د ایران انقلاب


د ایران انقلاب د پېښو هغه لړۍ وه چې په پایله کې یې د پهلوي لړۍ وروستی واکمن شاه محمد رضا پهلوي له واکه ګوښه او پر ځای یې د ایت الله روح الله خمیني تر مشرۍ لاندې چې خپله د انقلابیونو د یوې ډلې مشر و اسلامي جمهوري نظام واکمن شو. د دغه انقلاب ملاتړ کیڼ اړخو او اسلام پالو بنسټونو کاوه. [۱][۲]

په ایران کې د ۱۹۵۳ زکال له کودتا وروسته پهلوي له متحده ایالاتو او لویدیځ بلاک سره ښې اړیکې جوړې کړې څو وکولای شي د یو پیاوړي ټولواک پاچا په توګه واک وچلوي. نوموړي د خپل واک ساتلو په موخه چې د ۲۶ نورو کلونو لپاره یې هم واکمني وکړه په کلکه سره یې په متحده ایالاتو اتکا لرله. دغه چاره د ۱۹۶۳ زکال د سپین انقلاب او په ۱۹۶۴ زکال کې د ایت الله خمیني د نیونې او تبعید لامل وګرځېده. د خمیني او پاچا ترمنځ د ستونزو په زیاتوالي سره د ۱۹۷۷ زکال په اکتوبر میاشت کې لاریونونه پیل شول چې دواړو سیکولر او مذهبي عناصرو په کې ونډه لرله او په پایله کې په مدني مقاومت واوښتل. لاریونونو په ۱۹۷۸ زکال کې د رکس سینما له سوزولو وروسته چې د انقلاب د ماشې په توګه بلل کېږي؛ زور واخیست او د همدغه کال د اګست او ډسمبر میاشتو ترمنځ اعتصابونو او لاریونونو هېوادنۍ چارې په بشپړه توګه فلج کړې. [۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د ۱۹۷۹ زکال د جنوري په ۱۶ مه شاه له ایران څخه ووت او په دې سره وروستی ایرانی پاچا شو چې د تبعید ژوند ته یې مخه کړه. نوموړي خپل مسئولیتونه سلطنتي شورا او لومړي وزیر شاپور بختیار ته تفویض کړل چې اپوزیسیون ډلې ته اړوند و. ایت الله خمیني د دولت له خوا بېرته ایران ته راوغوښتل شو چې تهران ته په راګرځېدو سره په زرګونو تنو ایرانیانو یې هرکلی وکړ. له دې ډېر ژر وروسته د فبروري په ۱۱ مه سلطنتي نظام پاچا ته د وفاداره ځواکونو او وسله والو یاغیانو ترمنځ د واټ پر سر وسله والو شخړو له امله سقوط وکړ. د ایران خلکو جمهوري اسلامي نظام ته د خپل حکومتي نظام د اوښتو اړوند د ۱۹۷۹ زکال د اپرېل د لومړۍ نېټې په ټول پوښتنه کې رایه ورکړه؛ په دې سره یې د نوي اساسي قانون چوکاټ تنظیم او هغه یې تائید کړ چې له مخې یې د ۱۹۷۹ زکال په ډسمبر میاشت کې خمیني د ایران عالي رهبر وټاکل شو. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

انقلاب په غیر معمول بڼه بریالی شو او بریا یې ټوله نړۍ حیرانه کړه ځکه د انقلابونو ډېری دود لاملونو (لکه په جګړه کې ماته، مالي کړکېچ، د بزګرانو پاڅون یا هم ناراضي پوځ) په کې شتون نه درلود او په داسې هېواد کې رامنځته شو چې نسبي هوساینه یې لرله همدارنګه یې وکولای شول په ډېرې چټکۍ سره پام وړ بدلونونه راولي؛ ډېری ایرانیان یې تبعید ته اړ کړل او د لویدیځ پلوه سیکولار استبدادي سلطنتي نظام پر ځای یې د ولایت فقیه په مفهوم ولاړ لویدیځ ضد اسلام پاله داسې دیني حکومت رامنځته کړ چې د استبداد او ټولواکۍ (ټوټالېټرنېزم) له ترکیب څخه جوړ و. له دې سربېره دغه انقلاب په سیمه کې د شیعه مسلمانانو د ځایګي د بېرته جوړولو او په منځني ختیځ کې د سني عربانو د بشپړې واکمنۍ د له منځه وړو په موخه و؛ همدا و چې ایران او سعودي عربستان یې د یو بل پر وړاندې ودرول او له ۲۰۲۲ زکال راهیسې دواړه هېوادونه په منځني ختیځ او نوره اسلامي نړۍ کې د خپل نفوذ د زیاتوالي په موخه په نیابتي جګړو کې سره ښکېل دي. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

