د بیزانس سترواکي

د بیزانس سترواکي چې د ختیځ روم سترواکي یا بېزانتایم په نوم هم یادېږي، په ختیځو ولایتونو کې د لرغونو پېړیو په وروستیو او منځنیو پېړیو په ترڅ کې د روم سترواکۍ دوام و چې قسطنطنیه یې پلازمېنه وه. دا سترواکي په پنځمه پېړۍ کې د لویدیځ روم د سترواکۍ له ټوټې کېدو او نسکورېدو نه را منځ ته شوه او د عثماني سترواکۍ له خوا په ۱۴۵۳ ز کال کې د قسطنطنیه تر سقوط پورې یې د نورو زرو کلونو لپاره دوام وکړ. په خپل اوږده شتون کې، دا سترواکي په اروپا کې د لوی اقتصادي، د کلتوري او نظامي ځواک په توګه لیدل کېده.

"د بیزانس سترواکۍ" اصطلاح، د هغې د سلطنت له پای نه وروسته رامنځته شوه، چې خپلو اتباعو یې هغه په ساده توګه د روم سترواکي (د منځنیو پېړیو په یوناني ژبه کې: Βασιλεία Ῥωμαίων، په رومي ژبه کې: Basileía Rhōmaíōn) یا رومانیا (د منځنیو پېړیو په یوناني ژبه کې: Ῥωμανία) په نومونو یادوله او دوی خپل ځانه ته د رومیانو (Romans) چې (د منځنیو پېړیو په یوناني ژبه کې: Ῥωμαῖοι او په رومي ژبه کې: Rhōmaîoi) په توګه یادوله چې دا اصطلاح د عثمانیانو په دوره کې یونانیانو خپل ځان ته کاروله. که څه هم د روم دولت دوام وکړ او خپل دودونه یې وساتل، معاصر تاریخ پوهان بیزانس د هغه له پخوانۍ بڼې نه توپیر کوي، ځکه چې بیزانس په قسطنطنیه کې متمرکز و، د لاتیني دود پرځای یوناني دود ته ورته و او د ختیځ ارتودوکس عیسویت یې له ځانګړتیاوو نه و.  

ډېرې پېښې د څلورمې پېړۍ نه تر شپږمې پیړۍ پورې د لېږد دوره په ګوته کوي چې په ترڅ کې یې د روم سترواکۍ ختیځه یوناني ژبه او لوېدیځه لاتین ژبه جلا شوې. لومړي کانستنتین (۳۲۴ – ۳۳۷) دا سترواکي بېرته منظمه او قسطنطنیه یې د هغې نوې پلازمېنه و ټاکله او عیسوي دین ته یې قانوني بڼه ورکړه. د لومړي تیودوسیس (۳۷۹ – ۳۹۵) تر واک لاندې، عیسویت د دولتي دین په توګه و ټاکل شو او نورې دیني لارښوونې منع شوې. د هیراکلیوس (۶۱۰ – ۶۴۱) د واکمنۍ په دوران کې، د سترواکۍ پوځي او اداري جوړښت له سره تنظیم شو او یوناني ژبه د لاتیني ژبې پر ځای د رسمي کړنو لپاره و ټاکل شوه.

د زوال او رغېدنې په څو پړاوونو کې د سترواکې پولې له نوساناتو سره مخامخ شوې. د لومړي جستینین (۵۲۷ – ۵۶۵) د واک په موده کې، د تاریخي روم د مدیترانې لوېديځ ساحل، شمالي افریقا، ایټالیا او روم د بېرته نیولو وروسته، سترواکي خپلې لویې پراختیا ته ورسېده چې د دوو نورو پېړیو لپاره یې یادې سیمې و ساتلې. د ۶۰۲ او ۶۲۸ز کلونو تر منځ د بیزانس او ساسانیانو جګړو د سترواکۍ سرچینې ختمې کړې او د اوومې پېړۍ په لومړیو کې د مسلمانانو د فتوحاتو په ترڅ کې یې خپل بډایه ولایتونه، لکه: مصر او سوریه راشېدینو خلیفه ګانو ته له لاسه ورکړل. وروسته له هغه يې په ۶۹۸ ز کال کې شمالي افریقا امویانو ته له لاسه ورکړه.

د مقدونیې د کورنۍ د واک په دوران کې (له ۱۰ نه تر ۱۱ پېړۍ پورې) سترواکي یو ځل بیا پراخه شوه او دوه پېړي اوږد مقدونیایې رنسانس یې تجربه کړ، چې سلجوقي ترکانو ته د آسیا د کوچنۍ برخې په بایللو سره د ۱۰۷۱ ز کال د ملازګرد له جګړې وروسته پای ته ورسېد. دې جګړې ترکانو ته په اناتولیا کې د ځای پر ځای کېدو لاره هواره کړه. د کومینیني د رغېدنې په ترڅ کې سترواکي یو ځل بیا و رغېده او قسطنطنیه په ۱۲ مه پېړۍ کې په اروپا کې ترټولو لوی او شتمن ښار ګڼل کېده. سترواکۍ ته د څلورمې صلیبي جګړې پرمهال هغه وخت مرګونی ګوزار ورکړل شو، چې په ۱۲۰۴ز کې قسطنطنیه له واکه وغورځول شوه او هغه سیمې چې پخوا د سترواکۍ تر واک لاندې وې، د بیزانس یوناني او لاتیني سلطنتونو د سیالیو تر منځ ووېشل شوې.

که څه هم په ۱۲۶۱ز کال کې قسطنطنیه بېرته ورغېده، خو د بیزانس سترواکي د خپل شتون په وروستیو دوو پېړیو کې په سیمه کې د کوچنیو سیالانو په توګه پاتې شوه. د ۱۴ او ۱۵ پېړیو په اوږدو کې یې پاتې سیمې په تدریجي ډول له عثمانيانو سره په جګړو کې له عثماني سترواکۍ سره یوځای شوې. د بیزانس سترواکي په ۱۴۵۳ ز کال کې د عثماني سترواکۍ له خو د قسطنطنیې په فتحې سره پای ته ورسېده. د ترېبیزاند سترواکي اته کاله وروسته د ۱۴۶۱ ز کال په کلابندۍ کې فتحه شوه. د تیودورو سلطنت چې وروستی ځای ناستی دولت و،  په ۱۴۷۵ ز کال کې د عثمانیانو له خوا فتح شو.

نوم اېښودنه

د روم د سترواکۍ د وروستیو کلونو د نومولو لپاره د "بیزانس یا Byzantine " د اصطلاح لومړۍ کارونه د سترواکۍ له ړنګېدو نه ۱۰۴ کاله وروسته په ۱۵۵۷ ز کال کې هغه وخت وکارول شوه چې الماني تاریخ لیکونکي هیرونیموس وولف خپل اثر Corpus Historiæ Byzantinæ چې د تاریخي سرچینو یوه ټولګه ګڼل کېږې، خپور کړ. دا اصطلاح، د "بیزانتیم یا Byzantium" نه اخستل شوې ده، چې د هغه ښار نوم دی چې کانستنتین د روم په پرېښودلو سره د خپلې پلازمېنې په توګه و ټاکه او د قسطنطنیه په نوي نوم سره له سره ورغول شو. له دې وروسته د ښار زوړ نوم د تاریخي یا شاعرانه لیکنو نه پرته، ډېر لږ کارول کېده. په ۱۶۴۸ ز کال کې د Byzantine du Louvre (Corpus Scriptorum Historiae Byzantinae) خپرونې او په ۱۶۸۰ ز کال کې د شارل دو کانج Historia Byzantina  اثر د Byzantine کارونه، د فرانسوي لیکوالانو، لکه : مونتسکیو تر منځ نوره هم مشهوره کړه، خو په لوېدیځه نړۍ کې دا اصطلاح د ۱۹مې پېړۍ تر نمیایې پورې په عمومي ډول نه کاورل کېده.[۱][۲]

د بیزانس سترواکي خپلو اوسیدونکو ته د " Roman Empire " یا د روم سترواکي  یا " Empire of the Romans " یا د رومیانو سترواکي (په لاتیني ژبه کې: Imperium Romanum, Imperium Romanorum ؛ د منځنیو پېړیو په یوناني ژبه کې: Βασιλεία τῶν Ῥωμαίων, Ἀρχὴ τῶν Ῥωμαίων، په رومي ژبه کې: Basileia tōn Rhōmaiōn, Archē tōn Rhōmaiōn)، د روم جمهوریت یا the Roman Republic (په لاتیني ژبه کې: Res Publica Romana؛ د منځنیو پېړیو په یوناني ژبه کې: Πολιτεία τῶν Ῥωμαίω، په رومي ژبه کې: Politeia tōn Rhōmaiōn) یا په یوناني ژبه کې Rhōmais (د منځنیو پېړیو په یوناني ژبه کې: Ῥωμαΐς) په نوم یادېده. اوسیدونکو یې ځان ته رومیوی یا Romaioi ویل او ان د ۱۹ مې پېړۍ په وروستیو کې یونانیانو په عمومي ډول اوسني یونان ته د رومیکا "رومیک" یا Romaiika "Romaic". نوم اخیست. له ۱۲۰۴ز کال نه وروسته، کله چې د بیزانس سترواکي تر ډېرې کچې یوازې یوناني ولایتونو ته محدوده شوه، د هیلینیس یا Hellenes اصطلاح ډېره کارول کېده.   [۳][۴][۵]

لکه څرنګه چې د خپل تاریخ په ډېری برخه کې د بیزانس سترواکۍ څو قبیلوي ځانګړتیا درلوده او د رومانو - هیلینیستیک دودونه یې ساتلي وو، د لوېدیځ او شمالي معاصرو برخو پر بنسټ ډېری په یوناني ځانګړتیا سره و پېژندل شوه. د لیبري کارولینی اثر چې په ۷۹۰ لسیزه کې خپور شو، "د یونانیانو سترواکۍ" (لاتیني: Imperium Graecorum) اصطلاح يې د لومړی ځل لپاره یاده کړه او Imperator Graecorum  یا سترواک ګریکورم (د یونان سترواک) یو ډول سپکاوی و چې په لومړي ځل په رسمي ډول دیارلسم پوپ جان ته و کارول شو، چې د منځنیو پېړیو لوېدیځو سرچینو وروسته هغې ته په دې ډول اشاره کول پیل کړل. دا د دې لپاره ترسره شو، چې د فرانکس سترواکۍ ته یوشان شاهي وقار را منځ ته کړي چې وروسته د مقدس روم د سترواکۍ په نوم و پېژندل شو.  [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

په اسلامي او سلاویکي نړۍ کې یې کوم توپیر نه درلود، چې نوموړې سترواکې په مستقیم ډول د روم سترواکۍ د دوام په توګه انګېرل کېږي. د روم سترواکي په لومړیو کې په اسلامي نړۍ کې د روم په نوم پېژندل کېده. د millet-i Rûm یا د روم ملت نوم د عثمانیانو له خو تر ۲۰ پېړۍ پورې کارول کېده چې موخه یې د بیزانس سترواکۍ پخوانیو موضوعاتو، یعنې د عثماني سلطنت په واکمنۍ کې د ارتودوکس عیسویانو ټولنو ته اشاره وه. [۱۴]

سرچینې