د انګستان درېیم ویلیام

درېیم ویلیام (ویلیام هنری، ۱۶۵۰ز کال د نومبر ۴ مه – د ۱۷۰۲ ز کال د مارچ  ۸مه) چې د اورنج ویلیام په نامه هم ډېر پېژندل کېده، د خپلې زيږېدنې راهسیې د اورنج شاهزاده، ۱۶۷۰ ز کلونو راهیسې د هالند، زیلاند، اطریش، ګویلدرز او د هالند په جمهوریت کې د اورجیسیل واکمن او له ۱۶۷۰ ز کال نه په ۱۷۰۲ ز کال د هغه تر مړینې پورې، د انګلستان او سکاټلند پاچا و. هغه د سکاټلنډ د پاچا په توګه په دویم ویلیام یادېږی. کله نا کله په آیرلنډ او سکاټلنډ کې په غیر رسمی ډول پاچا بېلي یا King Billy بلل کېږي. په ۱۶۹۰ ز کال کې د بوین په جګره کې د هغه بریا، د یووالي پلویانو له خوا نمانځل کېږي چې په ویاړ یې نارنجې رنګونه نندارې ته وړاندې کېږي. هغه د خپلې مېرمنې او د ماما لور دویمه ملکه ماري تر څنګ په بریتانیا حکومت وکړ او زیاتره تاریخونه معمولاً د دوی واکمني د "ویلیام او ماري" په نامه یادوي.   [۱۲][۱۳]    

د انګستان درېیم ویلیام
(انګلیسي: William III (II) of Orange)
(ولندیزی: Willem III van Oranje د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د انګستان درېیم ویلیام
د انګستان درېیم ویلیام

د شخص معلومات
پيدايښت۱۴ نومبر ۱۶۵۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
دِن هاخ [۷]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه8 مارچ 1702 (52 کاله)[۱][۸] او 19 مارچ 1702 (52 کاله)[۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن [۱۰]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لاملسینه بغل   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځایسویلي هالنډ   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیتسالنډي [۱۱]  د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلکسياستوال
پاچا   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبهنېدرلنډي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)نېدرلنډي
انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګهسياست [۱۰]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقامجنرال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
د انګستان درېیم ویلیام
د انګستان درېیم ویلیام

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ویلیام د دویم ویلیام، د اورنج شهزاده او د ماري، رویال شهزادګۍ او د اورنج شهزادګۍ، د انګلستان، سکاټلنډ او آیرلنډ د لومړي چارلز لور، یوازینی ماشوم و.  پلار یې د هغه له زېږېدنې یوه اونۍ وړاندې مړ شو، چې درېیم ویلیام له زیږېدنې نه د اورنج شهزاده شو. هغه د خپل ماما جېمز، د یورک دوک چې د انګلستان، سکاټلنډ او آیرلنډ د دویم چارلز کوچنی ورور و، له مشرې لور ماري سره یې واده وکړ. پروتستانت ویلیام په اروپا کې د پروتستان او کاتولیک دواړو ځواکونو سره په ائتلاف د فرانسې ځواکمن کاتولیک واکمن، څوارلسم لويي په وړاندې په څو جګړو کې ګډون وکړ. ګن شمېر پروتستانتانو ویلیام د خپلې عقیدې اتل اعلان کړ. د هغه کاتولیک ماما او خسر، جېمز په ۱۶۸۵ ز کال کې، د انګلستان، سکاټلنډ او آیرلنډ پاچا شو. د جیمز واکمني په بریتانیا کې اکثریت پروتستانتانو ته چې د کاتولیکیزم د احیا نه یې ویره درلوده، محبوبه نه وه. ویلیام د بریتانیې د نفوذ لرونکو سیاسي او مذهبي مشرانو د یوې ډلې په ملاتړ، په انګلستان یرغل وکړ چې د پرتمین انقلاب په نامه وپېژندل شو. هغه په ۱۶۸۸ ز کال کې د بریکسهام په سویل لوېديځ انګلیسي بندر کې ښکته شو. لږه موده وروسته، جېمز له واک نه لرې شو.  

