یولسم قسطنطین پالایولوګوس

یولسم قسطنطین دراګزیس پالایولوګوس یا دراګاس پالایولوګوس (په یوناني ژبه:Κωνσταντῖνος Δραγάσης Παλαιολόγος, Kōnstantînos Dragásēs Palaiológos، د ۱۴۰۵ کال د فبروري له ۸ – د ۱۴۵۳ کال د مې تر ۲۹) د بیزانس سترواک و او له ۱۴۴۹ کال څخه په ۱۴۵۳ کال کې د قسطنطینیې په جګړه کې تر خپلې مړینې یې واکمني وکړه. د قسطنطین مړینې د بیزانس د سترواکۍ پای په نښه کړ، چې پیل یې په ۳۳۰ کال د لوی قسطنطین پر مټ، د رومي سترواکۍ د نوې پلازمېنې په توګه د قسطنطینیې بنسټ ته رسېږي. دا چې د بیزانس سترواکي د رومي سترواکۍ د منځنیو پېړیو دوام و، اوسیدونکو یې ځانونه رومیان ګڼل. نو له دې امله د یولسم قسطنطین مړینه او د قسطنطنیې سقوط هم د رومي سترواکۍ قطعي پای په نښه کړ، چې نږدې ۱۵۰۰ کاله وړاندې یې د اګوستوس په لاس بنسټ اېښودل شوی و.  

یولسم قسطنطین پالایولوګوس
یولسم قسطنطین پالایولوګوس
یولسم قسطنطین پالایولوګوس

د شخص معلومات
پيدايښت۹ فبروري ۱۴۰۴[۱] او ۸ فبروري ۱۴۰۵[۲][۳]
قسطنطنیه   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه29 مې 1453 (49 کاله)[۲][۱][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قسطنطنیه   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بیزانس سترواکي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښځه
پلاردوهم مانویل پالایولوګوس [۶]  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مور
خور/ورور
کورنۍپالایولوګوس   د (P53) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي)
پوځي خدمت
جګړه/جګړېد قسطنطنیې ايالت ( فتحه)   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
یولسم قسطنطین پالایولوګوس
یولسم قسطنطین پالایولوګوس

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د قسطنطین د سترواک دوهم مانویل پالایولوګوس او هېلېنا دراګاس څلورم زوی. هېلېنا د سربیا د واکمن قسطنطین دیجانوویچ لور وه. د نوموړي د لومړني ژوند په اړه معلومات لږ دي، خو د ۱۴۲۰ کال څخه وروسته، هغه په ​​مکرر ډول د یو ماهر جنرال په بڼه ښودل شوی دی. د هغه د مسلک او د هغه له عصر نه د پاتې شوو سرچینو پربنسټ، بریښي چې قسطنطین په اصل کې یو سرتېری و. دا په دې معنی نه ده چې قسطنطین یو تکړه مدیر هم نه و: هغه د خپل مشر ورور سترواک آتم جان پالایولوګوس له خوا دومره د باور وړ او غوره کس و چې په ۱۴۲۳ – ۱۴۲۴ او ۱۴۳۷ – ۱۴۴۰ کلونو کې له قسطنطنیې څخه د آتم جان په سفرونو کې دوه ځله د چارسمبالي په توګه وګمارل شو. د ۱۴۲۷ – ۱۴۲۸ کلونو تر منځ، قسطنطین او جان د ایپروس د واکمن لومړي کارلو توکو له خوا په موریا (پلوپونیز) باندې د برید مخه ونیوله او قسطنطین په ۱۴۲۸ کال کې د موریا حاکم اعلان شو او د خپل مشر ورور تیوډور او کوچنی ورور توماس سره یې یو ځای په دې ولایت واکمني وکړه. دوی په ګډه د بیزانس واکمني نږدې ټول پلوپونیز ته وغځوله چې د څلورمې صلیبي جګړې راهیسې دوه سوه کاله وروسته لومړی ځل و چې نږدې ټول پلوپونیز یې تر واک لاندې راوست او د هیکسامیلین لرغونی دیوال یې بیا جوړ کړ. دې دیوال ټاپوګانې بهرنیو بریدونو پر وړاندې خوندې ساتلې. که څه هم په پای کې بریالی نه و، قسطنطین په خپله په ۱۴۴۴ – ۱۴۴۶ کلونو کې مرکزي یونان او تیسالي ته د خوځښتونو مشري وکړه او هڅه یې وکړه چې یو ځل بیا یونان ته د بیزانس واکمني وغځوي.

آتم جان ۱۴۴۸ کال کې پرته له اولاده مړ شو او قسطنطین د هغه د خوښې ځای ناستی په توګه، د ۱۴۴۹ کال د جنوري په ۶ سترواک اعلان شو. د قسطنطین لنډه واکمني له دریو لومړنیو اندېښنو سره مخ شوه. لومړی، د وارث ستونزه وه، ځکه چې قسطنطین هم بې اولاده و. د قسطنطین د ملګري او باوري کس جورج سپرانتز د هڅو تر څنګ چې هغه ته ښځه پیدا کړي، قسطنطین بالاخره بې واده مړ شو. دوهمه اندېښنه د هغه د سترواکۍ په لږ برخه کې مذهبي بې اتفاقي وه. قسطنطین او د هغه مخکینی، آتم جان، په دې باور وو چې د کاتولیکې اروپا څخه د پوځي مرستو د خوندي کولو لپاره د ارتودوکس او کاتولیک کلیساګانو ترمنځ اتحاد ته اړتیا وه، خو د بیزانس زیاتره خلکو د دې اند مخالفت وکړ. په پای کې، تر ټولو لویه اندېښنه دعثماني سترواکۍ پراختیا وه چې په ۱۴۴۹ کال کې یې قسطنطنیه په بشپړه توګه کلابنده کړه. عثماني سلطان دوهم محمد د ۱۴۵۳ کال په اپرېل میاشت کې، کلابندي قسطنطنیې ته پراخه کړه چې په کې د سرتېرو شمېر ښایې ۸۰۰۰۰ کسان وو. که څه هم د ښار د فاع کوونکو شمېر د سلطان د پوځ له لسمې برخې څخه لږ انګېرل کېده، قسطنطین د قسطنطنیې د پرېښودلو اند په ذهن کې نه درلود. سترواک د ښار د دفاع لپاره پاتې شو او د مې په ۲۹ نېټه قسطنطنیې سقوط وکړ. قسطنطین په همدې ورځ مړ شو. که څه هم د هغه د مړینې په اړه د ستروګو حال کومې باوري سرچینې نشته، زیاتره تاریخي سرچینې په دې هوکړه دي چې سترواک د عثمانیانو په وړاندې د وروستۍ لیکې مشري وکړه او په جګړه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.  

قسطنطین د قسطنطنیې وروستی عیسوي واکمن و، چې د ښار په سقوط کې یې د زړورتیا له امله په وروستیو تاریخونو او یوناني نکلونو کې یې ځان د افسانوي څېرې په توګه ثابت کړ. ځینې د ښار د برخلیک په اړه وایې چې د یو لوی قسطنطین تر مشرۍ لاندې د قسطنطنیې (نوي روم) بنسټ کېښودل شو او د بل قسطنطین تر مشرۍ لاندې له لاسه ورکړل شو. دا همغه ډول و لکه څنګه چې زوړ روم د یو رومولوس له خوا تاسیس شوی و او د بل رومولوس اګسټولوس له خوا له لاسه ورکړل شو. نوموړی په وروستیو یوناني نکلونو کې د مرمري سترواک (یوناني: Μαρμαρωμένος Βασιλεύς، رومي: Marmaromenos Vasilias ، لفظي معني يې: 'سترواک/پاچا چې په مرمري ډبره بدل شو')، په توګه پیژندل شوی، چې د پېړیو په اوږدو کې په یو مشهور افسانوي نکل بدل شو چې ګواکي نوموړی مړ شوی نه دی، بلکه د یوې ملایکې په لاس ژغورل شوی او په مرمره بدل شوی دی او د قسطنطنیې تر طلایی دروازې لاندې پټ شوی چې د خدای غږ ته په تمه دی ترڅو ژوند ته راستون شي او ښار او پخوانۍ سترواکۍ دواړه را پورته کړي.  

لومړی ژوند

کورنۍ او شالید

قسطنطین دراګزیس پالایولوګوس د ۱۴۰۵ کال د فبروري په ۸ ڼېټه د سترواک دوهم مانویل پالایولوګوس (۱۳۹۱ - ۱۴۲۵) چې د پالایولوګوس کورنۍ اتم سترواک و، د څلورم زوی په توګه نړۍ ته سترګې پرانیستې. د قسطنطین مور (چې له هغه څخه یې خپل دوهم تخلص اخیستی) هېلېنا ډراګاس وه او د سربیا د واکمن قسطنطین دیجانوویچ لور وه. قسطنطین زیاتره د Porphyrogénnētos ("په ارغوان کې زیږېدلی") په نوم پېژندل کېږي. دا هغه امتیاز دی چې د سترواکۍ په ماڼۍ کې د واکمن سترواک څخه زیږېدلو زامنو ته ورکول کېږي. [۷][۸]

