اګوست رودن

فرانسوا اګوست رنه رودن (زوکړه: د ۱۸۴۰ زکال د نومبر ۱۲ مه – مړینه: د ۱۹۱۷ زکال د نومبر ۱۷ مه) فرانسوی مجسمه جوړونکی و چې تر ډېره پورې د معاصرې مجسمه جوړونې د بنسټ ګر په توګه ګڼل کېږي. هغه په سنتي ډول په دغه برخه کې روزل شوی و او د یو صنعتګر په توګه یې خپلو چارو ته دوام ورکاوه. رودن له رس خاورې څخه د یوې پېچلې، ستونزمنې او عمیقې سطحې په جوړولو کې ځانګړی مهارت درلود. نوموړی د خپلو یو شمېر مجسمو لکه د مفکر (The Thinker)، د بالزاک د یادګاري مجسمې (Monument to Balzac)، مچي (The Kiss)، برګر کالیه (The Burghers of Calais) او د دوزخ د دروازې (The Gates of Hell) د جوړولو له امله پېژندل کېږي. [۳۷][۳۸]

اګوست رودن
اګوست رودن
اګوست رودن

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت۱۲ نومبر ۱۸۴۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
پاريس [۲۴][۲۵]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه17 نومبر 1917 (77 کاله)[۱][۲][۳][۵][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره
تابعیت فرانسه [۲۷][۲۸][۲۹]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رکن
ښځه
ژوند ملګری
پلار
مور
عملي ژوند
تعلیم
استاد
نامتو زده کونکي
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)فرانسوي [۳۳][۳۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ځانګړي کړنې
مؤثر
تحریکنوواله هنر [۳۵]،  وسمبوليزم [۳۶]  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
اګوست رودن
اګوست رودن

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د رودن ګڼ شمېر پام وړ مجسمې له انتقاد سره هم مخ شوې ځکه چې د فیګوراټیو مجسمې جوړولو له سنتونو سره چې تر ډېره په کې تزئیني، فرمولي او یا هم په لوړه کچه مضمون لرونکي اثار شامل و په تضاد کې وې. د رودن تر ټولو اصیلو اثرونو د تمثیل او افسانه پوهنې له مضامینو څخه فاصله لرلې. نوموړي په خپلو مجسمو کې تر ډېره پورې د انسان بدن د هغو د طبیعي ډول له مخې کښلی او د هغو فردي شخصیت او جسم یې نندارې ته وړاندې کړی. په داسې حال کې چې رودن د خپل کار پر وړاندې د راولاړېدونکو ستونزو سره حساس و خو د خپل سبک له بدلون څخه یې ډډه وکړه او د فعالیتونو دوام یې له ده سره د دولت او هنري ټولنې د زیاتېدونکې لیوالتیا لامل وګرځېد.

د رودن اصلي شخصیت له ناڅاپي طبیعت پالنې څخه - چې په ۱۸۷۵ زکال کې یې ایټالیا ته د هغه له سفر الهام اخیست – تر هغو نامتعارفو یادګارونو پورې چې نوموړی وروسته د هغو اړوند د سپارښتونو د موندلو په لټه کې و؛ شهرت وموند او رودن د خپل مهال په مخکښ فرانسوي مجسمه جوړونکي واوښت. تر ۱۹۰۰ زکال پورې هغه یو مشهور نړیوال هنرمند و. بډایه خصوصي پېرودونکي د هغه له نړیوال نندارتون وروسته د نوموړي د آثارو په لټه کې و او ده هم له مخکښو روڼ آندو او هنرمندانو سره خپله همکاري وساتله. د هغه شاګرد کامیل کلودل چې د هغه همکار او پر ده مین و د ده په نوښتګر سیال واوښت. د رودن په نورو شاګردانو کې آنتوال بوردل، کنستانتین برانکوزي او چارلز دیسپیو شاملېږي. رودن او د هغه همیشنۍ ملګرې روز بیورټ د خپل ژوند په وروستي کال کې له یوبل سره واده وکړ. په ۱۹۱۷ زکال کې د ده له مړینې وروسته یې مجسمو خپل محبوبیت له لاسه ورکړ خو د څو راتلونکو لسیزو په ترڅ کې د هغه میراث تثبیت شو. رودن یو له هغو کم شمېر مجسمه جوړونکو څخه دی چې په پراخه کچه د تجسمي هنرونو له ټولنې بهر پېژندل کېږي.

بیوګرافي

د رودن د ودې کلونه

رودن په ۱۸۴۰ زکال کې د پاریس په یوه کارګري کورنۍ کې وزېږېد؛ هغه د ماري شفر او د پولیسو د ادارې د کارکوونکي ژان باتیست رودن دویم ماشوم و. نوموړي تر ډېره بریده هر څه له ځانه سره زده کړي و او په ۱۰ کلنۍ کې یې طراحۍ ته مخه کړه. له ۱۴ کلنۍ څخه یې تر ۱۷ کلنۍ پورې یې د Petite École په نامه ریاضي او هنر ته په ځانګړي شوي ښوونځي کې زده کړې وکړې؛ چېرې چې نوموړي رسامي او نقاشي زده کړه. د هغه د رسامي ښوونکي هوراس لیکوک دو بواسبودران په دې باور و چې باید لومړی د خپلو زده کوونکو شخصیت ورزوي په دې ډول چې هغوی هرڅه په خپلو سترګو وګوري او بیا د هغو له خاطراتو ګټنه وکړي؛ هغه چاره چې له امله یې رودن ډېر وروسته د خپل ښوونکي ستاینه وکړه. رودن هغه مهال چې په Petite École کې و له ژول دالو او الفونس لګروس سره بلد شو. [۳۹][۴۰][۴۱]

