ويکيپېډيا:بيوروکراټ

بيوروکراټ

بيوروکراټان چې په ټولګړي ډول د مسؤل په نامه سره هم يادېږي؛ د بيوروکريټ جمع حالت دی. دا د ويکيپېډيا هغه کارنان دي چې د ځينو تخنيکي اوزارونو د اسانتياوو واک ورکړ شوی او د ويکيپېډيا په سمبالښت کې خپله څرګنده ونډه لري. د ساري په توګه پازوالان کولای شي چې يو مخ د پرله پسې سمونونو پر وړاندې د نورو کارکوونکو نه وژغوري. دوي د ويکيپېډيا د يوه مخ د ړنګولو د واک تر څنګ يو کارکوونکي باندې د سمولو او ايډېټ کولو بنديز لګولای او يا هم بنديز لرې کولای شي. بيوروکراټان هم د پازوال په څېر يو عام غړی وي خو لږ کارونه هغه د پازوال نه زيات کولای شي. هغه واکونه او کارونه دا دې:

  1. بیوروکراټ يو عام کارن په پازوال بدلولای شې.
  2. د ايمپورټر نه امپورټ حق واپس اخيستلای شي.
  3. د کارن نوم بدلول.
  4. روباټ نه خپلکاری کارن جوړول.

دم مهال په پښتو ويکيپېډيا کې بيوروکراټان

اوسمهال پښتو ويکيپېډيا هيڅ بيوروکراټ نه لري

آيا د نورو بيوروکراټانو ضرورت شته؟

اوس هېڅ بېروکراټ نشته نو ځکه يې ضرورت هم شته!

ولې؟

بيوروکراټ کولی شي چې د نورو کارنانو تر مينځ د رهبرۍ او پازوالۍ د وړتياو ليدو سره سم هغه کس پازوال وټاکي. او د پازوالۍ تر ټاکلو وروسته به د بيوروکراټ مرستيال او په نورو کارنانو نظر ساتي چې ورانکاري، بې بندوباره انځورونه او نور تاواني مقالې خپرې نه کړي. نو په همدې سبب د يو څخه د ډېرو پازوالانو اړتيا شته.

څوک بايد وي؟

هر هغه چا کې چې دا لانديني خاصيتونه موجود وي:

  1. انسان وي.
  2. پښتون وي.
  3. له هر ډول مذهبي، سياسي آيډيولوژيکي (ايزمونو) افکارو څخه پاک وي.
  4. د پښتو ژبې وده او پرمختګ يې مرام وي.
  5. په هر ډګر کې د پښتو ژبې او پښتنو په دفاع کې ولاړ وي.
  6. قاطع او پرېکنده نظر ولري.
  7. د رهبرئ او لارښوونې وړتيا ولري.
  8. د نورو سره همکارۍ او مرستې ته ژمن وي.
  9. د يوې او کره پښتو معياري ژبې د پرمختګ لپاره کار ته تيار وي.
  10. پښتو ژبه يې سمه زده وي او ګړدودونه او سيمه پالنې و نه کړي.
  11. د ډېرو رايو د ګټلو سره دې وټاکل شي.

ملاتړ او دلايل

مخالفت او دلايل

د کوم معيار له مخې بايد وټاکل شي؟

  1. د بيوروکراټ د ټاکلو لپاره بايد لانديني معيارونه په پام کې ونيول شي.
  2. يو بيوروکراټ بايد د پښتو ويکيپېډيا د پازوالانو له ډلې څخه وګومارل شي.
  3. يو بيوروکراټ بايد له کلونو کلونو څخه د پښتو ويکيپېډيا لپاره کار کړی وي.
  4. يو بيوروکراټ بايد له ۶۰۰۰ څخه ډېرې سمونې ترسره کړې وي.
  5. يو بيوروکراټ بايد پښتون وي.
  6. يو بيوروکراټ بايد د ويکيپېډيا په کوډونو بلد وي.
  7. يو بيوروکراټ بايد د رايو له مخې وټاکل شي.
  8. يو بيوروکراټ بايد بې پرې او غيرجانبدار وي.
  9. د نورو کارنانو سره اخلاقي چلند وکړي او د ستونزې پرمهال د هغوی مرسته وکړي.
  10. د بيوروکراټ جوړېدلو دپاره ډېر د  ملاتړ ووټونه واخلي.

ملاتړ او دلايل

مخالفت او دلايل

بايد کومې لاسته راوړنې ولري؟

  1. يو بيوروکراټ بايد له ۶۰۰۰ څخه ډېرې سمونې ترسره کړې وي.
  2. لږ تر لږه پښتو ويکيپېډيا کې ۵۰۰ ليکنې يا ژباړې ولري.