د تمدن زانګو

د تمدن زانګو هر هغه موقعیت ته ویل کېږي چې هلته تمدن په خپلواک ډول را پورته شي. دا مهال باور دا دی چې د تمدن زانګو یوه نه وه، بلکې د تمدنونو ګڼې زانګوګانې په خپلواک ډول رامنځته شوې دي. داسې ګومان کېږي چې میسوپوټمیا [بین‌النهرین]، لرغونی مصر، لرغونی هند او لرغونی چین په پخوانۍ نړۍ کې لومړني تمدنونه وو. دا چې د نږدې ختیځ او سیند درې لومړنیو تمدنونو او د ختیځې اسیا (لرې ختیځ) چیني تمدن په خپلو کې پر یو بل څومره اغېز درلود، لا هم بحث ته اړتیا لري.[۱][۲][۳]

څېړونکي وايي چې په منځنۍ امریکا کې «المېک تمدن» چې په اوسنۍ مکسیکو کې و، همدا راز په «کارل سیوپ» کې رامنځته شوی تمدن چې په اوسنۍ «پرو» سیمه کې و، د قدامت له نظره د لرغونې نړۍ د تمدنونو سیالي کوي او په خپلواک ډول را پورته شوي دي.[۴]

څېړونکو د بېلابېلو معیارونو له مخې تمدن تعریف کړی؛ لکه لیکنې، ښارونه، طبقاتي ټولنه، کرنه، مالداري، عمومي ودانۍ، فلزکاري او معماري. «د تمدن زانګو» اصطلاح بېلابېلو سیمو او فرهنګو ته کارېدلې ده؛ په ځانګړي ډول په کالکولېټيک دوره کې لرغوني نږدې ختیځ ته وکارېده چې ښېرازه هلال [د منځني ختیځ د یوې تاریخي برخې نوم دی] هم په کې شامل و. لرغوني هند او لرغوني چین ته هم کارېدلې ده. دغه اصطلاح لرغونې اناتولي، شام او د ایران لوړو سطحو ته هم ویل کېږي او د فرهنګ مخکښانو ته د اشارې لپاره هم استفاده ترې کېږي؛ لکه لرغوني یونان ته، چې د لوېديځ تمدن د سرلاري په توګه پېژندل شوی دی.[۵][۶]

د تمدن ظهور

د هغه بهیر پخوانۍ نښې چې د ځايي کلتور لامل ګرځېدلي دی په شام کې لیدل کېږي چې له میلاد څخه ۱۲۰۰۰ کاله پخوا بلل کېږي داهغه وخت و چې د ناتوفین کلتور ځايي شو چې یوې کرهنیزې ټولنې ته یې له میلاد څخه ۱۰۰۰۰ کاله د مخه تدریجي تکامل وکړ. د خوراکي توکو د دوامداره او پرېمانه  اکمال د ساتنې لپاره د اوبو اهمیت، د ښکار، کب نیونې او د غلو په ګډون د سرچینو ټولولو لپاره مساعد شرایط یو ابتدایي پراخ ګڼ ډوله اقتصاد را منځ ته کړ چې د دایمې کلیو د جوړېدو لامل شو.   [۷][۸]

ډېرپخواني بدوي ښاری مېشتېدنې چې د زرګونو اوسېدونکو له خوا تر سره شوې وې د ډبرې په نوي عصر کې چې له میلاد څخه ۱۰۰۰۰ کاله د مخه په غربي آسیا کې پيل شوي ښکاره شوي دي. لومړني ښارونه چې لسګونو زرو خلکو ته یې ځای ورکړی و  په بین النهرین کې د یوروک، یور، کیش او ایریدو ښارونه و چې په ایلام کې له سوسا او په مصر کې له میمفیس څخه وروسته دي او له میلاد څخه د مخه په یودیرشمې پېړۍ پورې اړوند دي.  

