برېتانوي هند

د هند نيمه لويه وچه کې د برېتانوي ښکېلاک واکمنۍ دوره له ۱۸۵۸ تر ۱۹۴۷ پورې
(له بریتانوی هند نه مخ گرځېدلی)

بریتانوی هند Indian Empire) (په هند کې تاج کومت/د هند په ټاپوزمه کې بریتانوی حکومت) له ۱۸۵۸ تر ۱۸۴۷ز کال پورې د ننی هند، پاکستان، بنګله دیش، برما ،نیپال، بوتان او د افغانستان یو شمیر برخو باندی د لوې بریتانیا حاکم دولت وو.

د هند امپراطوري
Imperial political structure (British India, a quasi-federation of presidencies and provinces directly governed by the British Crown through the Viceroy and Governor-General of India, Princely States, governed by Indian rulers, under the suzerainty of The British Crown exercised through the Viceroy of India)[۱]

 

۱۸۵۸–۱۹۴۷
 

سرود
"God Save the King/Queen" [۲]
Location of India
1909 Map of the British Indian Empire, showing British India in two shades of pink and the princely states in yellow.
پلازمینهکلکته (۱۸۵۸–۱۹۱۱)
نوی ډیلی (۱۹۱۱–۱۹۴۷)
ژبه(ی)
دینهندویزم, اسلام, مسیحیت, سک, بودیزم, بوایزم, Zoroastrianism, Judaism
دولتBritish Colonial Government
Monarch of the United Kingdom and Emperor/Empressa
 - 1858–1901Victoria
 - 1901–1910Edward VII
 - 1910–1936George V
 - 1936Edward VIII
 - 1936–1947George VI
Viceroyb
 - 1858–1862The 2nd Viscount Canning (first)
 - 1947The 1st Viscount Mountbatten (last)
Secretary of State
 - ۱۸۵۸–۱۸۵۹Lord Stanley (first)
 - 1947The 5th Earl of Listowel (last)
قانون جوړوونکيImperial Legislative Council
تاریخ
 - Battle of Plassey & Indian Rebellion۲۳ جون ۱۷۵۷ & ۱۰مۍ۱۸۵۷
 - د هند والی۲اګسټ ۱۸۵۸
 - Indian Independence Act18 July ۱۹۴۷
 - Partition of India۱۴او ۱۵اګسټ ۱۹۴۷
پيسید هند روپۍ

برتانوي سلطنت (پاچاهي، سلطنت، دولت يا سترواکي) د هند پر نيمه وچه باندې د برتانوي تاج واکمني وه، چې په هند کې د تاج او تخت حکومت يا په هند کې د مستقيم حکومت په نوم هم يادېږي او له ۱۸۵۸ ز کال څخه تر ۱۹۴۷ ز کال پورې يې دوام وکړ. تر برتانوي مستقيم واک لاندې سيمې ته په عمومي ډول د هغه وخت په اصطلاحاتو کې هند ويل کېده او هغه سيمې چې د سيمې د اصلي يا کورنيو واکمنانو له لورې اداره کېدلې مګر د برتانيې تر واک لاندې وې، شهزاده ته ورته سيمې يې بللې. که څه هم رسمي بڼه يې نه درلوده، مګر دا سيمه کله ناکله د هند سترواکي ګڼل کېدله. [۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د «هند» په توګه دا هېواد د ملتونو ټولنې بنسټګر غړی، په ۱۹۰۰، ۱۹۲۰، ۱۹۲۸، ۱۹۳۲ او ۱۹۳۶ ز کالونو المپيک د اوړي سياليو “Summer Olympics” ګډونوال هېواد او په ۱۹۴۵ ز کال په سانفرانسسکو کې د ملګرو ملتونو بنسټګر غړی هېواد و. [۹]

د حکومتولۍ دا نظام يا سيستم د ۱۸۵۸ ز کال د جون پر ۲۸ نېټه هغه مهال جوړ شو، چې د هند د ۱۸۵۷ ز کال له سرکښۍ “Indian Rebellion of 1857” څخه وروسته د برتانوي ختيځ هند کمپنۍ “East India Company” واک د ملکه ويکتوريا سلطنت ته (چې په ۱۸۷۶ ز کال کې د هند سترواکه اعلان شوې وه) ولېږدول شو. دې حالت د ۱۹۴۷ ز کال تر هغه مهاله پورې دوام وکړ، چې برتانوي سلطنت په دوه خپلواکو دولتونو باندې ووېشل شو، چې يو يې د هند اتحاديه (چې وروسته د هند جمهوريت شو) او بل يې د پاکستان خپلواکه سيمه (چې وروسته د پاکستان اسلامي جمهوريت او د بنګله دېش ولسي جمهوريت) و. په ۱۸۵۸ ز کال د سلطنت په پيل کې “Lower Burma” وار له مخه د برتانوي هند برخه وه، “Upper Burma” په ۱۸۸۶ ز کال ورسره يو ځای شوه او د اتحاديې په پايله کې برما تر ۱۹۳۷ ز کال پورې د يو خپلواک ولايت په توګه اداره کېده. دا هغه مهال و، چې برما يوه بېله برتانوي مستعمره شوه او په ۱۹۴۸ ز کال کې يې خپله خپلواکي تر لاسه کړه. د دې هېواد نوم په ۱۹۸۹ ز کال کې ميانمار ته بدل شو. [۱۰]

برتانوي سلطنت

برتانوي سلطنت د ګوا “Goa” او پينډيچيري “Pendicherry” غوندې کوچنيو ملکيتونو څخه پرته چې د نورو اروپايي هېوادونو له لورې نيول شوي وو، د نږدې نني ټول هند، پاکستان او بنګله دېش کې وغځېد. دا سيمه ډول ډول يا متنوع ده، چې د هماليا غرونه، حاصلخېزه سېلابي درې، “د هند او ګنګا دره، اوږده ساحلي ليکه، استوايي وچ ځنګلونه، لوړې شاړې ځمکې او د تار دښته “Thar Desert” لري. دې سيمې د دې تر څنګ په بېلابېلو وختونو کې عدن “Aden” (له ۱۸۵۸ څخه تر ۱۹۳۷ پورې)، “Lower Burma” (له ۱۸۵۸ څخه تر ۱۹۳۷ پورې)، “Upper Burma” (له ۱۸۸۶ څخه تر ۱۹۳۷ پورې)، برتانوي سوماليلېنډ “British Samaliland” (په لنډ ډول له ۱۸۵۸ څخه تر ۱۸۹۸ پورې) او سينګاپور (په لنډ ډول له ۱۸۵۸ څخه تر ۱۸۶۷ پورې) راونغاړل. برما له هند څخه بېله شوه او له ۱۹۳۷ ز کال څخه په ۱۹۴۸ ز کال کې تر خپلې خپلواکۍ پورې د برتانوي سلطنت له لورې په مستقيم ډول اداره کېده. د فارس خليج “Persian Gulf”  “Trucial States” [هغه نوم چې برتانوي حکومت سويل لويديځ عرب د قبيلوي اتحاديو هغې ډلې ته ورکړ، چې مشرانو يې له انګليستان سره د ملاتړ تړونونه لاسليک کړي وو] او د فارس خليج تر استوګنې لاندې دولتونه په نظرياتي ډول شهزاده ته ورته دولتونه او همدارنګه تر ۱۹۴۷ ز کال پورې د برتانوي هند رياستونه او ولايتونه وو او روپۍ يې د خپل پولي واحد په توګه وکارولې. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په سيمه کې د شته نورو هېوادونو په منځ کې سيلون “Ceylon” چې هغه وخت د ټاپو شمالي برخې او ساحلي سيمو ته ويل کېده او اوس سريلانکا هېواد دی، په ۱۸۰۲ ز کال کې د امينس تړون “Treaty of Amiens” له مخې برتانيې ته وسپارل شو. دا ساحلي سيمې په لنډ مهالي ډول د ۱۷۹۳ او ۱۷۹۸ ز کالونو تر منځ د مدراس ولسمشرۍ “Madras Presidency” له مخې اداره کېدې، مګر د وروستيو دورو لپاره برتانوي واکمنانو لندن ته راپور ورکاوه او د سلطنت برخه نه وه. د نيپال او بوتان پاچاهيو له برتانيې سره جګړې کولې، چې په پای کې يې له دوی سره تړونونه لاسليک کړل او د برتانيې له لورې د خپلواکو دولتونو په توګه وپېژندل شوې. د سيکيم پاچاهي “Kingdom of Sikkim” د ۱۸۶۱ زکال د انګليس او سيکيميانو تر منځ له تړون “Anglo-Sikkimese Treaty” څخه وروسته د شهزاده دولت په توګه رامنځته شوه، که څه هم د حاکميت مسئله نامعلومه پاتې وه. د مالديف ټاپوګان “Maldive Islands” له ۱۸۸۷ څخه تر ۱۹۶۵ ز کال پورې د برتانيې تر قيموميت لاندې وو، مګر د برتانوي هند برخه نه وو. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

تاريخچه

د ۱۸۵۷ ز کال له بغاوت څخه وروسته: د هند نيوکي او د برتانيا غبرګون

که څه هم بغاوت په هند کې برتانوي تصدي لړزولې وه، مګر بېخي يې نه وه نسکوره کړې. له جګړې څخه وروسته برتانيا نوره هم محتاط يا پام لرونکې شوه. د سرکښۍ لاملونو ته ډېر فکر ځانګړی شوی و او دری اصلي غبرتونه يا درسونه ترېنه واخېستل شول. لومړی دا چې دا په يوه ځانګړې کچه احساس شوې وه، چې نه يوازې د برتانوي فوځ د لوړ پوړو مامورينو او د هغوی د هندي کاري ډلې تر منځ د ډېرې اړيکې او ملګرتيا ته اړتيا وه، مګر په ملکي ژوند کې هم ورته اړتيا وه. هندي فوځ په بشپړ ډول له سره برابر شو. د اګرا “Agra” او اود “Oudh” متحده ولايتونو له مسلمانانو او براهميانو څخه جوړ شوي واحدونه چې د سرکښۍ هسته يې جوړه کړې وه، تيت او پرک کړای شول. له هغو هندوانو څخه جوړ نوي کنډکونه (لکه د سيکهانو او بلوچانو) چې د برتانوي اټکل له مخې ښه تکړه او تیار و، جوړ شول. له هغه وخت څخه راوروسته هندي فوځ تر ۱۹۴۷ ز کال پورې په خپل جوړښت کې بې بدلونه پاتې شو. د ۱۸۶۱ ز کال سرشمېرنې څرګنده کړې وه، چې په هند کې انګليسي نفوس ۱۲۵۹۴۵ تنه و. له دې ډلې نږدې ۸۴۰۸۳ اروپايي افسران او د فوځ غړي او يوازې نږدې ۴۱۸۶۲ تنه يې ملکيان وو. په ۱۸۸۰ زکال کې د هند تيارسئ يا چمتو فوځ ۶۶۰۰۰ برتانوي سرتيري، ۱۳۰۰۰۰ اصلي هندوان او ۳۵۰۰۰۰ تنه په شهزاده فوځونو کې درلودل. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

دويم: دا هم احساس شوې وه، چې شهزادګان او لوی ځمکوال دواړه له سرکښۍ سره د نه يو ځای کېدنې له مخې د لارډ کېننګ په وينا «په توپان کې د اوبو د څپو ماتونکي» ثابت شوي وو. دوی په هغو تړونونو کې په رسمي ډول د پېژندنې له مخې د برتانيې په نوي سلطنت کې وستايل يا مکافات شول، چې دوی اوس له سلطنت سره لاسليک کړي وو. په ورته وخت کې درک شوې وه، چې هغه بزرګران چې د متحده ولايتونو “United Provinces” د ځمکو د پراخه سمونونو ګټه په پام کې نيول شوې وه، په زياتو حالتونو کې ناژمنتيا څرګنده کړې وه او د برتانيې پر وړاندې يې د خپلو پخوانيو مالکانو لپاره مبارزه کوله. په پای کې د راتلونکو ۹۰ کالونو لپاره د ځمکې اړوند نور هيڅ سمونونه پلي نه شول. بينګال “Bengal” او بيهار “Bihar” د پنجاب او اوتر پردېش خلاف د پراخه ځمکنۍ شتمنيو سيمې پاتې کېدې. [۲۳][۲۴][۲۵]

درېيم: برتانيې د ټولنيز بدلون پر وړاندې له هندې غبرګون سره د ناخوښۍ احساس وکړ. دوی تر بغاوت پورې په لېوالتيا سره د ټولنيز سمون له لارې (لکه د لارد ويليم بينټېنګ “Lord William Bentinck” له لورې پر ‘sati’ باندې بنديز) فشار راوړی و. اوس حس شوې وه، چې په هند کې دودونه او رسمونه دومره پياوړي او ټينګ وو، چې په اسانۍ سره نه شو بدلېدلی، په پای کې په ځانګړي ډول د مذهب اړوند مسائلو کې نور هيڅ برتانوي ټولنيزې لاسوهنې ان هغه وخت هم ونه شوې، چې برتانيې د مسئلې په اړه د خورا پياوړی احساس وکړ (لکه د هندي کونډو د بيا واده په بېلګه کې). دا د ملکه ويکتوريا په اعلاميه کې، چې له بغاوت څخه سمدستي وروسته خپره شوه، نوره هم په بېلګو سره روښانه شوه. يادې اعلاميې څرګنده کړه، چې «موږ د خپل حق او غوښتنې غوندې له هر هغه ادعا څخه انکار کوو، چې زموږ پر هر وګړي باندې زموږ ګرمتيا پورې کوي»، او په دې ډول هند کې له ټولنيزې لاسوهنې څخه ډډه کولو ته د برتانيې رسمي ژمنتيا په ګوته کوي. [۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې