د بیولوژۍ تاریخچه

د بیولوژۍ تاریخچه، له لرغونو زمانو نه تر اوسني وخت پورې د ژوندیو موجوداتو نړۍ څېړي. که څه هم د یوې ځانګړې څانګې په توګه د بیولوژۍ مفهوم په نولسمه پېړۍ کې منځ ته راغی، خو د بیولوژۍ علوم د طب او طبیعي تاریخ له هغو دودونو نه راپیدا شول چې له ایورودا، د لرغوني مصر له طب او په لرغونې یوناني-رومي نړۍ کې د ارستو او جالینوس له آثارو سره تړلي وو. دغه برخه په منځنیو پېړیو کې د ابن سینا په څېر مسلمانو ډاکترانو او علماوو لا ډېره پراخه کړه. د اروپا د رنسانس دورې په بهیر او د معاصرې دورې په لومړیو کې بیولوژيکي تفکر په اروپا کې تجربې ‌پالنې ته له بیاځلي لېوالتیا او د ډېرو نویو موجوداتو په کشف سره په بنسټیز ډول بدل شو. د دغه بدلون مخکښان «وسالیوس» او «هاروي» وو چې په فزیولوژۍ کې یې دقیقې تجربې او ازمېښتونه وکړل، په طبیعت‌پالانو کې «لینایوس» او «بوفون» وو چې د موجوداتو د ژوند د بېلابېلوالي او فوسیلي مخینې او  د موجوداتو د ودې او چلند په ډلبندۍ یې لاس پورې کړ. «انټوني وان لیوونهوک» د مایکروسکوپ په مرسته، د مایکرو ارګانېزمونو پټه نړۍ څرګنده کړه او د حجروي نظریې لپاره یې زمینه برابره کړه.

د ۱۸مې او ۱۹مې پېړیو په دوران کې بیولوژیکي علوم، لکه: بوټي‌پوهنه (botany) او ژوپوهنه (zoology) پر علمي څانګو بدل شول. «لاووازیه» او نورو فزیک‌پوهانو د فزیک او کیمیا له لارې د ژوندیو او غیر ژوندیو موجوداتو د نړۍ پر نښلولو پیل وکړ. د «الکساندر فون هومبولټ» په څېر طبیعت‌پالو څېړونکو د ارګانیزمونو او چاپېریال تر منځ د تعامل په اړه څېړنې وکړې او په دې توګه یې د ژویو د جغرافیې، د ژویو د چاپېریال‌پوهنې او د ژویو د چلندپوهنې بنسټونه کېښودل. طبیعت‌پالانو اصل‌پالنه رد کړه او د نوعو له منځه تلو یا انقراض او بدلون منلو ته یې پام وکړ. حجروي نظریې، د ژوند د بنسټ په اړه نوی لیدلوری وړاندې کړ. دغه بدلونونه او  د جنین پېژندنې او لرغون‌پېژندنې ځينې پایلې د طبیعي انتخاب له لارې د چارلېز داروین د تکامل په تیورۍ کې ترکیب شول. د نولسمې پېړۍ په پای کې د خپل‌سري نسل (spontaneous generation) تیوري له منځه ولاړه او د ناروغۍ د میکروب تیوري منځ ته راغله، له دې سره سره د وراثت میکانیزم بیا هم یوازې راز پاتې شو.

د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د «منډل» د څېړنو بیاځلي را څرګندېدل، «د توماس هانټ مورګان» او د هغه د شاګردانو له‌خوا د جنټیک د چټکې پراختیا لامل شول، په ۱۹۳۰مه لسیزه کې په «سنټز نیوډارویني» کې د ټولیز جنټیک او طبیعي غوراوي د ترکیب لامل شول. نویو څانګو په چټکۍ سره وده وکړه، په ځانګړې توګه هغه مهال چې «واټسون» او «کریک» د DNA د جوړښت وړاندیز وکړ. د مرکزي دګم (Central Dogma) تر جوړېدو او د جنټيکي کود (genetic code) تر ماتېدو وروسته، بیولوژي تر ډېره د موجوداتو د بیولوژۍ – هغه برخې چې له ټولو موجوداتو او د موجوداتو له ټولو ډلو سره سروکار لري – او د حجروي او مالیکولي بیولوژۍ د برخو تر منځ ووېشل شوه. د شلمې پېړۍ په وروستیو کې د «جنومیک» او «پروټیومیک» په څېر نویو څانګو دغه بهیر معکوس کړ او د ژوندیو موجوداتو بیولوژیستانو مالیکولي تخنیکونه وکارول، مالیکوالي او حجروي بیولوژیستان د جنونو او چاپېریال تر منځ د متقابلې اغېزې او د موجوداتو د طبیعي جمعیتونو د جنټیک پر څېړنو لګیا وو.

تر تاریخ وړاندې وختونه

لومړنیو انسانانو باید د خپل پایښت لپاره د بوټو او حیواناتو په اړه پوهه لرلې وي. په دې کې ښايي د انسان او حیوان اناتومي او د حیواناتو د چلند اړخونه شامل وي. له دې سره سره، په بیولوژيکي پوهه کې لومړنی مهم بدلون شاوخوا ۱۰۰۰۰ کاله وړاندې د ډبرو د نوې دورې له انقلاب سره رامنځته شو. انسان لومړی د کرنې لپاره بوټي اهلي کړل، بیا یې د کرنې په پایله کې د ځايي شویو ټولنو د ملتیا لپاره څاروي وروزل.[۱]

لومړنۍ رېښې

تر میلاد وړاندې له شاوخوا ۳۰۰۰ نه تر ۱۲۰۰ کال پورې د لرغوني مصر او بین‌النهرین خلکو د نجومو، ریاضیاتو او طب لپاره ډېر کارونه وکړل، چې وروسته وروسته یې د لرغوني کلاسیک یونان په طبیعي فلسفه کې رېښې وکړې او دغې دورې د بیولوژۍ پر پراختیا  یې ژور اغېز وکړ.[۲][۳]

لرغونی مصر

د لرغوني مصر تر لسو ډېر طبي لیکونه ساتل شوي، چې تر ټولو مهم یې د اډوین سمیت لیک (د جراحۍ د لارښوونې تر ټولو لرغونی موجود کتاب) او د بیرس لیک (د بېلابېلو ناروغیو لپاره د درملیزو توکو د جوړولو او کارولو لارښود کتاب) دي، چې د دواړو تاریخ تر میلاد مخکې شاوخوا ۱۶۰۰ کال ته ور ګرځي.[۲]

لرغونی مصر د انسان د پاتې‌شونو د ساتنې او له انحلال یا خرابېدو نه یې د مخنیوي په موخه د مومیايي کولو په چارو کې هم پېژندل شوی دی.[۱]

بین‌النهرین

داسې ښکاري چې د بین‌النهرین خلکو له طبیعي نړۍ سره چندان مینه نه‌لرله او غوښتل یې پوه شي، چې ارباب الانواعو او الهو نړۍ څه ډول منظمه کړې ده. د حیواناتو فیزیولوژي د فالونو د کتلو لپاره لوستل کېده، له دې ډلې یوه د ځیګر اناتومي وه چې د فال کتنې لپاره یو مهم غړی و. د حیواناتو چلند هم د فال کتلو لپاره مطالعه کېده. د حیواناتو د اهلي کولو او روزنې په اړه ډېری معلومات احتمالاً په شفاهي ډول را لېږدېدلي دي، خو د اسونو د روزنې په اړه یو لیکلی متن هم شته دی.[۴]

د لرغوني بین‌النهرین خلکو«د عقلاني علومو» او جادو تر منځ هېڅ توپير نه‌کاوه. کله به چې کوم څوک ناروغ شو، ډاکترانو به هم جادویي فورمولونه ورکول چې ویې لولي او هم به یې د تداوۍ لپاره درمل ورکول. په سومري ژبه لومړنۍ طبي نسخې «د اور درېیمې کورنۍ» د واک په دوران(تر میلاد مخکې شاوخوا ۲۱۱۲ – تر میلاد مخکې شاوخوا ۲۰۰۴) کې څرګندې شوې. له دې سره سره، تر ټولو لوی بابلي طبي متن تشخیصي لارښود کتاب (Diagnostic Handbook) دی، چې امنو یا مشر څېړونکي «اساګیل کین اپلي بورسیپا» د بابلي پاچهۍ پر مهال (تر میلاد مخکې ۱۰۶۹ - ۱۰۴۶) لیکلی دی. په ختيځو سامي فرهنګونو کې به د درملو اصلي مرجع یو دمګری-درملګر و چې د اشيپو (āšipu) په نامه پېژندل کېده. دغه مسلک به له پلاره زوی ته پاتې کېده او ډېر درناوی ورته کېده. د دې په مقابل کې به اسو (asu) ته کمه مراجعه کېده، اسو هغه کس و چې د جسمي ناروغیو تداوي به یې د نباتي درملو، حیواني محصولاتو، کاني توکو او معجونونو له لارې کوله. دغه ډاکتران چې هم نارینه وو هم ښځینه، ټپونه به یې پانسمان کول، اندامونه یې پر ځای کول او ساده عملیاتونه یې کول. خلکو به هم وقایې ته پام کاوه او د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره به یې اقدامات کول.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

۱۹مه پېړۍ: د بیولوژيکي څانګو پیداښت

تر نولسمې پېړۍ پورې بیولوژي د طب او طبیعي تاریخ تر منځ وېشل شوې وه. په طب کې د فیزیولوژۍ مسائل څېړل کېدل او په طبیعي تاریخ کې د ژوند بېلابېلوالی او د ژوند د بېلابېلو بڼو تر منځ تعاملات څېړل کېدل. تر ۱۹۰۰ ز کال پورې ډېری دغه برخې له یو بل سره تړلې وې، خو طبیعي تاریخ (او د هغه جوړې یعنې طبیعي فلسفې) تر ډېره خپل ځای تخصصي علمي څانګو، لکه: سيټولوژي، بکتریاپوهنې، مورفولوژي، جنین پېژندنې، جغرافیې او ځمک‌پوهنې ته پرېښود.

د شلمې پېړۍ بیولوژيکي علوم

د شلمې پېړۍ په پیل کې بیولوژيکي څېړنې تر ډېره یوه مسلکي هڅه وه. ډېری کارونه لا هم د طبیعي تاریخ په حالت کې کېدل چې په مورفولوژيکي او فیلوجنیټيکي تجزیه یې تر هغو سببي تشرېحاتو ډېر ټینګار کاوه چې پر ازمېښت ولاړ وو. له دې سره سره، ویټالېسټ ضد فیزیولوژېستان او جنین پېژندونکي هم، په تېره په اروپا کې ډېر اغېزناک وو. په ۱۹۰۰مو او ۱۹۱۰مو ز کلونو کې د ودې، وراثت او مېتابولېزم لپاره د تجربوي کړنلارو بریالیتوب، په بیولوژۍ کې د ازمېښت ځواک وښود. په را وروسته لسیزو کې تجربوي کار د څېړنې د غالب ډول په توګه د طبیعي تاریخ ځای ونیو.[۱۱]

سرچینې