ګوګل

ګوګل (په انګلیسي: Google LLC) یو امریکایي ټیکنالوژيکي کمپنۍ ده چې زیات تمرکز یې په مصنوعي ځیرکتیا، [۱] آنلاین اعلانات، د لټون ماشین ټیکنالوژي، کلاوډ کمپیټینګ، کمپیوټر سافټویر، کوانټم کمپیوټینګ او انلاین بانکداري باندې دي.

او په نړۍکې "ترټولو قوي کمپنۍ" په توګه پیژندل شوی دی [۲] د مصنوعی ځیرکتیا په برخه کې د معلوماتو په راټولولو او بازار کې د خپل حاکمیت په لرلو او ټیکنالوژیکي ګټو له له امله د نړۍ د ارزښتناکه برانډونو څخه شمیرل کیږي. [۳] [۴] [۵]

تاریخ

اصلي مقاله: د ګوګل تاریخچه


لیري پیج او سرګي برن په 2003 کې

ګوګل یوه څېړنیزه پروژه وه چې د ۱۹۹۶ز کال په منځنیو کې د لیري پيج او سرګي برین چې د کلېفورنیا په سټنفورډ پوهنتون کې دوه پي ایچ ډي محصلین ول پیل شوه. [۶] [۷] [۸]

دوي د خپلې پروژې نوم "BackRub" کېښودو ځکه ددوي پلټونکی ماشین د نورو ویب سایټونو ملاتړي لینکونه ارزول او په همدې بنسټ به یې د هغوي اهمیت د پلټنو په پایله کې ټاکل. (چې وروسته د پاڼې رتبه ونومول شول)، چې په هماغه وخت کې یې یو بل ویب سایټ چې RankDex یې ونومولو په ورته توګه کار کولو. د دوي پلټونکی ماشین په لومړي وخت کې په دې ډول لیکل کېدو google.stanford.edu او ګټه ترې اخېستل کېده او د ډېسمبر په ۱۵مه، ۱۹۹۷ز کال د google.com نوم یې هم ثبت کړ او د ۱۹۹۸ز کال په ډېسمبر کې د ګوګل لومړنی دفتر پرانېستل شو او په دې توګه دا شرکت په رسمي توګه ثبت او پرانېستل شو. په حقیقت کې د ګوګل لومړی کاري دفتر د منلو پارک په سوزان وژکیکي کراج کې کار پیل کړ.

سرچینې