اډون هبل

امریکایي ستوری پیژندونکی

Edwin Powell Hubble چې د ۱۸۸۹ز کال د نومبر له ۲۰ څخه يې د ۱۹۵۳ ز سپټمبر تر ۲۸ مې پورې ژوند کاوه، يو امريکايي ستوري پېژندونکی و. نوموړي له کهکشان څخه د پورته ستوري پېژندنې او مشاهداتي کیهان پېژندنې څانګو په رامنځته کولو کې د پام وړ ونډه ولوبوله. [۱۴][۱۵][۱۶]

اډون هبل
اډون هبل
اډون هبل

د شخص معلومات
پيدايښت۲۰ نومبر ۱۸۸۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
مړینه28 سپټمبر 1953 (64 کاله)[۱۲][۲][۳][۵][۶][۷][۸][۹][۱۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیتد امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
مورنۍ ژبهانگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)انگليسي [۱۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګهستورپوهنه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړېلومړنۍ نړېواله جګړه
دويمه نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
اډون هبل
اډون هبل

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

Hubble ثابته کړه چې، زياتره هغه شيان چې پخوا فکر کېده، د ګرد او ګاز ورېځې به وي او د نيوبولا په توګه ډلبندي شوي وو؛ په اصل کې د شيدو لار (Milky Way) تر شا کهکشانونه وو. نوموړي د کهکشاني او له کهکشان څخه د سترو واټنونو د اندازه کولو لپاره د يوه لرغوني Cepheid د بدلون نورانيت او ضربان دورې (چې په ۱۹۰۸ ز کې د Henrietta Swan Leavitt له لوري وموندل شوه) تر منځ پياوړې سيده اړيکه وکاروله. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

هغه ثبوت چمتو کړ، چې د يوه کهکشان تعطيلي چټکتيا له ځمکې څخه د هغې په واټن سره زياتېږي، چې دا ځانګړنه اوس د هغه حقيقت تر څنګ د هبل د قانون په نوم يادېږي، چې دوه کاله وړاندې د Georges Lemitre له خوا په مشاهداتي ډول وړانديز شوی او بيان شوی و. د Hubble او Lemaitre ګډ قانون دلالت کوي چې نړۍ پراخېږي. يوه لسيزه وړاندې امريکايي ستوري پېژندونکي Vesto Slipher هغه لومړنی دليل چمتو کړ، چې د ډېرو دې نيبولا رڼا په پياوړي ډول red-shifted [سره اوښتې وه] چې د لوړې شاته اچونې چټکتياوو څرګندونکې وه. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د Hubble نوم، د هبل فضا دوربين (Hubble Space Telescope) لپاره په خورا پراخه ډول پېژندل شوی دی، چې د هغه په ټاټوبي Marshfield, Missouri کې په څرګند ډول د ښکاره شوي يوه موډل سره د نوموړي په وياړ نوموړل شوی دی.

د ژوند لومړي وختونه او زده کړې

Edwin Hubble له Virginia Lee Hubble () او John Powell Hubble څخه چې د بيمې اجرائيه رئيس و؛ د Marshfield, Missouri کې زېږېدلی دی او په ۱۹۰۰ ز کال کې Wheaton, Illinois ته ولاړ. نوموړي د ځوانۍ په عمر کې د هغه د معنوي وړتياوو په پرتله د ورزشي وړتياوو له امله د يادونې وړ و، که څه هم هغه له املا پرته په بل هر مضمون کې ښې نمرې تر لاسه کړې. اډون يو ځیرک لوبغاړی و، چې په عالي ښوونځي او پوهنځي دواړو کې يې بېسبال، فوټبال او د منډې لوبې کولې. نوموړي په ۱۹۰۶ ز کال کې د عالي ښوونځي د منډې په يوه سيالۍ او [ډګر ته رسېدنه] کې اووه لومړي او يو درېيم مقام وګټه او د باسکټبال په لوبه کې يې له مرکز څخه تر ویستونکي ساتونکي (shooting guard) پورې په يو لړ ځايونو کې لوبه وکړه. هغه په ۱۹۰۷ ز کال کې د دوی د لومړۍ ناستې سرليک په رسولو کې د شيکاګو پوهنتون د باسکټبال ټيم مشري وکړه. [۲۷][۲۸][۲۹]

