پنځلسم پاپ بېنډېکت

پنځلسم پاپ بېنډېکت (په لاتیني ژبه: Benedictus XV؛ په ايټالوي ژبه: Benedetto XV)، په جېکمو پاولو جيواني بټېسټا ډېلا کيېزا (په ايټالوي ژبه: [ˈdʒa:komo ˈpa:olo dʒoˈvanni batˈtista della ˈkjɛ:za]؛) کې د ۱۸۵۴ کال د نوامبر په ۲۱مه زېږېدلی؛ او د ۱۹۲۲ کال د جنوري په ۲۲مه مړ شوی، له ۱۹۱۴ کال څخه د خپلې مړينې تر نېټې (۱۹۲۲ کال) د کاتوليک کلیسا مشر و. د هغه واکمني تر ډېره د لومړۍ نړيوالې جګړې او په اروپا کې يې د سیاسي، ټولنیزو او انساني بدو پایلو تر اغېز لاندې راغله.  

پنځلسم پاپ بېنډېکت
پنځلسم پاپ بېنډېکت
پنځلسم پاپ بېنډېکت

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت۲۱ نومبر ۱۸۵۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مړینه22 جنوري 1922 (68 کاله)[۱][۹][۲][۳][۴][۵][۶][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لاملسینه بغل   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیتد اېټاليا سلطنت (۱۷ مارچ ۱۸۶۱–۲۲ جنوري ۱۹۲۲)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهبکاتولیکه کلیسا [۱۰]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي)ایټالیایي ژبه [۱۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
پنځلسم پاپ بېنډېکت
پنځلسم پاپ بېنډېکت

ويبپاڼه
ويبپاڼهد تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د ۱۸۴۶ او ۱۹۰۳ کلونو تر منځ کاتولیک کلیسا د تاريخ تر هغه مهال پورې خپل دوه اوږدمهاله پاپان تجربه کړي وو. نهم پيوس او ديارلسم لئو له یو بل سره په ګډه ۵۷ کاله واکمني وکړه. په ۱۹۱۴ کال کې د کاردينالیانو کالج ډېلاکېزا په نسبتاً ځوان عمر کې د ۵۹ کالونو په عمر د لومړۍ نړيوالې جګړې په بهیر کې وټاکه چې هغه دا د «متمدنې اروپا ځان‌وژنه» ونوموله. جګړه او بدې پايلې يې د پنځلسم بېندېکت اصلي محور و. او له ځنډ پرته يې د هولي سي (په روم کې د پاپ یوه قضايي حوزه چې پر کاتولیک کلیسا له کلیسايي صلاحیت څخه برخمنه ده د روم ماڼۍ په نوم هم یاديږي، ژباړن) بې‌طرفي اعلان کړه او له دې موقف څخه په ګټې اخیستنې يې په ۱۹۱۶ او ۱۹۱۷ کلونو کې د سولې د منځګړيتوب هڅه وکړه. دواړو لورو د هغه نوښت رد کړ. جرمني پروتېستانو هر ډول «پاپي سوله» له سپکاوي سره رد کړه. فرانسوي سیاستوال ژرژ کلمانسو د واتیکان طرحه د فرانسې ضد بلله. ۱۵م بندېکت چې له ديپلوماتيکو نوښتونو سره ماته خوړلې وه، د جکړې د اغېزو د کمولو لپاره يې د جنګي اسیرانو په حضور، د ټپي سرتېرو د تبادلې او په اروپا کې بې‌وزله وګړو ته د خوړو د ورکړې په څېر پر بشردوستانه هڅو تمرکز وکړ. تر جګړې وروسته یې فرانسې سره خپلې ستونزمنې اړیکې ورغولې او په ۱۹۲۱ کال کې يې له واتیکان سره خپلې اړيکې بیاځلي جوړې کړې. د هغه د پاپي واکمنۍ په بهیر کې له ايټالیا سره هم اړيکې ورغول شوې ځکه ۱۵م بېنډېکت د ډون لوئيچي سټورزو په مشرۍ کاتولیکو سیاستوالو ته د ايټاليا په ملي سیاست کې د ګډون اجازه ورکړه.      [۱۲]

