بیسنته فوکس
بیسنته فوکس کیسادا (زوکړه: د ۱۹۴۲ زکال د جولای ۲ مه) مکسیکويي سوداګر او سیاستوال و چې د ۲۰۰۰ زکال د ډسمبر له لومړۍ نېټې څخه یې د ۲۰۰۶ زکال د نومبر تر ۳۰مې نېټې پورې د مکسیکو د ۶۲م ولسمشر په توګه خدمت وکړ.
بیسنته فوکس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲ جولای ۱۹۴۲[۱][۲][۳][۴][۵] مکسیکو ښار |
تابعیت | مکسيکو |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال سوداگر |
مورنۍ ژبه | هسپاني |
کاروونکې ژبه(ې) | هسپاني [۶] انگليسي |
کار ورکوونکی | د کولا کولا شرکت (۱۹۶۵–۱۹۷۹) |
جايزې | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
فوکس چې د ښي اړخي پوپولیست په توګه فعالیت کاوه، د ۲۰۰۰ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې ځان د نېشنل اکشن ګوند (National Action Party) له لوري نوماند کړ او له ۱۹۲۹ زکال وروسته لومړنی ولسمشر و چې بنسټیز انقلابي ګوند (Institutional Revolutionary Party) ته اړوند نه و؛ نوموړی په ۱۹۱۱ زکال کې د فرانسېسکو آی مادېرو د ولسمشرۍ له مهاله اپوزیسیون ډلې ته اړوند لومړنی کس و چې ولسمشر وټاکل شو. فوکس د ۴۲ سلنه رایو په ګټلو سره ټاکنې وګټلې. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
د ولسمشر په توګه هغه نیولیبرال هغه اقتصادي سیاستونو ته دوام ورکړ چې د PRI ګوند ته اړوندو پخوانیو ولسمشرانو مخته وړل. د هغه د ولسمشرۍ لومړۍ نیمايي په فدرال دولت کې ښي اړخ ته د زیاتو بدلونونو، د متحده ایالاتو له ولسمشر جورج ډبلیو بوش سره د کلکو اړیکو رامنځته کولو، د درملو په ارزښت باندې د اضافه مالیاتو په لګولو کې د ناکامې هڅې، د تکسکوکو د هوايي ډګر په جوړولو کې د پاته راتلو او د کیوبا له رهبر فیډل کاسټرو سره د دیپلماتیکو اړیکو د ترینګلتیا شاهده وه. په ۲۰۰۱ زکال کې د بشري حقونو د مدافع وکیل دیګنا اوچوا وژنې د PRI د اقتدار پالونکې مخینې د له منځه وړو اړوند د فوکس ژمنې له پوښتنو سره مخ کړې. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
د ولسمشرۍ دویمه نیمايي یې بیا د مکسیکو سیټي له ښاروال آندرس مانوئل لوپز اوبراډور سره د شخړو له امله ځانګړې کېږي. د فوکس ګوند (PAN) او ادارې هڅه وکړه چې لوپز اوبراډو له خپلې څوکۍ ګوښه او د ۲۰۰۶ زکال په ټاکنو کې یې له ګډون مخه ونیسي؛ خو بریالي نه شول. د فوکس اداره د امریکا لویې وچې د آزادې سوداګریزې سیمې له جوړېدو څخه د ملاتړ له امله چې وینزویلا او بولیویا ورسره مخالفت کړی و له دغو دوه هېوادونو سره د دیپلماتیکو اړیکو په ترینګلتیا کې ښکېل شوه. نوموړي د خپلې ولسمشرۍ په وروستي کال کې د ۲۰۰۶ زکال په جنجالي ټاکنو څارنه وکړه، هغه ټاکنې چې په کې د PAN ګوند نوماند فیلیپه کالدرون د خپل سیال لوپز اوبراډور پر وړاندې د ډېر لږ توپیر په لرلو بریالی شو؛ اوبراډور ادعا وکړه چې په ټاکنو کې درغلۍ شوي د ټاکنو د پایلو له منلو یې انکار وکړ او په ټول هېواد کې یې د اعتراضاتو غوښتنه وکړه. په همدغه کال کې په اواخاکا کې مدنۍ نارامۍ، چېرې چې د ښوونکو اعتصاب په پراخو لاریونونو او له تاوتریخوالي ډکو نښتو واوښت او هغوی د والي اولیس رویز اورتیز د استعفا غوښتنه وکړه؛ ورته مهال په مسکیکو ایالت کې د سان سالواډور آتنکو اعتراضاتو دوام درلود چې وروسته بیا ایالتي اداره او فدرال دولت د بشري حقونو د امریکايي محکمې له خوا په تاوتریخوالي لرونکې توګه د اعتراض کوونکو په ځپلو کې مجرم وبلل شول. بل پلو فوکس د خپلې واکمنۍ پر مهال د اقتصادي ودې د ساتنې او همدارنګه له ۲۰۰۰ زکال څخه تر ۲۰۰۶ زکال پورې له ۴۳.۷٪ څخه ۳۵.۶٪ ته د بې وزلۍ د کچې د راکمولو اعتبار لري.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
د مکسیکو د ولسمشر په توګه له خدمت کولو وروسته، فوکس خپل ایالت ګواناهواتو ته ولاړ. نوموړي د بیسنته فوکس د څېړنیز مرکز، کتابتون او موزیم د پرانیست غونډې په مراسمو کې وینا وکړه. نوموړی اوس مهال د سینټرل دیموکرات انټرنشنل په نامه د مرکزي ښي اړخو سیاسي ګوندونو د نړیوال بنسټ یو له رهبرانو څخه دی. [۲۶][۲۷]
فوکس د ۲۰۱۲ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې د PRI ګوند له نوماند، آنریکه پنیا نیتو څخه په ملاتړ په ۲۰۱۳ زکال کې PAN ګوند خوشی کړ. نوموړی د ۲۰۱۸ زکال په ټاکنو کې د PRI د نوماند خوزه آنتونیو مېډ ملاتړ وکړ. [۲۸][۲۹]
لومړني کلونه
بیسنته فوکس د ۱۹۴۲ زکال د جولای په ۲ مه په مکسیکو سیټي کې وزېږېد، نوموړی د خپلې کورنۍ له ۹ ماشومانو څخه دویم و. د هغه پلار خوزه لوئیس فوکس پونت اصلي مکسیکويي وګړی و. د هغه مور مرسدس کیسادا ایټکساید باکس کډواله وه چې د هسپانیا د ګیپوزکوا له سان باسټین څخه دلته راغلې وه. [۳۰]
فوکس خپل ماشومتوب او نوې ځواني د سانفرانسېسکو دل رینکون په ګواناهواتو کې د خپلې کورنۍ په املاکو کې تېره کړه. فوکس د زیاتو ګوتو لرونکی و چې د هرې پښې ګوتې یې شپږ شپږ دانې وې. [۳۱]
نوموړي د پرایری دوشین، ویسکانسین په سیمه کې په کمپیون عالي لیسه کې زده کړې وکړې او همدلته یې انګلیسي ژبه زده کړه. د کالج عمر ته په رسېدو هغه مکسیکو سیټي ته کډه وکړه او په ایبرو مرسیانا پوهنتون کې شامل شو چې په ۱۹۶۴ زکال کې یې له همدغه پوهنتون څخه د سوداګریز مدیریت په برخه کې لیسانس سند ترلاسه کړ. له دې وروسته نوموړي په ۱۹۷۴ زکال کې د هاروارډ له بېزنس کالج څخه د اداري مهارتونو یو سند هم ترلاسه کړ. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]
سوداګریزې چارې
په ۱۹۶۴ زکال کې فوکس د کوکاکولا شرکت له خوا د انتقالاتو د مسیرونو د څارونکي په توګه وګمارل شو او د انتقالاتو یو موټر یې هم چلاوه. له ۹ کلونو فعالیت وروسته هغه لوړې څوکۍ ته ورسېد او د مکسیکو د کوکاکولا شرکت د اجرایوي مدیر او مشر په توګه یې خدمت وکړ. په دغه ځای کې له ۶ کلونو دندې ترسره کولو وروسته له هغه وغوښتل شول څو په ټوله لاتین امریکا کې د کوکاکولا عملیاتي چارې رهبري کړي، خو فوکس منفي ځواب ورکړ او په ۱۹۷۹ زکال کې یې له کوکاکولا څخه استعفا ورکړه. د فوکس تر مدیریت لاندې کوکاکولا په مکسیکو کې په تر ټولو زیاتې خرڅېدونکې نوشابې واوښته او د کوکاکولا د پلور کچې نږدې ۵۰ سلنه زیاتوالی وموند. [۳۶][۳۷]
له کوکاکولا څخه له استعفا کولو وروسته، فوکس په ګواناهواتو کې په بېلابېلو عامه چارو کې ونډه اخیسته او هلته یې د «پټروناټو د لاکاسا کونا امیګو دانیل» په نامه یوه یتیم خانه جوړه کړه.[۳۸]
کورنی ژوند
په ۱۹۶۹ زکال کې فوکس له لیلیان د لا کونچا سره چې د کوکاکولا د معلوماتو د دفتر کارکوونکې وه واده وکړ. دوی د انا کریسټینا، بیسنته، پائولینا او رودریګو په نومونو څلور ماشومان لرل. په ۱۹۹۰ زکال کې لیلیان له ۲۰ کلونو ګډ ژوند وروسته له ده څخه د طلاق غوښتنه وکړه او ده هم طلاق ورکړ. [۳۹][۴۰]
فوکس د ۲۰۰۱ زکال د جولای په ۲ مه په داسې حال کې چې د مکسیکو ولسمشر و له مارتا ماریا ساهاګون جیمنز سره (چې د ده ویانده وه) واده وکړ. د هغه د واده نېټه د نوموړي د ولسمشرۍ لومړۍ کلیزه او د ژوندانه د ۵۹مې کلیزې ورځ وه. د فوکس او ساهاګون دواړو دا دویم دویم واده و.
لومړنۍ سیاسي چارې
فوکس د مانوئل کلوتیر په ملاتړ د ۱۹۸۸ زکال د مارچ په لومړۍ نېټه له نیشنل اکشن ګوند سره یوځای شو. همدغه کال نوموړی د لئون، ګواناهواتو له دریمې فدرال ناحیې څخه د فدرال استازو جرګې ته لار ومونده. [۴۱]
عامه انځور
بیسنته فوکس د ولسمشرۍ لپاره د خپلو ټاکنیزو سیالیو پر مهال د خپل کوبای ځانګړي سټایل لرلو له امله شهرت وموند. د یو ویناوال په توګه نوموړي د خپلې ولسمشرۍ په لومړي کال کې ګڼ شمېر وګړي ځانته جلب کړل. د ۱۹۳ سانتي (۶ فوټه او ۴ اینچه) قد په لرلو سره فوکس به د ګڼ شمېر خلکو په منځ کې څرګند و او باور پر دې دی چې نوموړی د مکسیکو په تاریخ کې تر ټولو لوړ قد لرونکی ولسمشر دی. د لوړې له مراسمو وروسته هغه په معمول ډول رسمي جامې اغوستې خو د مکسیکو له ځینو برخو څخه د لیدنې پر مهال به یې غوره ګڼله چې خپل کوبای پتلون او موزې واغوندي. [۴۲][۴۳][۴۴]