د یوه وفادار پروتستانت په توګه د ویلیام شهرت، هغه او مېرمنې ته یې دا موکه ورکړه چې ،واک په لاس کې ونیسي. ویلیام د خپلې واکمنۍ په لومړیو کلونو کې په نهه کلیزه بهرنۍ جګړه (۱۶۸۸- ۱۶۹۷ز) بوخت و او ماري یې د برېتانیې حکومتولی ته یوازې پرېښوده. هغه په ۱۶۹۴ز کال مړه شوه. په ۱۶۹۶ز کال کې جکوبیانو، چې له واک لرې شوي جېمز ته وفاداره ډله وه، د ویلیام د وژنې او تخت ته د جېمز د بېرته راوستلو ناکامه نقشه جوړه کړه. د ویلیام د بچیانو نه شتون او په ۱۷۰۰ز کال کې یې د هغه د خوښینې، ان زوی شهزاده ویلیام د ګلوسېسټر دوک مړینې د پروتستانت ځایناستي له ګواښ سره مخامخ کړه. د ۱۷۰۱ ز کال د ځایناستۍ له قانون سره سم د لرې خپلوانو، د پروتستانت هانور کورنۍ د غړو په تخت کېنولو سره د خطر مخه ونیول شوه.  په ۱۷۰۲ز کال کې، د هغه له مړینې وروسته، په برېتانیا کې ان د پاچا ځایناسې شوه او د هغه د تره زوی جان ویلیام فریسو د اورنج شهزاده ته نوماند د هغه ځایناستی شو او له واکمن پرته دویمه دوره  پیل شوه.  

د ژوند لومړي وختونه  

زېږون او کورنۍ  

درېیم ویلیام  د ۱۶۵۰ ز کال نومبر په ۴ د هالنډ جمهوریت په لاهه کې زېږېدلی. ویلیام چې د تعمید غسل ورکړل شوی،ماری، د رویال شهزادګۍ او واکمن دویم ویلیام، اورنج شهزاده یوازینی ماشوم دی. مور یې د انګلستان، سکاټلنډ او ایرلنډ د پاچا، لومړی چارلز مشره لور او د پاچا دویم چارلز او پاچا دویم او څلورم جېمز خور وه.      [۱۴]

د ویلیام پلار د هغه زېږېدو نه اته ورځې مخکې د چیچک له امله مړ شو، نو ځکه ویلیام د خپل زیږېدنې له شېبې نه واکمن اورنج شهزاده و. سملاسي، د مور او پلرنۍ انا، د سولمز- براونفلز امالیا تر منځ د ماشوم د نوم اېښودلو پر سر شخړه رامنځ ته شوه. ماری غوښتل ،په هغه باندې د خپل ورور نوم چارلز کېږدي، خو د هغې خواښې ټینګار کاوه چې هغه ویلیام ونوموي، ترڅو د هغه د واکمن کېدو امکانات پیاوړي کړي. دویم ویلیام په خپل وصیت کې خپله ښځه د خپل زوی سرپرسته ټاکلې وه، خو دا سند د دویم ویلیام په مړینې کې پرته له لاسلیک پاتې شو او باطل شو. د ۱۶۵۱ ز کال د اګست په ۱۳ مه هوګ راډ وان هالنډ این زیلنډ (سترې محکمې) حکم ورکړ چې، د سرپرستي به هغه د مور، د هغه پلرنۍ انا او فریډریک ویلیام، د برندنبورګ ټاکونکی چې مېرمن یې لوئیس هینریټ د دویم ویلیام مشره خور وه، تر منځ ووېشل شي.     [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

ماشومتوب او زده کړې

د ویلیام مور خپل زوی ته لږ شخصي علاقه ښودله، کله نا کله به د کلونو لپاره نه وه او تل به یې قصداً د هالنډي ټولنې نه ځان لرې ساته. د ویلیام زده کړې په لومړیو کې څو هالنډي ښځينه شخصي ښوونکو، ځینو انګلیس نسبه، لکه: والبرګ هاوارډ او سکاټلنډي اشرافۍ، لېډي انا مکینزي ته په لاس ورکړل شوې. شهزاده د ۱۶۵۶ ز کال  له اپریل نه له کالوینېسټ مبلغ کورنیلیس ټریګلنډ نه چې د کانټرا-ریمونسټرنټ الهیات پوه،  ګېسبرټوس ووټیوس لاروی و، د اصلاحي دین په اړه ورځنۍ لارښوونې ترلاسه کولې.  [۱۹][۲۰]