مخینه

د انقلاب د عوام پالنې، ملت پالنې او وروسته د شیعه اسلامي ځانګړنو لپاره مطرح شوي عوامل دا دي:

  1. د امپریالېزم پر وړاندې متقابل غبرګون؛
  2. د ایران د ۱۹۵۳ زکال کودتاه؛
  3. په ۱۹۷۳ زکال کې د نفتو څخه د ترلاسه کېدونو پریمانه عوایدو اړوند د تمې زیاتوالی؛
  4. له تمې څخه ډېره لوړه اقتصادي طرحه؛
  5. له ۱۹۷۷ زکال څخه تر ۱۹۷۸ زکال پورې د لنډ مهالي شدید اقتصادي کړکېچ له امله پارېدلې غصه؛ او
  6. د تېر نظام نورې نیمګړتیاوې.

د شاه د واکمنۍ پر مهال د ایراني ټولنې یو شمېر طبقاتو د هغه نظام ظالم، وحشي، فاسد او تجمل پالونکی باله. همدارنګه خلک له یو شمېر اساسي کمښتونو څخه ځورېدل چې له امله یې د اقتصاد په ډګر کې تولید کم، تقاضا زیاته او پړسوب رامنځته شو. د ډېرو نورو له نظره شاه د یو کافر لویدیځ ځواک (یعنې متحده ایالاتو) لاس پوڅی بلل کېده چې د هغو کلتور د ایران پر کلتور اغېز کړی و. ورته مهال د لسیزې په لومړیو کې د اوپک نفتو د بیو له لوړوالي څخه د شاه ملاتړ کېدای شي لامل ګرځېدلی وي چې شاه د لویدیځو سیاستوالو او مطبوعاتو ترمنځ – په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو د ولسمشر جیمي کارتر د ادارې پر مهال – خپل محبوبیت له لاسه ورکړی وي. هغه مهال چې ولسمشر کارتر د بشري حقونو پالیسي تصویب کړه او له مخې یې هغه هېوادونه د امریکا د وسلو او نورو مرستو څخه محروم کېدل چې د بشري حقونو په نقض کوونکو چارو یې لاس پورې کاوه، لار یې برابره کړه څو یو شمېر ایرانیان د دې زړه پیدا کړي څو د پرانیستو اوږدو لیکونو او عرایضو پر مټ وکولای شي د دولت له خوا د خلکو ځپل وننګوي. [۲۳]

دغه انقلاب چې له امله یې د محمد رضاه شاه پهلوي د سلطنتي نظام ځای د خمیني تر مشرۍ لاندې اسلامي نظام ونیو تر یوه بریده د شیعه مسلمانانو د ځایګي بېرته جوړولو پرمټ و. نوي نظام د لویدیځتوب پر وړاندې مقاومت وکړ او ایت الله خمیني یې د حضرت علي کرم الله وجهه د زوی امام حسین پیرو باله او شاه ته هم د حسین د دښمن لومړي یزید په سترګه کتل کېدل. په نورو عواملو کې یې د خمیني د اسلام پاله خوځښت له پام غورځول و چې شاه د واکمنۍ پر مهال هغه د مارکسېستانو او اسلامي سوسیالېستانو سره په پرتله کوچنی ګواښ باله او همدارنګه د دولت سیکولار مخالفینو بیا دا فکر کاوه چې کولای شي خمیني ګوښه کړي. [۲۴]

مصدق او د انګلیس او ایران د نفتو شرکت (۱۹۵۱-۱۹۵۲ زکال)

له ۱۹۰۱ زکال وروسته د انګلیس او فارس د نفتو شرکت (په ۱۹۳۱ زکال کې یې نوم د انګلیس او ایران د نفتو شرکت ته واوښت) چې بریتانیايي نفتي شرکت و د ایراني نفتو د تولید او پلور انحصار یې په واک کې و. دا په ټوله نړۍ کې د بریتانیا ډېر عاید لرونکې سوداګري وه. ډېری ایرانیانو په بېوزلۍ کې ژوند کاوه په داسې حال کې چې د ایران د نفتو څخه ترلاسه کېدونو عوایدو د نړۍ د قدرتمند هېواد په توګه د بریتانیا د ځایګي ساتلو په برخه کې ټاکونکی رول درلود. په ۱۹۵۱ زکال کې لومړي وزیر محمد مصدق هوډ وکړ چې دغه شرکت له ایران څخه وباسي د نفتو زیرمې ترې واخلي او ایران د بهرنیو ځواکونو له لاسونو څخه خلاص کړي. [۲۵]

په ۱۹۵۲ زکال کې مصدق د انګلیس – ایران د نفتو شرکت ملي اعلان کړ او په دې سره ملي اتل شو. ورته مهال یې د بریتانیا غصه راوپاروله او هغه یې په غلا تورن کړ. انګلیسان د نړیوالې محکمې او ملګرو ملتونو له خوا ایران ته د مجازاتو په ټاکنې کې پاتې راغلل، خپلې جنګي بېړۍ یې د فارس خلیج ته ولېږلې او بالاخره یې ډېر سخت بندیزونه پرې ولګول. مصدق د ځان پر ضد د بریتانیا له لښکرکشۍ اغېزمن نه شو. د فرانکفورتر نیو پرېس (Frankfurter Neue Presse) اروپايي اخبار په دې اړوند راپور ورکړ چې مصدق «غوره بولي په فارسي تیلو کې وسوزي له دې چې بریتانیا ته حتی ډېر لږ امتیاز ورکړي». انګلیسانو د وسله وال برید پلان جوړ کړ خو وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو ولسمشر هری اس. ترومن چې د مصدق د ډلې په څېر یې له ملت پالو خوځښتونو سره همدردي لرله او یوازې د زوړ سبک امپریالېزم لکه د انګلیس – ایران د نفتو د شرکت د مخته وړونکو کسانو له تحقیر کولو پرته یې بل هوډ نه درلود؛ د بریتانیا د لومړي وزیر وینسټون چرچل د پوځي ملاتړ غوښتنه یې رد کړه او په دې سره انګلیسانو د کودتا لپاره هوډ وکړ. مصدق د چرچیل له پلان خبر شو او امر یې وکړ چې د ۱۹۵۲ زکال په اکتوبر میاشت کې دې د انګلستان سفارت وتړل شي؛ په دې سره یې ټول انګلیسي دیپلماتان او د هغو اجنټان مجبور کړل له هېواده ووزي.

په داسې حال کې چې له امریکا څخه د بریتانیا د ملاتړ غوښتنه په پیل کې د ولسمشر ټرومن له خوا رد شوه، خو د ۱۹۵۲ زکال په نومبر میاشت کې وروسته له هغه چې ډوایټ ډي. ایزونهاور د متحده ایالاتو ولسمشریزې ټاکنې وګټلې متحده ایالاتو په دې اړوند خپل دریځ بدل کړ. د ۱۹۵۳ زکال د جنوري په ۲۰مه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان فاسټر دالس او د هغه ورور آلن دالس چې د مرکزي استخباراتو د ادارې رئیس و خپلو بریتانوي سیالانو ته وویل چې د مصدق پر وړاندې ګام اخیستو ته چمتو دي. د هغوی پر باور هر هغه هېواد چې په قاطعانه ډول له متحده ایالاتو سره متحد نه وي یو بالقوه دښمن دی. ایران هم په پریمانه کچه نفتي شتمني، له شوروي اتحاد سره اوږده پوله او ملت پاله لومړی وزیر درلود. د کمونېزم او «دویم چین» (وروسته له هغه چې مائو تسه د چین کورنۍ جګړه وګټله) په لمن کې د ایران د لوېدو امکان دالس وروڼه په وحشت کې اچولي و. د آژاکس عملیات پیل شول او په دې سره د ایران یوازنی دیموکرات حکومت ونړېد. [۲۶]

سرچينې