اتلسم لویيس

اتلسم لوييس (لوئس ستانیسلاس زېویر؛ زېږون، ۱۷۵۵ ز کال د نوامبر ۱۷مه- مړینه، د ۱۸۲۴ ز کال د سېپټمبر په ۱۶مه)، چې په ډيزایرېډ/ هیله کوونکي (په فرانسوي: le Désiré) مشهور و. د ۱۸۱۵ ز کال په بهیر کې د سل ورځو له لنډې دمې پرته له ۱۸۱۴ کال څخه تر ۱۸۲۴ کال پورې د فرانسې پاچا و. هغه د فرانسې د انقلاب او د فرانسې د لومړنۍ امپراتورۍ (۱۸۰۴- ۱۸۱۴) او د سلو ورځو په بهیر کې ۲۳ کاله په جلاوطنۍ/تبعید کې تېر کړل.  [۹][۱۰]

اتلسم لویيس
(فرانسوي: Louis XVIII د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اتلسم لویيس
اتلسم لویيس

د شخص معلومات
پيدايښت۱۷ نومبر ۱۷۵۵[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
مړینه16 سپټمبر 1824 (69 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لاملناروغي   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیتفرانسه   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خور/ورور
عملي ژوند
کار/مسلکسياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)فرانسوي
هسپاني   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
اتلسم لویيس
اتلسم لویيس

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هغه د فرانسې واک ته تر رسېدو مخکې د پاچا ۱۶م لوئس د ورور په توګه د کاونټ اف پروېنس (دا په فرانسه کې يو لقب دی چې د سیمه‌ییزو فرانکي کورنیو، د بارسلون او انژو کرړې او د والوا او کاډټي کورنۍ یوې څانګې ته کارول کېده، ژباړن) لقب خپل کړی و، د ۱۷۹۲ کال د سېپټمبر په ۲۱مه یې د پاچاهۍ هېوادنی کنوانسیون لغوه کړ او ۱۶م لویي يې له واک څخه لرې چې وروسته له ګليوټین (په فرانسوي ژبه د اعدام هغې وسیلې ته ویل کېږي چې د سر پرې کولو لپاره کارول کېده، ژباړن) سره په دار کړل شو. کله چې د هغه ځوان وراره ۱۷م لويي د ۱۷۹۵ کال د جون په اولسمه په زندان کې ومړ، خپل کاونټ پرووېنس يې د اتلسم لويي په نوم د پاچا په توګه وټاکه. [۱۱][۱۲]

اتلسم لویي د فرانسې له انقلاب او د ناپیلون تر دور وروسته په پروس، انګلستان او روسیه کې په جلاوطنۍ/ تبعید کې ژوند وکړ. په ۱۸۱۴ ز کال کې بلاخره کله چې شپږم ائتلاف ناپیلون ته ماته ورکړه. اتلسم لویي په داسې یو موقف کې ځای درلود چې هغه او فرانوسوي سلطنت غوښتونکو د هغه حقیقي موقف باله. که څه هم ناپیلون له خپلې شړنې/ تبعید څخه اېلبا ته وتښتېده او خپله د فرانسې امپراتوري  یې ورغوله. اتلسم لویي وتښتېد او اووم ائتلاف د فرانسې له امپراتورۍ سره د جګړې اعلان وکړ او بیاځلي يې ناپیلون ته ماته ورکړه او بیاځلي يې اتلسم لویي د فرانسې پر تاج او تخت کېنوه.[۱۳]