د لېسانس زده کړې

د شيکاګو په پوهنتون کې د هبل زده کړې پر حقوقو متمرکزې وې، چې په پايله کې يې په ۱۹۱۰ ز کې د لېسانس درجه تر لاسه کړه. Hubble د Kappa Sigma Fraternity. د رودزعالم  (Rhodes Scholar) په توګه يې درې کالونه د اکسفورډ په Queen’s College کې، د ساينس پر ځای د قانون پوهنې په لوستلو کې تېر کړل او وروسته يې په ادبياتو او هسپانوي کې هم زده کړې پيل کړې، چې په پایله کې يې د ماسټرۍ سند تر لاسه کړ. [۳۰][۳۱]

په ۱۹۰۹ز کې د هبل پلار خپله کورنۍ له شيکاګو څخه Shelbyville, Kentucky ته ولېږدوله، چې په يوه کوچني ښارګوټي کې واوسېږي او په يا کې يې Louisville ته نږدې مېشت کړه. پلار يې د ۱۹۱۳ز په ژمي کې هغه مهال مړ شو، چې Edwin لا تر اوسه په انګلېنډ کې و. نوموړي په راتلونکې اوړي کې د خپلې مور، دوو خویندو او کوچني ورور د پالنې په موخه له خپل ورور ويليم سره بېرته کور ته راغی. کورنۍ يې ويليم او اډوين ته د استوګنځي برابرولو په موخه يو ځل بيا د Louisville د Highlands ګاونډ Everett Avenue ته لاړل. [۳۲]

هبل يو وظيفه پېژندونکی زوی و، چې د کوچنيوالي له وخته له ستورو پېژندنې سره د لېوالتيا تر څنګ يې د خپل پلار غوښتنې ته غاړه کېښوده او لومړی يې د شيکاګو او وروسته په اکسفورډ پوهنتون کې حقوق ولوستل. نوموړي په دې وخت کې د رياضي او ساينس ځيني دورې هم وکړې. په ۱۹۱۳ ز کې د پلار له مړينې څخه وروسته له اکسفورډ څخه منځني لويديځ ته بېرته ولاړ، مګر د حقوقو په برخه کې د کار کولو انګېزه يې نه لرله. د حقوقو پر ځای يې د Indiana د نوي الباني په New Albany عالي ښوونځي کې د هسپانوي، فزيک او رياضياتو تدريس ته مخه وکړه، چې هملته يې د هلکانو د باسکېټبال ډله رهبرې کړه. نوموړی د عالي ښوونځي له يوه کال تدريس څخه وروسته د شيکاګو پوهنتون څخه د خپل پخواني پروفيسور په مرسته د پوهنتون د Yerkes Observatory کې د ستورو پېژندنې د لوستلو په موخه د لېسانس ښوونځي ته شامل شو، چې په ۱۹۱۷ ز کې يې له همدې ځايه د دوکتورا سند تر لاسه کړ. د نوموړي تيزس د «د بې هوښه نيبولا انځوريزې څېړنې» تر سرليک لاندې و. په Yerkes کې يې د هغه وخت د تر ټولو پياوړو دوربينونو څخه يوه ته لاسرسی درلود، چې يو پرمختللی يا نوی ۲۴ انچه (۶۱ سانتي متره) منعکس کوونکې اله يې لرله. [۳۳][۳۴]

