آدیس آبابا

ادیس ابابا یا ادیسه بابا (په انګلیسي Addis Ababa : /ˌædɪs ˈæbəbə/ ، په امهري ژبه: አዲስ አበባ, چې تحت اللفظي معنا یې نوی ګل دی، همدارنګه د فینیفین په نامه پېژندل کېږي (چې په اورومو ژبه کې یې معنا طبیعي چینه ده). دا ښار د اېتوپیا پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار دی. نوموړی ښار همداراز د اورومیا سیمه ییزه پلازمېنه هم ده. د ۲۰۰۷ز کال په سرشمېرنه کې، د دغه ښار نفوس ۲۷۳۹۵۵۱ وګړي اټکل شوی و. ادیس ابابا د اېتوپیا یو خورا پر مختللی او مهم کلتوري، هنري، مالی او اداري مرکز دی.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

آدیس آبابا
አዲስ አበባ
د آدیس آبابا انځور
د آدیس آبابا انځور
د آدیس آبابا انځور

City of Humans[?], Adisaba, Sheger, Finfinne, Adu, Adu Genet
د ایتوپیا په نقشه کې د آدیس آبابا ښار موقیعت
د ایتوپیا په نقشه کې د آدیس آبابا ښار موقیعت
د ایتوپیا په نقشه کې د آدیس آبابا ښار موقیعت

Lua error in Module:Mapframe at line 387: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value).
کورډېناټونه: ۹°۳۸′ شمال ۳۸°۴۲′ ختیځ / 9.633°شمال 38.700°ختيځ / 9.633; 38.700
بنسټ ایښودنه۱۸۸۶
اداري وېش
هیوادایتوپیا
پلازمینه د:
اېتوپیا (۱۹۹۱–)  د (P1376) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
حکومت
 • ښاروالکوما دمکسا
پراخوالی
 • پلازمینه۵۳۰٫۱۴ کلوميټر٢ (۲۰۴٫۶۹ میله  مربع)
 • ځمکه۵۳۰٫۱۴ کلوميټر٢ (۲۰۴٫۶۹ میله  مربع)
لوړوالی2355 متر   د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس شمېرنه (۲۰۰۵)
 • پلازمینه۳٬۳۸۴٬۵۶۹
 • د نفوسو کثافت۶٬۴۰۰/کلوميټر٢ (۱۷٬۰۰۰/ميله مربع)
 • ستره ښاري سيمه۴٬۵۶۷٬۸۵۷
وروستي مالومات
وخت زونEast African Time (ه.ن.و۳+)
سيمه ييز د زنګ کوډ۰۱۱ ۲۵۱
جيو کوډ344979[۱]

444178  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

آی اېس او 3166ET-AA  د (P300) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
رسمي وېبپاڼهwww.addisababacity.gov.et
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ادیسه بابا په ۱۵مه زېږدیزه پېړۍ کې د یو مستحکم شوي ځای "بارارا"  په توګه راښکاره شوه. او تر دوهم ډېويټ (Dawit II) پورې د سترواکانو د اوسېدو ځای و. وروسته له هغې چې د نوموړي لښکرې په ۱۵۲۹ز کال کې د اېتوپیا-عدل د جګړې پر مهال د عدالت د جنرال احمد بن ابراهم الغازي له خوا په لومه کې ولوېدې، بارابارا په بشپړه توګه ویجاړه شوه. د ادیسه بابا د تاسیس تاریخچه د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې په ۱۸۸۶ز کال کې د د شېوا د نجاشي دویم منیلیک له خوا د اېنټوټو غره له موندلو څخه دوه کاله مخکې دورې ته، رسېږي. په هغه وخت کې یاد ښار یو سیاحتي ښارګوټی و؛ پکې د لویو منرالي چینو ډېروالي د سترواکۍ اشراف ځان ته راوکښل تر څو هلته زیات شمېر دایمي استوګنځایونه جوړ کړي. همداراز یې ـــ د صنعت ګرانو، سوداګرو او بهرنیو سیلانیانو په ګډون د کارګرې طبقې ډېر غړي راجذب کړل. دویم منیلیک بیا وروسته په ۱۸۸۷ز کال کې خپله د سترواکۍ ماڼۍ هلته جوړه کړه. ادیسه بابا په ۱۸۸۹ز کال کې د دغې سترواکۍ پلازمېنه شوه او ورپسې نړیوال سفارتونه پرانیستل شول. د ادیسه بابا ښاري پراختیا د شلمې پېړۍ په لومړیو کې له هېڅ ډول مخکې طرح شوو پلانونو څخه پرته پیل شوه.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

ادیسه بابا ښار په ۱۹۲۶ او ۱۹۲۷ز کلونو کې په لویه پیمانه پراختیا وموندله، او د منځنۍ طبقې له خوا له اروپایي فرنېچر څخه د ډکو ډبرینو کورونو په ګډون د ودانیو په شمېر کې زیاتوالی راغی. منځنۍ طبقې همداراز نوي تولید شوي موټرونه راوارد کړل او بانکي ادارو ته یې پراختیا ورکړه. د اېټالیایي نیواک پر مهال، ښاریتوب او عصریتوب د یو ماستر پلان پر بنسټ چې دوی په دې هیله پلی کاوه چې ادیسه بابا به د ډېر وخت لپاره استعماري ښار وي او له استعمار وروسته به هم دا کالوني ادامه لري، په متوازنه بڼه زیات شو. له ۱۹۴۰لسیزې راوروسته د فرانسوي او برتانوي سلاکارانو له لوري هم تعقیبي پلانونه ډیزاین شول چې تمرکز یې په لویو برمناکو وردانیو، اقماري ښارونو او د ښارونو په مرکزونو و. همداشان، ایټالوي-اېتوپیایي ماستر پلان هم په ۱۹۸۶ز کال کې یوازې د ښاري ودانیو او استوګنیزو اسانتیاوو اړوند نقشې طرح کړې، کوم ته چې بیا ورسته د ۲۰۰۳ز کال په ماستر پلان کې ځای ورکړل شو.[۱۶]

ادیسه بابا د اېتوپیا د فدرالي جمهوریت په اساسي قانون کې د دغه ښار د حکومتي منشور د ۱۹۹۷ز کال د ۸۷یمې اعلامیې پر بنسټ د فدرالي طرز درلودونکی یو ښار دی. دې ښار ته د افریقا د لویې وچې لپاره د تاریخي، دېپلوماتیک، او سیاسي اهمیت له امله "د افریقا د پلازمېنې" په سترګه کتل کېږي، ادیسه بابا د لویو نړیوالو سازمانونو لکه افریقايي اتحادیې او د افریقا لپاره د ملګرو ملتونو د اقتصادي کمیسیون (ECA) لپاره د مرکزي دفترونو په توګه په چوپړ کې ده. [۱۸][۱۹]

دغه ښار د ختیځې افریقا له چاود (East African Rift) څخه، کوم چې اېتوپیا د افریقایي تراړې او صومالي تراړې تر منځ په دوو برخو وېشي، څو کیلومتره لوېدیځ ته پروت دی. نوموړی ښار د اورومیا د ځانګړي زون په واسطه محدود او د اېتوپیا د بېلابېلو برخو خلک پکې مېشت دی. د ادیسه بابا پوهنتون په همدې ښار کې واقع دی. دا ښار د بشري ودې یو لوړ شاخص لري او د خپل خوځند کلتور، د سینګار د پیاوړو منظرو، د ځوانانو په لوړې کچې ونډې، ښېرازه هنري مناظرو، او د نړۍ په کچې د تر ټولو ګړندۍ اقتصادې ودې د لرلو لپاره شهرت لري. [۲۰][۲۱]

تاریخ

له لیکلي تاریخ نه وړاندې

د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له نږدې ۱۰۰۰ کسانو څخه د ډي ان اې(DNA) د شواهدو پر بنسټ یوه مطالعه د دې وړاندیز کوي چې انسانان ۱۰۰۰۰۰ کاله مخکې له اوسنۍ ادیسه بابا سره له یو نږدې ځای څخه خپاره شوي دي. دغې څېړنې یادونه کړې ده چې جنیتیکي تنوع په هغو کسانو کې په متوازنه بڼه راکمېږي چې اجدادو یې له ادیسه بابا څخه ډېر لرې سفرونه کړي دي. [۲۲][۲۳]

منځنۍ پېړۍ

د اېنټوټو غر د اوسنۍ ادیسه بابا په شمال خوا کې یوه لوړه بوړه (اواره سیمه) ده چې د منځنیو پېړیو بارابارا نومې سترواکۍ لپاره یو له ګوتو په شمار ممکنه موقعیتونو څخه ګڼل کېږي. دغه د دایمي قلعو په واسطه مستحکم شوی ښار، د ۱۵مې زېږدیزې پېړۍ له لومړیو تر نیمايي پورې تاسیس شوی دی، او د ۱۶مې زېږدیزې پېړۍ تر لومړیو پورې د لبنا دانګل د څو پرله پسې امپراطورانو د اوسېدو اصلي ځای په توګه پاتې شوی دی. یاد ښار د اېټالیوي کارتوګرافر فرا مارو له خوا د ۱۴۵۰ز کال په شاوخوا کې د کښل شوې نقشې پر مخ د زوکولا او مینیګاشا غرونو تر منځ پروت انځور شوی و، او په ۱۵۲۹ز کال کې کله چې د امپراطورۍ پوځ د اواش د سیند په سویل کې تر محاصرې لاندې راغی، دا ښار د احمد ګران له لوري ویجاړ او تالا کړای شو، چې یاده پېښه د یو یمني لیکوال عرب فقیه له خوا مشاهده شوې او دوه کاله وروسته مستنده شوې ده. هغه وړاندوینه چې بارابارا د اېنټوټو په غره کې موقعیت درلود د ادیسه بابا په یو اوچت ځای کې یې د منځنیو پېړیو د یو ښارګوټي د تازه کشف په واسطه ملاتړ شوی دی، چې نوموړی ښارګوټی د هېون کمر او واشا میکاییل او د ډېرې عصري کلیسا اېنټوټو مریم تر منځ چې د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې تاسیس شوې، موقعیت لري. دا ښارګوټي ته د پنځه ضلعي نوم ورکړل شوی، چې په ۳۰ هکتارو ساحه کې یوه د ۱۲ برجونو او ۲۵۰ مترو په اوږدوالي قلعه پکې ځای پر ځای ده چې جګوالی یې تر پنځو مترو پورې دی.[۲۴][۲۵]

بنسټ اېښودنه یې

لومړنۍ مېشتېدنې

په اېتوپیا کې له دغه ښار نه سملاسي مخکینۍ پلازمېنه اېنټوټو د دویم منیلیک له خوا په ۱۸۸۴ز کال کې تاسیس شوې وه. سربېره پر دې، نوموړي دغه ښار د لښکرکوټ په توګه کارولی و. منیلیک چې په ابتدا کې د شیوا ولایت پاچا و، د اېنټوټو غر یې د خپلې ټولواکۍ په سویل کې د پوځي عملیاتو لپاره د یوې ګټورې قرارګاه په توګه موندلی و، او په ۱۹۷۹ز کال کې یې د منځنیو پېړیو د یو ښارګوټي له کنډوالو او له ډبرو څخه د نابشپړې کلیسا څخه لیدنه وکړه. په دغه ساحه کې د نوموړي لېوالتیا هغه وخت ډېره شوه کله چې د ده مېرمنې تایتو د اېنټوټو په غره کې د یوې کلیسا په ودانولو پیل وکړ، او منیلیک ورپسې په دغه ساحه دویمه کلیسا هم وقف کړه. داسې ویل کېږي چې منیلیک تر یوې پولې د خپلې پخوانۍ سترواکۍ تر اغېز لاندې او د لوی ښار په توګه د چوپړ وړاندې کولو په دلیل په دغه ساحه کې د اوسېدو لپاره پوره دلچسپي درلوده. څه مهال وروسته اېنټوټو د خپلې سړې هوا، د اوبو نشتوالي او د سوَن د لرګي د حاد کمښت له کبله د پلازمېنې په توګه د رضایت وړ نه و.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د ادیسه بابا تاسیس

په ۱۸۸۶ز کال کې، د اورومو د اېنټوټو غره سویل لوري ته پراته دغه وادي په فینیفین نومي ځای کې چې معنا یې د تودو چینو شته والي ته اشاره ده، مېشتېدنه پیل شوه. دغه سیمه پخوا د اورومو د بېلابېلو پرګنو له خوا مېشته وه. دغه ځای د امپراطورې (د سترواک مېرمنې) تایتو بتول له خوا غوره کړای شو. دې په پیل کې دې فیلووها ګرمو منرالي چینو ته نږدې یو کور اباد کړ چېرته چې دې او د سترواکۍ د دربار غړو د منرالي حمام کول خوښول. نور اشراف او کارکوونکي او کورنۍ یې دې ځای ته نږدې مېشت شول، او منیلیک د خپلې مېرمنې کور ته په ۱۸۸۷ز کال کې دومره پراختیا ورکړه چې د سترواکۍ په ماڼۍ بدل شو کوم چې تر اوسه په نننۍ ادیسه بابا کې د حکومت د مقر په توګه کارول کېږي. په ۱۸۸۶ز کال کې، د دغه ښار نوم د منیلیک د شيوا د پاچاهۍ پلازمېنې په توګه ادیسه بابا ته واوښت. نوموړی ښار په ۱۸۸۹ز کال کې کله چې منیلیک سترواک شو، د اېتوپیا پلازمېنه شو. دې ښار په ډېره چتکۍ سره وده وکړه. نه یوازې دا چې اشراف، بلکې دغې سیمې د کارګرې طبقې په ترتیب سره: صنعت ګرانو، سوداګرانو، او بهرنيو سیلانیانو پام ځان ته راواړاوه.[۳۰][۳۱][۳۲]

سرچينې

تاریخ

جغرافیه