کارل بارت

کارل بارت (د ۱۸۸۶ کال د مې له ۱۰ – د ۱۹۶۸ کال د ډسمبر تر ۱۰) یو سویسی کالوین پلوه الهیات پوه ؤ. بارت د بارمېن اعلامیې (Barmen Declaration) د لیکوالۍ په ګډون، رومیانو ته لیک (The Epistle to the Romans) په نامه د خپل تفسیر، د اعترافي کلیسا په ِغورځنګ کې د خپلې ښکېلتیا او په ځانګړي ډول د خپل نابشپړې څو ټوکیزې الهیاتي ټولګې د کلیسا دیني عقاید(چې د ۱۹۳۲ – ۱۹۶۷ تر منځ خپره شوه) له وجهې ډېر مشهور دی. د بارت نفوذ د علمي ساحې څخه بهر د اصلي بهیر کلتور ته وغځېد، دا نفوذ د دې لامل شو چې هغه د ۱۹۶۲ کال د اپریل په ۲۰ د ټایم مجلې په پوښ باندې څرګند شي.   [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

کارل بارت
کارل بارت
کارل بارت

د شخص معلومات
پيدايښت۱۰ مې ۱۸۸۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
بازل شتادت [۱۵][۱۶]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه10 ډيسمبر 1968 (82 کاله)[۱][۳][۱۷][۴][۵][۱۸][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بازل شتادت [۱۹]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره
تابعیت سويس   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب
ګوند
رکن
ښځه
پلار
خور/ورور
عملي ژوند
تعلیم
تعلیمی اسناد
نامتو زده کونکي
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)آلماني ژبه [۲۵][۲۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی
ځانګړي کړنې
مؤثر

بارت د خپل نسل د زیاتره پروتسټان الهیات پوهانو په څېر د اډولف ون هارنیک، فریدریش شلایرماخر او نورو تر اغېزې لاندې په لېبرال الهیاتو کې تعلیم ترلاسه کړ. د هغه پادري مسلک د سویس په کلیوالي ښار، سافنویل کې پیل شو، په دې ځای کې د " د سافنویل سور پادري" په نوم پېژندل کېد. هلته د لیبرال عیسویت څخه چې روزنه یې په کې لېدلې و، زیات ناهیله شو. دا کار د دې لامل شو چې د روميانو ته لیک کتاب خپله لومړۍ نسخه (چې د لومړي رومانز یا Romans I په نوم هم یادېږي ) وليکي، چې په ۱۹۱۹ کال کې خپره شوه، هغه په دې نسخه کې هوډ وکړ چې نوی عهد (New Testament) په جلا ډول ولولي.   [۳۶][۳۷]

بارت په ۱۹۲۱ کال کې د رومیانو ته لیک په اړه د هغه د تفسیر د دوهمې نسخې په خپرولو سره د نړۍ په کچه ډېر ستایل شو او په دې نسخې کې ښکاره توګه د لیبرال الهیات څخه جلا شو.   [۳۸]

هغه زیات شمېر مهم الهیات پوهان لکه ډیټریش بونهوفر، چې د اعترافي کلیسا ملاتړی ؤ، یورګین مولټمان، هیلموټ ګولویټزر، جیمز اچ. کون، وولفارټ پیننبرګ، روډولف بلټمن، توماس اف. تورانس، هانس کونګ، او همدارنګه رین هولډ نیبوهر، جاکول او ناول لیکونکي لکه فلانري اوکونور، جان اپډایک او میکلوس زینتکوتي تر اغېزې لاندې راوستل.  

د زیاتو نورو ساحو سربېره، بارت د اخلاق پوهانو لکه سټینلي هووراس، جان هوارډ یوډر، جاک ایلول او اولیور اوډونووان په کار باندې په اغېزې سره، د عیسویت په عصري اخلاقي نظام هم ژوره اغېزه درلوده.   [۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

لومړنی ژوند لو تعلیم  

کارل بارت د ۱۸۸۶ کال د مې په ۱۰ د سویس په بازل کې د جوهان فریدریش "فریټز" بارت (۱۸۵ - ۱۹۱۲) او انا کتارینا (سارتوریس) بارت (۱۸۶۳ - ۱۹۳۸) په کورنۍ کې زیږېدلی. کارل دوه کوچني وروڼه، پیټر بارت (۱۸۸۸ - ۱۹۴۰) او هنریش بارت (۱۸۹۰ - ۱۹۳۸) او دوې خویندې کتارینا او ګرټروډ درلودلې. فریټز بارت د الهیات استاد او پادري ؤ او له کارل څخه یې غوښتل چې د هغه د مسیحیت مثبتې کرښې څخه پيروي وکړي، چې دا کار د کارل د غوښتنې سره ترڅو لیبرال پروټستان تعلیم ترلاسه کړي، په ټکر کې ؤ. کارل د زده کړې خپل دوره په برن پوهنتون کې پیل کړه او بیا برلین پوهنتون ته ولېږدول شو ترڅو د اډولف وان هارنیک پاملرنه لاندې زده کړې وکړي او بیا د لنډې مودې لپاره توبینګین پوهنتون ته او په پای کې ماربورګ ته ولېږدول شو ترڅو د ویلهلم هیرمن (۱۸۴۶ - ۱۹۲۲) تر پاملرنه لاندې زده کړې وکړي.  [۴۵][۴۶]

بارت له ۱۹۱۱ کال څخه تر ۱۹۲۱ کال پورې د آرګاو په کانټون کې د سفانویل په کلي کې د اصلاح پاله پادري په توګه دنده ترسره کړه. هغه په ۱۹۱۳ کال کې د نیلي هوفمن سره چې بااسعداده وایلن غږونکې وه، واده وکړ. دوی یوه لور او څلور زامن درلودل، چې یو یې د نوي عهه عالم مارکوس بارت (د ۱۹۱۵ کال د اوکټوبر ۶ – د ۱۹۹۴ کال د جولای ۱) ؤ. وروسته په آلمان کې په ګوتینګن (۱۹۲۱ - ۱۹۲۵)، مونسټر (۱۹۲۵ - ۱۹۳۰) او بون (۱۹۳۰ - ۱۹۳۵) کې د الهیات استاد شو، په ګوتینګن کې د خدمت پرمهال یې له شارلټ وون کرشبام سره ولیدل چې د اوږدې مودې لپاره د ده منشي او مرستیال شوه؛ شارلوټ د هغه د افسانې، د کلیسا دیني عقاید په لیکلو کې مهمه ونډه ولوبوه. کله یې چې اډولف هټلر ته د وفادارۍ لوړې (بېله تعدیل) له لاسلیک کولو څخه انکار وکړ، په ۱۹۳۵ کال کې له آلمان څخه وشړل شو او بېرته سویس ته لاړ او په بازل کې استاد شو(۱۹۳۵ - ۱۹۶۲).   [۴۷]

له لېبرالیزم څخه جلا کېدنه  

کارل بارت د ۱۹۱۴ کال په اګست کې چې پوه شو د اډولف وون هارنیک په ګډون د هغه قدرمنو ښوونکو د "متمدن نړۍ ته د نه نوي او درې الماني روڼ آندو منشور" لاسلیک کړی ؤ، خواشینی شو. نو بارت دې پایلې ته ورسېد چې نور نشي کولی د انجیل او تاریخ څخه د دوی پوهه تعقیب کړي.   [۴۸][۴۹]

ورمیانو ته لیک  

بارت پداسې حال کې چې لاهم په سفانویل کې پادري ؤ، په لومړي ځل خپل تفسیر رومیانو ته لیک (په جرمني: Der Römerbrief) د ۱۹۱۶ کال په اوړي کې پیل کړ او لومړۍ نسخه یې د ۱۹۱۸ کال په ډسمبر کې خپره شوه (خو د خپرېدو نېټه د ۱۹۱۹ کال څخه وه). د تفسیر د لومړۍ نسخې له وجهې بارت ته په ګوتینګن پوهنتون کې د تدریس لپاره بلنه ورکړل شوه. بارت د ۱۹۲۰ کال د اکتوبر په شاوخوا کې پرېکړه وکړه چې د خپلې لومړۍ نسخې څخه ناخوښ دی او په راتلونکو یوولسو میاشتو کې یې په پراخه کچه کره او سم کړ او دوهمه نسخه یې د ۱۹۲۱ کال د سپټمبر په شاوخوا کې پای ته ورسوله. بارت په ځانګړي توګه د ۱۹۲۲ کال په بشپړه بیا لیکل شوې دوهمه نسخه کې استدلال وکړ چې خدای چې د عیسی په ژوند، مرګ او بیا راژوندي کېدو کې څرګندېږي، هره هغه هڅه چې خدای د انساني کلتورونو، لاسته راوړنو یا شتمنیو سره شریکوي، ننګوي او له منځه وړي. د کتاب شهرت د دې لامل شو چې په څو ژبو کې بیاخپور او بیاچاپ شي.[۵۰][۵۱]

د بارمېن علامیه 

کله چې پروتستانت کلیسا هڅه وکړه چې د نازي آلمان سره موافقې ته ورسي، بارت تر ډېره حده د بارمېن اعلامیې (Barmer Erklärung) د لیکلو مسؤل ؤ. دې اعلامیې په مسیحیت باندې د آلماني نازیزم نفوذ په دې استدلال سره رد کړ چې د عیسي مسیح خدای ته د کلیسا وفاداري باید دا هڅونه او سرچینې ورکړي چې د نورو بادارانو لکه د آلمان مشر، اډولف هټلر د نفوذ په وړاندې مقاومت وکړي. بارت یاده اعلامیه شخصاً هټلر ته لېږله. دا اعلامیه د اعترافي کلیسا یو له بنسټیزو اسنادو څخه وه او بارت د هغې د مشرتابه شورا غړی، بروډراټ وټاکل شو.   [۵۲][۵۳]

هغه اړ شو چې په ۱۹۳۵ کال کې په بن پوهنتون کې له خپلې استادۍ څخه کوښه شي، ځکه چې هټلر ته یې له لوړې کولو څخه ډډه وکړه. بارت بیا خپل ټاټوبي سویس ته راستون شو، هلته یې په بازل پوهنتون کې د سیسټماتیک الهیات چوکۍ په غاړه واخیسته. د هغه د ګمارنې په اوږدو کې، له هغه څخه وِغوښتل شول چې یوې معمولې پوښتنې ته چې د سویس له ټولو ملکي کارکوونکو پوښتل شوې، ځواب ووايي: چې آیا هغه د ملي دفاع څخه ملاتړ کړی. د هغه ځواب داسې ؤ، "هو په ځانګړې توګه په شمالي کرښه کې!" نویه زورشر زایتونګ (Neue Zürcher Zeitung) ورځپاڼې په فیلسوف مارتین هیډیګر باندې د کارل د ۱۹۳۶ کال نیوکه چې له نازیانو څخه یې ملاتړ کړی ؤ، خپره کړه. هغه خپل یوه چکي ملګري، جوزف هرومادکا ته په ۱۹۳۸ کال کې یو لیک ولیک او اعلان یې په کې وکړ چې هغو سرتېرو چې د نازي آلمان په وړاندې جکړه وکړه، د يوې عیسوي موخې لپاره یې خدمت کاوه.   [۵۴]

سرچينې