څلورګوني کنګلونه

څلورګوني کنګلونه چې د کنګليز پړاو د کنګل کېدو په نوم هم پېژندل کېږي، د څلور ګوني پړاو کنګليز او کنګلونو تر منځ پړاوونو يوه بديله لړۍ ده چې دوه اعشاريه اته پنځوس ميلیونه کاله مخکې پيل شوې او تراوسه روانه ده. که څه هم جغرافيه پوهان تر اوسه دا ټوله موده د «کنګليز پړاو» په نوم راپېژني، خو په منل شويو روايتونو کې د «کنګلونو عصر» په عمومي توګه تر «پلايسټوسين» يا په عام ډول د «پلايسټوسين پړاو» تر ټولو وروستني کنګليز پړاو پورې تړلی دی. له دې امله چې د ځمکې سياره اوس هم د يخ څادرونه لري، ځمکپوهان په دې اند دي چې څلورګونی کنګليز پړاو اوس هم روان دی، په کوم کې چې ځمکه اوس د کنګلونو تر منځ يو پړاو تجربه کوي. [۱][۲][۳][۴]

د څلورګوني کنګل پر مهال، د يخ څادرونه راڅرګند شوي دي. د کنګليزو پړاوونو پر مهال خپاره شوي دي او د کنګليزو ترمنځ پړاوونو کې راټول شوي دي. د وروستي کنګليز پړاو له پای ته رسېدو راهيسې، يوازيني پاتې شوي يخي څادرونه د انتراکټيکا او ګرين لينډ د يخ څادرونه دي. د «لورينټايډ» د یخ د څادرونو په څېر نور يخي څادرونه، کوم چې د کنګليزو پړاوونو پر مهال جوړ شوي وو، د کنګليزو پړاوونو په منځ کې په بشپړ ډول وېلي شوي او له منځه تللي دي.د څلورګونو کنګلونو تر ټولو سترې اغېزې په لاندې ډول دي: د لويو وچو په دواړو سترو برخو کې د ځمکې توږل کېدل او د خړو (روساباتو) راټولېدل، د سمندرونو په نظام کې بدلون، د يخ له څنډو نه ډېر لرې د خورو ورو ميليونونو جهيلونو جوړېدل، د سمندر په سطحه کې بدلونونه، د ځمکې د قشر «ايزوسټاټيک» (مساوي) برابرېدل، سيلابونه او غیر معمولي بادونه. خپله د یخ څادرونو د البيډو (تر هغې اندازې له کومې چې د لمر وړانګيزه انرژي له ځمکې نه انعکاس مومي) په زیاتولو سره د اقليم د لا زيات يخولو سره د پام وړ مرسته وکړه. همدې اغېزو په ټوله ځمکه او سيندونو کې او له دې سره اړوندو بيالوژيکي ټولنو کې ټول چاپيريال منځ ته راوړی دی.

د څلورګونو کنګلونو منځ ته له راتګ مخکې، د لږ تر لږه څلورو نورو يخينو عصرونو پر مهال، د ځمکې پر بنسټ يخونه څرګند شوي او بيا بېرته له منځه تللي دي.

موندنه (کشف)

د څلورګونو کنګلونو لپاره شواهد په لومړي ځل په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې د ساينسي اوښتون د يوې برخې په توګه وپېژندل شول.

د شلمې پېړۍ په اوږدو کې، پراخو ځمکنيو څېړنو د دې ثبوت وړاندې کړ، چې د لويې وچې کنګلونو د اروپا، شمالي امريکا او سايبريا ډېرې برخې پوښلې وې. د ګڼو جغرافيه پوهانو په مرسته د څو کلونو ځمکنيو څېړنو نه وروسته د کنګلونو ځانګړتياوې په نقشو کې وښکل شوې، همدې جغرافيه پوهانو د يخ د څادرونو د پراختيا او د بهېدو د اړخ د معلومولو په موخه د «ډرملينز، ايسکرز، مورينز، سټرايشنز» او د کنګلونو د ويالو د لارو د موقعيتونو او لوريو نقشې جوړې کړې. همدې نقشو له پوهانو سره مرسته وکړه، تر څو د يخ د ګڼو ودو او شاتګونو په تاريخ هم وپوهېږي. له دې وړاندې چې په ټوله نړۍ کې د کنګل کېدو نظر په عام ډول ومنل شي، ډېرو څارونکو منلې وه، چې یخ له يو نه زيات مخکې تګ (وده) او شاتګ کړی دی، (د يخ وده يا پرمختګ او شاتګ د واورې يا يخونو راټولېدل، وېلې کېدل، په بخار بدليدل او دې ته ورته پروسې دي).

روښانول (تشرېح)

د ځمکپېژندونکو په نظر: د يو يخي عصر (پړاو) پېژندنه پر ځمکه د زيات يخ پر شتون کېږي. له څلورګونو کنګلونو مخکې، لږ تر لږه د څلورو جيولوژيکي پړاوونو په اوږدو کې پر ځمکه يخ جوړ شوی دی: کارو (۳۶۰-۲۶۰ ميلونه کاله)، اینډين-سهارن (۴۵۰-۴۲۰ ميلونه کاله)، کريوجينين (۷۲۰-۶۳۵ ميلونه کاله) او هورونين (۲۴۰۰-۲۱۰۰ ميليونه کاله).[۵][۶]

د څلورګونو کنګلونو يا یخ د عصر پر مهال، د ځمکې د يخ په ټول حجم، د سمندر په سطحه او د نړيوالې تودوخې په درجه کې وخت په وخت ښکته پورته والی راتلو. د سختو سړو پېښو پر مهال (کومو ته چې کنګيلز پړاونه، يا په ساده ډول کنګلونه ويل کېږي) لږ تر لږه د یخ څلورکيلو متره (۲.۵ ميله) ډبل څادرونه موجود وو. د کنګلونو په منځ کې تودو او لنډو وقفو ته، هغه مهال کله به چې د لويې وچې کنګلونو شاتګ کاوه، د کنګلونو تر منځ حالت ويل کېږي. د دې ثبوت د خاورې د خښو کړای شوي نښو، د ډبرو سکرو د بسترونو (پيټ بيډز، يو ډول دډبرو سکاره دي) او د جهيل او ويالو له زېرمو نه په لاس راځي، کوم چې د کنګلونو پاتې شونو نامرتب، غېرډبلندي شوې زېرمې له يو بل نه جلا کوي.  

په لومړيو کې د بدلون (بې ثباتۍ) د پړاو اندازه ۴۱۰۰۰ کاله وه، خو لکه چې په څرګند ډول د تېرو ۸۰۰۰۰۰ کلونو راهيسې د یخ د ټوټو او له هغې نه مخکې پړاو پر مهال د سمندري رسوبي موادو له ځينو برخو نه روښانه شوې ده، د منځني «پلايسټوسن» له لېږد وروسته، دا جریان کراره او نږدې ۱۰۰۰۰۰ کلونو ته ورسېد. د تېرو ۷۴۰۰۰۰ کلونو په اوږدو کې اته کنګليز جريانونه منځ ته راغلي دي.[۷]

ټلول څلورګونی کنګليز پړاو ته چې دوه اعشاريه اته پنځوس ميليونه کاله مخکې پيل شوی، يخي عصر وايي، ځکه چې لږ تر لږه يو خپلواک ستر يخي څادرـانټراکټيک يخي څادرـ په پرله پسې ډول اوس هم شته. په دې اړه ابهام شته چې د هر کنګليز پړاو تر منځ د ګرين لينډ څومره برخه په يخ پوښلې وه.

اوسمهال ځمکه د کنګلونو تر منځ پړاو کې پرته ده، کومه چې د «هولوسين» د پړاو پيل دی. د کنګلونو تر منځ اوسنی پړاو له ۱۵۰۰۰ نه ۱۰۰۰۰ کلونو پخوا پيل شوی، له همدې امله د کنګليز پړاو د يخ د څادرونو له منځه تلل پيل شوي دي. د دې وروستيو کنګلونو پاتې شونی، اوسمهال د نړۍ د ځمکې د سطحې نږدې لس سلنه برخه نيولې ده، اوس هم په ګرین لينډ، انترکتیکا او په ځينو غره ييزو سيمو کې شته.

د کنګليزو پړاوونو پر مهال، اوسنی (لکه: د کنګلونو تر منځ پړاو) هايډرولوجيکي نظام د ټولې نړۍ په ډېرو سيمو کې په بشپړ دول پرې شوی و او په ځينو سيمو کې په  کې د پام وړ بدلون راغلی و.  د یخ او ځمکې د حجم له امله، د سمندر سطحه له اوس نه نږدې یو سل او شل متره (۳۹۴ فوټه) ښکته وه.

لاملونه

د ځمکې د کنګل کېدو تاريخ، د ځمکې د اقليم د نظام په دننه کې د بدلونونو (د بېلګې په ډول: د سمندرونو بهنګ، د کاربون جريان)، له اقليمي نظام نه د باندې شته ښکارندو په مرسته د بهرني ځواک سره د تعامل او جوړجاړي (لکه: د ځمکې په مدار «څرخځای» کې بدلون، اورشېندونکي او په لمريز توليد کې بدلونونه) زېږنده ده.[۸]

فلکياتي څرخ

د اقليم په اداره کولو کې د ځمکې د مدار په برخه کې د بدلونونو نقش، په لومړي ځل د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې د «جيمز کرول» له خوا وړاندې شو. وروسته يو سربيايي جيوفزيک پوه « Milutin Milanković» دا نظر نور هم روښانه کړ او دا محاسبه يې وکړه چې: د ځمکې په مدار کې ګډوډي، د اقليمي څرخونو لامل ګرځي، همدا جريانات اوس د « Milankovitch cycles» په نوم پېژندل کېږي. دا د ځمکې د مدار په ځآنګړتياوو کې د څو ډوله جرياني بدلونونو د اضافي چلند پايله ده.[۹][۱۰]

د ځمکې په مداري ګډوډيو کې بدلونونه د ۱۰۰۰۰۰ کلونو مودې په څرځ کې منځ ته راځي. د ځمکې د محور کږېدل، يا رېونده کېدل د ۴۱۰۰۰ کلونو اوږدې څرخ په موده کې وخت په وخت، له دوه وېشت درجو نه تر څلوروېشت اعشاريه پنځه درجو تر منځ بدلون مومي. د ځمکې د محور کږېدل، د موسمونو د بدلون دنده پر مخ وړي، څومره چې دا کوږوالی زيات وي، په همدې اندازه به د دوبي او ژمي د هواد تودوخې تر منځ توپير وي. د شپې او ورځې د برابرۍ (equinoxes) شمېر، يا د ځمکې د څرخېدونکي محور د غورځېدو موده ۲۶۰۰۰ کاله وي. د «ميلانکوويچ» د نظريې تر مخې، همدا لاملونه وخت په وخت د ځمکې د سړيدو لامل ګرځي چې، تر ټولو يخه برخه يې په دې جريان کې نږدې په هرو ۴۰۰۰۰ کلونو کې منځ ته راځي. د «ميلانکوويچ» د جريان بنسټيزه اغېزه د موسمونو تر منځ ټکر ته بدلون ورکوي، نه د لمريزې تودوخې هغې ټوليزې اندازې ته، کومه چې ځمکه تر لاسه کوي. د دې پايله کې د راټولېدو په پرتله يخ کم وېلې کیږې او په دې ډول کنګلونه جوړېږي.[۱۱]

سرچینې