اتلسم لویي له یوې لسیزې څخه لږ مهال د فرانسې د پاچاهۍ پاچا و. د بوربن د رغونې دولت د پخواني مطلق رژیم خلاف یوه مشروطه واکمني وه. د ۱۸۱۴ ز کال له منشور سره د فرانسې د نوي اساسي قانون پر بنسټ د اتلسم لویي سلطنتي امتیازات د پام وړ کم شول. په ۱۸۱۵ ز کال کې د هغه بېرته راستنېدل د اولترا شاهي ډلې په مشرۍ د سپین ترور د دویمې څپې لامل شو. لویئس په بل کال کې غیر مشهور پارلمان چې د نفوذ ناپذیره جرګې په نوم یادېده منحل کړ او د لېبرال لارښودونو د راپورته کېدو لامل شو. د هغه واکمني تر ډېره د پنځه ګوني اتحاد له رامنځته کېدو او په اسپانیه کې له پوځي مداخلې سره مشخصېږي. لویي کوم اولاد نه درلود، په دې توګه د هغه تر مړینې وروسته د هغه تاج او تخت د هغه ورور لسم چارلز ته ورسېد. اتلسم لویي د فرانسې وروستی پاچا و چې د خپلې واکمنۍ پر مهال ومړ، څنګه چې لسم چارلز (۱۸۲۴ - ۱۸۳۰) له واک څخه ګوښه شو، لویئس اول فلیپ (۱۸۵۲ -۱۸۷۰) او درېیم ناپیلون (۱۸۵۲ - ۱۸۷۰) دواړه بې واکه شول.[۱۴]

ځواني

لویي ستانیسلاس زاویېر، له زېږون سره سم د کاونټ پرووېنس له لقب سره د ۱۷۵۵ ز کال د نوامبر په ۱۷مه د وېرسای په ماڼۍ کې نړۍ ته راغی، د فرانسې د لویي ډوفېن او د هغه د مېرمنې ماریا جوزوف چې له ساکوسوني څخه و کشری زوی و. هغه د سلطنت د پاچا پنځلسم لويي لمسی و. هغه تر خپل زېږون ۶ میاشتې وروسته د ډوفېن د زوی په توګه Fils de France / د فرانسې زوی (دا هغه سبک او موقف و چې د فرانسې د پاچاهانو د اولادونو له خوا اداره کېده) و. هغه له خپل زېږون څخه ۶ میاشتې وروسته د بوربن کورنۍ د دود پر بنسټ لويي ستانیسلاس زاويېر ونومول/تمعید شو، ځکه د تمعید تر غسل مخکې بې‌نومه و. نوموړی له دې عمل سره د سپېڅلې اروا په فرمان کې شامل شو (په فرانسه کې د ځوانمردۍ یو فرمان) د لویي نوم ورته ځکه ورکړل شو چې دا نوم د یو فرانسوي شهزاده لپاره و. ستانیسلاس د هغه د نیکه د پولنډ د لومړي پاچا ستانیسلاس د درناوي په پار هغه مهال چې لا ژوندی و وټاکل شو؛ زاويېر د سېنټ فرانسیس زاويېر څخه ورته واخیستل شو چې د مور کورنۍ يې هغه خپل تر ټولو سپېڅلی حامي باله. [۱۵]

لویي ستانیسلاس د هغه د زېږون پر مهال، د هغه تر پلار او دوو مشرانو وروڼو لوئس جوزوف زاویېر چې د بروګندي میر و او لویي اګوست د بېري له میر څخه وروسته د فرانسې د تاج او تخت پر کرښه څلورم کس و. لومړنی په ۱۷۶۱ ز کال کې ومړ او لويي اګوست خپله د ډوفين د نارسېدلې مړینې تر مهال تر ۱۷۶۵ ز کال پورې د پلارني وارث په توګه پاتې شو. دغو دوو مړینو لویي ستانیسلاس په دویمه کرښه کې د ځای ناستۍ لپاره ځای کړ، حال دا چې د هغه ورور لويي اګوست د ډوفین لقب خپل کړ.   [۱۶]

لويي ستانیسلاس په خپله واکمنۍ کې د ماډم ډي مارسن تر څنګ چې د فرانسې د سلطنتي کورنیو د بچیانو واکمنه وه هوساینه تر لاسه کړه، ځکه د خویندو وروڼو تر منځ هغه تر ټولو ورته نږدې او ګرانه وه. لویي ستانیسلاس په اووه کلنۍ کې له حکمرانې څخه لرې شو، دا هغه عمر وه چې د شاهي وینې او اشرافو کورنیو د هلکانو زده‌کړې نارینه‌وو ته سپارل کېدې. انټون ډي کوالېن ډي سټیور ډي کوسډې د لا واګیون میر چې د هغه د پلار ملګری و د هغه د حکمران په توګه وټاکل شو. [۱۷]