په ۱۸۵۷ زکال کې رودن خپل یو خټین موډل د اکول ده بوزار په نامه د ښکلو هنرونو کالج ته یووړ څو وکولای شي هلته شامل شي؛ هغه بریالی نه شو او دوه ځله نور یې هم ورته غوښتنلیک ولیکه خو وه نه منل شو.په داسې حال کې چې په ګرنډ اکول ښوونځي کې د شمولیت شرایط ډېر لوړ نه و، خو دلته هم د رودن رد کېدل د هغه د پام وړ ماتېدو لامل وګرځېدل. کېدای شي د رودن د نه منلو لامل هم د نیوکلاسیک انتخاب کوونکو د سلیقې له امله وي، ځکه چې رودن د اتلسمې پېړۍ په سبک مجسمه جوړونه زده کړې وه. هغه په ۱۸۵۷ زکال کې Petite École  پرېښود او په راتلونکې لسیزه کې یې تر ډېره د یو صنعتګر او تزئین کوونکي په توګه د تزئیني توکو او د معمارۍ د تزئینانو په جوړولو سره خپل ژوند چلاوه. [۴۲][۴۳]

د رودن خور، ماریا چې دوه کاله له هغه څخه لویه وه په ۱۸۶۲ زکال کې د خېټې د پوستکي د التهاب له امله په یوه صومعه کې مړه شوه؛ رودن د هغې له مړینې وروسته ځان ګنهګار باله ځکه هغه نوموړې د مذهبي مواردو اړوند بې وفا غوښتونکې بللې وه. هغه هنر ته شا کړه او له کاتولیکې ډلګۍ سره مل شو. سنټ پیټر جولیان ایمار چې د دغې ډلې بنسټګر او مشر و، د رودن استعداد ته یې پام شو، هغه یې د دیني چارو د ترسره کولو لپاره مناسب وه نه باله او وه یې هڅاوه څو بېرته خپلې مجسمې جوړونې ته دوام ورکړي. رودن د حیواناتو د مجسمه جوړونکي انتوان لوئیس باری په ټولګیو کې ونډه واخیسته او د طراح په توګه یې بېرته خپل کار ته مخه کړه. د حیوانانو جزیاتو او د هغوی حرکت لرونکو ماهیچو ته د هغه د ښوونکي پام په پام وړ توګه په رودن اغېز وکړ. [۴۴]

په ۱۸۶۴ زکال رودن د روز بیورټ (زیږون: د ۱۸۴۴ زکال جون میاشت) په نامه له یوې ځوانې خیاطې سره ژوند کول پیل کړل چې د ژوند تر پایه له هغې سره د بېلابېلو ژمنو په کولو پاتې شو. دغې جوړې د اګوست اوژن بوره (۱۸۶۶-۱۹۳۴ زکال) په نامه یو زوی وزېږاوه. همدغه کال رودن خپله لومړۍ مجسمه نندارتون ته وړاندې کړه او په دې سره یې د هنري توکو د بریالي جوړونکي البرت ارنست کریر – بلوز کاري سټوډیو ته لار ومونده. رودن تر ۱۸۷۰ زکال پورې د کریر – بلوز د همکار په توګه کار وکړ او د چت، د زینو او د دورازې د لارو په تزئینانو کې یې ورسره مرسته کوله. د فرانسې او پروس د جګړې په پیلېدو سره رودن د فرانسې په ملي ګارد کې خدمت ته وغوښتل شو خو د خدمت دوره یې په لید کې د ستونزې لرلو له امله لنډه وه. دغه مهال د جګړې له امله د طراحانو کار هم کم شوی و او رودن د خپلې کورنۍ ملاتړ ته اړتیا لرله، ځکه غریبي ورته تر ۳۰ کلنۍ پورې دوامداره ستونزه وه. کریر – بلوز ډېر ژر له هغه وغوښتل په بلجیم کې له هغه سره یوځای شي چېرې چې نوموړي د بروکسل د ارزښت لرونکو پاڼو پر تزئین کار کاوه. [۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

رودن هوډ درلود چې د څو میاشتو لپاره په بلجیم کې پاتې شي، خو هغه له فرانسې بهر شپږ کلونه تېر کړل. دغه دوره د هغه په ژوند کې تر ټولو مهمه دوره وه. هغه د یو صنعتګر په توګه مهارت او تجربه ترلاسه کړه، خو لا تر دې مهاله چا د هغه هنر نه و لیدلی ځکه په خپل کار ځای کې به و او لا یې هم د ریخته ګرۍ په برخه کې وړتیا نه لرله. له کریر – بلوز سره د هغه اړیکه هم مخ پر خرابېدو وه، همدا و چې نوموړي په بروکسل کې ځانته بله دنده پیدا کړه او یو شمېر خپل اثار یې په هنري سالونونو کې نندارې ته وړاندې کړل؛ د هغه مېرمن روز هم ډېر ژر ورسره یوځای شوه. دوی په کافي کچه د سفر لپاره د پیسو په غونډولو سره په ۱۸۷۵ زکال کې د دوه میاشتو لپاره ایټالیا ته ولاړل. رودن په ایټالیا کې د دوناتلو او میکل آنژ له کار سره لېوالتیا پیدا کړه او د هغه چارو د ده هنر ته په لوري ورکولو سره ژور اغېز وکړ. رودن بیا خپله وویل: «دا میکل انژ و چې زه یې له اکاډمیکې مجسمې جوړونې څخه خلاص کړم». هغه بلجیم ته په راګرځېدو سره د برونزو د دورې په نامه مجسمه باندې کار پیل کړ. [۴۹][۵۰][۵۱]

سرچينې