تاریخي وختونه له تاریخ پخوا دورې څخه جلا دي هغه وخت چې (( د تېر وخت ریکاردونه د راتلونکو نسلونو د ګټې لپاره )) په لیکلی یا شفاهي بڼه ساتل کېدل. که د  تمدن ظهور د پخوانیو لیک بڼو څخه پرته د لیکنو له پراختیا سره هم مهال وبلل شي، نو د نژدې شرقي چالکولیتیک ( یا د مسو دوره له میلاد څخه پخوا څلورمې زریزې په مهال د ډبرې د نوې دورې اوژېړو دورې تر منځ انتقالی دوره ده) او تقریبا له میلاد څخه ۳۳۰۰۰ کاله پخوا د جنوبې آسیا د اندس د درې په هاراپا کې پخواني مثالونه دي چې د چینایي پخوانیو لیک بڼوڅخه وروسته دي یې په هډوکو د لیکلو سیستم ته تحول کړی او له ۹۰۰ مخزیږدیز څخه را په دې خوا یې د میسو امریکن لیک بڼې له ظهور څخه بیا ځلې تحول وکړ.   [۹]

د لیکل شوو اسنادو په غیابت کې، د پخواني تمدن د ظهور ډېرې جنبې د لرغون پېژندنې په هغو ارزونو کې شاملې دي چې د رسمی بنسټونو پرمختیا  او مادي کلتور مستندوي. د ژوند یوه متمدنه لاره چاره په نهایت کې له هغو شزایطو سره وصل دي چې تقریبا په ځانکړې توګه له متمرکزه کرهنې ظهور کوی. ګوردون چایلد ( محقق) د تمدن پراختیا د دوو پرله پسې تحولونو پایله بولي: د ډبرې د نوې دورې تحول په غربي آسیا کې چې د میشتو ټولنو د پراختیا لامل شو او ښاري تحول چې هغه هم لومړی په غربي آسیا کې ظهور وکړ، چې متمرکزه مېشتېدنو، ماهرو حرفوي ډلو، ټولینزو طبقاتو، له مازادو څخه ګټه اخیستنې، تاریخي دولتي ودانیو او لیکنو ته یې میلان پیاوړی کړ . له دې شرایطو څخه کم یې د ریکاردونو په واسطه نا ننګول شوي دي : ګڼ مېشته ښارونه د مصر په پخوانې شاهي حکومت کې( دبینالنهرین برعکس) او د دې ښارونو د مایا په سیمه کې  تیت اوپرک وګړي درلودل په اینکاس ( په امریکا یوه لویه ستر واکي وه) کې لیکل کم و که څه هم کولای یې شو چې د کویپس( د تارونو په واسطه لیکل) په کارونې سره یې سوابق ثبت کړي او ادبې کارونې یې هم درلودل، له دې سره یادګاري ودانیو د کلیو له مېشتېدنو څخه وړاندې والی درلود.  د مثال په ډول په اوس وخت کې  د لوویزانیا څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي چې چې هغه کلتورونه چې په پیل کې  عمدتا کوچېدونکي و ، له نسلونو سره په فصلي مېشت ځایونو کې د ۳۴۰۰ مخزېږدیز په لومړیو کې د خاورینو غونډیو جوړولو لپاره تنظیم شول. د پېښو د پرله پسي والي او مخکې شرطونو په ځای،  کولای شو د تمدن ظهور یو چټک بهیر وبولو چې له لومړنۍ کرهنې سره پیل او د ژېړو د شرقي عصر په مهال اوج ته ورسېد.  [۱۰][۱۱]

انفرادي یا څوګونې زانګو ګانې

یووخت و چې عالمانو فکر کاوه چې تمدن حاصل خیزه هلال کې پيل شوی او له هغه ځایه د نفوذ په واسطه یې پراختیا موندلې ده.  اوس عالمان باور لري چې تمدنونه په خپلواک ډول په څو ځایونو کې په دواړو نیمو کرو کې را منځ ته شوي دي. هغوی ليدلي چې اجتماعي کلتورې پراختیاوې له مختلفو زماني چوکاټونو سره پېښې شوې دي. ځایي او کوچېدونکې ټولنو خپل منځ کې د پام وړ تعاملاتو ته دوام ورکاوه ، هغوی په پراخه کچه په مختلفو کلتورې ډلو وېشل شوي نه و. د تمدن زانګو په هغه ځای باندې تمرکز لري چې اوسېدونکي یې د دې لپاره راغلي چې ښارونه جوړ کړي، د لیکلو سیستم وپنځوي، د فلزاتو د کاروني او د کلالۍ د جوړولو تخنیکونه تجربه کړي، حیوانات اهلي کړي او پېچلي اجتماعي جوړښتونه چې طبقاتي سیستمونه پکې نغښتي وی.  [۱۲][۱۳]

علم په ټوله کې شپږ تمدنونه پېژني چې په خپلواک ډول یې ظهور کړی دی:[۱۴][۱۵]

  • د حاصل خیز هلال تمدن ( چې د بین النهرین ، تېګریس ـ ابوفرېت او شام تمدنونه پکې شامل دی.
  • د نیل د درې تمدن
  • د اندو ګانګتیک د دښتې تمدن
  • د شمالي چین د ښتې تمدن 
  • د اندین د غاړې تمدن
  • د میسو امریکن د خلیج د غاړې تمدن

یوه پوښتنه چې څېړونکي یې بوخت کړي دی داده چې ولې ځوان تمدنونه را منځ ته شول، څه وخت را منځ ته شول چېرته رامنځ ته شول. د ټولو ځوانو تمدنونو اقتصاد په کرهنه متکي و، چې په کې ممکنه استثنا شته چې هغه د اندین د غاړې تمدن و چې هغه په پیل کې په سمندري سرچینو متکی و. جارید دیاموند ( امریکایي ساینسپوه او لیکوال ) دا ګڼې چې دا دلیل چې حاصلخیز هلال یو خورا پخوانی تمدن دی داده چې پراخه کرهنه درلودونکي، په آسانۍ اهلي کېدونکي نباتات ( غنم اوربشې او نور) ډېر اهلي کېدونکې څاروي ( غوایان، خوګان، پسونه، آسونه او نور) دې سیمې سره طبیعتا موجود و. برعکس، زرګونه کلونه وخت یې ونیو چې په میسو امریکا کې  د جوارو ټاکل شوي تخم د په کافي اندازه حاصلخیز شي تر څو یو ډې تولیدیدونکي فصل شي. مېسو امریکا همدارنګه د اهلي کېدونکو څارویو له کمښت سره مخامخ وه. لاما( اوښ ته ورته یو حیوان دی)  د جنوبي امریکا په اندس سیمه کې یوازینی اهلي کیدونکی څاروی و. دا حیوان په کافي اندازه لوی دی چې یو کشوونکي حیوان وي خو هومره لوی نه دی چې د سورلۍ لپاره وکارول شي یا د بار د انتقال لپاره وکارول شي. آسترلیا په آسانۍ اهلي کېدونکې حیواناتو او نباتاتو له کمښت سره مخ وه.    [۱۶][۱۷]

د تمدن زانګو ګانې

حاصلخیزه هلال

د ۷۵۰۰ مخزېږدیز کال حاصل خیزه هلال  په جنوب غربي آسیا کې د لیندۍ په ډول غونډۍ لرونکې ځمکه وه چې د اوسنې فلسطین او اسرائیلو څخه غزېدلې وه او تر لبنان، سوریې، اردن، ترکيې پورې رسېدلې وه او له عراق څخه په ایران کې د زاګروس تر غره پورې پرته وه. دا په نړۍ کې له هغو خورا زړو سیمو څخه وه چې هلته کرهنه عملي شوه او احتمالا په نړې هغه خورا زړه سیمه وي چې هلته ځايي کلي و چې خلک یې بزګر و. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د مفکورې تاریخچه

«د تمدن زانګو» اصطلاح، د ډېرو بحثونو موضوع ده. د زانګو مجازي معنا «هر هغه ځای یا سیمه چې هر شی په ابتدايي پړاو کې هلته روزل کېږي یا ساتل کېږي» د اکسفورډ انګلیسي ډېکشېنرۍ سپېنسر (۱۵۹۰) ته منسوبه کړې ده. د رولین (۱۷۳۴ز) لرغونی تاریخ بیانوي چې: «مصر په لومړیو کې د سپېڅلي ملت زانګو وه».[۲۲]

د تمدن پيل

د ځايي کېدو د کلتور لومړنۍ نښې نښانې تر میلاد وړاندې په ۱۲۰۰۰ کال کې په ختيځه نړۍ کې موندای شو. هغه مهال چې ناتوفي کلتور مېشت او ځايي شو، تر میلاد وړاندې تر ۱۰۰۰۰ کال پورې پر یوه کرنیزه ټولنه بدل شو. د یوې ثابتې او پریمانه خوراکي سرچینو د ساتنې لپاره د اوبو اهمیت د ښکار، کب‌نیونې او غلو دانو د راټولولو لپاره د مناسبو شرایطو په دلیل، یو پراخ ابتدايي اقتصاد رامنځته کړ چې په پایله کې یې دایمي کلي جوړ شول.[۲۳][۲۴]

لومړني ښاري مېشت‌ځایونه چې زرګونه کسان په کې اوسېدل، د ډبرو د دورې په وروستیو وختونو کې رامنځته شول. لومړني ښارونه چې لسګونه زره کسان په  کې مېشت وو، تر میلاد وړاندې په ۳۱مه پېړۍ کې ممفس او اوروک ښارونه وو.[۲۵]

‌یوګونې او څوګونې زانګوګانې

د تمدن د خپرېدو په اړه یوه دودیزه تیوري دا ده چې، تمدن له ښېرازه هلال څخه پیل او نورو ځایونو ته خپور شو، خو دا مهال څېړونکي په دې باور دي چې، تمدنونه په دواړو نیمو‌کُرو کې په خپلواک ډول په ګڼو ځایونو کې رامنځته شوي دي. دوی وايي چې په بېلابېلو ټاکلو وختونو کې ټولنیز-کلتوري بدلونونه رامنځته شوي دي. «ځايي» او «کوچیاني» ټولنو، خپلو پراخو تعاملاتو ته دوام ورکاوه، خو په بنسټیز ډول د بېلابېلو کلتوري ډلو تر منځ نه وېشل کېدل. د تمدن د زانګو مفهوم پر هغه ځای متمرکز دی، چې هلته خلکو د ښارونو پر ودانولو، د لیکنيو سیستمونو پر جوړولو، د خاورینو لوښو د جوړولو لپاره د تخنیکونو پر ازمېښت او د فلزاتو پر کارولو، د څارویو پر اهلي کولو او د طبقاتي سیستم په ګډون د پېچلو ټولنیزو جوړښتونو پر پراختیا پیل کړی دی.[۲۶][۲۷]

اوسنۍ څېړنې په ټولیز ډول شپږ داسې ځایونه راپېژني چې هلته تمدن په خپلواک ډول راپورته شوی دی:[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

  • ښېرازه هلال
    • د دجلې او فرات دره
    • د نیل دره
  • د سیند او ګنګ دښته
  • د چین د شمال دښته
  • د اند ساحل
  • د منځنۍ امریکا خلیجي ساحل

د تمدن زانګوګانې

ښېرازه هلال

بین‌النهرین

تر میلاد مخکې په شاوخوا ۱۰۲۰۰ ز کال کې د ډبرو دورې تر  وروستیو وختونو پوره پرمختللي لومړني فرهنګونه، چې تر میلاد مخکې د ۷۶۰۰ - ۶۰۰۰ کلونو د مهال اړوند وو، په ښېرازه هلال کې راڅرګند شول او له هغه ځایه د ختیځ او لوېديځ لوري ته خپاره شول. د دغه مهال یو تر ټولو مهم مېشت‌ځای «جریکو» ښار دی چې په شام سیمه کې و او ګومان کېږي چې د نړۍ لومړنی ښار و. په بین‌النهرین کې د دجلې او فرات سیندونو نږدیوالي پراخه ښېرازه خاوره او د خړوبولو لپاره د اوبو سرچینه رامنځته کړه. هغه تمدنونه چې د دغو سیندونو په شاوخوا کې راپورته شول، لومړنۍ «غیر کوچیاني» کرنیزې ټولنې وې. له همدې امله ښېرازه هلال په ځانګړي ډول بین‌النهرین ډېری مهال د تمدن زانګو بلل کېږي. په دې خړوبه دښته کې لومړنۍ پېژندل شوې دوره د عبید دوره (تر میلاد مخکې شاوخوا ۶۵۰۰ تر ۳۸۰۰) بلل کېږي، که څه هم په ډېر احتمال تر دې مخکې نورې دورې هم شته(موجودې) دي. د عبید په دوره کې د ښاري کېدو پر لور حرکت پیل شو. په ځايي ټولنو په ځانګړي ډول په شمالي بین‌النهرین کې په پراخه کچه کرنه او مالداري کېده او په سوېل کې هم پراخه هایدرولیکي کرنه پيل شوه.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

لرغونی مصر

د ډبرې دورې د وروستیو وختونو پرمختللي کلتورونه، چې (تر میلاد مخکې ۱۰۲۰۰) او (تر میلاد د مخکې ۷۶۰۰ نه تر ۶۰۰۰) دورو اړوند وو، په ښېرازه هلال کې راڅرګند شول او له هغه ځایه د ختیځ او لوېديځ لور ته خپاره شول. له دې سره هم‌مهاله د تېغونو په مرسته د غلو دانو د میده کولو فرهنګ د ښکاریانو، کب‌نیوونکو او هغو خلکو د فرهنګ ځای ونیو چې، له ډبرینو وسایلو سره به د نیل رود پر غاړه راټولېدل. د ځمک‌پوهنې شواهد او د کمپیوټري اقلیم د ماډل جوړونې څېړنې هم ښيي چې د طبیعي اقلیم بدلونونو تر میلاد شاوخوا ۸۰۰۰ کاله وړاندې د افریقا په شمال کې د پراخو کرنیزو ځمکو پر وچولو پيل وکړ او بالاخره یې صحرا جوړه کړه. د وچکالۍ دوام د مصریانو لومړني نیکونه اړ کړل چې د نیل په شاوخوا کې په دایمي ډول استوګن شي او غیر کوچیاني ژوند غوره کړي. په مصر کې د ډبرې دورې د وروستیو وختونو پوره پرمختللی او تر ټولو پخوانی فرهنګ «فیوم» دی چې تر میلاد مخکې د ۵۵۰۰ کال په شاوخوا کې پیل شو.[۴۴][۴۵]

لرغونی هند

د هند په نیمه وچه کې د ډبرې دورې د وروستیو وختونو یو تر ټولو پخوانی ځای «بیرانا» دی چې د اوسني هند په هریانه ایالت کې د ګهګر هاکرا لرغوني سیند په اوږدو کې پروت دی او لرغونوالی یې تر میلاد مخکې شاوخوا ۷۶۰۰ کال ته رسېږي. په نورو لرغونو ځایونو کې یو «لاهورادوا» دی چې د منځني ګنګ په سیمه کې دی او بل «جوسي» دی چې د ګنګ او یامونا سیندونو د یوځای کېدو سیمې ته نږدې پروت دی او د دواړو لرغونوالی تر میلاد مخکې نژدې ۷۰۰۰ کال ته رسېږي.[۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

سرچينې