لويي ستانیلاس یو تکړه هلک و، چې په کلاسیک کې ډېر غوره و. له دې واقعیت سره سره چې لويي اګوست د تاج او تخت وارث و خو لويي ستانیلاس نه، د هغه زده‌کړې د هغه د مشر ورور لويي اګوست له زده‌کړو سره برابرې وې او ورته کيفیت يې درلود. د لويي ستانیلاس زده‌کړې په بشپړ ډول مذهبي وې. د ژان ژېل ډو کوئتلوسکوېټ، کشیش لیموژ؛ ابه ژان ـ انتوني نوليت او ژوزوېټ ګیوم – فرانسیسوا بېرتیه په شان د هغه څو ښوونکي کشیشان وو. لېووري‌يان ځوان لوئس ستانیسلاس او وروڼو ته يې داسې لار وروښوده چې د هغه په فکر باید شهزاده‌ګان پرې وپوهېږي، هغه دا چې «څه ډول کره استدلال وکړی شي، څنګه خپل ځانونه څنګ ته کړي او څه ډول په‌خپله خوښه کار وکړي.» [۱۸]

د ۱۷۷۱ ز کال په اپرېل کې کله چې نوموړی ۱۵ کلن و، د لويي زده‌کړې په رسمي ډول پای ته ورسېدې او خپله مستقله کورنۍ يې جوړه کړه، چې معاصران يې له افراط/بې عدالتۍ سره حیران کړل: په ۱۷۷۳ ز کال کې د هغه د خدمتګاراتو شمېر ۳۹۰ کسانو ته ورسېد. په هم‌هغه میاشت کې يې کورنۍ رامنخته شوه، لويي د خپل نیکه ۱۵ لويي له خوا څو لقبونه ترلاسه کړل: چې د انژوا میر، د مېن د کاونټ/ خان، د پنچې خان او د سنېشې خان و. هغه د ژوند د دې دوران په بهیر کې تر ډېره د پرووېنس د کاونټ په نوم پېژندل کېده. [۱۹][۲۰][۲۱]

د ۱۷۷۳ ز کال په ډېسمبر کې د سېتڼ لازاروس (د صلیبي جګړو پر مهال رامنخته شوې فرقه چې د عیسویانو د خوندیتوب او پالنې په موخه رامنځته شوې وه، ژباړن) د ستر استاد په توګه د یادې ډلې بنسټګر شو.

واده

د ۱۷۷۱ کال د اپرېل په ۱۶مه  يې له نیابتي لارې د ساووي له شهزادګۍ مېرمن ماریا جوزپينا سره واده وکړ. حضوري مراسم د مې میاشتې په ۱۴مه د ورسای په ماڼۍ کې تر سره شول. ماري ژوزوفین (په فرانسه کې په دې نوم پېژندل کېده) د ساووی د مير وېکتور امادئوس (چې وروسته د ساردينا درېیم وېکتور ادئوس پاچا شو) او دهغه د اسپانوۍ مېرمنې ماریا انتونیا فردیناندا لور وه.

واده د نڅا له یو پرتمین/مجلل محفل سره د مې مياشتې تر ۲۰مې نېټې دوام وکړ. لویي ستانیلاس خپله مېرمن کرکجنه ومونده؛ هغه يې بدرنګه، ستړې کوونکې او د ورسای له دودونو او ادابو څخه بې خبره بلله. دا واده د کلونو لپاره بې مینې پاتې شو. ژوندلیکونکي یې د لامل په اړه د نظر اختلاف لري. تر ټولو عام نظر (د ژوندلیکونکي انتونیا فریزر په وینا) د هغه د مېرمنې د شخصي حفظ الصحې د نه مراعاتولو له امله له هغې سره د ويده کېدلو لپاره نه تمایل ښيي. هغې هېڅکله خپل غاښونه نه برس کول، خپلې وریځې يې شکولې او هېڅ ډول عطر یې نه کارول. لويي ستانیسلاس د خپل واده پر مهال چاق و او پر لار د تګ پر ځای به ځومبېده. هغه هېڅکله ورزش نه کاوه او په زیاته کچه خوراک کول يې همداسې روان ساتلي وو.  [۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې