جرمنۍ غومبسه

Vespula germanica
جرمني غومبسه
مملکهژوی
شاخهبند پښه لرونکی ژوي
طایفهپرده وزری خوځندکې
ډلهVespidae
تیرهغومبسې

جرمني غومبسه یا اروپایي غومبسه (په لاتين: Vespula germanica) د زهرلرونکی او اجتماعي خوځندکو څخه ده چی په اروپا، منځني آسیا او شمالي آفريقا کی ژوند کوي خو دغه حشره د انسانانو د آغېزې په سبب آسټراليا، سهيلي آفريقا او امريکا ته پراخه شوه.

توصيف

جرمني غومبسه خوځندکې (حشرات) او بطيطې ښکار کوي او مېوه، د انسانانو خواړو (لکه شیدی، غوښه) هم خوري. نوموړي غومبسه په آسټراليا او نیوزیلند کې د مضرو حشرو څخه ده او انسانان دا غومبسې ته په بده سترگه گوری. اوږدوالي یی ۱۲ میلیمټر دي او تور او ژيړ رنگ لري. ځاله یی د نباتو څخه جوړ شوی ده. په دي ځالې کی تقریبا ۳۰۰۰ غومبسې اوسېدلای سی.