دونباس

DonbasياDonba(UK: /dɒnˈbɑːs/, US: /ˈdɑːnbɑːs, dʌnˈbæs/; Ukrainian: Донба́с [donˈbɑs]; Russian: Донба́сс [dɑnˈbɑs]) په سويل لويديځ اوکراين کې يوه تاريخي، کلتوري او اقتصادي سيمه ده. د دې سيمې ځينې برخې د روسيې او اوکراين جګړې په پايله کې د بېلتون غوښتونکو ډلو (د ډونيټټسک د خلکو جمهوريت: Donetsk People’s Republic او لوهانسک د خلکو جمهوريت: Luhansk People’s Republic) له لوري اداره کېږي. د Donbas لغت يوه سفري کڅوړه يا خورجين دی، چې د “Donets Coal Basin” له لنډيز Donets Basin (Ukrainian: Донецький вугільний басейн, romanized: Donetskyi vuhilnyi basein; Russian: Донецкий угольный бассейн, romanized: Donetskii ugolnyi bassein) څخه رامنځته شوی دی. د ډبرو سکرو تشت نوم د Donets Ridge يو مأخذ دی، وروستی هغه يې د River Donets سره مل دی. د دې سيمې د پراخوالي ګڼې پېژندنې شته. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

اوسنۍ تر ټولو زياته کارنده پېژندنه يې د اوکراين د Donetsk او Luhansk سيمو ته ورګرځي، په داسې حال کې چې د ډبرو سکرو د کېندلو دې تاريخي سيمې د دې oblasts ځيني برخې ونه نغاړلې او په Dnipropetrovsk Oblast او سويلي روسيه کې سيمې يې راونغاړلې. په ورته نوم يوه اروپايي سيمه په اوکراين کې له دونيتسک او لوهانسک څخه او روسيه کې له Rostove Oblast څخه ترکيب شوې ده. Donbas د Zaporizhian Sich او Don Cossack Host تر منځ تاريخي پوله رامنځته کړه. دا د ۱۹ مې پېړۍ د وروستيو له هغه وخت راهيسې د ډبرو سکرو د کيندنې يوه مهمه سيمه ده، چې دا په کې په يو ځواکمن ډول صنعتي شوې سيمه شوه. [۱۱][۱۲][۱۳]

د ۲۰۱۴ ز کال په مارچ کې د Euromidan پروتست خوځښت څخه وروسته او د وقار اوښتون (Revolution of Dignity) په پايله کې د Donbas سترواکي د روسي پلوي او حکومت ضد ګډوډۍ په واسطه کلک شول. دا نا ارامي وروسته د اوکراين حکومتي ځواکونو او روسيې تر منځ د جګړې لامل شوه او روسي پلويو بېلتون غوښتونکو په ځاني انګېرل شويو ډونيتسک او لوهانسک سره «د خلکو جمهوريت» يو ځای کړ، چې د روسيې او اوکراين د يو څه پراخه جګړې د برخې په توګه يې د روسيې له خوا ملاتړ کېده، ياده جګړه تر اوسه (۲۰۲۲ز) کال پورې دوام لري. دواړه جمهوريتونه په ۲۰۲۲ ز کال کې د روسيې له لورې د دوی په رسميت پېژندنې پورې، په نړيوال ډول په رسميت نه و پېژندل شوی. يادې جګړې د اوکراین تر ولکې لاندې پولې، چې د يادې سيمې دوه پر درې برخه رانغاړي او تر روسي ولکې لاندې پولې تر منځ د Donbas درز رامنځته کړ، چې دا د يادې سيمې يو پر درې برخه جوړوي. روسيې د اوکرايني حکومت له لورې د اداره کېدونکي Donbas سيمې په ګډون، د ۲۰۲۲ز کال په فبروري کې پر اوکراين لور له لوره بريد پيل کړ.[۱۴]

له جګړې څخه مخکې د ډونيسټک ښار (چې وروسته په اوکراين کې تر ټولو ستر پينځم ښار و) د Donbas د نارسمي پلازمېنې په توګه ګڼل شوی و. له ۱۰۰۰۰۰ څخه د زياتو وګړو لرونکي ښارونه Luhansk، Mariupol، Makiivka، Horlivka، Kramatorsk، Sloviansk، Alchevsk، Sievierodonestsk او Lysychansk دي. اوسمهال د Kramatorsk ښار د Donetsk Oblast د انتقالي ادارې مرکز دی، په داسې حال کې چې د Luhansk Oblast انتقالي مرکز Sievierodonetsk دی.

تاريخچه

د روسيې لرغونې، د منځنيو پېړيو او سترواکۍ دورې

په دې سيمه کې د پېړيو لپاره بېلابېل کوچي قبيلې استوګن وې. لکه: Tatars, Turco-Mongols, Kipchaks, Pechenegs, Bulgars, Huns, Alans, Scythians او Nogais. دا سيمه چې اوس د Donbas په نامه يادېږي، د ۱۷ مې پېړۍ د دويمې نيمايي تر هغې مودې پورې په پراخه ډول بې نفوسه سيمه وه، چې Don Cossacks په دې ځای کې لومړنۍ تلپاتې استوګنې رامنځته کړې. [۱۵]

په ذکر شوې سيمه کې د Solcanoye (اوسنی Soledar) په نوم د لومړني ښارګوټي بنسټ په ۱۶۷۶ ز کال کې کېښودل شو، چې په نوي ډول د موندل شويو ډبرينې مالګې د زېرمو را اېستلو د ګټورې سوداګرۍ لپاره جوړ شوی و. د ځنګلي يا وحشي سيمو په نوم دا ځای چې اوس ورته Donbas وايي، د ۱۸مې پېړۍ د وروسيو تر نيمايي (هغه وخت) پورې د اوکرايني Cossack Hetmanate او ترکي Crimean Khanate تر پراخه واک لاندې وه، چې روسي سترواکۍ Hetmanate ونيو او Khanate يې له خپلې خاورې سره يو خای کړ. [۱۶]

د ۱۸ مې پېړۍ په پای کې زياتو روسانو، صربستانو او يونانيانو دې سيمې ته کډه وکړه. تزارې روسيې نيول شوې سيمې «نوې روسيه» ونومولې، چې په روسي ژبه کې ورته (Новоро́ссия, Novorossiya) وايي. دا چې صنعتي اوښتون ټوله اروپا راونغاړله، په ۱۷۲۱ ز کې د دې سيمې د ډبرو سکرو پراخو موندل شويو سرچينو د ۱۹ مې پېړۍ د وروستيو په نيمايي کې راايستل پيل کړل. [۱۷][۱۸]

د Donbas نوم په همدې ځای کې وکارول شو، چې د “Donets Coal Basin” اصطلاح څخه اخيستل شوی دی (Ukrainian: Донецький вугільний басейн; Russian: Донецкий каменноугольный бассейн) او د Donets سيند په غاړه سيمې ته ويل کېږي، چې د ډبرو سکرو ډېرې زېرمې په کې موندل شوې وې. د ډبرو سکرو صنعت لوړېدلو، په یاده شوې سيمه کې د وګړو زياتوالي ته لاره هواره کړه، چې ډېری هغه يې د روسي اوسېدونکې له لورې پرمخ وړل شوې ده. نوموړې سيمه، د Yekaterinoslav Govenorate د Bakhmut، Slovianserbsk او Mariupol هېوادونو په توګه اداره کېده. [۱۹]

Donest چې اوس په سيمه کې تر ټولو مهم ښار دی، په ۱۸۶۹ ز کال کې د ويلز سوداګر John Hughes له لوري د Olekssandrivka د پخواني Zaporozhian Cossack ښارګوټي په ځای کې جوړ شو. Hughes د پولادو يو ميل جوړ کړ او په دې سيمه کې يې د ډبرو سکرو بېلابېلې کارخونې جوړې کړې. ذکر شوی ښار، د نوموړي په وياړ Yuzocka نومول شوی و (روسي: Юзовка). د Yuzovka او ورته ښارونو په پرمختګ سره د روسي سترواکۍ له څنګ وزني يا محيطي حکومتونو څخه د بې ځمکو بزګرانو ګڼ شمېر د کارکولو په لټه کې دې سيمو ته راغلل. [۲۰]

د روسي سترواکۍ د ۱۸۹۷ ز کال سرشمېرنې له مخې اوکرايني وګړي («لږ روسان»، په رسمي سترواکه ژبه کې) د ذکر شوې سيمې د وګړو ۵۲،۴ سلنه ګڼل شوي دي، په داسې حال کې چې توکميزو روسانو ٪۲۸،۷ جوړه کړه. توکميزو يونانيانو، جرمنيانو، يهودانو او تاتاريانو هم په Donbas کې د پام وړ شتون درلود، په ځانګړي ډول د Mariupol سيمه کې، چې د ټولو وګړو ٪۳۶،۷ يې جوړه کړه. د دې تر څنګ روسانو د صنعتي کاري ځواک ډېره برخه جوړه کړه. اوکراينيانو کليوالي سيمې اداره کړې، مګر په ښارونو کې ډېری وخت روسان استوګن وو، چې د دې سيمې په پياوړو يا درندو صنعتونو کې د کار پلټلو لپاره راغلي وو. د اوکراین هغه وګړي چې بايد د کار کولو لپاره ښارونو ته تللي وی، په تېزۍ سره د روسي کارګرې ډلې سره ورته شول. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د روسيې کورنۍ جګړه او شوروي دوره (۱۹۹۱ – ۱۹۱۸ز کال)

د ۱۹۱۸ ز کال په اپرېل کې د اوکراین د خلکو جمهوريت ته ژمنو ځواکونو د سيمې د پراخو برخو واک تر لاسه کړ. د يو څه مودې لپاره يې په Donbas کې حکومتي برخو د خپلې ورته روسيې لنډ مهالي حکومت سره عمليات وکړل. د اوکراین د خلکو جمهوريت ځايناستی «د اوکراین دولت» د ۱۹۱۸ ز کال په می کې د خپل جرمني او استروهنګري متحدينو په مرستې سره د لنډې مودې لپاره د دې سيمې تر واک لاندې راوستلو وړتيا لرله. [۲۵][۲۶]

له ۱۹۱۷ څخه تر ۱۹۲۲ ز کال پورې د روسيې د کورنۍ جګړې پر مهال Nestor Makhno، چې د اوکراین د انقلابي سرکښه ځواک مشري يې وکړه، په Donbas کې تر ټولو نامتو مشر و.

د اوکرایني وګړو له لوري په نورو سيمو کې د استوګن کېدلو تر څنګ، Donbas د روسيې د کورنۍ جګړې په پايله کې په اوکرایني شوروي سوسياليست جمهوريت سره يو ځای شو. په ذکر شوې سيمه کې د Cossack ډلې خلک، د ۱۹۲۱-۱۹۱۹ ز کال پر مهال د decossackisation تابع وو. په Donbas کې اوکرانيان د ۱۹۳۳-۱۹۳۲ ز کلونو Holodomor وچکالۍ او د Joseph Stalin د Russification له تګلارې څخه خورا اغېزمن شول. دا چې زياتره اوکراینيان د کليوالي سيمو بزرګران وو، د وچکالۍ زور يې وزغامه. [۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې