بیل ګیټ


درېيم بيل ګيټس (زیږیدنې نېټه: اکتوبر ۲۸، ۱۹۵۵ ز کال) یو امریکایي سوداګر، د سافټ ویر جوړونکی، پانګه اچوونکی، لیکوال او خير خوا انسان دی. هغه د خپل ماشومتوب له ملګري پاول الین سره يو ځای د مايکروسافټ شريک بنسټ ايښودونکی دی. ګيټس په مایکروسافټ کې د خپل مسلک په جریان کې، د دې تر څنګه  چې د ۲۰۱۴ ز کال د مۍ تر میاشتې پورې ترټولو لوی انفرادي ونډه اخیستونکی هم و، د ریس، اجرايوي ریس او د سافټ وير لوی طراح جوړونکي په توګه یي دنده تر سره کړې ده. هغه د ۱۹۷۰ ز کال او ۱۹۸۰ ز کال لسیزو د مایکرو کمپیوټر انقلاب لوی متشبث و.[۳۳][۳۴][۳۳]

بیل ګیټ
بیل ګیټ
بیل ګیټ

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت۲۸ اکتوبر ۱۹۵۵[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
سیاتل [۱۵]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۱۷]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد1.77 متر [۱۸]  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استعمال ہاتھ
رکن
طبی کیفیتد رنګ ړوندوالی (د رنګونو سترګې نیول يا د رنګونو تر منځ توپير نه کول)   د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښځه
اولاد
پلار
مور
خور/ورور
عملي ژوند
تعلیم
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)انگليسي [۲۹][۳۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی
کل دولت89800000000 USD (۲۷ جولای ۲۰۱۷)[۳۲]  د (P2218) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوبه
لاسليک
بیل ګیټ
بیل ګیټ

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ګیټس په ۱۹۷۵ ز کال د واشنګټن په سېټل کې زیږیدلی او لوی شوی دی. هغه او الين د نوې مکسیکو په البوکرکیو کې د مایکروسافټ بنسټ کېښود. او دا د نړۍ تر تولولوی د شخصي کمپیوټر سافټ ویر شرکت شو. ګيټس په ۲۰۰۰ ز کال جنوري میاشت کې له دندې ګوښه کېدو پورې د شرکت د مشر او اجرايوي ريس په توګه دنده تر سره کړه. سټيف بالمر یي ځای ناستی شو. خو ګيټس د مديره پلاوي مشر او د سافټ وير ستر طراح پاتی شو. هغه د ۱۹۹۰ ز کال لسیزې په وروستیو کې،  د خپلو سوداګریزو فنونو له امله چی د سیالی ضد ګنل کيدل، تر نیوکې لاندې راغلی و.  دا موضوع  د ډیرو محکمو حکمونو لخوا تایید شوی وه. د ۲۰۰۸ ز کال په جون کې، ګیټس په مایکروسافټ کې نیم وخت کارکاوه، او په  میلندا ګیټس بنسټ کې بشپړوخت دنده تر سره کوله. دا هغه خصوصي خيريه بنسټ و، چی ګيټس او پخوانۍ ميرمنې یي ميلندا ګيټس په ۲۰۰۰ ز کال کې تاسیس کړی و. ګيټس د ۲۰۱۴ ز کال په فبروري کې د مایکروسافټ بورډ د ریس په توګه له دندې ګوښه شو، او د نوي ټاکل شوي اجراييوي  ستیا نادیلا ملاتړ په موخه یې د ټیکنالوژۍ سلاکار په توګه دنده په غاړه واخیستله. هغه د ۲۰۲۰ ز کال په مارچ کې، په مایکروسافټ او برکشایر هیتاوې کې د مدیریت دنده پریښوده. ترڅو په خپلو خيريه کارونو لکه: د اقلیم بدلون، نړیواله روغتیا او پراختیا او تعلیم باندې تمرکز وکړي.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

