اګنوسټېزم

اګنوسټېزم (هغه فلسفه چې باور لري، چې د خلقت او ماورأ الطبیعه په حقیقت باندې نه شو پوهېدلی)

اګنوسټېزم هغه نظر دي، چې وایې د خدای شتون، الهیت او ماورأ الطبیعت په یقیني ډول د پېژندلو وړ نه دي یا نه پېژندل کېږي. که پوښتنه دا وې، چې «ایا خدای شتون لرې؟»، «هو» به د توحید مانا ولري، «نه» به د ملحدیت مانا ولري «زه باوري نه یم»، دا د اګنوسټېزم په مانا ده. دا چې خدای احتمالاً کېدلی شي شتون ولري او یا نه. یو بل تعریف چې وړاندې شوی، هغه دا دی چې "انساني عقل د دې وړتیا نه لري چې دومره عقلي دلیلونه وړاندې کړي چې د خدای پر شتون او نه شتون باندې د عقیدې درلودل توجیې کړي. انګلیسي بیولوژیست ټوماس هنري هاکسلي په ۱۸۶۹ کال کې د اګنوسټیک کلیمه وکاروله او ویې ویل:« دا په ډېر ساده ډول دا مانا لري چې یو کس باید ونه وایي چې په یوڅه پوهیږي یا په دې باور دی چې د هغه څه لپاره چې پرې پوهېږي هېڅ علمي دلیل نه لري.» په هرصورت، پخوانیو مفکرینو داسې اثار لیکلي چې د اګنوسټېزم نظرونو ته وده ورکوي. د بېلګې په توګه د یو هندي فیلسوف سنجیا بیلتاپتا نظر چې له میلاد وړاندې ۵ مې پېړۍ کې یې له مرګ وروسته د ژوند په اړه څرګند کړ. همدارنګه یوناني فیلسوف پروټاګوراس چې له میلاد وړاندې پنځمې پېړۍ کې یې د "خدایانو" د شتون په اړه خپل اګنوسټېزم څرګند کړ.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د اګنوسټېزم تعریف

لرغونی او معاصر اګنوسټېزم د ساینس جوهر دی. په ډېر ساده ډول دا مانا لري، چې یو کس باید ونه وایي چې په یوڅه پوهېږي یا په دې باور دی چې د هغه څه لپاره چې پرې پوهېږي هېڅ علمي دلیل نه لري. په پایله کې اګنوسټېزم نه یوازې د مشهورو الهیاتو لویه برخه، بلکې د الهیاتو ضد لویه برخه هم له پامه غورځوي. په ټوله کې «بوش» د ټولو عقایدو سره مخالفت (هټروډوکسي) زما لپاره د ټینګې عقیدې (ارتودوکسي) په پرتله باندې ډېر توهینونکې ده، ځکه چې د ټولو عقایدو سره مخالفت ددې ادعا کوي، چې هغه د عقل او علم له خوا رهبري کېږي او ټینګه عقیده داسې نه ده. [۱۱]

—  ټوماس هنري هاکسلي

هغه څه چې اګنوسټیکان له هغه څخه د غیر اخلاقیاتو په توګه انکار کوي، په اصل کې د هغه برعکس نظریه ده، چې باید داسې وړاندیزونه شتون ولري چې خلک ورباندې پرته له منطقي قناعت وړ شواهدو څخه باور وکړي او دا ملامتي باید په داسې ناکافي ملاتړ شوو وړاندیزونو کې د بې باورۍ (کفر) له مسلک سره وتړل شي.[۱۲]

—  ټوماس هنري هاکسلي

اګنوسټېزم، په حقیقت کې کومه عقیده نه ده، مګر یوه طریقه ده، چې د هغې جوهر د یو واحد اصل په جدي پلي کولو کې دی ... په مثبت ډول دا اصول بیان کیدلی شي: په عقلي مسایلو کې پرته له دې چې کومه ملاحظه په نظر کې ونیسئ له خپل دلیل څخه پیروي وکړئ. په منفي ډول: په عقلي مسایلو کې داسې مه ښیئ چې پایلې ښکاره (واقعي) او د ثبوت وړ نه دي.[۱۳][۱۴][۱۵]

—  ټوماس هنري هاکسلي

هاکسلي د یو ساینس پوه په توګه، تر هر څه پورته، اګنوسټېزم د حد بندۍ د یوې بڼې په توګه وړاندې کړ. دا هغه فرضیه ده، چې هېڅ عیني او ازمایښتي تأییدونکی سند نه لري او یوه عیني او علمي ادعا نه شي کېدلی. په دې ډول د مطرح شوې فرضیې د ازموینې لپاره هېڅ لاره شتون نه لري او پایلې یې نا څرګندې یا غیر قطعي دي. د ده اګنوسټېزم د شته ادعا د سموالي یا ناسموالي لپاره همغږي نه لرله. کارل پوپر هم خپل ځان یو اګنوسټیک معرفي کوي. د فیلسوف ویلیم ایل رو په عقیده، په ترټولو دقیقه مانا اګنوسټېزم هغه نظر دی، چې څرګندوي چې انساني عقل د دې توان نه لري چې وکولی شي دومره منطقي دلیلونه وړاندې کړي، چې پر خدای باندې د شتون او نه شتون باور توجیه کړي.[۱۶]