د دوکتورا زده کړې

وروسته له هغې چې په ۱۹۱۷ ز کې متحده ايالتونو د جرمنې پر وړاندې جنګ اعلان کړ، Hubble په پوځ کې د ګډون کولو په موخه په چټکۍ سره د خپلې دوکتورا تيزس بشپړ کړ. نوموړی د متحده ايالتونو د پوځ لپاره رضاکارانه دنده وکړه او نوې جوړې شوې ۸۶ فرقې ته وګومارل شو، چې هغه د دويمې لوا په ۳۴۳ کنډک کې خدمت وکړ. هغه د تورن تر درجې پورې ورسېد او د ۱۹۱۸ جولای په ۹ مه له هېواده د باندې دندې لپاره غوره وګڼل شو، مګر ۸۶ فرقه هېڅکله له جنګ سره مخامخ نه شوه [جنګ يې ونه کړ]. هبل له لومړي نړيوال جنګ څخه وروسته، يو کال د کمرېج پوهنتون کې تېر کړ، چې د ستوروپوهنې په اړه يې په کې خپله زده کړې نوې کړې. [۳۵][۳۶]

مسلک

Hubble ته په ۱۹۱۹ ز کې د کليفورنيا پاساډينا ته نږدې د ستورو کتنځي د بنسټګر او رئيس George Ellery له خوا د ساينس د Mount Wilson  ستورو کتنځي لپاره د Carnegie Institution کې د کارکوونکي په توګه د دندې وړاندیز وشو. نوموړی د خپلې مړينې (۱۹۵۳ز) پورې، د Mount Wilson د کارکوونکي په توګه پاتې شو. هغه له خپلې مړينې څخه لږ وړاندې لومړنی ستوري پېژندونکی شو، چې د کليفورنيا San Diego ته نږدې د Palomar د ستورو کتنځي کې يې د Hale په نوم ۲۰۰ انچه (۵.۱ ملي) منعکس کوونکې الې لرونکی نوی بشپړ شوی دوربين وکاراوه.

هبل Hubble د امريکا د پوځ لپاره د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د Maryland په Aberdeen Proving Ground کې د يوه ملکي په توګه او د توغېدونکو شيانو د څېړنې لابراتوار د بانديني باليستيک څانګې د مشر په توګه کار وکړ. د يادې دندې په موده کې يې د باندينيو توغېدونکو شيانو د علم په برخه کې ډېرې څېړنې اداره کړې، چې د بمونو او توغنديو ګټور باروت يې زيات کړل. د نوموړي کار د هغه د شخصي پراختيا له امله چې په بانديني باليستيک کې يې د کارول شويو وسايلو لپاره د تجهيزاتو څو توکي رامنځته کړي وو، چې تر ټولو زيات د پام وړ پرمختګ يې د لوړې چټکتيا ساعت کمره وه، چې په الوتکه کې يې د بمونو او ټيټې چټکتيا توغنديو د ځانګړتياوو څېړل شوني کړل. د پام وړ ډيزاين، فعاليت او د بمونو او راکټونو نظامي ګټورتوب له امله، د نوموړي د زده کړو پايلو ته امتياز ورکول کېږي. Hubble ته هلته د کار له امله د (د ستاينې وړ لژين [نظامي عسکر]: Legion of Merit) انعام ورکړل شو. [۳۷]

موندنې (کشفونې)

د نړۍ د شيدو لار د کهکشان تر شا ځي. په ۱۹۱۹ کې د کليفورنيا د Mount Wilson په نامه د ستورو کتنځي ته د Edwin Hubble راتګ، د هوکر ۱۰۰ انچه (۲،۵ ملي متره) دوربين (Hooker Telescope) بشپړېدو سره برابرېږي، چې وروسته د نړۍ تر ټولو ستر دوربين شو. په غه وخت کې د نړۍ متداول نظر دا و، چې د نړۍ په بشپړ ډول د شيدو لار له کهکشان څخه جوړه شوې ده. په Mount Wilson کې د هووکر دوربين په کارولو سره هبل، د Andromeda نيوبولا او Triangulum په ګډون په څو مارپېچ نيبولا کې Cepheid اوښتونکي تشخيص کړل (د ستورو هغه ډول چې له کهکشان څخه د واټن معلومولو په موخه د وسيلې په توګه کارول کېږي). [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

سرچینې