د امریکا متحده آیالاتونو دیمکرات ګوند

دیموکراتیک ګوند په متحده ایالاتو کې له دوو لویو او معاصرو ګوندونو نه یو دی. د دغه ګوند بنسټ د ۱۸۲۸ ز کال په شاوخوا کې د اندرو جکسون د ملاتړو له خوا کېښودل شو، چې په نړۍ کې یو له پخوانیو فعالو سیاسي ګوندونو نه دی. له ۱۸۶۰ مې ز لسیزې راهیسې یې اصلي سیاسي سیال جمهوري غوښتونکی ګوند دی.[۱]

دیموکراتیک ګوند له ۱۸۶۰ ز کال وړاندې د محدود دولت او ایالتي حاکمیت نه ملاتړ کاوه او د ملي بانک او لوړو تعرفو مخالف و. په ۱۸۶۰ ز کال کې د غلامۍ پر سر په دوو برخو ووېشل شو او له ۱۸۶۰ ز کال نه تر ۱۹۱۰ ز کال پورې دوه ځلې ولسمشرۍ ته ورسېد. د نوولسمې پېړۍ په وروستیو کې یې، هماغه ډول له لوړو تعرفو سره خپل مخالفت ته دوام ورکړ او د سرو زرو د معیار اړوند یې کلک داخلي بحثونه درلودل. د شلمې پېړۍ په لومړیو کې یې سپینې ماڼۍ ته په ۱۹۱۲ او ۱۹۱۶ ز کال کې د ویډرو ویلسون (د امریکا ۲۸ ولسمشر و) په بریا سره له مترقي اصلاحاتو ملاتړ او له امپریاليزم سره یې مخالفت وکړ.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د فرانکلن ډي. روزولټ له واکمنۍ او په ۱۹۳۲ ز کال کې د نیوډیل په نامه اقتصادي او ټولنیز پروګرام وروسته، دیموکراتیک ګوند د ټولنیزې آزادۍ یا ټولنیز لیبرالیزم د سیاسي ایدیالوژي چوکاټ رامنځ ته کړ. نیوډیل پروګرام په ښارونو کې د ګڼ شمېر کاتولیک اروپايي کډوالو د ملاتړ جلبولو لامل وګرځېد، خو د دغه ګوند د کار اوکسب ملاتړې محافظه کارې څانګې د کمزوري کېدو لامل وګرځېد. د ۱۹۶۴ ز کال کې د مدني حقونو او د ۱۹۶۵ ز کال د رایو ورکولو د حقونو له قوانینو وروسته د دواړو ګوندونو اصلي بنسټونو بدلون وموند، په دې ډول چې په ولسمشریزو سیاستونو کې سويلي ایالتونو په جمهوري غوښتونکي ګوند باور وکړ او شمال ختیځ ایالتونه بیا په باور وړ توګه دیموکرات شول. د کارګري اتحادیې عناصر چې یو مهال ځواکمن و له ۱۹۷۰ مې لسیزې وروسته کوچني شول، په داسې حال کې چې کارګره طبقه د دیموکراتو بنسټونو مهمه پایه پاتې شوه. ښځې، هغه وګړي چې په ښاري سیمو کې یې ژوند کاوه، ځوانو امریکایانو او د کالجونو فارغینو ډېری جنسي، مذهبي او نژادي لږه کیو  لېوالتیا لرله، څو له دیموکراتیک ګوند نه ملاتړ وکړي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د دیموکراتیک ګوند د معاصر لیبرالیزم فلسفه، د مدني آزادیو او ټولنیز مساوات مفاهیم د ګډ اقتصاد نه په ملاتړ له یو بل سره ترکیب کوي. دغه ګوند په کانګرس کې له معتدلو، محافظه کارو او مترقي څانګو نه جوړ لوی ائتلاف لري. مشارکتي اصلاحات، د چاپېریال خوندیتوب، له سازمان یافته کاري قوې ملاتړ، د ټولنیزو چارو پراختیا، د کالج په اندازه فیس، د روغتیا پالنې اصلاحات، برابرې موکې او له مصرف کوونکو ملاتړ، د دغه ګوند د اقتصادي اجنډا هسته جوړوي. په ټولنیزه برخه کې بیا په ټاکنیزو مبارزو کې له مالي اصلاحاتو، د همجنس پالو له حقونو، جنايي عدالت، د کډوالۍ له اصلاحاتو، په وسلو له سختو قوانینو، د سقط له حقونو، د اعدام سزا له لغوه کولو او د مارجیوانا (چرسو) له قانوني کولو ملاتړ کوي.[۲۳]

د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن په ګډون، شپاړسو دیموکراتانو، د امریکا د ولسمشر په توګه خدمت کړی. له ۲۰۲۲ ز کال نه د فدرال دولت اکثریت د دغه ګوند په لاس کې دی (د دغه هېواد ولسمشري او په کانګرس او سنا دواړو کې اکثریت په واک کې لري)، ۲۲ ایالتي والیان، ۱۷ ایالتي قانون جوړوونکې جرګې، په ۱۴ ایالتونو کې حکومتي اکثریت (په دواړو حکومت او قانون جوړوونکو جرګو کې) او د لویو ښارونو ښاروالۍ په واک کې لري. د متحده ایالاتو د سترې محکمې له نهو قاضیانو نه درې یې د د دیموکراتیکو ولسمشرانو له خوا ټاکل شوي. د ثبت شویو غړو له مخې، دیموکرات ګوند په متحده ایالاتو کې تر ټولو لوی او د نړۍ درېیم لوی ګوند دی.[۲۴]

تاریخچه

د دیموکراتیک ګوند چارواکي، ډېری مهال د دغه ګوند رېښه د توماس جفرسن، توماس مډیسون او فدارلیزم ضد نورو مخکښو کسانو له خوا په ۱۷۹۲ ز کال کې د جوړ شوي دیموکراتیک جمهوري غوښتونکي ګوند نه بولي. یاد ګوند، د وېګ ګوند او معاصر جمهوري غوښتونکي ګوند الهام بخښونکی دی. له سازماني پلوه، په حقیقت کې دغه ګوند په ۱۸۳۰ مه لسیزه کې د اندرو جاکسون په ټاکل کېدو سره رامنځته شو. په ۱۸۹۶ ز کال کې د ویلیام جیننګز برایان له نوماندۍ راهیسې، دغه ګوند په عمومي ډول د جمهوري غوښتونکي ګوند د اقتصادي مسائلو پر وړاندې کیڼ لوری نیولی دی. دیموکراتان له ۱۹۴۸ ز کال راهیسې، د مدني آزادیو اړوند تر ډېره آزادي پلوه اولیبرال و، په داسې حال کې چې د همدغه ګوند محافظه کارې ډلې تر ۱۹۶۰ مې لسیزې پورې په سوېل کې له دغه چارې سره مخالف و. د بهرني سیاست په برخه کې دواړو ډلو څو ځله خپل لیدلوري بدل کړي.[۲۵][۲۶]

نوم او نښانونه

په ۱۸۲۴ ز کال کې دیموکراتیک -جمهوري غوښتونکی ګوند په لنډ مهالي جمهوري غوښتونکي ملي ګوند او جاکسوني خوځښت ووېشل شو، چې په ۱۸۲۸ ز کال کې په دیموکراتیک ګوند بدل شو. په جکسوني دوره کې د «دیموکراسي» اصطلاح، د دغه ګوند له خوا کارول کېده، چې په پایله کې د «دیموکراتیک ګوند» نوم ورباندې کېښودل شو او په ۱۸۴۴ ز کال کې یې دغه نوم رسمیت وموند. د دغه ګوند غړو ته «دیموکراتان» یا «دیموکرات» ویل کېږي.[۲۷][۲۸]

په عامیانه (سیمه ییزه) بڼه ورته «دیموکرات ګوند» هم ویل کېږي، خو له ۱۹۵۲ ز کال راهیسې د مخالفو ډلو له خوا د سپکاوي کوونکې اصطلاح په توګه ورته کارول کېږي.

د دغه ګوند تر ټولو مشهوره د شګون نښه خر یا نارینه خر دی. د اندرو جاکسون مخالفینو په هغه باندې د ملنډې وهلو په موخه، هغه د «جکاس (نر خره)» په نوم له دې امله چې یو سخت سری او احمق حیوان دی، یادوه. خو له دې سره دیموکراتانو عامه مفاهیم خوښول او هغه یې انتخاب هم کړ، له همدې امله دغه انځور دوام راوړ او وده (تکامل) یې وکړه. د دغه نښان په ټاکلو کې ډېر اغېز په هارپر اونیزه کې له ۱۸۷۰ کال وروسته د توماس نست کارتونونو درلود. کارتون جوړوونکي د نست پر قدم لاړل او خر یې د دیموکراتانو او فیل یې د جمهوري غوښتونکو په استازولۍ په خپلو کارتونونو کې کاراوه.[۲۹][۳۰]

د شلمې پېړۍ په لومړیو کې په انډیانا، کنټاکي، اوکلاهاما او اوهایو ایالتونو کې د جمهوري غوښتونکو د باز پر خلاف د دیموکراتیک ګوند سنتي نښان چرګ و. دغه نښان (سمبول) تر اوسه پورې د اوکلاهاما، کنټاکي، انډیانا او لویدیځې ویرجینیا په رای پاڼو کې کارول کېږي. چرګ د ملي دیموکراتیک ګوند د رسمي نښان په توګه ومنل شو. په نیویارک کې د دیموکراتیک ګوند نښان پنځه ټکي لرونکی ستوری دی.[۳۱][۳۲][۳۳]

په داسې حال کې چې دواړه لوی ګوندونه (او نور کوچني ګوندونه) سور، سپین او آبي دودیز امریکايي رنګونه په خپلو تبلیغاتو او نندارونو کې کاروي، د ۲۰۰۰ ز کال کې د ټاکنو د شپې راهیسې شین رنګ د دیموکراتیک ګوند د پېژندل کېدونکي رنګ په توګه ګڼل کېږي چې سور بیا د جمهوري غوښتونکي ګوند د پېژندلو رنګ دی. په دغه شپه، د لومړي ځل لپاره ټولو لویو تلویزیوني شبکو، همدغه رنګونه په ټاکنیزه نقشه کې وکارول: شنه ایالتونه د الګور لپاره (دیموکراتیک نوماند) او سره ایالتونه د جورج ډبلیو بوش لپاره (د جمهوري غوښتونکو نوماند). له دغه مهال وروسته شین رنګ په پراخه کچه د دغه ګوند د څرګندولو په موخه کارول کېږي. دا د متحده ایالاتو نه بهر د مروجې رویې پر خلاف دي، چېرې چې شین عنعنوي رنګ د ښي اړخه او سور د کیڼ اړخه ډلې لپاره کارول کېږي. د بېلګې په توګه: په کاناډا کې سور رنګ د آزادي پلوې یا لیبرال ډلې او شین رنګ د محافظه کارې ډلې استازولي کوي. [۳۴]

ددودیزې ترانې (سرود) په توګه د دغه ګوند له خوا ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندۍ په کنوانسیون کې د ارون کوپلنډ «Fanfare for the Common Man» سرود د دیموکراتیک ګوند د ملي کنوانسیون په سر کې غږول کېږي.[۳۵]

سرچینې