ايراسموس

ديزايديريوس ايراسموس روتيروداموس « Desiderius Erasmus Roterodamus» (28 اکتوبر 1466 – 12 جولای 1536)، يو هالنډی فيلسوف او کاتوليکي الاهياتپوه و، څوک چې د شمالي رنسانس يو له سترو پوهانو بلل کېږي.

د يو کاتوليک پادري په توګه، نوموړی په کلاسيکه پوهه کې يو مهم شخصيت و، چا چې په خپل انده او طبيعي لاتيني طريقه ليکل کړي. د بشرپالانو په منځ کې نوموړي ته د "بشرپالو شهزاده" لقب ورکړل شوی و، او "د مسيحي بشرپالو د برم تاج" بلل کېږی. پر متنونو د کار کولو لپاره د بشرپاله طريقو په استعمالولو سره، نوموړي د عهدجديد مهمې لاتيني او يوناني نسخې چمتو کړې، کومو چې داسې پوښتنې راپورته کړې چې په سمون او سمون ضد برخو کې اغېزناکې وګرځېدې. نوموړي همدا راز On Free Will (د ازادې ارادې په اړه)، In Praise of Folly(د حماقت په ستاينه کې)، Handbook of a Christian Knight (د مسيحي جنګيالي لاسي کتاب)، On Civility in Children (په ماشومانو کې د تهذيب په اړه)، Copia: Foundations of the Abundant Style (کوپای: د زيات اسلوب اساسات)، او نور ډېر اثار وليکل.[۱] [۲][۳]

ايراسموس د مخ پر وده اروپايي مذهبي سمون په شاليد کې ژوند کړی. نوموړی په خپل ټول ژوند کې د کاتولیکي کليسا يو غړی پاتې شو، له داخل څخه د کليسا او د هغې د مذهبي مشرانو د ناوړه چلند د سمون لپاره ژمن و. نوموړي د همغږۍ دوديز اصل دود کړ، کوم چې ځينو سمونپالانو (مارټن لوتر، کيلونسټ) د monergism د اصل په حق کې رد کړ. د هغه منځنۍ لارې (منځنۍ لار) په دواړو مرکزونو کې پوهان ناهيلي او ان غوصه کړل.

ايراسموس په 1536ز کال کې په باسل کې هغه مهال مړ شو، کله چې يې باربنټ ته بېرته د ستنېدو لپاره چمتوالی نيو او په باسل مونسټر کې، د دې ښار په پخوانۍ مرکزي کليسا کې خښ شو.[۴][۵]

د ژوند لومړي کلونه

ويل کېږي چې ديزايديريوس ايراسموس په «روټرډيم» کې، د 1460ز لسيزې د اکتوبر په اته ويشتمه نېټه، احتمالاً په 1460ز کال کې زېږېدلی و. نوموړي ته د Formiae د ايراسموس په وياړ نوم ورکړل شوی و، څوک چې د ايراسموس د پلار «جيرارډ» په شخصي ډول خوښ و.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

که څه هم له «روټرډيم» سره يې نږدې تړاو درلود، نوموړی هلته يوازې څلور کاله اوسېدلی دی، او له هغې وروسته بيا کله هم نه دی راغلی. د هغه د کورنۍ او ابتدايي ژوند په اړه معلومات په بنسټيز ډول د هغه په ليکنو کې له مبهمو حوالو څخه تر لاسه کېږي. شونې ده چې د هغه مور او پلار په قانوني ډول واده نه وي کړی: د هغه پلار جيرارډ، په «ګوډا» کې يو کاتولیک پادري او وصي و. د هغه مور «مارګريتا روجيريس» (چې له هالنډي لقب Rutgers څخه لاتيني شوی نوم دی) وه، هغه په «زيونبرګن» کې د يو ډاکټر لور وه. شونې ده چې هغه د «جيرارډ» کورنۍ نوکره وه. که څه هم نوموړی د واده له عقد پرته زېږېدلی و، د ايراسموس پالنه د هغه مور او پلار په 1483ز کال کې د وبا له امله تر مړينې پورې وکړه.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

ايراسموس د رهباني او نيمه رهباني ښوونځيو په يوه سلسله کې زده کړې وکړې، کوم چې د هغه مهال ځوانانو ته برابرې وې. په 1475ز کال کې، په نهه کلنۍ کې، هغه او مشر ورور يې «پيټر» د هالنډ يو له تر ټولو غوره لاتيني ښوونځي ته واستول شول، چې په «ډيوينټر» کې موقعيت لري، او ملکيت يې د Lebuïnuskerk (د سينټ ليبوينز کليسا) د روحانيونو له برخې سره دی. هلته د استوګنې پر مهال د ښوونځي مدير «اليګزيندر هيګيس» نصاب نوی کړ. په اروپا کې په لومړي ځل د «الپ» په شمال کې، یوناني ژبه له پوهنتون څخه په ټيټه کچه تدريس شوه، او له دې ځايه نوموړي زده کړه پيل کړه. په دې ځای کې د هغه زده کړه هغه مهال پای ته ورسېده، کله چې د 1483ز کال په شا اوخوا کې په ښار کې وبا خپره شوه، او د هغه مور له ناروغۍ مړه شوه، څوک چې هلته خپلو زامنو ته د کور چمتو کولو لپاره تللې وه.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

په 1484ز کال کې هغه او ورور يې په « 's Hertogenbosch» کې يو ثانوي ښوونځي ته واستول شول، چې د عام ژوند ورورولۍ ټولنې (Brethren of the Common Life) له خوا پر مخ وړل کېدو. نوموړی په دې ځای کې له «Devotio moderna» خوځښت او د دې ورورولۍ د مشهور کتاب «The Imitation of Christ» سره بلد شو، خو د مذهبي وروڼو او ښوونکو د سختو قوانينو او سختو طريقو څخه يې ډډه وکړه.[۲۱]

ټاکنه او د رهبانيت تجربه

غالباً په 1487ز کال کې، بې وزلۍ ايراسموس اړ کړ چې په سويلي هالنډ کې له «ګوډا» سره نږدې د سټين په کينونري کې د سینټ اګسټين د منظم غړي په توګه يو مقدس ژوند غوره کړي. نوموړي همدلته د 1488ز کال په وروستيو کې نذرونه ومنل، او د 1492ز کال د اپريل په پينځه ويشتمه د کاتولیک کشيش په توګه وټاکل شو. ويل کېږي چې هغه کله هم نه دی ليدل شوی چې د اوږدې مودې لپاره يې په فعال ډول د يو راهب په توګه کار کړی وي، او په مذهبي احکامو کې ځینې سرغړونې، د نوموړي وروستيو غوښتنو کې له داخل څخه د کليسا د اصلاح په مهمو موخو کې شاملې وې.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

په سټين کې د استوګنې پر مهال، ايراسموس له يو ملګري پادري « Servatius Rogerus» سره مينه ناکه اړيکه پيدا کړه، او د مينې يو لړ لیکونه يې وليکل، په کومو کې چې هغه «روجيرس» ته "زما نيم روح" وويل، ويې ليکل چې "ما په ناخوښۍ او بې تکلفۍ سره ستا ملاتړ وکړ". دا ليکنه په عموم کې د هغه جلا او ډېر محدود چلند څخه په ټوله معنا توپير لري، کوم چې هغه په وروستي ژوند کې وښود. (وروسته، په پاريس کې د درس پر مهال، نوموړی په ناڅاپي دول د «تاماس ګري» د سرپرست له خوا لېرې کړای شو. ځينو په دې اړوند د يوې نامشروع اړيکې په توګه اټکل کړی دی. په ايراسموس کله هم د هغه په ژوند کې دا ډول يادونه يا تور نه دی پورې شوی). د هغه په وروستي ژوند کې ممکن د هغه اثار دا پخوانۍ پېښې لېرې کړي، ځکه چې  لواطت پکې غندل شوی، او د نارينه او ښځو تر منځ په واده کې د جنسي غوښتنو ستاينه شوې.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

د پادري په توګه له ټاکل کېدو ډېر ژر وروسته، هغه د رهبانيت دندې پرېښودو فرصت تر لاسه کړ، کله چې هغه ته د «کيمبرايي» د پادري، «هينري اف برګن» د منشي د دندې وړانديز وشو، د کوم لامل چې په لاتيني ژبه کې د هغه پوره مهارت او د یو لیکونکي په توګه د هغه شهرت و. وروسته، د ناروغۍ او بشرپالې مطالعاتو سره د مينې له امله نوموړی د مذهبي دندې له مقرراتي اړخونو څخه په لنډ مهالي ډول معاف کړای شو، خو بیا هم يو پادري پاتې شو. پاپ ليو لسم وروسته د معافۍ دا پړاو دايمي کړ، کوم چې هغه مهال د درناوي وړ امتياز و.[۳۴][۳۵][۳۶]

سفرونه

ايراسموس د بې وزلۍ له امله په پراخه کچه او په منظم ډول سفرونه وکړل، له خپل سټين پادريتوب څخه تېښته (کيمبراي ته)، زده کړه (پاريس، ټورن ته)، د خوله کېدو د ناروغۍ له وبا څخه تېښته (اولينز ته)، دنده (انګلستان ته)، د مخطوطاتو، لیکنو لپاره د کتابتونونو په لټه کې (برابنټ ته)، شاهي سلاکار (کولون ته)، سرپرستي، درس ورکول او څارنه (شمالي ايټاليه ته)، شبکه جوړول (روم ته)، په شخصي ډول د چاپ په مټ کتابونه کتل (پاريس، وينس، لووين، باسل ته) او د مذهبي جنون له ظلم څخه ځان ژغورنه (فيوبرا ته). نوموړي له اس سپرلۍ څخه خوند اخيست.

پاريس

په 1495ز کال کې د پادري هنري په خوښه او معاش سره، ايراسموس د پاريس په پوهنتون کې په « Collège de Montaigu» کې د زده کړې لپاره ولاړ، کوم چې د اصلاحي شوق مرکز دی، د روحاني «جان سټينډونک» د لارښونې سره سم، د چا له سختيو څخه چې هغه شکايت کړی و. دا پوهنتون هغه مهال د علمي زده کړې مرکزي ځای و، خو هغه له مخکې څخه د بشرپالنې د رنسانس تر اغېز لاندې راغلی و. د بېلګې په ډول، ايراسموس په پاريس کې د يو ايټالوي بشرپال «Publio Fausto Andrelini»، شاعر او د بشرپالنې پروفيسر نږدې ملګری شو.[۳۷][۳۸]

سرچينې