ککرۍ تاروگی

Acherontia atropos
ککرۍ تاروگی
مملکهژوي
څانگهبند پښه لرونکې ژوې
څېرمه څانگهشپږ پښې لرونکی ژوي
طبقهخوځندکې
طایفهپتنگان
کورنۍتاروگی
جنسAcherontia

ککرۍ تاروگی (په لاتين:Acherontia atropos) یو لوي شپني لېږدېدونکی پتنگ دي چې په شمالي افريقا، سهیلي او منځنۍ اروپا کې ژوند کوي.

توصيف

ککرۍ تاروگی د تاروگی (Sphingidae) په کورنۍ او د Acherontia په جنس پورې اړه لري. نوموړي پتنگ پر تور بدن باندي ژېړ نقاشی لري چې لکه ککرۍ غوندی دی. د ککرۍ تاروگی ښځينه په ځانگړي ډول د کچالو پر پاڼو باندي هگی اچوي. چنجی یی ژیړ رنگ د تور نقاشی سره لري. ککرۍ تاروگی لېږدېدونکی پتنگ دي چې د افریقا او جنوبي اروپا څخه منځنۍ اروپا ته لېږدي. نوموړي پتنگ د شات سره مینه لري.