ګېټس له ۱۹۸۷ ز کال راهيسې د فوربیس مجلې د نړۍ تر ټولو شتمنو کسانو په لیست کې شامل شوی دی. له ۱۹۹۵ ز کال څخه تر ۲۰۱۷ ز کال پورې، ګيټس هر کال پرته له ۲۰۱۰ ز کال  څخه تر۲۰۱۳ ز کال پورې د نړۍ ترټولو شتمن کس لقب په فوربيس کی خپل کړ. هغه د  ۲۰۱۷ ز کال په اکتوبر کې،  د امازون بنسټ اېښودونکی او اجرايوي ريس جیف بیزوس څخه مخکې شو، بيزوس په هغه وخت کی  ۹۰.۶ ملیارد ډالر درلودل او ګیټس ۸۹, ۹ ملیارد ډالر درلودل. ګيټس د ۲۰۲۲ ز کال اپریل پورې، ۱۳۲ ملیارد ډالرو څښتن شو، چې هغه یې په نړۍ کې څلورم شتمن کس جوړ کړ.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

ګيټس وروسته په خپل مسلک کې او په ۲۰۰۸ ز کال کې په مایکروسافټ کې د ورځني کارونو پريښودو راهيسې، ډیرې سوداګرۍ او بشر دوستانه هڅې تعقیب کړې. هغه د څو شرکتونو بنسټ ایښودونکی او ریس دی، چی لاندې شرکتونه په کې شامل دي. ګيټس د بیل او میلنډا ګیټس بنسټ له لارې مختلفو خیریه موسسو او ساینسي څیړنیزو پروګرامونو ته د پام وړ پېسې ورکړې، چې راپور یې د نړۍ ترټولو لوی خصوصي خیریه بنسټ بولي. هغه د دې بنسټ له لارې، په ۲۱ پیړۍ کی د واکسین کمپاین مشري وکړه چې په افریقا کې د شدید پولیو ویروس له منځه وړلو کې د پام وړ مرسته وکړه. په ۲۰۱۰ ز کال کې، ګیټس او وارين بوفیت د ګيفينګ پلج (ورکولو ژمنه) په نوم بنسټ تاسیس کړ. چې له مخې به یې دوی او نور میلیاردران ژمنه کوي چې لږ تر لږه د خپلې شتمنۍ نیمایي برخه به بشر دوستۍ ته ورکړي.[۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

د ژوند لومړي کلونه

بیل ګیټس د ۱۹۵۵ ز کال د اکتوبر په ۲۸ نیټه د واشنګټن په سیټل ښار کې زیږیدلی دی. هغه د‌ ويليم ايچ ګيټس  (۱۹۲۵ ز کال-۲۰۲۰ ز کال) او ماری مکسويل ګيټس (۱۹۲۹ ز کال-۱۹۹۴ ز کال) زوی دی. ګيټس په ​​نسب انګلیسی، المانی او آیرش/سکاټ-آیرلینډی دی. د هغه پلار یو مشهور وکیل و، او مور یې د فرسټ انټرسټیټ بنک سیسټم او د متحده ایالاتو د مديره پلاوي برخه کې دنده ترسره کوله. د ګېټس نيکه جې ډبليو مکسوېل د یو ملي بانک مشر و. ګیټس یوه مشره خور کریسټي (کرستیان) او کوچنۍ خور لیبي لري. د هغه نوم په کورنۍ کې څلورم دی، مګر د "ټري" (یعنې درې) يا د دریم ويليم ګيټس په نوم پیژندل کیږي. ځکه چی پلار یې د دوهم ګيټس لقب لري. کله چی ګيټس اوه کلن وه نو دا کورنۍ د سیټل په سانډ پوينټ سیمه کې په یوه کور کې اوسېده،  چې د نادر طوفان له امله زیانمن شوی و.[۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]

ګيټس د ژوند په پیل کې ولیدل چې مور او پلار یې غواړي چې هغه د حقوق (قانون) مسلک تعقیب کړي. کله چې هغه ځوان و، د هغه کورنۍ په منظمه توګه د کانګریګیشنل مسیحي کلیساګانو په کلیسا کې ګډون کاوه، چې د پروټیسټنټ اصلاح شوی مذهب دی. ګیټس د خپل عمر په پرتله کوچنۍ و، او د ماشوم په توګه ځورول شوی و. کورنۍ یې سیالۍ  وهڅوله؛ یو لیدونکي راپور ورکړ چې "دا مهمه نه ده چې دا د زړه جرات، سخته توپ وهنه یا لامبو وهل وي؛ د ګټلو لپاره تل انعام و۔۔۔ او د بایللو لپاره تل جريمه شتون درلوده".[۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰]

هغه په ۱۳ کلنۍ کې، په خصوصي لیکسایډ پریپ ښوونځي کې شامل شو، چیرته چې ګيټس خپل لومړۍ سافټویر پروګرام ولیکه. کله چې هغه په ​​اتم ټولګي کې و، په ښوونځي کې د مېندو انجمن  د لیکسایډ د ښوونځي له خرڅولو څخه د زده کونکو لپاره د ټيلي ټايپ ۳۳ ماډل ( ای سي ار) ترمينل او د کمپيوټر وخت بلاک یې  په عمومی بریښنایی کمپيوټر کی واخيست. ګيټس د عمومي برېښنايي سیستم برنامه کولو سره علاقه وښوده. هغه د ریاضي له ټولګیو څخه د خپلې علاقې د تعقیب کولو لپاره معاف شو. ګيټس خپل لومړۍ کمپیوټري  پروګرام هم په دې ماشین کې ولیکه، د ټیک-ټیک-ټو پلي کول چې کاروونکو ته اجازه ورکوي چې د کمپیوټر په وړاندې لوبې وکړي. ګیټس ماشین ته او دا چي دا ماشين تل څنګه  د سافټ ویر کوډ په سمه توګه اجرا کوي حيران پاتی کیده. وروسته له هغه چې د مور انجمن بسپنه (پيسې) پای ته ورسیدي, ۔۔ ګیټس او نورو زده کونکو خپل وخت په کوچنيو کمپيوټرونو کي د (ډي يي س) او (پي ډي پي) سيسټمونو کي پلټني ته ورکړی و. د دې سیستومونو له جملې څخه یو هم (پي ډي پي ۱۰) و، چی د کمپيوټر مرکز شرکت پورې اړه لري.  چی ګيټس، پاول الين، ريک ويلنډ او د ګيټس تر ټولو ښه ملګری او د سوداګرې شريک کنت ايوانس وروسته له هغه منع کړل چی دوی د عامل په سیستم کې د پروګرام نويسي له غلطيو څخه ګته پورته کوله تر څو د کمپيوټر وړيا وخت ترلاسه کړي.[۶۱][۶۲][۶۳][۶۲][۶۴][۶۵]

څلورو زده کونکو د پیسو د ګټلو په موخه د لیکسایډ پروګرامرز کلب جوړ کړ. د بنديز په پای کې، دوی په  کی د اضافي کمپيوټر وخت په بدل کی د پروګرام نويسي غلطي  د پيدا کولو وړانديز وکړ. ګيټس د دې پرځای چې د تيلي ټايپ له لارې له لرې سیسټم څخه کار واخلي، د کمپيوټر مرکز شرکت دفترونو ته لاړ او د سرچينی کوډ یې د مختلفو برنامو لپاره چې په سیسیتم کی روان و لکه: فورترن, لسپ او د ماشین ژبه۔۔مطالعه کړ. کله چې شرکت له سوداګرۍ څخه بهر شو۔۔ نو له کمپيوټر مرکز شرکت سره يې توافق تر ۱۹۷۰ز  کال پوری دوام وموند.

راتلونکی کال، د لیکسایډ ښوونکي ګیټس او ایوانس د کمپيوټر وخت او نورو امتيازاتو چمتو کولو په بدل کې د ښوونځي د ټولګي مهالویش سیسټم د اتومات کولو لپاره نوم ليکنه وکړه. دوی په ډیرې لیوالتیا سره کار وکړ، ترڅو برنامه د راتلونکي (څلورم) کال لپاره چمتو کړي. د دوی د دريم کال په پای کې، ایوانس د غره د ختلو په پیښه کې ووژل شو، کومه ورځ چې ګیټس د هغه د ژوند ترټولو غمجنې ورځې په توګه بیان کړې. ګیټس بیا الين ته مخه کړه تر څو د لیکسایډ لپاره د سیسټم په پای ته رسيدو کې ورسره مرسته وکړي. [۶۶]

ګيټس په ۱۷ کلنۍ کې له الين سره یو ځای د ټراف-فو-ديتا په نوم یوه اختراع  وکړه،  تر څو د ۸۰۰۸ انټل  پروسسر په اساس د تګ او راتګ شميرونکي (ترافيک کونټر) جوړ کړي. ګيټس  په ۱۹۷۲ کال کې، د استازو په مجلس کې د کانګرس د کارمند په توګه دنده ترسره کوله. کله چې هغه په ​​۱۹۷۳ ز کال کې د لیکسایډ ښوونځي څخه فارغ شو, يو ملي او قدرمن ساينس پو و. ګيټس د علمي استعداد په ازموينه کې له ۱۶۰۰ نمرو څخه یې ۱۵۹۰ نمرې تر لاسه کړې. او په ۱۹۷۳ ز کال د مني په موسم کې د‌ هاردورد په کالج کې یې ثبت نام وکړ. هغه د قانون څخه مخکې مسايلو تخصص  غوره کړ، خو د ریاضیاتو او د کمپیوټر ساینس د فراغت کورسونه یې ونيول. ګيټس په هارورډ کې، خپل ملګری سره سټيف بالمر چی زده کوونکی وه وکتل.  ګیټس دوه کاله وروسته هارورډ پریښود، خو  بالمر پاتې شو او په عالي درجه فارغ شو. کلونه وروسته، بالمر د مایکروسافټ د اجرائيوي رئیس په توګه د ګیټس ځای ناستی شو او له ۲۰۰۰ ز کال څخه تر ۲۰۱۴ ز کال پورې د هغه استعفا تر وخته یې دا موقف ساتلی و.[۶۷][۶۸][۶۹][۷۰][۷۱][۷۲][۷۳][۷۴][۷۵][۷۱]

ګیټس د پینکیک  تنظيم لپاره یو الګوریتم رامنځته کړ، چې د پروفيسور هري ليويس له خوا د رياضياتو ترکيبي ټولګی کې د یو لړ ناحل شوي ستونزو د حل په توګه وړاندې شوی و. او د هغه حل د ۳۰ کلونو لپاره ترټولو ګړندۍ نسخې په توګه ریکارډ درلود، او د هغې ځای ناستی یوازې ۲٪ ګړندی دی. د ګيټس حل رسمي شوی دی. او د هاردوارد کمپيوټر ساينس پوه کرستوس پاپاديميتريو په همکاری سره خپور شوی دی.[۷۶][۷۷][۷۸][۷۹]

ګیټس د پاول الين سره په اړيکه کې پاتې شو، د ۱۹۷۴ ز کال په دوبي کې په هاني ويل کې سره يو ځای شول. په ۱۹۷۵ ز کال کی د ۸۸۰۰ مټس نجم د ۸۰۸۰ انټل پر بنسپ خپور شو. ګيټس او الين دا فرصت وموند چی د خپل کمپيوټر سافټ وير شرکت پيل کړي. ګيټس په همدې کال له هارورد څخه بهر شو. کله چې د ګيټس مور او پلار وليدل چی څومره دی غواړي تر څو خپل شرکت پيل کړي نو د ده ملاتړ يې وکړ. هغه د هارورد د پرېښودو پریکړه داسی  څرګنده کړه: "که هر څه سم مخ ته نه تلۍ، زه به تل بیرته ښوونځي ته تللې وم. خو زه په رسمي توګه رخصت وم." [۸۰][۸۱][۸۲][۸۳]

سرچینې