۱۵م بېنډېکت په ۱۹۱۷ کال کې د کانون قانون وضع کړ، چې د مې مياشتې په ۲۷مه خپور شو او له یوجینو پاچلي (راتلونکی پاپ دوولسم پيوس) او پېټرو ګاسپاري سره یې د یوولسم پاپ په پاپي دوره کې د یاد قانون د رامنځته کولو په اړه چمتوالی ونيوه. د کانون نوي قانون په ټوله کلیسا کې د مذهبي ژوند او فعالیتونو د پاروونکي په توګه په پام کې نیول کېږي. هغه ګاسپاري د خپل کاردينال د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکه او په‌خپله نونسیو پاچلي يې د ۱۹۱۷ کال د مې مياشتې په ۱۳مه د ستر پاپ په توګه سپېڅلی او پاک وښود. لومړۍ نړيوالې جګړې په ټوله نړۍ کې کاتولیک پلاوي له زیان سره مخ کړل. ۱۵م بېنډېکت دا فعالیتونه ورغول او په مکزیمم اېلېډ (په ډېر ښه ډول) يې د ټولې نړۍ له کاتولیکانو څخه د ګډون غوښتنه وکړه. له همدې امله نوموړی د « ماموریت د پاپ» په نوم یاديږي. د هغه وروستۍ اندېښنه په شوروي روسیه کې او هلته تر انقلاب وروسته له قحطۍ څخه د کاتولیک کلیسا ازارونه/ځورول وو. ۱۵م بېنډېکت د سپڅلې مریم مخلص و او د مریم جشن یې د ټولو برکتونو د واسطې په توګه مجاز وباله. [۱۳][۱۴]

پاپ بېنډېکت تر اووه کاله پاپي مشرۍ وروسته د ۱۹۲۲ کال د جنوري په ۲۲مه ومړ، چې د همدې مياشتې له پيل راهیسې له سینه‌بغل ناروغۍ څخه کړېده. هغه د سېنټ پيټر په بسلیکا کلیسا کې خاورو ته وسپارل شو. د خپلو ديپلوماتيکو مهارتونو او مدرنې ټولنې ته د هغه د پرانيستنې له امله «هغه خپل ځان او پاپي واکمنۍ ته درناوی ورپه برخه کړ.» [۱۵]

د ژوند لومړي کلونه

جاکومو ډېلا کېزا له وخت څخه مخکې د ايټاليا د جينوا ښارپه شوخوا کې په پيګلي سیمه کې د مارکز جوزپه ډېلا کېزا او د هغه د مېرمنې مارکسا جووانا ميليوراټي د شپږم بچي او درېیم زوی په توګه نړۍ ته راغی. د نسب‌پېژندنې پايلې ښيي چې د هغه د پلار طرف د دویم پاپ کالیکستوس له خوا و او همدارنګه داسې ادعا وشوه چې د ايټاليا د دويم برېنګار له ټبر څخه دی او د مور کورنۍ يې د پاپ اووم اينوسنت له کورنۍ څخه وه. هغه همدارنګه د سپېڅلي انتونيو ډېلا کېزا له لمسیانو څخه دی. ورور یې جوواني انتونیو ډېلا کېزا د کاردينال انجلو جاکوبیني له خورځې سره واده وکړ. جاکومو د خپل له وخت مخکې زېږون له امله ګوډ شو او د خپلو زده‌کړو ډېره برخه یې په کور کې بشپړه کړه. [۱۶][۱۷][۱۸]

د کشیش کېدو لپاره د هغه هيله په لومړيو کې د هغه د پلار له‌خوا رد شوه او هغه ټينګار کاوه چې زوی یې باید قانوني دنده ولري. د ۱۸۷۵ کال د اګست په دویمه یې په ۲۱ کلنۍ کې د حقوقو په برخه کې خپله دوکتورا ترلاسه کړه. هغه د جنوا په پوهنتون کې چې د ايټاليا تر اتحاد وروسته تر ډېره د کاتولیک او روحانیت ضد سیاستونو خلاف وه زده‌کړې وکړې. په قانوني عمر کې يې د حقوقو په برخه کې له خپلې دوکتورا سره بیاځلي له خپل پلار څخه د کشیش مقام د زده‌کړو لپاره اجازه وغوښته او دا اجازه يې په جبر سره ترلاسه کړه. له‌دې سره هغه ټينګار درلود چې زوی يې خپلې ديني زده‌کړې په روم کې وکړي نه په جنوا کې تر څو په پای کې یو کلیوال کشیش یا ولایتي افتخاري راهب نه وي.  [۱۹]

ډېلا کېزا کالجیو کاپرانيکا ته دننه شو او هلته په روم کې و چې په ۱۸۷۸ کال کې پاپ نهم پیوس ومړ او پاپ ۱۳م ليو د هغه مقام وڅاره. نوي پاپ تر خپل تاج اېښودو يوازې څو ورځې وروسته د کاپرنيکا زده‌کړيالان په‌خپلو خصوصي محفلونو کې ومنل. تر هغه لږ وروسته ډېلا کېزا د کاردينال رافائل موناکو لاوالټا په‌واسطه د ۱۸۷۸ کال د ډېسمبر په ۲۱مه د لاټران په کلیسا کې د کشیش په توګه منصوب شو.

له ۱۸۷۸ کال څخه تر ۱۸۸۳ کال پورې هغه د ډېی نوبلي په پاپي کلیسا کې زده‌کړې وکړې او هلته پاتې شو او هره پنجشنبه به زده‌کړيالانو هرومرو یوه څېړنیزه مقاله دفاع کوله، چې کاردينال‌یان او د روم د پاپي اتحاديې لوړپوړي غړي به ورته رابلل کېدل. ماریانو رامپولا د ايمان د تبلغ جماعت د ختيځو چارو منشي له هغه څخه نوټ ونیوه او په ۱۸۸۲ کال کې د واتيکان ديپلوماتیک خدمت ته دننه شوو چېرته چې د رامپلو د منشي په توګه وګومارل شو او د ۱۸۸۳ کال په جنوري کې يې مادرېد ته د پاپ د استازي/ راهب رامپولا ملتيا وکړه. کله چې رامپولا په پرلپسې ډول د بهرنیو چارو د وزیر په توګه منصوب شو، ډېلا کېزا د هغه لار خپله کړه. ډېلا کېزا د دې کلونو په بهیر کې د کارولين د ټاپو ګانو پر سر د اسپانیې او جرمني تر منځ د اختلافاتو د حل لپاره د مذاکرې له لارې هڅه وکړه او د کولرا ساري وبا په بهیر کې يې د بسپنې په سازمانولو کې مرسته وکړه.

ويل کېږي د هغه جاه طلبه مور مارچسا ډېلا کېزا د خپل زوی له دندې ناراضه وه او رامپولا يې له دې کليمې سره ګوښې ته کاوه چې د هغې له نظره جاکومو په واتيکان کې په سمه توګه په رسمیت نه و پېژندل شوی. کواکې رامپولا ورته داسې ځواب ورکړی چې «مېرمنې ستا زوی به یوازې څو ګامه اوچت کړي چې دا ګامونه به یو وخت ډېر لوی وي.» [۲۰]

په ۱۹۰۳ کال کې د ديارلسم ليو تر مړينې لږ وروسته رامپولا هڅه وکړه چې ډېلاکېزا د کنګرې د منشي په توګه وټاکي، خو سپېڅلي کالج یو ځوان محافظه کار روحاني رافائل مېري ډېل وال وټاکه او دا لومړنۍ نښه وه چې رامپولا به راتلونکی/بل پاپ نه وي. کله چې کاردینال رامپولا د خپل سیال پاپ لسم پيوس ټاکلو ته اړ شو خپل پوست يې پرېښود او کاردينال رافائل مېري ډېل وال يې ځای‌ناستی شو ډېلا کېزا خپل بست ته راوګرځېده.  

سرچينې