کچالو

کچالو (په لاتین: Solanum tuberosum) د څو کلن یو زهرلرونکي بوټي دي چی د Solanaceae په کورنۍ او د Solanum په جينس پورې اړه ولري او په امریکا او اروپا کی شنه او کرل کېږي. ټول نبات پرته له غوټو نه زهرجن دي. کچالو ډیرغذایی ارزښت لری چی نه تنها انرژی تولید وی بلکه دپروتین، ویتامین، اومنرال دلوړکیفیت په لرلو سره په ورځنیو خوړوکی ډیر مهم رول لری.کچالو ۷۷،۵٪ اوبه ۲۲،۵٪وچ مواد په ۱۰۰گرام کی ۱۹،۴گرام کاربوهایدریت دوه گرام پروتین ۱ گرام شهم اویوشمیرویتامینونه لکه B1,B2,B6,C لری. کچالو ادرار زیاتوې نو دمثانی اوگوردې لپاره مفید دی همدارنگه دکچالو ساقه اوپاڼې دسولانین دمادی درلودونکې ده دنموړوځخه په جوش شکل دخوب وړونکې اودعصابودآراموونکی مادی په حیث استفاده کیږی. همدارنگه په کچالو کی یوه زهری ماده چی سولانین نومیږی هم موجوده ده ا وشین رنگ لری چی په طبعی ډول یی اندازه د۰.۱-۰.۰۱ پوری ده که چیرته نموړی ماده د۲۰-۳۰ پورته شی دصحت لپاره خطر لری دنموړی مادی دمخنیوی لپاره باید کچالو په شفاف لوښو کی وساتل شی او دحرات په ۴ درجه کی زخیره کړی شی.

کچالو
عامه معلومات
عمومي معلومات
taxon (en) ژباړل Edit the value on ویکي‌ډېټا
د تاکسون حدود
ځانګړې وېشنيزه
کارول
ډیزاین او جوړونه
جایزې
نور معلومات
تاسیسات