جورج واشنګټن

جورج واشنګټن (۱۷۳۲  د فبرورۍ ۲۲ – ۱۷۹۹ ز دسمبر ۱۴) يو امريکايي پوځي افسر، سياستپوه او د امريکا بنسټ اېښودونکی و، هغه له ۱۷۸۹ز کال څخه تر ۱۷۹۷ز کال پورې د امريکا د لومړي ولسمشر په توګه کار وکړ. د يادې لويې وچې د کانګريس له خوا د همدې لويې وچې د پوځ د قوماندان په توګه ټاکل شوي واشنګټن، د امريکا په انقلابي جګړه کې هيوادپاله ځواکونه د بريا پر لور رهبري کړل، هغه په ۱۷۸۷ز کال کې د اساسي قانون د کنوانسيون مشري وکړه، په کوم کې چې د متحده ايالاتو اساسي قانون او فدرالي دولت جوړ شو. د هېواد د جوړېدو په شپو ورځو کې د څو اړخيزې مشرۍ له امله واشنګټن ته «د ملت پلار» ويل کېږي.  [۳۹]

جورج واشنګټن
جورج واشنګټن
جورج واشنګټن

د شخص معلومات
پيدايښت۲۲ فبروري ۱۷۳۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
مړینه14 ډيسمبر 1799 (67 کاله)[۱۴][۱][۱۵][۱۶][۳][۴][۵][۶][۷][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل
هديره
استوګنځای
تابعیت د لویې بریتانیا پاچاهي (۲۲ فبروري ۱۷۳۲–۴ جولای ۱۷۷۶)

د امریکا متحده ایالات (۴ جولای ۱۷۷۶–)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

قد74 اينچ   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند
رکن
طبی کیفیت
ښځه
پلار
مور
خور/ورور
کورنۍ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبهانگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)انگليسي [۳۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
برخه
مقام
جګړه/جګړې
لاسليک
جورج واشنګټن
جورج واشنګټن

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د واشنګټن لومړي عمومي دفتر له ۱۷۴۹ ز څخه تر ۱۷۵۰ز کال پورې د ويرجينيا د کلپپر ولسوالۍ د رسمي نقشې جوړولو په توګه کار وکړ. له دې وروسته، هغه د فرانسوي او هندي جګړې په اوږدو کې خپله لومړۍ پوځي زده کړه تر لاسه کړه (هغه همدا راز د ويرجينيا د کنډک مشري هم تر لاسه کړه). وروسته هغه د ويرجينيا د برګس شورا د غړي په توګه وټاکل شو او له دې ځايه د لويې وچې کانګريس ته د استازي په حیث غوره شو. له همدې ځايه نوموړی د لويې وچې د پوځ د عمومي قوماندان په توګه انتخاب شو. د دې منصب پر مهال (له فرانس سره په ائیتلاف کې ) هغه د امريکايي ځواکونو مشري وکړه، بریتانوي ځواکونه يې د امريکا د انقلابي جګړو پر مهال په يارک ټاون کې مات او هغوی تسليم شول. کله چې په ۱۷۸۳ ز کال کې د پاريس تړون لاسليک شو، هغه له خپلې دندې څخه استعفا وکړه.

واشنګټن د متحده ايالاتو د اساسي قانون په تصويب او منلو کې مهمه ونډه درلوده. هغه دوه ځلې د ولسمشر د ټاکونکې جرګګۍ له خوا د ولسمشر په توګه وټاکل شو. په داسې   حال کې چې د کابينې د غړو  تاماس جيفرسن او الکساندر هاميلټن تر منځ د سختو سياليو پر مهال بې پری پاتې شو، نوموړي يو پياوړی ملي او له مالي اړخه غوره حکومت وکړ. د فرانسې د انقلاب پر مهال يې د بې پريتوب تګلاره اعلان کړه او د «جي» تړون يې تحريم کړ. د «ښاغلي ولسمشر» په ګډون، نوموړي د ولسمشرۍ د دفتر لپاره تلپاتې مخينه پرېښوده او د جمهوري غوښتنې په اړه د هغه د مخه ښې وينا  يوه روښانه وينا بلل کېږي. 

واشنګټن له سلو زيات مريان درلودل، د مرييتوب د خونديتابه او مريتوب د محدودولو لپاره د کانګريس له خوا تصويب شوې کړنې يې لاسليک کړې. له ۱۷۷۸ ز څخه راپيل هغه د مريتوب له ادارو سره په ستونزه کې ښکېل شو او په خپله وصيتنامه کې يې «وليام لي» ازد کړ. د خپلې مېرمنې «مارتا واشنګټن» له مرګ وروسته يې، خپل يو سل او دروېشت نورو مريانو د ازادېدو پرېکړه وکړه. مېرمنې يې د خپل مېړه د هيلو درناوی وکړ او له مرګ مخکې يې د ۱۸۰۱ ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه دا مريان ازاد کړل. هغه همدا راز په خپله وصيتنامه کې درې دېرش نور مريان ازاد کړل، کوم چې هغه د خپل اوښي سره د پور په يو تړون کې تر لاسه کړي وو. واشنګټن هڅه وکړه چې اصلي امريکايي استوګن په انګليسي-امريکايي کلتور کې جذب کړي، خو د خونړيو نښتو په حالاتو کې يې د اصلي اوسېدونکو سره مقابله وکړه. هغه د انجليکي کليسا او فري ميسن (يوې پټې ټولنيزې ډلې) غړی و،  په عام ډول او د ولسمشر په توګه يې په پراخه ډول په مذهبي ازادۍ ټينګار کاوه. له مرګ وروسته، هغه «په جګړه کې لومړی، په سوله کې لومړی او د خپلو هېوادوالو په زړونو کې د لومړي» په توګه وستايل شو. [۴۰][۴۱][۴۲]

په تاریخي ودانيو، فدرالي رخصتیو، بېلا بېلو رسنيو او جغرافيايي ځايونو سره د واشنګټن يادونه کېږي، چې په دې ځايونو کې ملي پلازمېنه، د واشنګټن ايالت، مهرونه، دود پيسه شامل دي، ډېرو پوهانو او ټولپوښتنو کې هغه د متحده ايالاتو د سترو ولسمشرانو په منځ کې شمېرل شوی. په ۱۹۷۶ ز کال کې، د متحده ايالاتو د دوه سومې کليزې د لمانځلو د مراسمو پر مهال، واشنګټن ته د متحده ايالاتو د پوځونو د جنرال رتبه ورکړل شوه.

د ژوند لومړي کلونه (۱۷۳۲-۱۷۵۲)

د واشنګټن کورنۍ د ويرجينيا شتمنه او په کرنيزو چارو کې بوخته کورنۍ وه، چې خپله شتمني يې د ځمکو له سوداګرۍ او تمباکو له کښت څخه په لاس راوړې وه. د واشنګټن د نېکه «جان واشنګټن» په ۱۶۵۶ز کال کې د انګلستان له «نارت همپتينشاير» د «سولګريو» څخه د انګلستان مستعمرې ويرجينيا ته کډه کړې وه، هلته يې پنځه سوه جريبه (۲۰۰ هکتاره) ځمکه تر لاسه کړه، همدا راز د «پوټوماک» سيند په څنډه کې يې د «ليټل هنټنګ ګريک» هم تر لاسه کړ. جورج واشنګټن د ۱۷۳۲ز کال د فبرورۍ په دوه وېشتمه نېټه، د ويرجينيا ايالت د ويسټ موريلينډ ولسوالۍ په «پاپس ګريک» سيمه کې وزېږېد، هغه د خپل پلار او مور «اګسټاين» او «ماري بال واشنګټن» د شپږو بچيانو له ډلې لومړی اولاد و. پلار يې د سولې يو قاضي او منل شوې ولسي څېره وه، پلار يې د لومړۍ مېرمنې «جان بوټلر» څخه هم څلور بچيان درلودل. دې کورنۍ په ۱۷۳۵ز کال کې «ليټل هنټنګ ګريک» ته کوچ وکړ. په ۱۷۳۸ز کال کې دوی د ويرجينيا د «راپاهانوک» رود پر څنډه د «فردريکزبورګ» اړوند «فري» کروندځای ته وکوچېدل. کله چې اګوسټاين په ۱۷۴۳ز کال کې مړ شو، واشنګټن ته فري کروندځای او لس مريان په میراث پاتې شول؛ دهغه مشر ناسکه ورور «لارنس» ته «ليټل هنټنګ ګريک» په ميراث کې پاتې شو او دې ځای ته يې د «ماونټ ورنون» نوم ورکړ.[۴۳][۴۴]

واشګنټن رسمي زده کړې نه وې کړې، مشرانو وروڼو يې د انګلستان په اپلبي ګرامر ښوونځي کې زده کړې تر لاسه کړې وې، خو واشنګټن په هارټفيلډ کې د لور چرچ ښوونځي ته تللي و. هغه رياضيات، مثلثات او د ځمکو نقشه جوړول زده کړي و او يو ښه طرحه جوړونکی او نقشه اېستونکی و. د بلوغ په لومړيو کلونو کې به هغه  «له پام وړ ځواک» او «دقت» سره لیکنې کولې؛ په هر حال، د هغو لیکنو کمه اندازه ټوکې يا ظرافت هم درلود. د ستاينې، حيثيت او ځواک په لټه کې به هغه د خپلو ناکاميو او کميو پړه د نورو په بې اغېزۍ اچوله. [۴۵]

واشنګټن به ډېر ځله ماونټ ويرون او بيلوير ته تلو، دا هغه کروندځايونه و چې د لاورنس د خسر ويليام فيرفکس ملکيت و. فيرفکس د واشنګټن پالونکی او ملاتړ پلار شو او واشنګټن له يوې ډلې سره په ۱۷۴۸ز کال کې د «شنينادوا» په دره کې د فيرفکس د ملکيتونو ارزونه و کړه. راتلونکی کال هغه د وليام او ماري له پوهنځي څخه د ارزونکي جواز تر لاسه کړ. که څه هم واشنګټن د کار زده کولو دوديز پړاو تر سره نه کړ، فيرفاکس بیا هم د ويرجينيا د کلپپر ولسوالۍ د نقشې جوړونکي په توګه وټاکه او په دې توګه هغه د ۱۷۴۹ز کال د جولای په شلمه نېټه په کلپپر ولسوالۍ کې د خپل دفتر لپاره لوړه وکړه. هغه له سرحدي سيمو سره بلدتيا پيدا کړه او پايله په ۱۷۵۰ز کال کې يې له خپلې دندې استعفا وکړه، هغه د «بلو ريج» د لویديځو غرونو ارزونې ته دوام ورکړ. تر ۱۷۵۲ز کال پورې هغه په دې دره کې نږدې پنځلس سوه جريبه ځمکه (۶۰۰ هکتاره) رانيولې وه او د ۲۳۱۵ جريبه (۹۳۷ هکتاره) ځمکې څښتن و.[۴۶][۴۷]

په ۱۷۵۱ز کال کې، واشنګټن د لاورينس په ملګرتيا «باربيډاس» ته په لومړي ځل له هېواده بهر سفر وکړ، هغه هيله درلوده چې، د هغه ځای اب و هوا به يې د ورور د سیل ناروغۍ لپاره درملنه شي. واشنګټن په دې سفر کې د ننکيو په ناروغۍ اخته شو، له دې ناروغۍ هغه وژغورل شو، خو د هغه په مخ يې يو څه نښې او زخمونه پاتې شول. لاورنس په ۱۷۵۲ز کال کې مړ شو او واشنګټن د هغه له کونډې څخه «ماونټ ويرنن» په اجازه واخيست؛ خو په ۱۷۶۱ز کال کې د هغې له مرګ سملاسي وروسته، دا ځای  واشنګټن ته په میراث ور پاتې شو.[۴۸][۴۹][۵۰]

استعماري پوځي دنده (۱۷۵۲-۱۷۵۸ز)

د ويرجينيا د مليشې مرستيال قوماندان په توګه د لارنس واشنګټن له دندې څخه د هغه ميرنی ورور جورج هم الهام واخيست ، تر څو د ماموريت په لټه کې شي. د ويرجينيا مرستيال والي «رابرټ دينويدي» واشنګټن د څلورو نظامي برخو له منځه د يوې برخې د مشر او قوماندان په توګه وټاکه. انګريزانو او فرانسويانو د «اوهايو» درې د واک تر لاسه کولو لپاره سیالي کوله. په داسې حال کې چې انګريزانو د «اوهايو» د سيند په څنډو کې کلاوې جوړولې، فرانسويانو هم همدا چاره پر مخ وړه – يعنې د اوهايو د سمندر او ايري جهيل تر منځ د کلاوو په جوړولو بوخت وو.[۵۱]

سرچينې او ياداښتونه