د لغاتو د رېښې د څېړنې علم

د اګنوسټیک کلیمه د لرغوني یونان ἀ- (a-) 'بغیر'، او γνῶσις (gnōsis) 'پوهه') څخه اخیستل شوې ده. د توماس هنری هاکسلی[۱۷][۱۸]

له خوا په 1869 کې د میټا فزیک ټولنې په یوه غونډه کې د هغه فلسفې د تشریح کولو لپاره وکاروله، کومه چې د روحاني او عرفاني پوهې ټولې ادعاوې ردوي. د مسیحي کلیسا پخوانیو مشرانو د «روحاني پوهې» د تشریح کولو لپاره یوناني کلمه gnosis (پوهه) کاروله. اګنوسټېزم باید د مذهبي نظریاتو سره چې د اګنوسټېزم د لرغوني مذهبي غورځنګ سره مخالفت کوي اشتباه ونه نیسو، هاکسلی دا اصطلاح په پراخه او اختصارشوي مفهوم کې کارولې ده. هاکسلی اګنوسټېزم د یوې عقیدې په توګه نه، بلکې د شکي څېړنې د طریقې او د شواهدو د بنسټ په توګه پیژندلې دی.[۱۹][۲۰]

د اګنوسټیک اصطلاح د سانسکریټ د کلمې « Ajñasi» سره چې «نه پېژندل» ژباړل کېږي ګډه رېښه لري. همدارنګه د لرغوني هندي فلسفې ښوونځي اجنانا سره تړاو لري، کوم چې باور لري چې د مابعد الطبيعي طبیعت پوهه ترلاسه کول یا د فلسفي وړاندیزونو ریښتیني ارزښت معلومول ناممکن دي او بلاخره دا د نهایی نجات لپاره بې ګټې او زیان رسونکی دی. په وروستیو کلونو کې، عصبي علومو او ارواپوهنې ته اړونده ساینسي ادبیاتو دغه کلیمه د "نه پوهیدلو" په مانا کارولې ده. په داسې حال کې چې په تخنیکي اود بازارموندنې په ادبياتو کې "اګنوسټیک" د ځینو پیرامېټرونو څخه د خپلواکۍ په مانا هم راغلې ده. د بېلګې په توګه د «پلیټ فارم اګنوسټیک» چې د (کراس پلیټ فارم سافټویر ته اشاره کوي) او یا هم «هارډویر-اګنوسټیک».[۲۱][۲۲][۲۳]

د په شرایطو برابر اګنوسټېزم

د سکاټلنډي روښانتیا فیلسوف دیوید هیوم ادعا کړې چې د کائناتو په اړه معنې لرونکې بیانیې تل د یو لړ شکونو سره مل وي. ده ټینګار وکړ، چې د انسانانو نیمګړتیا په دې مانا ده چې دوی نشي کولی بشپړ یقین ترلاسه کړي، مګر په ډېرو کوچنیو قضیو کې چېرته چې یو بیان یوازې د تعریف له مخې سم وي. د بېلګې په توګه دا ډول ټوټولوژۍ (tautologies)، «ټول لېسانسه مجرد دي»، یا «ټول مثلثونه درې کنجونه لري.»[۲۴]

ډولونه

قوي اګنوسټېزم د ( "سخت"، "تړلي"، "سخت"، یا "دایمي اګنوسټېزم" په نوم هم یادیږي)

دا نظرڅرګندوي چې د یو خدای یا خدایانو د شتون یا نه شتون پوښتنه او د حتمي واقعیت طبیعت زموږ د طبیعي ناتوانۍ له امله نا معلوم دی او نه شي کولی چې د بلې موضوعي تجربې پرته د هر بل شي سره تجربه تایید کړي. یو قوي اګنوسټېک وایي: «زه نه شم کولی پوه شم چې خدای شتون لري که نه او تاسو هم نه شئ کولئ.»[۲۵][۲۶][۲۷]

کمزوری اګنوسټېزم (د "نرم"، "خلاص"، "تجربوي"، یا "لنډ مهاله اګنوسټېزم" په نوم هم یادیږي)

دا نظر څرګندوي چې د دخدایانو شتون یا نه شتون اوس مهال نامعلوم دی، مګر ضرور نه ده، چې حتمن باید نا معلومه وي، له همدې امله تر هغه وخته چې شواهد شتون ولري، له قضاوت څخه مخنیوی کېږي. یو کمزوری اګنوسټېک وایي: «نه پوهېږم چې خدایان شتون لري او که نه، خو کېدلی شي هغه ورځ چې شواهد شتون ولري، یو څه پیدا کړو.»[۲۵][۲۶][۲۷]

بې احساسه اګنوسټېزم

دا فکر ښکاره کوي چې ګواکي هېڅ بحث نه شي کولی، چې د یو خدای یا ډېرو خدایانو شتون ثابت یا رد کړي او که چېرې یو یا څو خدایان شتون ولري، نو دوی داسې نه معلومېږي، چې د انسان په چارو او برخلیک کې مداخله وکړي. له همدې امله د دوی شتون د انسان په شخصي چارو باندې کوم ځانګړی اغېز نه لري او په همدې خاطر باید په پام کې ونه نیول شي. یو بې احساسه اګنوسټېک وایي: «زه نه پوهېږم چې ایا کوم خدای شتون لري او که نه او دا زما لپاره مهم هم نه دي، چې خدای شتون لري او که نه.»[۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې او ياداښتونه