وېلیم لیان مېکنزي کېنګ

وېلیم ليان مېکنزي کېنګ د مېریت /OM  (دا هغه نښان دی چې د غوره خدماتو لپاره یو کس ته ورکول کېږي) او CMG  (په بریتانیا کې د زړورتیا تر ټولو لوړ نښان) ګټونکی او د PC (د کاناډا لپاره د ملکې ځانګړې شورا) غړی، د ۱۸۷۴ ز کال د ډېسمبر په ۱۷ مه زېږېدلی او د ۱۹۵۰ ز کال د جولای په ۲۲مه مړ شوی، یو کاناډایي واکمن او سیاستوال، چې د ۱۹۲۱ ز کال څخه تر ۱۹۲۶، له ۱۹۲۶ څخه تر ۱۹۳۰ ز کال او له ۱۹۳۵ څخه تر ۱۹۴۸ ز کال پورې يې په درېیو غیر متوالي دورو کې د کاناډا د لسم لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ. هغه یو لېبرال و چې د ۱۹۲۰ ز لسیزې له لومړیو څخه د ۱۹۴۰ ز لسیزې تر وروستیو پورې په کاناډا کې یو مخکښ سیاستوال و. کېنګ د لوی رکود او دويمې نړیوالې جګړې په بهیر کې د خپل مشرتابه لپاره پېژندل کېږي. هغه د حقوقو او ټولنیزکار په برخه کې زده‌کړې کړې وې د کاناډا د دولت د بنسټيزو پایو او هوساینې(رفاه) په برخه کې يې د پام وړ رول ولوباوه، په نړیوال نظم کې يې کاناډا د يو بشپړ متحد او متوسط ځواک په توګه ثابته کړه. د هغه د واکمنۍ ټوله دوره ۲۱ ز کاله او ۱۵۴ ورځې وه، چې په دې توګه د کاناډا په تاریخ کې د تر ټولو اوږد مهال لپاره لومړی وزیر پاتې شوی دی.   [۱۴]

وېلیم لیان مېکنزي کېنګ
(انګلیسي: William Lyon Mackenzie King د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وېلیم لیان مېکنزي کېنګ
وېلیم لیان مېکنزي کېنګ

د شخص معلومات
زیږون نوم(انګلیسي: William Lyon Mackenzie King د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت۱۷ ډيسمبر ۱۸۷۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مړینه22 جولای 1950 (76 کاله)[۱][۱۰][۲][۳][۴][۵][۷][۸][۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لاملسینه بغل   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیتکاناډا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوندد کاناډا لېبرال ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
تعلیمهروارد پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلکسياستوال
ډیپلوماټ
خبريال
وزير [۱۱]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)انگليسي [۱۲][۱۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکیهروارد پوهنتون   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
وېلیم لیان مېکنزي کېنګ
وېلیم لیان مېکنزي کېنګ

کېنګ چې د اوتاریو (اوس‌مهال کېچنر) په برلین کې نړۍ ته راغلی، د هنر په برخه کې یې یو د لېسانس، دوه د ماسترۍ سندونه لرل او په ۱۸۹۰ز لسیزه کې يې په حقوقو کې یو د لېسانس سند ترلاسه کړ. هغه په ۱۹۰۹ ز کال کې خپله د دوکتورا درجه هم ترلاسه کړه او د کاناډا یوازینی لومړی وزیر دی چې دا کار یې وکړ. په ۱۹۰۰ ز کال کې د کاناډا دولت د کار د نوې څانګې مرستیال وزیر شو. هغه په ۱۹۰۸ ز کال کې مخکې له دې چې د فدرال د کار وزیر شي، ولسي جرګې ته یې لار ومونده او د لومړي وزیر وېلفېرډ لوریه په دوره کې يې خدمت وکړ. کېنګ د ۱۹۱۱ ز کال په فدرال ټاکنو کې د خپلې چوکۍ له لاسه ورکولو سره د راک‌فېلر بنسټ ته کار وکړ او د لنډې مودې لپاره يې د صنعتي سلاکار په توګه کار وکړ. کېنګ په ۱۹۱۹ ز کال کې د لوریه ترمړینې وروسته د لېبرال ګوند مشري ترلاسه کړه  او د منځنۍ دورې ټاکنو کې د بریا له لارې بیا ولسي جرګې ته لاړ. هغه د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې چې د ۱۹۱۷ ز کال د جبري  کړکېچ له امله ګوند په سخت ډول شیندل شوی و، د ګوند د مشرۍ اداره په لاس کې واخیسته چې د اجباري خدمت پلوي سرتېري او د اجباري خدمت ضد دواړه ډلې یې متحدې کړې او د ۱۹۲۱ ز کال په فدرال ټاکنو کې يې ګوند بریا ته ورساوه.  