د ویلیام فکري زده کړې په Discours sur la nourriture de S. H. Monseigneur le Prince d'Orange,  لنډه رساله کې بیان شوې، چې ښايي د ویلیام یوه ښوونکې، کانسټانتین هویګنس لیکلې وي. شهزاده ته په دې درسونو کې ورزده شوي چې، هغه مخکې له مخکې ټاکل شوی و، چې د الهي غوښتنې وسیله شي او د اورنج- ناساو د ماڼۍ تاریخي برخلیک پوره کړي.       [۲۱][۲۲]

ویلیام د ۱۶۵۹ ز کال له پیل نه د رسمي زده کړو لپاره د لیډن په پوهنتون کې د اخلاقو علم  پروفیسور هېنډریک بورنیوس تر لارښوونې لاندې اووه کاله تېر کړل (که څه هم هېڅکله یې رسماً د زده کوونکي په توګه نوم لیکنه ورته و نه کړه). ویلیام کله چې په پرېنسېنهوف په ډلفټ کې اوسېده، د هانس ویلیام بینټینک په ګډون یو کوچنۍ شخصي ډله او یو نوی حاکم، فریډریک ناساو دي زویلنشټین، چې (د اورنج فریډریک هنري واکمن نامشروع زوی و ) د هغه تره و، درلود.  [۲۳]

لوی متقاعد جوهان ډي ویټ او د هغه تره کورنیلیس دي ګریف د هالنډ استازي تر فشار لاندې راوستل چې د ویلیام د زده کړې مسؤلیت په غاړه واخلي او ډاډ ترلاسه کړي چې، هغه به هغه مهارتونه ترلاسه کړي چې په راتلونکې، که څه هم نامشخصه، ایالتي دنده کې خدمت وکړي. ایالتونو د ۱۶۶۰ ز د دسمبر ۲۵  ګام واخیست. د چارواکو دې لومړۍ لاسوهنې ډېر دوام ونه کړ. د ۱۶۶۰ ز کال د دسمبر په ۲۳مه، کله چې ویلیام لس کلن و، مور یې د لندن په وایتهال ماڼۍ کې د چیچک له امله مړه شوه، چې د خپل ورور، چې په وروستیو کې پاچا دویم چارلز شوی و، لیدو ته تللې وه. ماري په خپل وصیت کې غوښتنه وکړه چې چارلز د ویلیام غوښتنو ته پام وکړي او چارلز په هغه مهال غوښتنه وکړه چې، د هالنډ ایالتونه، خپلې لاسوهنې پای ته ورسوي. دوی د چارلز د راضي کولو لپاره د ۱۶۶۱ ز کال د سپتمبر په ۳۰ مه موافقه وکړه. په همغه کال کې، زویلنشټین د چارلس لپاره کار پیل کړ او ویلیام یې اړ کړ چې، خپل تره ته لیکونه ولیکي او له هغه نه وغواړی چې، له ویلیام  سره مرسته وکړي، ترڅو یوه ورځ واکمن شي. د ویلیام تعلیم او سرپرستي، د هغه د مورله مړینې وروسته، د هغه د لړۍ د ملاتړو او د هالنډ د ډېر جمهوري غوښتونکو مدافعینو ترمنځ د شخړې مسئله ګرځېدلې وه. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

هالنډي چارواکو په پیل کې خپله ټوله هڅه وکړه، چې په دغو دسیسو سترګې پټې کړي، خو د انګليس-هالنډ په دویمه جګړه کې د چارلز د سولې له شرايطو نه يو یې د هغه د وراره د مقام پراختیا وه. د هالند دولتونو په ۱۶۶۶ ز کې چې ویلیام شپاړس کلن و، په ځوابي اقدام کې په رسمي توګه هغه د حکومت یو تعلق، یا "د دولت ماشوم" وټاکه. ټول انګریز پلوه درباریان، د زویلینشټین په شمول د ویلیام له شرکت نه لرې شول. ویلیام له ډي ویټ نه وغوښتل چې زویلنشټین ته اجازه ورکړي چې پاتې شي، خو هغه ونه منل. د جمهوریت مخکښ سیاستوال ډي ویټ، د ویلیام زده کړې په خپله غاړه واخیستې، هغه ته یې په اونیز ډول په دولتي چارو کې لارښوونه کوله او د ریښتینې ټېنس په منظمو لوبو کې یې ورسره ګډون کاوه.      [۲۹][۳۰]

سرچینې