د انګلستان پاچا لومړی ریچارد

لومړی ریچارد (په انګلیسي: Richard I؛ پیدایښت ۸-سپټمبر-۱۱۵۷، مړینه: ۶-اپرېل-۱۱۹۹) له ۱۱۸۹ څخه تر مړینې پورې په ۱۱۹۹ز کال کې، د انګلستان پاچا ؤ. همدا راز، هغه د نورماندي، اکیتېن او ګسکوني د «دوک»؛ د قبرس خان؛ د پواتیې، انژو، مېن او نانت سیمو «کونټ»؛ او په همهغه پېر کې په بېلابېلو وختونو کې د بریتاني لوی خان پاتې شوی ؤ. څلور وروڼه یې درلودل او دی د کورنۍ درېیم زوی ؤ؛ پلار یې د انګلستان دوه‌يم هنري او مور یې د اکیتېن اېلینور وه. د ریچارد د پاچا کېدلو خبره ډېره لېرې وه، خو دوه مشر وروڼه د پلار تر مړینې مخکې مړه شول. له هغه ځایه چې ریچارد یو لوی جنګیالی او نظامي مشر ؤ، د Richard Cœur de Lion (په نورمان فرانسوي کې: Quor de lion؛ یعنې د زمري په څېر زړور) په نامه مشهور ؤ. همدا راز د لږ غږېدلو او سپینو خبرو کولو له‌امله تروبادور برتران دو بورن هغه ته Richard Oc-e-Non (Oc-e-Non په اکسیتان ژبه کې د «هو» او «نه» په معنی دي) لقب ورکړی ؤ.[۱][۲][۳]

ریچارد په ۱۶ کلنۍ کې د خپل پوځ قومانده په لاس کې ونیوله، او د پلار پر وړاندې د «پواتو» بلوا او یاغیګرۍ غلې کړې. ریچارد د درېیمې صلیبي جګړې په اوږدو کې د عیسویانو یو مهم قوماندان ګڼل کېده؛ د فرانسې دوه‌یم فیلیپ له وتلو وروسته د جګړو قومانده یې په لاس کې وه او د خپل مسلمان سیال صلاح‌الدین ایوبي پر وړاندې یې څوګونې جګړې ګټلې وې، چې د بیت‌المقدس (اورشلیم) له بېرته نیولو پرته نوموړې جګړه د سولې یوه تړون په لیکلو سره پای ته ورسېده.[۴][۵]

په ډېر احتمال سره ریچارد په فرانسوي او اکسیتان دواړو ژبو غږېدلای شو. هغه په انګلستان کې زېږېدلی ؤ او ماشومتوب یې هلته تېر شو؛ سره له‌دې، مخکې تر پاچاهۍ د ځوانۍ ډېري کلونه یې د فرانسې په سویل لوېدیځ د اکیتېن په دوکي کې تېر کړل. کله چې پاچا شو، په انګلستان کې یې ډېر لږ وخت (ګوندې شاوخوا شپږ میاشتې) تېر کړ. د پاچاهۍ ډېري کلونه یې په صلیبي جګړو، اسارت یا په فرانسه کې له خپل قلمرو څخه په دفاع کې تېر شول. داسې اټکل کېږي چې هغه هېڅکله پاچاهي د یوه مسوولیت په توګه نه‌ګڼله چې د یوه واکمن په توګه یې شتون اړین وي، بلکې دغه موقف یې یوازې د خپلو پوځونو د سمبالولو او ملاتړ لګښتونو پوره کولو په موخه کاروه. له دې سره، سره، رعیت هغه د یوه متدین اتل په توګه پېژنده. هغه د انګلستان د ګوتو په شمېر پاچاهانو له ډلې څخه دی چې د پاچاهۍ د ترتیب شمېرې پر ځای ډېري وخت په نوم او لقب یادېږي او هم په انګلستان او هم په فرانسه کې یوه تلپاتې مشهوره څېره ده.[۶][۷][۸]

د ژوند لومړي کلونه او په اکیتېن کې د واک ترلاسه کول

ماشومتوب

ریچارد د ۱۱۵۷ کال د سپټمبر پر ۸مه نېټه، په ډېر احتمال سره په بیومونت ماڼۍ کې، د انګلستان په اکسفورډ کې زېږېدلی ؤ؛ پلار یې د انګلستان دوه‌یم هنري او مور یې د اکیتېن اېلینور وه. هغه د ویلیام، ځوان پاچا «هنري» او متیلدا کشر ورور ؤ؛ ویلیام د ریچارد تر زېږېدنې مخکې مړ شو. ریچارد د پاچا دوه‌یم هنري تر ټولو کشر زوی ؤ او لېرې خبره وه چې د پاچاهۍ پر تخت دې کښېني. پاچا هنري او ملکې اېلینور څلور نور ماشومان درلودل: جیوفري، اېلینور، جوان او جان. د دې ترڅنګ، مور یې لومړی د فرانسې له اووم لویس سره واده کړی ؤ او ریچارد دوه ناسکه خویندې هم درلودې: ماري او الیس.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

داسې ښکاري چې ریچارد پر مور باندې ډېر ګران ؤ. پلار یې انژیوین‌الاصله نورمانی او د فاتح ویلیام لمسی ؤ. معاصر تاریخ‌پوه رالف دو دیسېتو د هغه کورنۍ شجره د سکاټلند متیلدا له‌لارې د انګلستان د انګلوساکسون پاچاهانو او لوی آلفرېد په ټبر کې موندلې او ور هاخوا افسانو نوح او وودن (اودین) ته اړوند ګرځولې ده. د انژیوین کورنۍ دود له‌مخې، ان د هغوی په اصل او نسب کې «دوږخي وینه» وه او ادعا کېږي چې د پري یا ښځینه شیطان «ملوزین» له نسل څخه وو.[۱۳][۱۴][۱۵]

هغه مهال چې پلار یې له سکاټلند څخه تر فرانسې پورې له خپل قلمرو څخه لیدنه کوله، په ډېر احتمال سره د ریچارد ماشومتوب په انګلستان کې تېر شو. د لیکل شوي تاریخ له‌مخې، د ۱۱۶۵ کال په مې میاشت کې مور یې نورماندي ته بیولی او هغه د لومړي ځل لپاره د اروپا له لویې وچې څخه لیدنه وکړه. د شودو مور (دایه) یې د سېنت البانز هودیرنا وه، چې د پاچاهۍ واک ترلاسه کولو وروسته یې په ښو امتیازونو ونازوله. د ریچارد زده‌کړو په هکله ډېر لږ معلومات شتون لري. که څه هم هغه په اکسفورډ کې زېږېدلی او تر اته کلنۍ پورې په انګلستان کې لوی شوی ؤ، خو معلومه نه‌ده چې څومره په انګلیسي پوهېده یا غږېدلای شو؛ هغه یو پوه او ادب‌پاله شخص ؤ او په لیموزیني او فرانسوي ژبو یې شعرونه ویلي دي.[۱۶][۱۷][۱۸]

ویل کېږي چې ریچارد ډېره زړه راکښونکې څېره درلوده؛ د وېښتانو رنګ یې د سور او روښانه زېړ ترمنځ ؤ او روښانه سترګې او سپین پوستکی یې درلود. د کلیفورد برېور په وینا، ونه یې ۶ فُټه او ۵ انچه (۱.۹۶ متره) وه، خو بیا هم دغه څه د تایید وړ نه‌دي، ځکه د هغه د پاتې جسد د فرانسې له انقلاب راهیسې ورک شوی دی. داسې ویل کېږي چې کشر ورور یې «جان» ۵ فُټه او ۵ انچه (۱.۶۵ متره) ونه درلوده.[۱۹][۲۰][۲۱]

په Itinerarium peregrinorum et gesta regis Ricardi کې (چې د درېیمې صلیبي جګړې په هکله په لاتین ژبه لیکل شوی کتاب دی)، بیانېږي چې: «هغه جګه او ښایسته ونه درلوده؛ د وېښتانو رنګ د سور او روښانه زېړ ترمنځ ؤ؛ مستقیم او نه‌ماتېدونکی اندام یې درلود. اوږدې مټې یې درلودې چې د تورې وهلو لپاره ښې وې او پښې د وجود په تناسب سره اوږدې وې».[۲۲]

د ودونو له لارې اتحاد د منځنیو پېړیو په سلطنتي کورنیو کې متداول ؤ. دغه ودونه د سیاسي یووالي او د سولې تړونونو لامل وګرځېدل او زمینه یې برابره کړه ترڅو شاهي کورنۍ د خپلو واک لاندې سیمو کې د ځایناستي لرلو ادعا وکړي. د ۱۱۵۹ کال په مارچ میاشت کې هوکړه وشوه چې ریچارد به د بارسلونا کونټ «څلورم رامون برنګر» له یوې لور سره واده وکړي؛ خو بیا هم، دغه هوکړې پاتې راغلې او ریچارد واده ونه‌کړ. ځوان پاچا «هنري» د ۱۱۶۰ کال د نومبر پر ۲یمه نېټه د فرانسې اووم لویس له لور «مارګرېټ» سره واده وکړ. د «پلانتاژنېت» او د فرانسې سلطنتي کورنۍ «کاپېت» ترمنځ د اتحاد له شتون سره، سره، ځینې وختونه دغه دوه کورنۍ سره په جګړه کې وې. په ۱۱۶۸ز کال کې درېیم پاپ الکساندر منځګړیتوب وکړ او د هغوی ترمنځ اوربند وشو. دوه‌یم هنري بریتاني سیمه تر ولکې لاندې راوړې وه او ګیسورس او وېکسین سیمو (چې د مارګرېټ د جهېز یوه برخه وه) واک یې هم په لاس کې ونیوه.[۲۳][۲۴]

د ۱۱۶۰ز لسیزې په لومړیو کې ځینې وړاندیزونه وشول ترڅو ریچارد د څلورم لویس له لور، د وېکسین کونټس «الیس» سره واده وکړي؛ خو د انګلستان او فرانسې پاچاهانو ترمنځ د سیالۍ او رقابت شتون له‌امله، لویس د واده مخنیوی وکړ. د ۱۱۶۹ کال په جنوري میاشت کې د سولې تړون په پایله کې د ریچارد او الیس کوژده هم وشوه. دوه‌یم هنري تصمیم درلود ترڅو د خپل او اېلینور قلمرو د درې پاتې زامنو ترمنځ ووېشي: هنري به د انګلستان پاچا وي او د انژو، مېن او نورماندي واک به په لاس کې لري؛ ریچارد ته به اکیتېن او پواتییه له مور څخه په میراث پاتې کېږي؛ او جیوفري به د څلورم کونان له احتمالي وارث «کونستانس» سره واده وکړي او د بریتاني دوک به شي. د ریچارد کوژده د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وشوه او هغه د فرانسې پاچا ته د اکیتېن ترلاسه کولو لپاره بیعت وکړ او په دې توګه د هغو دوو ترمنځ د تابعیت اړیکې ټینګې شوې.[۲۵][۲۶]

سرچينې