کېنګ تر لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته اجنډا رامنځته کړه چې د جګړې د مهال مالیات یې راکم کړل، تعرفي يې په منځنۍ کچه راکمې کړې او ملي پایتخت اوتاوا ته یې په ورو ورو وده ورکړه. د ۱۹۲۵ ز کال په ټاکنو کې محافظه کارانو ګڼ شمېر چوکۍ ترلاسه کړې، خو لېبرالیانو له پرمختللي ګوند سره د واک د موازینې پر سر مذاکره وکړه. کېنګ په ۱۹۲۶ ز کال کې د ولسي جرګې له رایو سره په مخامخېدو کې چې کولی شوی، د اقلیت دولت استعفا ته اړ کړي د پارلمان د انحلال او د ټاکنو د ترسره کولو امر ورکړ. دا پېښه په اساسي قانون کې د یو لوی کړکېچ لامل شوه. عالی قومندان/ګورنر جنرال محافظه کاران راوبلل، تر څو دولت رامنځته کړي، خو د نه‌باور په یوه طرحه کې یې ماته وخوړه او د ټاکنو د دایرېدلو لامل شو، چې په هغه کې لېبرالیان په غوڅ ډول بریالي شول. کېنګ له دې وروسته  د بهیرنیو چارو د وزارت په پراخولو او د ډېرو دیپلوماتانو د جذبولو له لارې د کاناډا د بهرني سیاست د خپلواکه کولو په لټه کې شو. د هغه دولت د اړتیا پر بنسټ د زړو د تقاعد حقوق هم وضع کړل او د کېبل، تلېګراف، رېل پټلۍ او د بخار کښتیو مالیات یې له منځه یووړل. د ګېنګ ورو غبرګون د لوی رکود لامل شو او د ۱۹۳۰ ز کال په ټاکنو کې د محافظه کارانو له خوا له ماتې سره مخامخ شو. 

د رکود او سوړ بازارۍ پر وړاندې د محافظه کار دولت غبرګون په سخت ډول نامنلی و، په دې توګه کېنګ د ۱۹۳۵ ز کال په ټاکنو کې په غوڅ ډول واک ته راستون شو. ډېر ژر د اقتصاد د ودې په حال کې و. کېنګ په ۱۹۳۵ ز کال کې له متحده ایالاتو سره د متقابلې سوداګرۍ د پرېکړه لیک په اړه مذاکره وکړه. په ۱۹۳۸ ز کال کې يې د کورجوړونې ملي قانون تصویب کړ، تر څو اقتصادې کور جوړونې ته وده ورکړي. په ۱۹۴۰ ز کال کې يې د بې‌کارۍ بیمه تصویب کړه او په ۱۹۴۴ ز کال کې یې د کورنۍ د لګښتونو مرسته معرفي کړه- د کاناډا د عمومي سوکالۍ لومړنی پروګرام. دولت همدارنګه د ټرانس - کاناډا هوايي کرښې (د اېیر کاناډا لپاره مخینه) او د کاناډا د فلم ملي پلاوي یې تاسیس کړ. د دویمې نړیوالې جګړې له پيل څخه یوازې څو ورځې مخکې کاناډایي پوځیان ځای پر ځای شول. د ۱۹۴۰ ز کال په فدرال ټاکنو کې د لېبرالیانو غوڅې بریا کېنګ ته اجازه ورکړه، چې د جګړې په بهیر کې د ګوند مشرۍ ته دوام ورکړي. هغه کاناډایۍ پیسې، تدارکات او داوطلبان له بریتانیا څخه د ملاتړ او په ورته حال کې د اقتصاد د پیاوړتیا او داخلي جبهې د روحیې او مورال د لوړ ساتلو لپاره چمتو کړل. کېنګ د فرانسوي کاناډایانو د رضایت لپاره له هېواده بهر د اجباري خدماتو وړاندې کول د ۱۹۴۴ ز کال تر وروستیو پورې وځنډول. ان د پالیسۍ د معرفي کېدو پر مهال، هغه په کیوبیک کې د ۱۹۱۷ ز کال د ملي وحدت کړکېچ له بیاځلي راپورته کېدو او پاڅون څخه د خپلې کابینې د مرستیالو وزیرانو اېرنېسټ لاپونيټ او سېنټ لوران په مرسته مخنیوی وکړ. په ۱۹۴۵ ز کال کې د مؤتلفینو بریا کېنګ ته اجازه ورکړه چې تر جګړې وروسته ټاکنې ترسره کړي، چې په هغه کې لېبرالیانو خپل د اکثریت حکومت له لاسه ورکړ. کېنګ او د هغه دولت د خپلې واکمنۍ د وروستیو کلونو په بهیر کې کاناډا له نورو بهرنیو هېوادونو سره شریکه کړه، تر څو په سړه جګړه کې ژوره برخه واخلي، د کاناډا ښاروندي يې معرفي کړه او کنوانسیون ته یې د نیوفاندلنډ د ننه کېدلو لپاره بریالۍ مذاکره وکړه.  [۱۵][۱۶][۱۷]

کېنګ د خپل ګوند تر ۲۹ کلنې او د هېواد تر ۲۱ کلنې مشرۍ وروسته، د ۱۹۴۸ ز کال په وروستیو کې له سیاست څخه تقاعد شو. هغه د ۱۹۵۰ ز کال په منځنۍ برخه کې د سږو د ناروغۍ له امله مړشو. د کېنګ شخصیت پېچلی و. د ژوند‌لیکونو ليکوالان د هغه د بېلو شخصیتي ځانګړنو په اړه سره همغږي لري. هغه د فرانکلېن ډي. روزوېلټ، وېنسټون چېرچل یا شارل ډوګل په څېر له معاصرې کارېزما جذبې څخه پاک و. په انساني اړیکو کې سوړ او بې تدبیره و، د ویناوالۍ مهارت يې نه درلود او شخصیت یې د رایو ورکوونکو تر منځ انګازه نه کړه. هغه ډېر سیاسي متحدان لرل، خو نږدې ملګري يې ډېر لږ وو. هغه پخوا له همکارانو سره په ځانګړي ډول له خپلې مور سره د اړیکو د خوندیتوب لپاره له رسنیو څخه کار اخیستل  او د معنویت پالنې په اړه خپل باورونه پټ وساتل او اجازه یې ورکړه چې د هغه سخت معنویت د ۱۹۳۰ز لسیزې په وروستیو کې له الدوف هېټلر څخه د هغه درک تحریف کړي.  تاریخ پوه جک ګران شتاین یادونه کوي چې «پوهان د یو نر په توګه د کېنګ لږ ستاینه کوي، خو د سیاسي مهارتونو او د کاناډا د ملي وحدت په برخه کې د هغه پاملرنه خورا ستايي » کېنګ د کاناډا د درېیو غوره لومړیو وزیرانو په رتبه بندۍ کې راځي.  [۱۸][۱۹][۲۰]

لومړنی ژوند، کورنۍ او مذهب

کېنګ د اونتاریو (چې اوس مهال د کېچنر په نوم پېژندل کېږي) په برلین کې د جان کېنګ او اېزابل ګرېس مېکنزي په کور کې زېږېدلی. د هغه مورنی نيکه وېلیم لیون مېکنزي، د ټورنټو لومړنی ښاروال او په ۱۸۳۷ ز کال کې د کاناډا د ستر قیام (Upper Canada Rebellion) مشر و. د هغه پلار د محکمې وکیل او وروسته د اوزګوډ هال د حقوقو په ښوونځي کې استاد و. کېنګ درې خویندې او وروڼه لرل. هغه د برلين په مرکزي ښوونځي (چې اوس مهال د سودابي دولتي ښوونځي په نوم یادیږي) او د برلین په عالي لېسه کې (چې اوس مهال د کېچنر – واټرلو د ز کالج او حرفوي ښوونځي په نوم یاديږي) زده‌کړې وکړې. د هغه لپاره کورني ښوونکي ګومارل شوي و چې هغه ته ډېر سیاست، ساینس، ریاضي، انګلیسي او فرانسوي وروښيي.

پلار يې وکیل و چې په یوه کوچني ښار کې يې سخت کار درلود اوهېڅکله یې مالي خوندیتوب نه درلود. د هغه مور او پلار ډېر خوار ژوند درلود، ښوونکي او خدمتکاران يې ګومارلي وو چې په سختۍ يې تر عهدې وتلی شوی، په دې سره، شاوخوا په ۱۸۹۰ ز کال کې ټورنټو ته تر کډه کولو وروسته د هغوی مالي حالت مخ په ښه کېدو شو، کېنګ د څو کلونو لپاره هلته د بورلي پر سړک په یوه دوه پوړیزه ودانۍ کې له هغوی سره ژوند وکړ او په ورته حال کې يې د ټورنټو په پوهنتون کې زده‌کړې هم کړې.  [۲۱]

کېنګ د خپلې عيسوي دندې پر بنسټ د ټولنیزو سمونونو لپاره خپل ټول عمر وقف کړ او د یو پروټېستان په توګه یې کار وکړ. هغه هېڅکله د سوسیسالیزم پلوی نه و. [۲۲][۲۳]

سرچينې