تکامل

تکامل د پرله پسې نسلونو په اوږدو کې د بیولوژیکي نفوس په ارثي ځانګړتیاوو کې بدلون ته ویل کېږي. دغه ځانګړتیاوې د جین څرګندوی دي چې د بیا زیږون پرمهال له موراو پلار څخه بچیانو ته لیږدول کیږي. بېلابېلې ځانګړتیاوې کېدای شي چې  په مشخص شوي نفوس کې د تغییر، جنیټیک ترکیب او د جینیتیکي بدلون د نورو سرچینو په پایله کې شتون ولري. تکامل هغه وخت رامنځته کیږي چې تکاملي پروسې لکه طبیعي انتخاب (د جنسي انتخاب په شمول) او جنیټیک جریان په دې تغییر عمل وکړي چې په پایله کې ځینې ځانګړتیاوې په نفوس کې ډیرې عامې یا نادره کېږي.[۱][۲][۳][۴]

هغه شرایط چې دا مشخص کوي چې ایا یو خصوصیت باید په نفوس کې عام یا نادر وي، په دوامداره توګه بدلون ومومي، د میراثي ځانګړتیاوو د تغییر چې د راتلونکو نسلونو په اوږدو کې رامینځته کېږي، لامل ګرځي.  دا د تکامل پروسه ده چې د بیولوژیکي  تشکیلاتو په هره کچه کې بیولوژیکي تنوع رامنځته کوي، لکه د نوعې کچې، انفرادي اورګانیزمونه او مالیکولونو په کچه. د طبیعي انتخاب په واسطه د تکامل ساینسي تیوري د ۱۹ پیړۍ په مینځ کې د چارلس داروین او الفرید رسال والیس له خوا په خپلواکه توګه تصور شوې وه او د داروین په کتاب  کې د انواعو په اصل کې توضیح شوې.[۵][۶][۷]

د طبیعي ټاکنې په واسطه تکامل لومړی د مشاهدې له خوا ښودل شوی چې ډیر اولادونه زیاتره د احتمالي ژوندي پاتې کیدو په پرتله پیداکیږي. دا د ژونديو موجوداتو په اړه درې د لید وړ حقایق تعقیبوي:[۸][۹]

ځانګړتیاوې د اشخاصو ترمنځ نظر د دوی په مورفولوژي، فزیولوژي او چلند پورې توپیر لري (ظاهري تغییر)، مختلفې ځانګړتیاوې د بقا او تکثیر مختلفې  اندازې وړاندې کوي (توپیریز وړوالی) او ځانګړتیاوې له نسل څخه نسل ته لیږدول کېږي ( د فټنس میراثیت). په دې توګه، په پرله پسې نسلونو کې د نفوس غړي ډیر احتمال لري د والدینو د اولادونو له خوا د غوره ځانګړتیاوو سره عوض شي چې هغوی ته توانایي وربښي چې په اړوند چاپېریال کې ژوندي پاتې او بیا تکثر وکړي.  

د شلمې پیړۍ په پیل کې، د تکامل نور رقابتي نظریات، لکه د ارث تغییر او اورتوجینیسیس (د اثر نه بدلون) رد شول، ځکه چې په عصري ترکیب کې د ډاروین تکامل د کلاسیک جنیټیک نظریات سره یو ځای کړل، چې د تطابق وړتکامل یې جوړکړې چې د طبیعي انتخاب له امله رامینځته کیږي او په مینډیلین جینیتیک تغییر باندې عمل کوي. په ځمکه کې د ژوند ټول دوران له یو تېر نړیوال مشترک پلار (LUCA) سره تړاو لری چې تقریبا  ۳.۵ نه تر ۳.۸ میلیارد کاله دمخه یې ژوند کاوه. د فوسیل په ریکارډ کې د لومړني بایوجینک ګیرافیت څخه سلسله،  میکروبي فوسیلونو ته، فوسیلي کثیرحجروي ژوندیو موجوداتو ته شامله ده.   [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د حیاتي تنوع موجوده نمونې د نوې نوعې د تکراري جوړښتونو (نوع جوړونو)، په نوع کې د بدلونونو (اناجینیسیس) او په ځمکه کې د ژوند د تکامل تاریخ په اوږدو کې د نوعې زوال (له منځه تللو) په وسيله جوړې شوې دي. مورفولوژیک او بایو کیمیکل ځانګړتیاوې، د هغو ډولونو ترمنځ خورا ورته دي چې نږدې لومړنی عام جد سره تراړ لري او د فیلوجنیټیک شجرو د بیا رغونې لپاره کارول کیدی شي.  [۱۷][۱۸][۱۹]

د تکامل  بیولوژي پوهان د فرضیې د رامینځته کولواو ازمویلو په واسطه د تکامل د بېلابېلو اړخونو، د ساحې یا لابراتواري شواهدو پراساس تیوري رامینځته کولو او د ریاضياتي او تیوریکي بیولوژی میتودونو له خوا رامینځته شوو معلوماتو پراساس، مطالعې ته دوام ورکړی. د دوی کشفونو، نه یوازې د بیولوژي په پراختیا، بلکې ډېری نور ساینسي او صنعتي ساحې، د کرنې، درملو او کمپیوټر ساینس  په شمول اغېزه کړې.[۲۰]

د تکاملي فکر تاریخ

کلاسیک لرغونوالی

هغه وړاندیز چې یو ډول ژوندی موجود له بل ډول څخه راوتلی شي، د سقراط د مخه یوناني فیلسوفانو، لکه اناکسیمندر او امپیډوکلس ته را جع کېږي. دا ډول وړاندیزونه د رومیانو په دوران کې ژوندي پاتې شول. شاعر او فیلسوف لوکریټیس په خپل شاهکار De rerum natura (د شیانو په طبیعیت) کې امپیډوکلس، چی یو یونانی شاعر و، تعقیب کړ.[۲۱][۲۲][۲۳]

منځنۍ دورې 

د دې مادیاتي نظریاتو برعکس، د ارستو طرفدارانو ټول طبیعي شیان د ثابت طبیعي امکاناتو د واقعیتونو په صفت، چې د شکلونو په نوم پیژندل کیږي ، فرض کړل. دا د طبیعت د منځنيو پیړیو د تیولوژیکي (علت پېژندنه) پوهې برخه وه، چې په هغه کې ټول شیان په الهي کاسمیک ( کیهاني) نظم کې د لوبیدو لپاره تعیین شوی رول لري. دا نظر د منځنۍ دورې معیاري پوهه شوه او په عیسوي زده کړې کې مدغم شو، مګر ارستو نه وو ویلي چې د ژوندیو موجوداتو ریښتیني ډولونه تل د دقیق میتافزیکی شکلونو سره یو له بل سره مطابقت ولري او په ځانګړي ډول یې مثالونه ورکړي چې څنګه د ژوندیو شیانو نوي ډولونه رامینځته کیدای شي.   [۲۴][۲۵][۲۶]

مخکې له ډاروین

په ۱۷مه پیړۍ کې، د عصري ساینس نوې میتود د ارستو تګلاره رد کړه. دې د فزیکي قوانینو له مخې د طبیعي پیښو توضیحات تعقیب کړل چې دا د ټولو مریي (د لیدلو وړ) شیانو لپاره یو شانته وو او د کومو ثابتو طبیعي کتګوریو یا الهی کائناتو د نظم شتون ته اړتیا نه درلوده.    [۲۷][۲۸]

جان ری له  یوې  پخوانی عمومي اصطلاح څخه  د ثابت طبیعي ډولونو، "نوعې"  بوټو او حیواني ډولونو  لپاره استفاده وکړه، مګر هغه د ژوندیو شیانو هر ډول په سختۍ سره د ډولونو په توګه پیژندلی او وړاندیز یې کړی چې هره نوع د هغه د ځانګړتیاوو له مخې تعریف کیدی شي ، چې نسل  په نسل دوام لري. بیولوژیکي طبقه بندي په ۱۷۳۵ز کې د کارل لینیوس له خوا معرفي شوه چې په څرګند ډول يې  د نوعې د اړیکو د طبقه بندی طبیعت پیژندلی، مګر لاهم هغه نوع د الهی پلان سره په تابته اړیکه کې په نظر کې نیولې.    [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

د دې وخت نورو طبیعت پوهانو د طبیعي قوانینو سره سم د وخت په تېرېدو سره د نوعې د تکاملي بدلون اټکل کړی. په ۱۷۵۱ ز کې، پییر لوئس ماوپرټویس د طبیعي بدلونونو په اړه لیکلي دي چې د تکثیر پرمهال پېښیږي او د ډېری نسلونو راټولولو لپاره نوې نوعې تولیدوي. جورجس-لویس لیکلرک، کامټ دي بوفون وړاندیز وکړ چې نوعه په مختلفو ارګانیرمونو کې تخریب کېدی شي او ایراسموس ډاروین وړاندیز وکړ چې ټول ګرمه وینه لرونکي حیوانات کېدی شي، د یو مایکرو ارګانیزم (یا "فلامینټ") څخه منځ ته راغلي وي.  

د بشپړ تکامل  لومړنۍ  طرحه د ۱۸۰۹ز د جین-بټیسټ لامارک د  "لېږد"  تیوري وه ، چې د نفوس غیر ارادي خلقت تر بحث لاندې نیسی او په دوامداره توګه، د ژوند ساده بڼې منځ ته راوړي او د نسب په موازي کرښو کې یی له ارثي تدریجی میل سره لویه پېچلتیا را منځ ته کړې ده او داسې یی فرض کړې چې په سمیه ییزه کچه، د نسب دغه  کرښې د ارثي تغییراتو په واسطه چې د دوی په والدینو کې د استفادې یا نه استفادې له امله دي، له چاپېریال سره سمون پیدا کړی.

(وروستۍ پروسه بیا لامارکیزم وبلل شوه). دغه نظریات د مشهورو طبیعت پوهانو له خوا د دسیسې په توګه وغندل شول چې تجربوي ملاتړ نه لري. په ځانګړي توګه، جورجز کووییر ټینګار وکړ چې نوعه، غیر مرتبطه او ثابته ده، د هغې ورته والی د وظیفوي اړتیاوو لپاره الهی طرح منعکس کوي. په ورته وخت کې، د رېو د سخاوتمندانه ډیزاین نظریات د ولیم پیل  له لوري طبیعي الهیات یا د موجودیت د شواهدو او د خدای ځانګړتیاوو ته (۱۸۰۲ز) پراختیا ورکړل شوه، چې پېچلی انطباق یې د خدای د طرحې د نښانې لپاره وړانډې کړ او د چارلز ډاروین له خوا و ستایل شو.[۳۵] [۳۶]

سرچينې او ياداښتونه