مانويل د بیزانس تجزیه کېدونکې او کوچنۍ کېدونکې سترواکي پر مخ وړه. د بیزانس د زوال لاملونه په ۱۱ پېړۍ کې اناتولیا ته د سلجوقی ترکانو راتګ و. که څه هم ځینې سترواکانو، لکه الیکسیوس او لومړي مانویل په بریالیتوب سره د لویدیځو صلیبیانو په مرسته د اناتولیا برخې بېرته ترلاسه کړې، خو د دوی لاسته راوړنې لنډمهاله وې. اناتولیا د سترواکۍ تر ټولو حاصل ورکوونکې، نفوس لرونکې او بډایه سیمه وه او د هغې له لاسه ورکولو وروسته، بیزانس په کراره دوامدار زوال تجربه کړه. که څه هم په پای کې یې زیاتره برخه بېرته ونیول شوه، خو د بیزانس سترواکي د ۱۲۰۴ کال څلورمې صلیبی جګړې او لاتین سترواکۍ ته د قسطنطنیې په بایللو سره چې د صلیبیانو له خوا رامنځته شوه، کمزورې شوه. د بیزانس سترواکي چې د پالایولوګوس کورنۍ د بنسټ ایښودونکي، آتم مایکل تر مشرۍ لاندې وه، په ۱۲۶۱ کال کې قسطنطنیه بېرته ونیوله، خو سترواکۍ ته زیان نه جبران کېدونکی و او د سترواکۍ زوال د ۱۴ پېړۍ په اوږدو کې د پرله پسې کورنیو جګړو له امله دوام وکړ. د څوارلسمې پېړۍ په اوږدو کې عثماني ترکانو ډېرې سیمې فتح کړې او تر ۱۴۰۵ کال پورې یې د اناتولیا، بلغاریا، مرکزي یونان، مقدونیې، سربیا او تیسالې ډېرې برخې تر  واک لاندې راوستې. د بیزانس سترواکي چې یو وخت د ختیځې مدیترانې تر څنډو پراخه وه، د قسطنطنیې شاهي پلازمینې، پیلوپونیز او د ایجین په سمندرګي کې یو څو ټاپوګانو ته محدوده او هم مجبوره شوه چې عثمانیانو ته باج ورکړي.[۷][۷][۹]

لکه څنګه چې سترواکي له زوال سره مخ شوه، سترواکانو په دې پایله هوکړه وکړه چې د دوی د پاتې سیمو د ساتلو یوازینۍ لار دا وه چې دوی ځینې ملکونه خپلو زامنو ته ورکړي او حاکم لقب ترلاسه کړی، تر څو د شهزاده په توګه حکومت او دفاع وکړي. د مانویل مشر زوی، جان، د مرستیال سترواک مقام ته لوړ شو او د خپل پلار ځای ناستی وټاکل شوی. دوهم زوی یې، تیوډور، د موریا د حاکم په توګه وګمارل شو (چې د پیلوپونیز په تشکیل کې ښېرازه ولایت و) او دریم زوی یې، اندرونیکوس، په ۱۴۰۸ کال کې د تیسالونیکي د حاکم په توګه اعلان شو. کوچني زامنی یې؛ قسطنطین، ډیمیټریوس او توماس په قسطنطنیه کې پاتې شول ځکه چې دوی حاکمیت ته نوره ځمکه نه وه پاتې شوې.[۱۰]

قسطنطین د لومړني ژوند په اړه لږ معلومات موجود دي. نوموړی له ماشومتوبه د جورج سفرانټز له لوري (چې وروسته د بیزانس مشهور تاریخ لیکونکي شو) ستایل شوی و. هغه وروسته د سترواک خدمت ته لاړ او ورپسې د سترواک صفت لیکونکی شو چې قسطنطین یې تل زړور، ماجراجو، او په پوځي وړتیاوو کې مهارت لرونکی، غوره آس ځغلوونکی او ښکار کوونکی لیکلي. د قسطنطین د ژوند زیاتره کیسې، د هغه د سترواکۍ څخه مخکې او وروسته، په پراخه کچه د هغه د واکمنۍ ستاینه کوي، ځکه چې زیاتره یې هم عصره سرچینې نلري او د هغه له مړینې وروسته ترتیب شوې دي. د هغه د کړنو او د هغه د ځینو سلاکارانو او معاصرینو د پاتې شوو تبصرو پر بنسټ، داسې برېښي چې قسطنطین د دولت یا ډیپلوماسۍ په پرتله په پوځي برخه کې ډېر هوښیار و، که څه هم هغه یو وړ مدیر هم و - لکه څنګه چې د چارسمبالي په توګه د هغه د دندو له اړخه څرګنده شوې ده - او د دولت په مهمو مسايلو کې يې د خپلو سلاکارانو مشورې ته غوږ نیو. په مهرونو او سکو باندې د هک شوو او نګار شوو انځورونو سربېره، د قسطنطین هېڅ انځور ندی موجود. د قسطنطین د پام وړ عکسونو کې یو مهر پاتې دی چې اوس مهال په ویانا کې دی (چې د نامعلومو آثارو له ډلې دی، چې ښایي د سترواک کریسوبول څخه وي) او همدارنګه یو څو سکې، او د زوناراس په تاریخ کې د بیبلیوټیکا ایسټینس په کاپي کې د د نورو بیزانسی سترواکانو په منځ کې د هغه انځور دی. وروسته، هغه د ګردې ږیرې په بڼه ښودل شوی، چې د هغه اوږد ږیرو خپلوانو سره توپیر لري، خو دا څرګنده نده چې آیا دا د هغه اصلي څېره وړاندې کوي او کنه.  [۱۱][۸][۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې