د ترکیې د خپلواکۍ جګړه

د ترکیې د خپلواکۍ جګړه (پیل، د ۱۹۱۹ز کال د مې ۱۹مه – پای، د ۱۹۲۳ز کال د جولای ۲۴مه) د یو لړ پوځي هلو-ځلو ټولګه وه، چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې د عثماني سترواکۍ د ماتې له امله د یادې سترواکۍ د ځینو برخو له اشغال کېدو او وېشل کېدو وروسته د ترکانو ملي غورځنګ لخوا ترسره شوې. دغه هلې-ځلې په لوېدیځ کې د یونان، په ختیځ کې د ارمنستان، په سوېل کې د فرانسې، په بېلابېلو ښارونو کې د وفادارانو او بېلتون غوښتونکو، او د قسطنطنیې (استانبول) شاوخوا کې د برتانوي او عثماني پوځیانو پر وړاندې ترسره شوې. په هماغه وخت کې، د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې د ارمنیانو ټولوژنې او نورو توکمي اقلیتونو د تصفیه کولو عملیاتو د ادامي په لړ کې—د ترکیې ملي غورځنګ د ځایي عیسویانو د محوه کولو لپاره د دوی ټولوژنه او تبعید پیل کړ. د یادو هلو-ځلو په پایله کې د ترکیې جمهوریت جوړ شو.      [۱][۲]

په داسې حال کې چې، لومړۍ نړیواله جګړه د عثماني سترواکۍ لپاره د مودروس اوربند سره پای ته ورسېده، متحدو ځواکونو د سیمو اشغالولو او تصرف کولو ته ادامه ورکړه. د عثماني سترواکۍ قوماندانانو د متحدینو او عثماني حکومت له امر څخه له دې امله چې ورته وویل شور تر څو خپل ځواکونه تسلیم او منحل کړي، سرغړاوی وکړ. یاد بحران هغه وخت خپل اوج ته ورسېد چې شپږم سلطان محمد، یو معتبر او لوړ پوړی جنرال مصطفی کمال (اتاترک) پاشا، د نظم د بېرته په ځای کولو لپاره اناتولیې ته ولېږه؛ خو مصطفی کمال د عثماني حکومت، متفقو ځواکونو او مسیحي اقلیتونو په وړاندې د ترکیي ملتپالانو مقاومت ته توان ورکوونکی او بیا یې مشر شو.

په اناتولیه کې د قدرت په خلا باندې د بیا کنټرول ترلاسه کولو په هڅه کې، متحدینو د یونان لومړی وزیر الفتریوس ونیزلوس وهڅاوه ترڅو یو لښکر اناتولیې ته ولېږي او سمیرنا (ازمیر) ونیسي، چې په غیر مستقیمه توګه د ترکیې د خپلواکۍ جګړې د پیل لامل شو. ډېر بېلابېل ملي کنګرې سره یوځای شوې چې، په انقره کې د لویې ملي جرګې (GNA) د رامنځته کېدلو لامل شوې، دا د مصطفی کمال په مشرۍ یو مخالف حکومت و چې، د اتحاد او پرمختګ کمېټې له پاتې غړو څخه جوړ شوی و. په عین حال کې، متحدو قدرتونو په عثماني حکومت فشار راوست ترڅو د اساسي قانون اجرا موقوفه کړي، د استازو جرګه وتړي او د سیوریس تړون چې د ترکیې د ګټو سره په ټکر کې و او د "انقرې حکومت" غیر قانوني اعلان کړی و، لاسلیک کړي.     [۳][۴]

په راتلونکي جنګ کې، د قوایې ملي (Kuva-yi Milliye) په نامه غیر منظمې ملېشې په سوېل کې فرانسوي ځواکونو ته ماتې ورکړه او د کاظم کارابکیر پاشا په مشرۍ غیر منظم واحدونه د بالشویک ځواکونو سره د ارمنستان د وېشلو لپاره لاړل، چې په پایله کې یې د کارس تړون (د ۱۹۲۱ز کال په اکتوبر میاشت کې) لاسلیک شو. د خپلواکۍ د جګړې لوېدیځه جبهه د ګریکو-ترکیې جګړې په نامه مشهوره وه، چې په لومړیو کې یې یوناني ځواکونه د غیر منظم مقاومت سره مخ شول. په هر صورت، په لومړۍ او دویمې انونو جګړو کې د یونانیانو سره د انقرې د ځواکونو د جنګېدلو په پایله کې د عصمت پاشا د قوایې ملي ملېشه په منظم پوځ بدله شوه. یوناني پوځ په کوتاهیا-ایسکیشهېر جګړه کې ښکاره بریا ترلاسه کړه او پرېکړه يې وکړه چې، د انقرې ملت پاله پلازمېنه باندې برید وکړي، ترڅو خپلو اکمالاتي لیکو ته پراختیا ورکړي. ترکان د ساکاریا په جګړه کې بریالي شول او د لوی یرغل په مقابل کې یې ځوابي برید وکړ، چې په ترڅ کې یې یوناني ځواکونه د درې اونیو په اوږدو کې له اناتولیې وشړل. جګړه په اغېزناکه توګه د ازمیر په بېرته نیونې او چاناک قلعې په بحران سره پای ته ورسېده، او په مودانیا کې د یو بل اوربند د لاسلیک لامل شوه.

په انقره کې لویه ملي جرګه (GNA) د ترکیې د مشروع حکومت په توګه وپېژندل شوه، چې د لوزان تړون یې (د ۱۹۲۳ز کال په جولای میاشت کې) لاسلیک کړ، دا تړون د سیوریس تړون په پرتله د ترکیې لپاره ګټمن و. متحدینو د اناتولیې او ختیځ تریس ښارونه تخلیه کړل، عثماني خلافت ړنګ شو او ټولواکي یا سلطنت منسوخ شو او د ترکیې ملي جرګې (چې تر ننه پورې د ترکیې بنسټیزه مقننه اداره ده) د ۱۹۲۳ز کال د اکتوبر په ۲۹ مه د ترکیې جمهوریت اعلان کړ. د جګړې، د عیسویانو تبعید، د عثماني سترواکۍ تجزیه کېدنې او ټولواکۍ یا سلطنت د منسوخېدنې سره، د عثماني خلافت دور پای ته ورسېد، او د اتاترک د اصلاحاتو په مرسته، ترکانو د ترکیې عصري، سیکولر ملي-حکومت جوړ کړ.[۵]

د لومړۍ نړیوالې جګړې پای: د ۱۹۱۸ز کال د اکتوبر له میاشتې څخه د ۱۹۱۹ز کال د مې تر میاشتې پورې

د ۱۹۱۸ز کال د اوړي په میاشتو کې، د محور قدرتونو مشران پوه شول چې، د عثماني سترواکۍ په ګډون یې په لومړۍ نړیواله جګړه کې ماتې خوړلې ده. تقریباً په هممهاله توګه، د سپتمبر په ورستیو او د اکتوبر په لومړیو کې، د فلسطین او بیا د مقدونیې جبهو سقوط وکړ. د فلسطین په جبهه کې عثماني پوځونو له برتانویانو کلکه ماتې وخوړله، چې اناتولیې ته یې لاره خلاصه کړله. په بالکان کې، د بلغارستان د اوربند د لاسلیک ناڅاپي پرېکړې، له قسطنطنیې (استانبول) څخه ویانا او برلین ته اړیکه پرې کړه او بې دفاع عثماني پلازمېنه یې برید ته پرانیستې پرېښوده.      

د سترو جبهو تر ماتېدو وروسته، ستر وزیر طلعت پاشا د یوه اوربند د لاسلیک کولو قصد وکړ او د دې لپاره چې د نوي حکومت سره د اوربند تړون په نسبتاً اسانه شرایطو لاسلیک شي، د ۱۹۱۸ز کال د اکتوبر په ۸ مه نېټه یې استعفا ورکړه. د مودروس تړون د ۱۹۱۸ز کال د اکتوبر په ۳۰ مه نېټه لاسلیک شو، چې د عثماني سترواکۍ لپاره یې لومړۍ نړیواله جګړه پای ته ورسوله. دوه ورځې وروسته د اتحاد او پرمختګ کمېټې (CUP) چې عثماني سترواکي یې له ۱۹۱۳ز کال راهیسې د یو-ګوندي دولت په توګه اداره کوله، خپله وروستۍ کنګره جوړه کړه، په کومه کې چې د دغه ګوند د منحلېدو پرېکړه وشوه. طلعت، انور پاشا، کمال پاشا او د اتحاد او پرمختګ کمېټې څلور نور لوړ پوړي غړي په هماغه شپه په یوه الماني توغندي ویشتونکې بېړۍ کې له عثماني سترواکۍ وتښتېدل او هېواد یې د قدرت په خلا کې پرېښود. [۶]

د مودروس اوربند او اشغال

د ۱۹۱۸ز کال د اکتوبر په ۳۰ مه نېټه د عثماني سترواکۍ او د لومړۍ نړیوالې جګړې د متحدینو ترمنځ د مودروس د اوربند تړون لاسلیک شو، چې د لومړۍ نړیوالې جګړې د منځني ختیځ په ډګر کې یې دښمنۍ پای ته ورسولې. د تړون په بنسټ، عثماني پوځ باید منحل شوی وای، سمندري ځواکونه یې متحدینو ته سپارل شوي وای او په قفقاز او پارس کې اشغال کړې سیمې یې باید تخلیه کړې وای. سربېره پر دې، د تړون اوومې مادې متحدینو ته دا حق ورکړی و چې، هغه جنګي کلاوې چې د دردانیل او باسپورس تنګي یا ابنا ګانې ورڅخه کنټرولېدې، ونیسي؛ او د "بې نظمۍ په صورت کې" د هرې هغې سیمې نیول چې امنیت ته په کې ګواښ وي، په ځانګړې توګه شپږ ختیځ ولایتونه چې د اتحاد او پرمختګ کمېټې د حکومت لخوا په کې د عثماني ارمنیانو ټول وژنه ترسره شوې وه. د "اوس لپاره"، د هوهینزولرن، هابسبورګ او رومانوف په برخلیک اخته عثماني کورنۍ وتښتېدله ترڅو د خپلې سترواکۍ اداره کولو ته ادامه ورکړي، که څه هم چې، د پاتې حاکمیت په قیمت ورته پرېوته.    [۷][۸]

د ۱۹۱۸ز کال د نوومبر په ۱۳ مه نېټه یوه فرانسوي لوا د عثماني پلازمېنې او ورته نږدې اړوندو سیمو د نیولو لپاره قسطنطنیې ته د ننه شوه. له دې وروسته، د جنګي بېړیو یوه ډله چې برتانوي، فرانسوي، ایټالوي او یونانی بېړۍ په کې شاملې وې، راتلونکې ورځ په قسطنطنیه کې ۵۰۰۰۰ پوځیان ځای پر ځای کړل. متحدو ځواکونو وضاحت ورکړ چې یاد اشغال لنډمهالی دی او موخه یې د ټولواکۍ، خلافت او اقلیتونو ساتنه ده. د مودروس اوربند برتانوي لاسلیک کوونکي- سومرسېت ارتر ګاف- کالتروف- د درې ګونو متحدینو د دریځ د واضح کولو په ترڅ کې وویل چې دوی هیڅ اراده نه لري چې عثماني حکومت وران کړي یا یې د "قسطنطنیې د قبضه کولو" له لارې تر پوځي اشغال لاندې راولی. په داسې حال کې چې، د حکومت ورانول او د متحدو هېوادونو ترمنځ د عثماني سترواکۍ وېشل، د لومړۍ نړیوالې جګړې له پیل څخه د متحدینو ستره موخه وه. [۹]Empire [۱۰]

سرچينې