مکسیکو ښار

مکسیکو ښار: مکسیکوښار د مکسیکو پلازمینه او دمکسیکو له خورا ستروښارونو او د شمالي امریکا له خوراګڼ نفوسه ښارونو څخه دی. دا هیواد د۳۲ فدرالي بنسټونو څخه یو بنسټ بلل کیږي. دمکسیکو ښار دنړۍ له خورا مهمو فرهنګي اومالي مرکزونو څخه شمیرل کیږي. دمکسیکو ښارد مکسیکو ددرې د پلاتیو په لوړو کې  له بحر څخه د ۲۲۴۰ متره ( ۷۳۵۰ فوټو) په ارتفاع کې موقعیت لري. دا ښار په ۱۶ ښاري قصبو ویشل شوی دي چې وروسته هره قصبه په حوزو باندې ویشل کیږي.  [۱][۲][۳][۴][۵]

په کال ۲۰۲۰ کې د دې ښار نفوس ۹۲۰۹۹۴۴ او مساحت یې ۱۴۹۵ کیلومتره مربع ( ۵۷۷ مایل مربع) آڼکل شوي دی. د فدرالي اومرکزي حکومتونو د څرګندونو له مخې، دلوی مکسیکو ښار نفوس ۲۱۸۰۴۵۱۵ دی چې په نړۍ کې شيږمه لوړه درجه ګڼ میشته پلازمینه، د ساوپاولو  برازیل وروسته په شمالي نیمه کره کې دوهمه درجه ‌ډیره ښاري سیمه درلودونکی ښار اوپه نړۍ کې ترټولو ښارونو لوی ښار دي چې د هسپانوي ژبې ‌ډیر ویونکي لري. دمکسیکو ښار دمکسیکو هیواد ۱۵.۸ سلنه  داخلي ناخالص عواید  او د هیواد د ښاري سیمو د ناخالصو عوایدو ۲۲ سلنه برابروي . که مکسیکو ښار یو خپلواک هیواد وای، نو لاتینه امریکا کې به پنځم ستر اقتصادي هیواد بلل شوای وه. [۶][۷][۸][۹][۱۰]

دمکسیکو پلازمینه په امریکا کې له  خورا پخوانۍو پلازمېنو ده او یو له دوو هغو پلازمینو څخه ده چې دبومې خلکو له خوا یې بنسټ ايښول شوی دی. دا ښار په پیل کې د تیکسکوکو د خلیج دیوي ډلې جزیرو په سر د مکسیکا ازتیکا له خوا په کال ۱۳۲۵ زیږدیز کې جوړشو. دا ښار په ۱۵۲۱ زیږدیز کال کې د تینوچتیتلان د محاصرې په مهال تقریبا په بشپړه توګه ویجاړ شو او په پایله کې دهسپانوي ښارجوړولو ستندردونو په بنسټ یو ځل بیا دیزاین او جوړ شو. په ۱۵۲۴ زیږدیز کال کې د مکسیکو ښاروالۍ تاسیس شوه  اود مسکیکو تینوچتیتلان په نامه ونومول شوه چې وروسته په ۱۵۸۵ ز په رسمي توګه کې د سیوداد مکسیکو یا مکسیکو ښار په نامه نومول شو. دمکسیکو ښار د هسپانوي امپراطورۍ  د ډیرې برخې سیاسي، اداري او مرکزوه خو له هسيانیې څخه تر خپلواکۍ اخیستووروسته دا فدرالي حوزه په ۱۸۲۴ زیږدیز کال کې تاسیس شوه. [۱۱][۱۲]

سرچينې