پاول فن هینډنبورګ

پاول لودویگ هانس آنتون فون بِنِکِندورف اوند هینډنبورگ (۲ اکتوبر ۱۸۴۷- ۲ اګست ۱۹۳۴ زکال) جرمنی جنرال او سیاستوال و چې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال یې د جرمني سترواکۍ د ځواکونو مشري وکړه او وروسته بیا له ۱۹۲۵ زکال څخه تر ۱۹۳۴ زکال پورې تر هغه مهاله چې مړ شو، د جرمني ولسمشر و. نوموړي د خپلې ولسمشرۍ پر مهال د ۱۹۳۳ زکال په جنوري میاشت کې نازیانو ته د واک ورکولو په برخه کې کلیدي رول درلود او د خپلو سلاکارانو د فشار له امله یې اډولف هیټلر د جرمني د لومړي وزیر په توګه وټاکه.

پاول فن هینډنبورګ
پاول فن هینډنبورګ
پاول فن هینډنبورګ

د شخص معلومات
زېږون نوم
پيدايښت۲ اکتوبر ۱۸۴۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
مړینه2 اگسټ 1934 (87 کاله)[۱][۱۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لاملد سږو سرطان   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیتجرمني   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلکسياستوال [۱۲]
پوځي ځواک   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکې ژبه(ې)آلماني ژبه [۱۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړېلومړنۍ نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
پاول فن هینډنبورګ
پاول فن هینډنبورګ

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

پاول فن هینډنبورګ د ۱۸۴۷ زکال د اکتوبر په دویمه نیټه د پوزن سیمې په یوه کوچنۍ اشرافي پروسي کورنۍ کې وزېږېد. د کادت په توګه د زده کړو له بشپړولو وروسته نوموړي په دریمه پیاده لوا کې د دویم بریدمنۍ ځایګي ته نوم لیکنه وکړه. له دې وروسته نوموړی د اطریش – پروس او فرانسې – پروس د جګړو شاهد و. په ۱۸۷۳ زکال کې نوموړي د Kriegsakademie په نامه مخکښ پوځي پوهنتون ته لار پیدا کړه؛ چېرې چې نوموړي درې کاله زده کړې وکړې او له زده کړو وروسته یې د پوځ په لوی درستیزیت کې دنده ترلاسه کړه. په ۱۸۸۵ زکال کې هغه د جګړنۍ رتبه ترلاسه کړه او د پوځي عملیاتو د طراحي کوونکې ډلې غړیتوب یې ترلاسه کړ. په Kriegsakademie کې د پنځه کلونو درس ورکولو پر مهال هغه په پرله پسې ډول پوځي رتبې ترلاسه کړې او په ۱۹۰۰ زکال کې د برید جنرالۍ رتبې ته ورسېد. په ۱۹۰۵ زکال کې د جرمني د پیاده ځواکونو اعلی قوماندانۍ ته د هغه د رسېدو پر مهال مارشال الفرد فن شلیفین وړاندیز وکړ چې د هغه ځای ناستی باید د پوځ لوی درستیز هم شي، خو په پایله کې دغه ځایګی د ۱۹۰۶ زکال په جنوري کې هلموت فن مولټکی ترلاسه کړ. په ۱۹۱۱ زکال کې هینډنبورګ له پوځ څخه د خپل تقاعد اعلان وکړ.

د ۱۹۱۴ زکال په جولای میاشت کې د لومړۍ نړیوالې جګړې له پیلیدو وروسته، نوموړی بیاځلي پوځي خدمت کولو ته راوغوښتل شو او په چټکۍ سره یې په ختیځه جبهه کې د تننبرګ په بریا سره شهرت وموند. ورپسې نوموړي په پرله پسې ډول د روسانو پر وړاندې د ګڼ شمېر بریاو نظارت پر غاړه درلود چې له ده یې ملي اتل او یو ټول منلی شخصیت جوړ کړ. په ۱۹۱۶ زکال د نوموړي شهرت وروسته له هغه اوج ته ورسېد چې د ایریش فن فالکنهاین پرځای د پوځ لوی درستیز شو. وروسته له دې هغه او د هغه مرستیال جنرال ایریش لوډنډروف د امپراتور دویم ویلهلم له واکونو څخه د ډي فکټو/عملي پوځي دیکتاتورۍ د رامنځته کولو په موخه چې د جګړې تر پایه یې په ملي پالیسو واک درلود؛ ګټنه وکړه. د هغه تر رهبرۍ لاندې آلمان په ختیځ کې روسیې ته ماته ورکړه او په لویدیځه جبهه کې یې د جګړې له لومړیو څخه په پراخه کچه پرمختګ درلود. خو له دې سره د ۱۹۱۸ زکال په پای کې د مارن په دویمه جګړه کې د جرمني د پوځونو په غوڅې ماتې او د متفقینو ځواکونو د سل ورځنیو عملیاتو له امله د جرمني مخکې تګ په شاتګ واوښت. د ۱۹۱۸ زکال په اوربند کې متفقینو ته د جرمني له تسلیم کېدو وروسته هینډنبورګ د آلماني پوځ له لوی درستیزیت ګوښه کړای شو او په ۱۹۱۹ زکال کې یوځل بیا له پوځي خدمت څخه تقاعد شو. [۱۴]

په ۱۹۲۵ زکال کې هینډنبورګ بېرته عامه ژوند ته مخه کړه او د جرمني د وایمار جمهوریت دویم منتخب ولسمشر شو. په داسې حال کې چې شخصا ً نوموړی له هیټلر او نازي ګوند سره مخالف و؛ خو هغه د سیاسي بې ثباتۍ په برخه کې مهم رول درلود چې له امله یې نازي ګوند واک ته لار پیدا کړه. وروسته له هغه چې په ۱۹۳۲ زکال رایشتاګ (د جرمني د استازو جرګه/ټیټ پوړې جرګه) دوه ځله منحل شو، هنډنبورګ اړ شو څو د ۱۹۳۰ زکال په جنوري میاشت کې هیټلر د جرمني لومړی وزیر وټاکي ځکه نازي ګوند د نومبر میاشتې په ټاکنو کې ګڼې څوکۍ ترلاسه کړې وې. د رایشتاګ د سوزیدنې په غبرګون کې چې ویل کېدل ماریون وان در لوبه دا کار کړی و، د ۱۹۳۳ زکال په فبروري میاشت کې نوموړي د رایشتاګ د اور وژنې امر ورکړ او همدارنګه یې د ګڼ شمېر مدني آزادیو مخه ونیوله. وروسته په مارچ کې نوموړي د ۱۹۳۳ زکال د واکونو د تفویض قانون لاسلیک کړ چې نازي رژیم ته یې بېړنی واک ورکړ. راتلونکی کال د هنډنبورګ له مړینې وروسته، هیټلر وړاندې له دې چې ځان د هېواد رهبر او د جرمني وګړو رایش لومړی وزیر اعلان کړي؛ ولسمشریز دفتر یې د خپل لومړي وزارت له دفتر سره یوځای کړ او جرمني یې په یو زورواکي/توالیتر دولت بدل کړ.

د ژوند لومړي کلونه

د ځوان اشرافي هانس رابرت لودویگ فون بِنِکِندورف اوند هینډنبورگ (۱۸۱۶-۱۹۰۲ز کلونه) او د هغه د مېرمنې لوئیز شویکارت (۱۸۲۵-۱۸۹۳ زکال) زوی پاول لودویگ هانس آنتون فون بِنِکِندورف اوند هینډنبورگ د پروس په پوزن سیمه کې وزېږېد. د هغه مور د فزیک پوه کارل لودویګ شویکارت او د هغه د مېرمنې جولیا مونیخ لور وه. د نوموړي پلرنی نیکه اوټو لودویګ فډی فن بنکندورف اوند هینډنبورګ (۱۷۷۸-۱۸۵۵ زکال) و چې د والدک د کونټ شپږم هنریش او د هغې د ښځې ایلینور فون بریډرفډي (مړینه: ۱۸۶۳ زکال) له نامشروعې لور څخه و. هنډنبورګ همدارنګه د مارتین لوتر او د هغه د میرمنې کترینا فن بورا د لور مارګاریت لوتر له لارې د مارتین لوتر په اصلي لمسیانو کې راتله. د هنډنبورګ کشران وروڼه او خویندې اوټو (زیږون: ۱۸۴۹ز کال )، ایډا (زیږون: ۱۸۵۱ز کال ) او برنهارد (زیږون:۱۸۵۹ زکال) و. د هغه کورنۍ د پروس د کلیساو اتحادیې ته اړوند لوتري پروتستانت کورنۍ وه، چې له ۱۸۱۷ زکال څخه په دواړو کالونیست او لوتري کلیساوو کې شامل وو.

پاول په خپلې کورنۍ ویاړ کاوه او کولای یې شول، چې تر ۱۲۸۹ زکال پورې خپل نسب توضیح کړي. د دوی دوه ګونی کورنی نوم د میراث د ترلاسه کولو په موخه په رسمي اسنادو کې وکارول شو، خو په ورځني ژوند کې دوی فون بنکندروف وو. له کورني دود سره سم د هغه پلار د پیاده پوځي په توګه خدمت وکړ او په جګړنی کې تقاعد شو. په اوړي کې ده د ختیځ پروس د نیوډیک ښار په هنډنبورګ کې (اوس مهال د پولنډ Legnickie Pole) له خپل نیکه سره ولیدل. په ۱۶ کلنۍ کې هغه په برلین کې ښوونځي ته لاړ او په ۱۸ کلنۍ کې هغه د پروس د پاچا څلورم ویلیام د کونډې خدمت وکړ. ټول نوي فارغ شوي به چې کله پوځ ته تلل، لومړی به پاچا لومړي ویلیم ته معرفی کېدل او هغه به ترې د پلار نوم او د هغه د رتبې پوښتنه کوله. نوموړی د پوځ په دریمه پیاده لوا کې دویم بریدمن شو.[۱۵]

مړینه

هنډنبورګ د ۱۹۳۴ زکال د اګست تر دویمې نیټې پورې تر هغه مهاله چې د ۸۶ کلونو په عمر د سږو د سرطان د ناروغۍ له امله د ختیځ پروس په نوداک سیمه کې په خپل کور کې ومړ؛ د جرمني ولسمشر و. د ده له مړینې یوه ورځ وړاندې هټلر ته خبر ورسېد چې هنډنبورګ د مرګ په بستر کې دی، ده کابینه راوغوښته څو د «رایش د تر ټولو عالي چوکۍ اړوند قانون» تصویب کړي؛ د دغه قانون له مخې د هنډنبورګ له مړینې وروسته د ولسمشر دفتر د لومړي وزیر له دفتر سره ادغام کېده او لومړي وزیر د رایش د رهبر او لومړي وزیر (Führer und Reichskanzler ) القاب خپل کول. [۱۶]

د هنډنبورګ له مړینې دوه ساعته وروسته اعلان وشو چې د دغه قانون په پایله کې هیټلر اوس د جرمني د دولت او هم د حکومت مشر دی، له همدې لارې څخه یې وروستی قانوني خنډ هم له مخې لرې کړ او د یو مطلق دیکتاتور په توګه یې ځان تثبیت کړ. هیټلر په ښکاره ډول اعلان وکړ چې ولسمشري له هنډنبورګ سره یوه تړلی موضوع وه او نوره مناسبه نه ده چې له دغه عنوان څخه بیا ګټنه وشي. [۱۷][۱۸]

سرچينې