جېن آسټن
جېن آسټن (په انگرېزي:Jane Austin) يوه انگرېزه ناول لیکونکې وه . د هغې ادبي ځېل د مينې په کړکیسه اییز بنسټ ولاړه وه . له همدې کبله ېې په انگرېزي ادبياتو کې تر ټولو ډېر لوستوال وموندل.. د هغې په لیکنو کې د ريښتینوالي او ټولنیزو تودو نیوکو برسېره په لیکنه کې ېې د کرکتر د شنلو اړخ په کنايه اییزه توگه او خندني طرز له کبله د خلکو ، نقادانو او پوهاندو ترمنځ يو ځانگړی او مهم ځای خپل کړ.
جېن آسټن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۱۶ ډيسمبر ۱۷۷۵[۱][۲][۳][۴][۵][۶] |
مړینه | 18 جولای 1817 (42 کاله)[۱۰][۱۱][۳][۲][۵][۶] |
د مړینې لامل | |
هديره | |
تابعیت | د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي |
طبی کیفیت | نری رنځ |
پلار | |
مور | |
وروڼه او خوندې | |
کورنۍ | |
عملي ژوند | |
تعلیم | |
کار/مسلک | ليکوال [۹][۵][۱۶] |
مورنۍ ژبه | انگليسي |
کاروونکي ژبه(ي) | انگليسي [۱۷][۱۸][۱۹] |
د کړنې څانګه | ادبيات [۲۰] |
ځانګړي کړنې | |
تحریک | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB مخونو[۲۱] | |
سمول |
دناولونو ځېلونه
د نوموړې نالونه د هغې د خپل ژوند انعكاس او انځورونه جوړوي، دې خپل ټول ژوند د ټولنې له ځينو برخو څخه ليرې تېر كړ، د دې نژدې ملگري د خپلې کورنۍ غړي او يا هم د ورته ټولنيز موقف څښتنان وو، ځكه خو يې په ناولونو كې يوازې دوې يا درې منځنۍ او يا هم بډايه كورنۍ ليدلاى شو.
همدارنگه د نوموړې ناولونه زياتره د كليوال او له ښاره ليرې ژوند په اړه دي، كوم چې د جاني زړه ته ډېر نژدې و.
د جېن په ناولونو كې په خپل زړه او سم واده كولو موضوع هم ډېره تر سترگو كيږي، د هغې په وخت كې د نر او ښځو دواړو لپاره واده كول ډېره غټه مسله وه، زياتره مهال به د واده پر وخت د يو بل پيسې او شتمنې هم په پام كې نيول كېده.
د يوې ليكوالې په توگه هغې هر وخت دغه ټكي غندلې، د ساري په ډول په Pride and Prejudice (غرور او تعصب) نومي ناول كې په هغې مور ډېرې ټوكې او ملنډې وهل شوى چې غواړې خپلې لوڼې د شتمنۍ په بدل كې واده كړي.
جېن پخپله هيڅكله واده و نه كړ،بېله يو څو د مينې له اړيكيو نه ټول وخت همداسې يوازې پاته شوه، نوموړې د خپلو ناولونو د لوبغاړو برعكس په واده كې هيڅ دلچسپي نه لرله.
د جېن د ناولونو زور په دې كې هم دى چې نوموړې دا وړتيا لرله چې د خپل لوبغاړي، او انساني اړيكيو تل ته تلله، كه څه هم له دې دواړو لږ ليرې پاته شوې وه.
هغې په ځانگړې ډول د خپل ځان غوندې د منځنۍ طبقې د ښځو د رول او غوښتنو په اړه وليكل او په دې برخه كې يې مرسته وكړه، همدارنگه يې د ښځو پر وړاندې ټولنيزو بنديزونو ته په ډېر شوخ انداز پېغور وركړ، او د ښځو د آواز په جگولو كې يې مرسته وكړه.
د جېن آسټن د ژوند پر مهال هم د هغې ناولونه ډېر زيات مشهور و، د هغې د مرستندويانو څخه يو هم والټر سكاټ و چې د دې د ناولونو په اړه يې ويلي:
دغه ځوانه نجلۍ د دې پوره وړتيا او استعداد لري چې د عام وگړي احساسات بيان كړي، ما تر اوسه پورې داسې ليكنه نه ده ليدلې.
د برتانيې څلورم پاچا له نوموړې څخه غوښتنه وكړه چې د هغې يو ناول دې ده ته ډالۍ شي، يو ناول يې Emma هغه ته ډالۍ شوى خو پر دې سربېره جېن د پاچا خوا ته ډېر پام نه كوه او په هغه كې يې څه خاصه دلچسپې يې نه ښودله.
د جېن په اړه ادبي كره كتوونكى مارك ټوېن ويلې:
جېن آسټن؟ زه به يوازې دومره ووايم چې هر هغه كتابتون ښه دى چې د جېن يو اثر په كې پروت وي، كه څه هم په ټوله كتابتون كې بل كتاب نه وي.
جېن آسټن په ۱۸۱۶ كې د ۴۱ كلونو په عمر مړه شو، او په وينچسټر كې خاورو ته وسپارل شوه، د نوموړې په نوم دوه ميوزيمونه جوړ شوي دي، چې يو يې هغه ځاى دى چيرې چې دا اوسېدله.
په ۲۰۰۵ م كال كې د هغې Pride and Prejudice ناول د بي بي سي د رايې ټولونې له مخې د ټول وخت ښه ناول وټاكل شو.
جېن آسټن همدارنگه د خلكو د رايو له مخې په ۱۰۰ لويو برتانويانو او په ۵۰ هغه ښځو كې راغلې چې نړۍ ته يې بدلون وركړى.
ژوند او زده کړې
آسټن خپل ټول ژوند د يوې اشرافي کورنۍ د غرور دچتر لاندې په محرومه فضا کې تېر کړ. هغه د يوه پريسټ (عیسوي ملا) لور وه . هغې ته لومړنۍ زده کړې خپل له کوره پیل شوې . په لومړي سر کې ېې پلار پرې خپل لخوا لوست پیل کړ بیا ېې مشرانو وروڼو او په پای کې دې خپله د لوست سره د مینې لرلو له کبله ځان تر د لیکوالۍ کچې پورې ورساوه .