ ز کال کې یې نوم جمهوري غوښتونکي ته بدلون وکړ). په ۲۰۱۶ ز کال کې د جمهوري غوښتونکو د ولسمشرۍ لپاره په لومړنیو ټآکنو کې له ماتې وروسته، هغه له سیاسي ژوند نه ګوښه شو. نوموړی د فرانسوي څارنوالانو له خوا په دوو قضیو کې، په ځانګړې توګه د فرانسې د ۲۰۰۷ ز کال په ټاکنو کې د لیبیا د مداخلې په اړه په فساد پړ وګڼل شو. سرکوزي په ۲۰۲۱ ز کال کې په فساد تورن شو او په درې کاله بند محکوم شو، دوه یې وځنډول شول او یو کال یې په زندان کې شو، خو هغه د حکم پر وړاندې د استیناف غوښتنه وکړه.  

شخصي ژوند

د کورنۍ مخینه(شالید)

سرکوزي په پاریس کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، پلار یې پال اېستوان اېرنو سرکوزي دي ناجي-بوسکا (د ۱۹۲۸ ز کال د مې په ۵ زېږېدلی) چې یو هنګري پروتستانت اشراف زاده و او مور یې اندري جین دادو مالا (د ۱۹۲۵ز  کال د اکتوبر له ۱۲ – د ۲۰۱۷ ز کال د ډسمبر تر ۱۲) وه چې د نوموړې یوناني یهود پلار کاتولیک دین ته اوښتی و، ترڅو د سرکوزي د فرانسوي کاتولیکې مورنۍ انا سره واده وکړي. هغوی د پاریس په ۱۷مه سیمه کې د سنټ فرانسوا دی سېلز په کلیسا کې، د ۱۹۵۰ ز کال د فبروري په ۸ مه نېټه واده وکړ او په ۱۹۵۹ ز کال جلا شول. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د ژوند لومړي کلونه

د سرکوزي پلار، د هغه د ماشومتوب په اوږدو کې د خبرتیاوو شخصي شرکت تاسیس کړ او شتمني یې ترلاسه کړه. د هغه کورنۍ د پاریس په ۱۷مه سیمه کې د سرکوزي د نیکه، بنېډېکټ مالا په کلا کې اوسېدل. وروسته هغوی نیولی-سور-سین ته لاړل چې د پاریس په لوېدیځ کې د اییل-دی-فرانس په سیمه کې له بډایه ټولنو نه وه. د سرکوزي په وینا: د هغه سخت درېځه د شارل دو ګول پلوي نیکه د هغه د پلار، چې سرکوزي لږ لیده، په پرتله په نوموړي باندې ډېر اغېز درلود. سرکوزي د کاتولیک دین د پیرو په توګه لوی شو.[۲۶]

سرکوزي څرګندوي چې: د پلار له خوا د نوموړي پریښودلو له هغه نه داسې څه جوړ کړل چې نن ورځ دی. هغه دا هم ویلي دي چې، په لومړیو کلونو کې هغه د خپلو شتمنو او لوړو ټولګیوالو په پرتله د ټيټتوب احساس کاوه. هغه وروسته وویل: "هغه څه چې زه اوس یم، د ټولو هغو اهانتونو ټولګه ده، چې زه په ماشومتوب کې ورسره لاس او ګریوان وم". [۲۷][۲۸]

زده کړې

سرکوزي د پاریس په اتمه ناحیه کې د چپتال د لېسې تر نوم لاندې په یوه غوره عامه منځنۍ او عالي ښوونځي کې په زدکړه پیل وکړ، چې په دې ځای کې نوموړي په ​​شپږم ټولګي کې ناکام شو. وروسته د هغه کورنۍ نوموړی د سینټ لوئس ډی مونسیو کورس ته ولېږه، چې په ۱۷ سیمه کې یو شخصي کاتولیک ښوونځي و او په دې ځای کې هغه د یوه منځنۍ کچې ​​زده کوونکي په توګه ګڼل کېده، خو له دې سره، نوموړي هلته په ۱۹۷۳ ز کال کې خپله بکلوریا ترلاسه کړه. [۲۸]

سرکوزي د پاریس په نانتر پوهنتون کې په زدکړو پیل وکړ، چې هلته نوموړي په خصوصي حقوقو کې ماسټري ترلاسه کړه او وروسته یې د سوداګرۍ د قانون په برخه کې د پرمختللو زدکړو ماسټري لاس ته راوړه. د پاریس نانتر پوهنتون د می د ۶۸ (د ۱۹۶۸ ز کال د مې د میاشتې) د زده کوونکو د غورځنګ د پیل ځای و او لاهم د کیڼ اړخو زده کوونکو لوی مرکز ګڼل کېده. سرکوزي چې د یوه خاموش زده کونکي په توګه پېژندل کېده، ډېر ژر د ښي اړخه زده کوونکو له خوځښت سره یوځای شو، چې په هغه کې ډېر کارنده څرګند شو. [۲۹]

سرکوزي له پوهنتون نه تر فراغت وروسته، د پاریس د سیاسي زدکړو انستیتیوت ته ولاړ، چې نوموړي هلته د ۱۹۷۹ او ۱۹۸۱ ز کلونو تر منځ زده کړې وکړې، خو د انګلیسي ژبې د ټیټې وړتیا له امله فارغ نه شو. [۳۰][۳۱]

د مدافع وکیلانو د زده کړو نه وروسته، سرکوزي مدافع وکیل شو چې د سوداګرۍ او کورنۍ قانون په برخه کې یې تخصص ترلاسه کړ او د سېلویو برلسکاني د فرانسوي وکیلانو له ډلګې نه و.[۳۲][۳۳][۳۴]

ودونه

ماري ډومینیک کولیولي

سرکوزي له خپلې لومړۍ مېرمنې ماري ډومینیک کولیولي سره د ۱۹۸۲ ز کال د سپتمبر په ۲۳ نېټه واده وکړ. د هغې پلار چې د ویکو اوسېدونکی و (د کورسیکا د اجاکیو په شمال کې یو کلي) یو فارمسست و او اکیل پیریټي د هغې تره و، چې د ۱۹۴۷ ز کال نه تر ۱۹۸۳ ز کال پورې د نیویلی سور سیین ښاروال او د سرکوزي سیاسي لارښود و. دوی دوه زامن درلودل، پییر (چې په ۱۹۸۵ز کال کې زیږېدلی) چې اوس د هپ هاپ سندرو تولید کوونکی دی، او جین (چې په ۱۹۸۶ کال کې زیږېدلی) اوس د نیویلی-سور-سین په ښار کې، چې سرکوزي خپل سیاسي ژوند پیل کړ، یو ځایی سیاستوال دی. د سرکوزي تر ټولو غوره ملګری د ښي اړخو مشهور سیاستوال چارلس پاسکوا و، چې وروسته یې سیاسي مخالف شو. سرکوزي له څو کلونو جلا کیدو وروسته، کولیولي ته په ۱۹۹۶ ز کال کې طلاق ورکړ. [۳۵][۳۶]

سیسیلیا سیګانر-البینیز

سرکوزي د نیویلی-سور-سین د ښاروال په توګه، د فیشن ماډلې او د عامه اړیکو پخوانی اجرائیوي مدېرې سیسیلیا سیګنر-البینز (د سندرو جوړوونکي اسحاق البنیز لویه لمسۍ او د مولدوي وګړي لور) سره هغه وخت ولیدل، چې نوموړي د تلویزیون کوربه، ژاک مارتین، سره د هغې د واده مراسم پر مخ یووړل. نوموړې په ۱۹۸۸ ز کال کې، د سرکوزي لپاره خپل مېړه پرېښود او یو کال وروسته یې طلاق واخیست. هغې او سرکوزي د ۱۹۹۶ ز کال د اکتوبر په میاشت کې د شاهدانو مارتین بویګز او برنارد ارنولت پر وړاندې واده وکړ. دوی د لویز په نوم یو زوی لري، چې د ۱۹۹۷ ز کال د اپریل په ۲۳ مه زیږېدلی دی. [۳۷][۳۸]

نوموړې جوړه، د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۵ ز کلونو ترمنځ، زیاتره په عامه غونډو کې را څرګندېده، چې سیسیلیا سرکوزي له خپل مېړه سره د مشرې همکارې په توګه کار کاوه، خو د ۲۰۰۵ ز کال د مې په میاشت کې د سویس ورځپاڼې لي ماتین څرګنده کړه چې: هغې د فرانسوي - مراکشي تابعیت لرونکي ریچارډ اتیاس لپاره، چې په نیویارک کې د پبلیسیز کمپنۍ مشر دی، سرکوزي پرېښی دی. په لي ماتین کې نور شخصي تورونه هم وو، چې د دې لامل شو، چې سرکوزي په ورځپاڼه دعوه وکړي. په ورته وخت کې، ویل کېدل چې: نوموړی د لي فیګارو ورځپاڼې له یوې خبریالې این فولډا سره اړیکې درلودې. [۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

په پایله کې د ولسمشر په توګه د سرکوزي له ټاکل کېدو وروسته، نوموړي په سملاسي توګه سیسیلیا ته د ۲۰۰۷ ز کال کال د اکتوبر په ۱۵ طلاق ورکړ.[۴۳]

کارلا بروني

تر یوې میاشتې لږ له سیسیلیا نه د جلا کېدو وروسته، سرکوزي له ایټالوۍ زېږیدلې سندرغاړې، سندرلیکونکې او پخوانۍ فیشن ماډلې کارلا بروني سره د ماښام د ډوډۍ په یوه محفل کې ولیدل او ډیر ژر یې له هغې سره اړیکه ونیوله. دوی د پاریس په ایلیسي ماڼۍ کې د ۲۰۰۸ ز کال د فبروري په ۲ مه نېټه واده وکړ.[۴۴][۴۵]

دا جوړه د جولیا په نوم یوه لور لري چې د ۲۰۱۱ ز کال د اکتوبر په ۱۹ مه زیږېدلې ده. دا لومړی ځل و چې د فرانسې ولسمشر د دندې پر مهال د خدمت په دوره کې ماشوم زېږوي. [۴۶][۴۷]

شخصي شتمني

د اساسي قانون شورا ته سرکوزي د ۲ میلیونه یورو په ارزښت شتمني څرګنده کړه، چې ډېری شتمنۍ یې د ژوند د بیمې د پالیسیو په بڼه کې وه. د فرانسې د ولسمشر په توګه د نوموړي لومړی ګام دا و چې خپل ځان ته یې معاش لوړ کړ: چې کلنی معاش یې له ۱۰۱۰۰  یورو نه ۲۴۰۰۰ یورو ته لوړ کړ، چې د نورو اروپایی چارواکو سره په انډول کې دی. نوموړی د ښاروال، د پارلمان د غړي او د ولسمشر په توګه د تقاعد حقوق لري.  [۴۸][۴۹]

سرچینې